د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

لوي اخترمو مبارك شه!!!


Mazharee
22.09.2015

لوي اخترمومبارك سه!!!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَاَللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ
لومړئ خو ټولو ملګرو ، هيوادوالو اومسلمانانو وړونوته دلوي اخترد رارسيدلو مباركي وايم الله پاك دي دنيكمرغۍ اوخوشحالۍ اختركړي او الله پاك دي په بركت ددي مباركي ورځي دنړۍ دټولو مسلمانانو اوسني مشكلات لري اويو سوكاله اودخوشحالۍ څخه ډك ژوند دي الله پاك وركړي او ټوله مسلمانان دي الله پاك يوه كورنۍ اويو موټئ اويو لاس كړي.
دا معلومه خبره ده چي دلوي اختر ورځ يوه دهغه دوو ورځو څخه ده چي په اسلام كي يي په اختريزو مراسمو باندي لمانځل ثابت دي اوپدي ورځ كي دعبادت او طاعت برسيره مسلمانانو ته دخوشحالۍ كول اويوبل ته مباركي وركول اودعاكول هم ددي ورځي دلويو ځانګړتياوو څخه شميرل كيږي ، خومونږ بايد داخبره هيرنكړو چي الله پاك مونږ ته ځيني حدود ايښي دي چي تل يي بايد په نظر كي ونيسو ترڅوچي خوشحالي اومصيبت مو دواړه دشرعي اصولو په چوكاټ كي دننه وي ترڅو خداي مكړه دهغه خلګوڅخه ونه ګرځو چي دحالاتو په تغيير سره الهي دستورات ترپښولاندي كوي ، خوشحالي يي په خوشحالۍ نه ګډيږي اومصيبت يي په مصيب.‌پدي مباركي ورځي كي بايد مسلمانان لاندي ټكو ته پوره پاملرنه وكړي:
1. پركوم چاباندي چي اخترئ لازميږي بايد يي وكړي.
2. كوم خلګ چي په ښارونو كي اوسيږي اوداخترلمونځ ورباندي واجب وي بايد داخترلمانځه ته ولاړسي.
3. په هري ورځي كي خوپه خاصه توګه پدي ورځي كي بايد د اسراف كولو څخه په كلكه ځان وژغوري دشيرينۍ په رانيولو كي اوياهم دميلمستيا په كولو كي اسراف ورڅخه ونسي.
4. د اړو اومحتاجو خلګوسره كومك وكړي.
5. داختري دغوښو څخه مساكينوته يوڅه وركړي.
6. همدا راز دهغه خلګوسره چي دمختلفو لارو لكه څخه لكه: دالله په لاري كي جهاد ، دمدارسو جوړول او دعام المنفعة كارونو دكولو له لاري اسلام ته خدمت كوي بايد كومك وكړي.
7. دبدعاتو اوخرافاتو څخه پدي ورځ كي ځان وساتي بيا په خاصه توګه ځيني هغه كارونه چي صراحتا ګناه ده لكه ده هګيو جنګول دموسيقي مجلسونه اوبانډارونه جوړول اوداسي نور....
8. پدي ورځي كي بايد فاتحه ونه نيسي او نه هم دچالپاره پيښ سوئ مصيبت تازه كړي.
9. پدي ورځي كي دي مسجد ته ورجي نه راوړي ځكه چي پدي ورځ كي داخترترلمانځه پوري دخوراك څخه دځان ساتل سنت دئ.
10. پدي ورځ كي بايد عبادت اوطاعت ته ډير پام ولري ځكه چي ثواب يي نسبت ونورو ورځو ته څو برابره دئ.
11. ديو ملګري اويا دوست سره پدي ورځ كي روغبړ كول چي التزام پكي نوي هيڅ مشكل نلري ، دقبوليت دعا اومباركي خوصراحتا په احاديثو كي ثابته ده.
اختردچالپاره دئ؟:
په رواياتو كي راځي چي دكوچني اخترپه ورځ يوسړئ دحضرت علي رضي الله عنه كورته راغئ كه ګوري چي ده ځانته هيڅ ګران قيمته خواړه نده برابركړي نور ورته وايي: اي علي (رضي الله عنه) ته داختر په ورځ كي داسي خواړه كاروي؟ هغه ورته وايي: «اعلم يا أخي أن العيد لمن قبل الله صومه وغفر ذنبه ... ثم قال له: اليوم لنا عيد وغدا لنا عيد وكل يوم لا نعص الله فيه فهو عندنا عيد». يعني پوه سه اي وروره! چي اختر دهغه چالپاره دئ چي الله يي روژه قبوله كړي وي او ګناهونه يي وربخښلي وي. بيايي ورته وويل: نن ورځ زمونږ اختردئ صباورځ مو اختردئ او هره هغه ورځ چي مونږ پكي دالله نافرماني ونكړو زمونږ اختردئ همدا راز په نورو ځايونو كي راځي: «ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد» يعني اختر دهغه چالپاره ندئ چي نوي كالي يي اغوستي وي بلكي اختر دهغه چالپاره دئ چي طاعت او عبادت يي ډيريږي.
اوبل ځاي كي راځي: «ليس العيد لمن تجمّل باللباس والمركوب، إنما العيد لمن غفرت له الذنوب» يعني اختر دهغه چالپاره ندئ چي ځان په كالو اوسواري باندي ښائسته كوي بلكي اختردهغه چالپاره دئ چي ګناهونه يي ورته وبخښل سي.همدا راز راځي: «ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار... إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار». اختر دهغه چالپاره ندئ چي دراهم اودينار ترلاسه كړي بلكي اختر دهغه چالپاره دئ چي دغښتلي اوبخښونكي الله عبادت وكړي. «ليس العيد لمن لبس الجديد ... إنما العيد لمن أطاع رب العبيد وخاف وعيد وعمل ليوم الوعيد» اختردهغه چالپاره ندئ چي نوي كالي واغوندي بلكي اختر دهغه چالپاره دئ چي ده رب عبادت وكړي،‌دعذاب څخه يي وويريږي او دعذاب دورځي لپاره كار وكړي ، يعني نيك عمل آماده كړي.
نوبناء اختر تنها دخانانو اوسرمايه دارانو لپاره ندئ بلكي دهرمسلمان لپاره دئ كه غني وي كه مسكين كه سرمايه داره وي كه ناداره.[][/img]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more