د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د موراوپلار د خوشاله ساتلو څو زرين اصول


ع کريم حليمي
18.08.2014

درنو او محترمو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الله
د والدینو د حقوقو په باب مي ډېري مقالې لوستي وې ، او خورا زیات احادیث به ئې هم په مقالو کي لیکلي وه ، په لوستولو به ئې ډېر خفه سوم ، خو دغه د مفتي عبدالولي صاحب لیکنه په هر کاڼي پوره خېژي

او داسي خبري نسته پکښي چه : د سپیني ږیري خدای حیاء کوي !!!

ددغه لیکني یوه زرینه لیکنه ده ، تاسو ئې لوستلو ته رابولم مننه

[color=white:ebe32a5d69]
مفتي عبد الولي
له موراو پلار سره د ښه سلوک او چلند، اطاعت او فرمانبردارۍ په اړه الله او د هغه رسول ډېر ټينګار کړی دی او بيا چې لا موراو پلار زاړه شي، نو په دغسې حال کې د هغوى د درنښت او د هغوى د حکمونو د درنښت تقاضا دا ده چې بچي دې د هغوى له حکمونو سرغړونه ونه کړي او د هغوى د هرې غوښتنې د پوره کولو په کوښښ کې دې اووسي.
انسان له سره د موراو پلار حقونه پوره کولای نشي خو بيا هم ځينې داسې لارې چارې شته چې سړی پرې موراو پلار خوشحالولای شي، لکه د خوښۍ په ډول په بېلابېلو وختونو کې، يعنې په په واړه، لوی اختر کې او يا د روژې مبارکې مياشتې په پيل کې سړی د موراو پلار خوښۍ په پام کې ونيسي، همدا راز د زوى، لور، لمسي، لمسۍ، ورور او يا د خور په واده کې له هغوی نه مشوره واخلي چې هغوى څه غواړي، په دغه واده کې د ځان لپاره څه ډول جامې کول غواړي ناوې. او د واده هلک ته بايد څه ډالۍ کړاى شي؟
او که تاسې په بل ښار کې يئ، نو دغه خبرې ورسره په ټليفون هم کولاى شئ ، همدا راز که د کمپوټر او انټرنټ اسانتياوې لرئ، نو د سکائيپ په مرسته ترې مخامخ هم مشورې اخيستلاى شئ!. موراو پلار ته دا خبره ورثابته کړئ چې هغوى ستاسې په هره معامله کې وڼده لري، لکه د اوړي او يا ژمي په رارسېدو ورته ووايئ: راځئ چې بازار ته لاړ شو او ستاسې د خوښې جامې واخلو، بيا که موراو پلار له څه امله له تلو ډډه وکړي، نو بيا هم د هغوى د خوښۍ اړوند جامې واخلئ او ورډالۍ يې کړئ، نو تاسې به وګورئ چې په دې کار باندې هغوى څومره خوشالېږي او ستاسې لپاره يې له زړه او خولې څومره دعاګانې راوځي.
د وخت له مناسبت سره سمه ورته ناڅاپي ډالۍ ورکړئ، يعنې د اړتيا وړ شيان يې په ناڅاپي ډول مخې ته کېږدئ او په ډېر ادب ورته ووايئ چې پلار جانه! او يا مور جانې بازار ته تللی وم، ستاسې خوښۍ او اړتياوې مې په مغزو کې اوښتې راوښتې، نو دغه څه مې ستاسې لپاره واخيستل، غواړم چې دغه لږ څه په ډېر څه ومنئ! . همدا راز که تاسې په سفر وځئ، نو له تلو نه مخکې له موراو پلار سره کېنئ، د خپل سفر په اړه يې خبر کړئ چې د فلاني کار لپاره فلاني ځاى ته په سفر ځم، دعاګانې راته وکړئ چې الله مې کارونه سم کړي او د تلو په وخت کې تر ټولو وروسته له همدوی نه مخه ښه واخلئ، ددې لپاره چې د هغوى تصوير په ذهن او سترګو کې له ځانه سره يوسئ! تاسې به د موراو پلار له ټنډو د هغوى خوښي محسوسه کړئ چې ستاسې پر دغو وړو وړو خبرو هغوى څومره خوشحاله شوي دي او د همدې له برکته به ستاسې لپاره د موراو پلار دعاګانې قبولې شي _ ان شاء الله _ او د سفر په جريان کې کوښښ وکړئ چې هره ورځ له موراو پلار سره تليفوني اړيکه ونيسئ، ځکه چې ستاسې د غږ په اورېدو هغوى دومره خوښېږي چې تاسې يې هيڅ اټکل نشئ کولاى او چې کله له سفره راستانه شئ، نو کوښښ وکړئ چې لومړی موراو پلار ته ورشئ، خو کله نا کله موږ دا فکر کوو چې دغه وخت به د موراو پلار كوټې ته ورتلل څنګه وي؟ نو که ورتلل مناسب وي، يعنې هغوى ويده نه وي او بل کوم سبب نه وي، نو لومړی د موراو پلار (كوټې) ته ورشئ، ورسره کېنئ، د روغ رنځور پوښتنه يې وکړئ، د خپل سفر جريان ورته په ښه ډول بيان کړئ، د سفر د لاسته راوړنو او ثمراتو زېری پرې وکړئ، بيا په ښه ډاډ سره د هغوى خبرو ته غوږ کېږدئ. كه تاسې له موراو پلار نه جلا په کوم بل ښار کې اوسېږئ، نو هم پکار ده چې تل يې په تليفون د روغ، رنځور پوښتنه وکړئ او د خپلو حالاتو او پېښو په اړه يې هم وخت په وخت خبروئ؛ خو که تاسې په يوه ښار کې اوسېږئ او له څه امله هغوى له تاسې جلا اوسېږي، نو په داسې حال کې پکار ده چې هره ورځ يې ليدو ته ورشئ او که ممكن وي، نو د يوه وخت ډوډۍ او يا چاى ورسره څښئ او داسې خبرې اترې ورسره کوئ چې هغوى پرې خوشحالېږي، يعنې تل د موراو پلار د خوشحالولو په لټه کې اوسئ او دعاګانې يې واخلئ. کله چې له مور سره مخ کېږئ، نو لاسونه او تندى يې ښکلوئ ،پښې يې کېمنډئ (چاپي کوئ) او دا ښکاره خبره ده چې چا د خپل موراو پلار قدر کړی دی، د هغوى بچي هم د هغوى قدر کوي او که چا خپل موراو پلار ازار کړي دي، نو د دوي بچي به دوى هم ازار کړي او ډېر خلک دا اعتراف کوي چې موږ د خپل موراو پلار قدر کړی دی، نو ځکه مو نن بچي قدر کوي.
تجربه دا ده چې که تاسې ناروغ او يا ستړي يئ او بچي مو د پښو په کېمنډنه لاس پورې کړي، نو له واره مو طبعه جوړېږي او له نيمې نه ډېره ناروغي او يا ستړتيا مو له منځه ځي. همدا راز تاسې بايد خپلو بچيو ته د نيا، نېکه او نورو خپلوانو حقونه وروزده كړئ او د هغوى د مرتبې په اړه چې الله کوم احکام رانازل کړي دي هغه ورته بيان کړئ ددې لپاره چې د هغوى په زړه کې ورسره مينه پيدا شي.
تاسو د خپلو بچيو په مخ کې د خپل موراو پلار خدمت وکړئ چې هغوى هم له تاسې زده کړه وکړي، سبا ته ستاسې په ښه راشي او ستاسې خدمت وکړي، د مور و پلار اړتياوې په خپلو لاسو پوره کړئ، يعنې د هغوى کټ، بستره خپله پاکه کړئ، څپلۍ يې رنګ کړئ، جامې يې ااستري کړئ او د هغوى په المارۍ کې يې كېږدئ، که څه هم چې دغه کار به ستاسې په کور کې يوه مزدوره، لور او يا اينګور کوي؛ خو که په خپل لاس يې وکړئ، نو دغه خوند په بل څه کې نه موندل کېږي او په دې سربېره به تاسې پوه شئ چې په دې کار تاسې خپل موراو پلار ته څومره نژدې کېږئ.
که مو له موراو پلار سره وعده کړې وي چې په پلانکي وخت به يې خواته ورځئ، نو د وعدې د ترسره کولو ډېر کوښښ وکړئ چې په هماغه وخت ځان ورورسوئ؛ خو که د څه مشكل له امله وځنډېږئ، نو هغوى خبر کړئ او همدا راز که په ژوند کې که کومه لاسته راوړنه او كاميابي ولرئ، نو هغه ټولې كاميابۍ خپل موراو پلار ته منسوب کړئ چې دغه هر څه د هغوى د د عاګانو او ښې روزنې نتيجه ده، ځکه چې موراو پلار په دې خبره ډېر خوښېږي چې د خپلو بچيو د روزنې ګټورې پايلې (نتيجې) په خپل ژوند کې په خپلو سترګو وګوري او په رښتيا هم د بچيو ټولې برياوې هسې هم د موراو پلار برياوې دي.
پکار ده چې د خپلو برياوو خبر تر هر چا لومړی موراو پلار ته ورکړ شي، موراو پلار په رازونو کې شريک کړی شي، ځکه موراو پلار په دې خبره ډېر خوښېږي او بچى يې زړه ته نژدې کېږي، ځکه هغوى داسې فکر کوي چې په دې عمر کې هم زموږ بچى زموږ تابع دي. د موراو پلار دارو درمل، د اړتيا وړ شيان د هغوى په واک کې ورکول خپله لومړنۍ دنده ګڼـل پکار دي، که موراو پلار د فشار (بلډپرېشر) او شوګر ناروغي لري، نو پکار ده چې له ښه نه ښه ډاګتر ته وخت په وخت وښودل شي او که اقتصاد اجازه درکوي، نو پکار ده چې د دغو ناروغيو د کتنو وسائل واخلئ او کارونه يې زده کړئ چې کله تاسې سهار او يا ماښام د مور او يا پلار لاس رانيسئ او ورته وايئ چې مور جانې او يا پلار جانه! لاس دې رادېخوا کړه چې فشار او يا شوګر دې وګورم چې زيات شوی او يا کم شوی خو نه دی؟ ځکه ډېرې ورځې مو نه دی کتلی، دا د يو څو دقيقو (منټو) کار دی خو په دې سره به د موراو پلار په زړه او مغزو کې ستاسې لپاره د مينې ولولې څپانده شي.
ويل کېږي چې زړښت خپله يوه ناروغي ده، نو پکار ده چې زاړه موراو پلار هره مياشت ډاکټر ته وښودل شي، په دوه درېيو مياشتو کې يو ځل يې بايد طبي معاينه وکړی شي، نو تاسې او ستاسې موراو پلار ټول به د روغتيا له پلوه ډاډمن اوسي او که بالفرض د هغوى رپورټ دا ښیي چې ناروغي يې مخ په ښه کېدو ده او يا له مخکې نه ډېره شوې نه ده،  شکر وکړئ، موراو پلار په دغه خوښۍ کې له ځانه سره شريک کړئ او ورته ووايئ چې شکر دی تاسې بېخي ښه يئ، ځکه چې راپور مو ډاډ بښونکی دی، تاسې هيڅ ناروغي نه لرئ، جګ جوړ يئ. خو که الله مه کړه ناروغی یې خطرناکه وي نو بيا ټولې خبرې کول ورته ضروري نه دي او په داسې صورت کې سبا او بېګا د قرآن کريم په آيتونو او مسنون ذکرونو يې دمول پکار دي چې کوم ځاى يې خوږېږي، هغه بايد کرار کرار مالش او د فاتحې په سورت دم کړى شي، نو ان شاء الله ښه به شي او د ښه کېدو ډاډ هم ورکول پکار دي، ورته ويل پکار دي چې ناروغي مو دومره د اندېښنې وړ نه ده او داسې ورته نه دي ويل پکار چې زموږ پلانکى خپلوان هم پر همدې ناروغۍ مړ دى، بلکې ډاډ ورکول پکار دي چې ژوند هم دې ته وايي چې کله انسان ښـه او کله ناروغ وي او بيا ناروغي؛ خو ګناهونه رژوي، دغه ناروغي د څو ورځو خبره ده، ان شاء الله ډېر ژر به ښه شې[/color:ebe32a5d69]


Re: د موراوپلار د خوشاله ساتلو څو زرين اصول

lawangin
19.08.2014

[quote:1a9bd4d2f0="ع کريم حليمي"]درنو او محترمو لوستونکو السلام علیکم
ورحمة الله
د والدینو د حقوقو په باب مي ډېري مقالې لوستي وې ، او خورا
زیات احادیث به ئې هم په مقالو کي لیکلي وه ، په لوستولو به ئې
ډېر خفه سوم ، خو دغه د مفتي عبدالولي صاحب لیکنه په هر کاڼي
پوره خېژي
او داسي خبري نسته پکښي چه : د سپیني ږیري خدای حیاء کوي !!!
ددغه لیکني یوه زرینه لیکنه ده ، تاسو ئې لوستلو ته رابولم مننه
. .. .. .. .. …...
[/quote:1a9bd4d2f0]

څنګزنه غوږ وهنه !

که د عدالت ، پښتو او اسلام په لاره روان یې نو ته دې هم
خپله کينه له سينې وباسه ! خو ځينې خلک خبرې کوي خو خپل عمل
ته بيا خپل څټ ورګرځوي !

زمونږ په کلي کې ، غټ سود خواره به یې ټول حاجيان وو !

که زما ليکنه دې خوښه نه وي نو ړنګه یې کړه او نوم مې هم لکه
پخوا بې محکمې بې خبره بې محدوده وخته وتړه او بند یې کړه
داسې حمله پرې وکړه لکه صليبيان یې چې د شپې د چاپو
پر وخت کې کوي !

لونګين پخوانی پتنګ !


Downseko
01.10.2015

Oh, it is useful to have knowledge and have really good material.

[url=http://www.maxbetstep.com]gclub[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more