د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ایمنسټي: طالبانو په کندز کې سخت جنایتونه کړي

میرویس
02.10.2015

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
((په طالبانو کې ازبکستانيان، تاجکستانيان، چيچن او ان چينايان، عربان او پاکستان هم دي، د دوى مرکز د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دى، دوى له دغه مرکز څخه اکمالېږي.

ګرانو لوستونکو:
طالبان ځنګه وجدان لري چې دوي په دروازه کې ورته دریږي، دغه خارجي ترورستان د افغان کور ته ورننباسي چې خویندې میندې یې بې سیرته کړي؟
======
د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) وايي طالبانو د کندز د نیولو پر مهال سخت جنایتونه کړي دي.
طالبانو د ملکي کسانو د وژنې، په ډله ییزه توگه د جنسي تیریو، تښتونې او د «هدفي وژنو» د ډلو په جوړښت سره یې په لنډه موده کې «ظالمانه واکمني» رامنځ ته کړې ده.
دغه رپوټ د ډېرو عیني شاهدانو او مدني حقوقو د فعالانو د څرگندونو پر مټ جوړ شوی دی.
د رپوټونو له مخې طالبانو د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې ده.
د بخښني نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې طالبانو تنکي ځوانان گومارلي چې کور په کور تلاشۍ وکړي او خپل هدف ومومي. رپوټ زیاتوي چې د افغان پولیسو او عسکرو د کورنیو غړي چې پکښې ماشومان هم شامل دي، په هدفي توگه وژل شوي او پر ښځو يې جنسي تیري شوي دي.
د ایمنسټي د اعلامیې له مخې طالبانو د کندز له عمومي زندان څخه بندیان آزاد کړي او هغوي یې په وسلو سمبال کړي، څو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندي و جنگیږي..

دغه سازمان د یوې قابلې د خپل له قوله ویلي دي چې پر هغې لومړی یوې ډلي طالبانوجنسي تيری کړی او بیا یې له خپل یوه همکار سره وژلې ده.
د مدني حقوقو یوه تن فعال ویلي دي: «کله چې طالبانو د کندز ښار ونيو، نو اعلان یې وکړ چې هغوی به په ښار کې نظم، قانون او شریعت نافذ کړي. خو هغه هر څه چې هغوی وکړل د دې برعکس ول.
په درنښت.


Re: ایمنسټي: طالبانو په کندز کې سخت جنایتونه کړي

tandar
03.10.2015

ميرويس خانه سلامونه
ټولي خبري دي شايد واقيعت ولري خو ددغسو واقعاتو دمخ نيوي مسؤل
څوک دي ؟
ايا هغه چاته چه دامريکا په سفارت کي واکداري وسپارل شوه؟
او که بيچاره ملت؟
دکندز دشهيدانو اصلي قاتلين نني واکداران دي ځکه دملت امنيت نشي ساتلي
داټول دامريکا او پلويانو پلانونه دي چه دافغان په خاوره کي پس ٢٠١٦ کال څخه پاتي کيدو بهاني جوړوي يعني دچين،هند،ايران او روسي په مقابل کي دافغان له خاوري نه دنظامي پايګاه دتل لپاره داستفادي پلان دي
isi دپاکستان څوک دي ؟
دcia ښي او چپي لاس نه دي؟
اوبه خړي کړه ماهي ونيسه
نني واکدادارن هم ددوي انتخاب دي او مخاليفين هم غير مستقيم ددوي نفر دي
دافغانستان دازادي لپاره دوعا وکړه
يوامان وزيږوه
يوه ملاله وزيږوه
چه ټول سره راټول کړي داسي يو افغان وزيږوه
دisi او cia لاسونه دافغان په وينو رنګ دي
[quote:dc84012e04="میرویس"]ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
((په طالبانو کې ازبکستانيان، تاجکستانيان، چيچن او ان چينايان، عربان او پاکستان هم دي، د دوى مرکز د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دى، دوى له دغه مرکز څخه اکمالېږي.

ګرانو لوستونکو:
طالبان ځنګه وجدان لري چې دوي په دروازه کې ورته دریږي، دغه خارجي ترورستان د افغان کور ته ورننباسي چې خویندې میندې یې بې سیرته کړي؟
======
د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) وايي طالبانو د کندز د نیولو پر مهال سخت جنایتونه کړي دي.
طالبانو د ملکي کسانو د وژنې، په ډله ییزه توگه د جنسي تیریو، تښتونې او د «هدفي وژنو» د ډلو په جوړښت سره یې په لنډه موده کې «ظالمانه واکمني» رامنځ ته کړې ده.
دغه رپوټ د ډېرو عیني شاهدانو او مدني حقوقو د فعالانو د څرگندونو پر مټ جوړ شوی دی.
د رپوټونو له مخې طالبانو د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې ده.
د بخښني نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې طالبانو تنکي ځوانان گومارلي چې کور په کور تلاشۍ وکړي او خپل هدف ومومي. رپوټ زیاتوي چې د افغان پولیسو او عسکرو د کورنیو غړي چې پکښې ماشومان هم شامل دي، په هدفي توگه وژل شوي او پر ښځو يې جنسي تیري شوي دي.
د ایمنسټي د اعلامیې له مخې طالبانو د کندز له عمومي زندان څخه بندیان آزاد کړي او هغوي یې په وسلو سمبال کړي، څو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندي و جنگیږي..

دغه سازمان د یوې قابلې د خپل له قوله ویلي دي چې پر هغې لومړی یوې ډلي طالبانوجنسي تيری کړی او بیا یې له خپل یوه همکار سره وژلې ده.
د مدني حقوقو یوه تن فعال ویلي دي: «کله چې طالبانو د کندز ښار ونيو، نو اعلان یې وکړ چې هغوی به په ښار کې نظم، قانون او شریعت نافذ کړي. خو هغه هر څه چې هغوی وکړل د دې برعکس ول.
په درنښت.[/quote:dc84012e04]


larghonay laraway
05.10.2015

زه هيڅکله هم د ټاليب پلوی نه يم او نه به شم خو يوې خبرې ته مو بايد پام وي چې د جنسي تېريو ډنډوره يوازې او يوازې د شمالي ټلوالې د بې ناموسانو ډنډوره ده او بس.
ټاليب ته امريکا په کونه کې ډيکه ورکړه او په کندوز يې ور ټېلواهه، کندز يې ونيو خو پام مو وي چې په جګړه او ډزوډوز کې جنسي ډزې دومره اسان کار هم نه دی.
بيا په داسې جګړه کې چې مړي په سړکونو پراته وي نو په خدای چې د دواړو خواوو (( د غټو وار نه ؤ او د وړو يې شمار نه ؤ))
مننه


lawangin
05.10.2015

دوپړۍ ماره غني بابا خو خر متفکر را ؤخوت اوس به څه کوۍ ؟؟
له طالبه جار شه که دطالب څخه د ستميانو ډار نه وي ولله که دې دا بې ناموسان
موچيګيري ته هم پرېږدي !
دقندوس نیول زمونږ لپاره يو ټست او نوې شروع دی تر هغه به مو په سر سر ټکوو تر
څو چې مردار شۍ !
که دزهري ترين مار چې کبرا نو ميږي او يوو باز جنګ دې لېدلی وي نو بايد پوه شې چې باز
ددې زهري مار پر سر غوټه کوي زخمي کوي یې او بيا تښتي دغه عمل دومره دوام کوي
تر څو چې زهري مار مردار شي او بيا یې باز په خپلو پنجرو کې پورته کوي او خپلې
ځالې ته یې دخوراک لپاره وړي !
ستاسو او دمقاومت دغسې سیناريو لکه قندوس هغه دباز او زهري مار جنګ دی !!!

پتنګ

[quote:291c58f8dc="larghonay laraway"]زه هيڅکله هم د ټاليب پلوی نه يم او نه به شم خو يوې خبرې ته مو بايد پام وي چې د جنسي تېريو ډنډوره يوازې او يوازې د شمالي ټلوالې د بې ناموسانو ډنډوره ده او بس.
ټاليب ته امريکا په کونه کې ډيکه ورکړه او په کندوز يې ور ټېلواهه، کندز يې ونيو خو پام مو وي چې په جګړه او ډزوډوز کې جنسي ډزې دومره اسان کار هم نه دی.
بيا په داسې جګړه کې چې مړي په سړکونو پراته وي نو په خدای چې د دواړو خواوو (( د غټو وار نه ؤ او د وړو يې شمار نه ؤ))
مننه[/quote:291c58f8dc]


larghonay laraway
06.10.2015

يره پتنګ لالا څه کافر مثال دې ورکړی دی.
ټاليبان رښتيا هم انسانان نه دي او د باز غوندې دي.
باز ټول عمر نورو ته ښکار کوي.
ټاليب هم د امريکا باز دی او غواړي چې وطنونه ورته ونيسي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more