د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دين زده اوبل ته يي ورزده كرئ !

عبدالله أفغان
16.08.2015

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته _
قال النبي صلي الله تعالي عليه وآله وسلم : {خيركم من تعلم القرآن وعلمه _}_اوكماقال النبي صلي الله تعالي عليه وآله وسلم _
ترجمه : بهترين ستاسي هغه كس دي كوم جي قرآن كريم زده او نوروته يي ور زده كري _
لهذا دفورم مشاركين كه كوم ديني لاسته راورنه ولري هغه كه دعمل مربوط اوكه دزدكري مربوط وي بايدونه سبموي اوله موز سره يي شريك كري_ تردي يوله بل استفاده او افاده وكرو او هم به مو دا مشاركات نفعمند او مفيدوي _



ع کريم حليمي
17.08.2015

وعلیکم السلام و رحمة الله دامت برکاته

دروند او مکرم دانشمند عبدالله افغان صاصب ، د دارینو سعادت دي په برخه سه ، ریشتیا هم چه په زدکړه او ښوونه یعني مشغولیت تحصیلی او تدریسي ،تبلیغی د لوړو عباداتو په قطار کي دریږي ، لمونځ هغه عبادت دي چه قبول سي نو ګټه ئې تنها لمونځګزار او مصلي ته رسیږي ، اما تدریس او ښوونه هغه عبادت دی چه ګټه ئې جمع عالم بشر ته رسیږي

پس د ښوونکي د یوې ورځي د ښووني‌ مقام او فعل تر سل رکاته لمونځ(نوافل) ډیر چربو فضیلت لري ؟!

زدکړه داسي یو کیفیت دي هر کله چه رب العزت ، و یو چاته د خیر اراده وکړي نو لمړئ دیني اګاهي په مجمع کي پوهه ورکړي ،په بخاري کښي داسي راغلي چه : (مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ).

او شیخ تیمیه خو فرمایی چه :‌ فَمَنْ لَمْ يُفَقِّهْهُ فِي الدِّين ِ، لَمْ يُرِدْ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا
درنښت


آدم خان۱
17.08.2015

[quote:2839331d88] لمونځ هغه عبادت دي چه قبول سي نو ګټه ئې تنها لمونځګزار او مصلي ته رسیږي ، اما تدریس او ښوونه هغه عبادت دی چه ګټه ئې جمع عالم بشر ته رسیږي

پس د ښونکي مقام د مصلي تر مقام چربو فضیلت لري ؟! [/quote:2839331d88]

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!

مولانا صاحب! وایی: هر سخن جا و هر نقطه مکانی دارد! لمونځ فرض دی او تدریس مستحب ، فرضی چارې اولی او مستحبې روستۍ دي!!! چې په دې کې څه حکمت دی الله جل جلاله پرې ښه پوهیږیږي.

اول ځان اوبیا جهان!!!!

مننه



ع کريم حليمي
18.08.2015

وعلیکم السلام ،‌ مننه آدم خان وروره چه راغلې او او په بحث کي دي برخه واخسته ،

هيڅ کله څوک دا نه وايي چه لمونځ مه کوه ، ولاړ سه علم وکه !!
خو دا په لوړ آواز وایم چه طلاب او علماء لوړ مقام لري ، او و عوام الناس ته په مثل د د لمر دي او عوام الناس ګټه ور نه وړي .

ګرانه وروره !
اول :خو علم مقدم دی تر قول او عمل
دوهم : سردار عالم فرمایلي دي چه : قال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم: يا أبا ذر لأن تغدو فتعلم آية في كتاب الله خير لك من أن تصلي مائة ركعة

او دریم خو : العلماء ورثة الأنبياء ، نو یوه بدیهي خبره ده چه : د عالم مقام ډېر لوړ دي تر یو بېعلمه او خالي مصلي

بې علمه سړي دي ورک سي ، د بېعلمه به څه لمونځ وي ؟؟، د بې علمه به مخ تور وي په خپل لمانځه

درنښت

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more