د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ملاعمرمرګ او طالبان.

میرویس
28.08.2015

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د طالبانو د مشر ملا محمد عمر آخند د مرګ نه وروسته، د هغه ځای هیڅوک نشي دکولئ؟ خو که ملا منصور سراج حقاني اودملا عمر ځينې دښمنو طالب مشرانو، دملا صاحب مرګ نه وای پټ کړئ، او طالبان یې نه وای دوکه کړي، بیا کیدای شو چې ملا منصورځانته د خټو پزه جوړه کړې.
ملا منصور ځکه د ملا صاحب مرګ پټ کړ، چې دسراج الدین حقاني او دهفه د خارجي باردارانو سره ددې دپاره پتي پخه کړي، چې ملا منصور د ملا عمر په غیاب کې دهغه په نامه جعل کاري وکړي، او طالبان دوکه کړي. نو کله چې څه باندې دوه کاله ورسته د هغه دمرګ د اعلان نه ورسته ځان دهغه پّ کرسۍ کښیني، وبه ښیي چې زه مؤجه مشر یم، دامارت ددوو کلو چلولو تجربه لرم.

خو هغسې ونه شول، ملا منصور او حقاني طالبان په څو ډلو ویشل، او اوس ملا منصور د تخت نه، نه ښګکته کیږي او د جنګ بندو بست یې کړئ، طالبان تباه کوي او په ملک بکې له غمیزه راولاړوي.
====
سلګونو طالبانو د زابل په خاک افغان کې یو بل ته مورچې نیولي
تاند- د زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د پلویانو ترمنځ جګړې ته تیاري نیول شوې ده.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا ملا اختر محمدمنصور شاوخوا شپږ سوه تنه د ملامنصور داد الله د پلویانو پر ضد د جګړې لپاره دې ولسوالۍ ته استولي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط تاند ته وویل:«ملا اختر محمدمنصور له ۱۵ یا ۱۶ ولایتونو څخه په سلګونو موټریسایکلونو او موټرو کسان دلته رالېږلي، سیمه یې مکمله نیولې، خلک یې په ډوډۍ پوري نه رسېږي. منصور دادالله هم د شلو – پنځلس ولایتونو کسان راغوښتي، دلته په سنګرونو کې سره ناست دي. موږ د تېښتې او هجرت لار نه لرو. که دوی سره ونښلي زموږ ټوله ولسوالي به تباه شي.»
راپورونه وايي چې ملا منصور غواړي په یوه فرمان یا فتوا د هغو کسانو پر ضد جهاد اعلان کړي چې له ده سره بیعت نه کوي.
د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند ورور ملا عبدالمنان ملا منصور ته خبرداری ورکړی چې که دا ډول کومه فتوا یې خپره کړه، د طالبانو ترمنځ به د وینو سېل وبهېږي.
http://www.taand.com/archives/54477


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more