د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تصوف؛ بدعت که ټوکه

حمید هڅــاند
12.08.2014

د تصوف په اړه زیات بحثونه شوي او بلا زیات کتابونه پرې لیکل شوي دي. په ټولیزه توګه زه دا ویلی شم چې هیڅوک هم تصوف نه شي توجیه کولی. ما چې په دې اړه څومره کتابونه او لیکنې ویلې دي، ټول هسې د خټو پوزه جوړول دي او بس.

پر تصوف اصلاً ډېر جنجال ته اړتیا هم نه شته، په دې اړه که خبره احتمال ته پرېږدو هم دوه احتماله لرلی شو:
۱) تصوف هغه اذکار، طریقې او عبادات دي چې په قران و حدیث کې ظاهراً نشته.
۲) د تصوف اذکار، طریقې او عبادات ټول په قران و حدیث کې شته.

لومړی احتمال که سم وبولو، تصوف د بدعتونو په یوه لویه ټولګه بدلېږي او بلا نورې پوښتنې هم زېږوي؛ لکه: ایا دا علم د تصوف پوهانو ته په وحیه شوی دی؟ ایا د خوب له لارې یې دا علم حاصل کړی دی؟ ایا د قران و حدیث کامل والی تر پوښتنې لاندې نه راځي او نور.

او که دویم احتمال سم وبولو چې ډېری صوفیان هڅه کوي تصوف همدې ځای ته راولي او ثابت یې کړي چې دا دی قران و حدیث سره یې هیڅ هم ټکر نه دي. که رښتیا داسې شي، بیا نو تصوف مصوف ولي وایاست او ارزښت یې څه کې دی. خو هغه دی قران و حدیث کې هرڅه شته. نو بیا دا نومونه، طریقې، د عبادت هغه ډولونه چې عوام یې نه کوي او بیا دې ټولو ته د قرب الهي نوم ورکول... ټول او ټولو ته د تصوف نوم کارول په هسې بې ځایه ټوکه بدلېږي او بس.

درنښت


خیریوسی
31.01.2015

حميد حڅاند صاحب تصوف ټوکه نه بلکی رکن داسلام دی
خوزه ودی ته فکر وړی یم چي ولی په پوهنتون او مدرسه کی نومړی رکن ته پوره توجه نه ده سوی .
ویکپیدیا دتصوف معنی داسی لیکی :
الصوفية أو التصوف وفق الرؤية الإسلامية ليست مذهبًا، وإنما هو أحد أركان الدين الثلاثة (الإسلام، الإيمان، الإحسان)، فمثلما اهتم الفقه بتعاليم شريعة الإسلام، وعلم العقيدة بالإيمان، فإن التصوف اهتم بتحقيق مقام الإحسان[1] (وهو أن تعبد الله كأنك تراه، فإن لم تكن تراه فإنه يراك)[2]، وهو منهج أو طريق يسلكه العبد للوصول إلى الله.


دفورم سر ته

Loveinthelegend
16.02.2015

Can I have some more research.


larghonay laraway
07.10.2015

زما په نظر خو تصوف د نڅا هغه ډول دی چې د روحانيت په جامه کې ترسره کېږي.


آدم خان۱
07.10.2015

[quote:93ba71da21]زما په نظر خو تصوف د نڅا هغه ډول دی چې د روحانيت په جامه کې ترسره کېږي.[/quote:93ba71da21]

زما په فکر دا پورتنی تعریف د تصوف پنچابی تعریف دی !!! اصلی تعریف یې داسې نه دی . لرغونی لاروی هم پرې ښه پوه دی!

تصوف تقوی او ‌زهد دی ، تصوف دنیت اوعمل پاکی او سپیڅلتیا ده، دقول اوعمل یوالی دی، تصوف دشیطانی اعمالو غندنه او دشهوانی غوښتنو څخه اجتناب دی،تصوف ښیګڼه او نیکی ده..........تصوف دلوړ انسانی مقام ته د رسیدو وسیله ده.......

نور تعریفونه هم لری لکه دوهبیانو، دحضرتیانو. اپندیانو او نور.... هر څوک په کې خپل ماهیان نیسي!


lawangin
10.10.2015

لرغونی لاروي خو اوس دالرو مست کړی دی ، په ناحقه قرانونه خوري قسمونه کوي
او خپل ايمان زوالوي !!!

پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more