د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ملی امنیت لوی ریاست د داعش یو برید په لوګر کې شنډ کړ

Hashmat Kahn
14.08.2015

تیره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په لوګر ولایت کې د داعش پورې تړلې وسله والې ډلې د یوه لوی برید مخنیوی کړی. د ملي امنیت ریاست نه، خپره شوې خبرپاڼه وايي: د یو پخوانې طالب قوماندان پټنځای چې دداعش سره یې بیعت کړي وه کشف او له پتنځای څخه د ځانمرګو بریدونو واسکټونه او یو شمیر نوري سپکې او درنې وسلې تر لاسه شوي. ملي امنیت زیاته کړې، چې پر دغه پټنځای د عملیاتو پر مهال نښته هم د ملی امنیتی ځواکونو او د وسله والو تر منځ رامنځ ته شوې دغه وسله والو غوښتل، چې لوګر کې پر دولتي ودانیو بریدونه تر سره کړي، خو د ملي امنیت ځواکونو یې دغه پلان شنډ کړ. دا په داسی حال کې ده چې داعش غواړي خپل د نفوذ سیمه په افغانستان کې پراخه کړي اوسمهال افغان ملی پوځیان هم له یو شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو بیا هم ملی پوځیان په جګړو کې د تروریستانو په وړاندي له خپلو مهارتونو کار اخلي او د دوي په وړاندي جګړه په ښه او کامیابه توګه پر مخ بیایې.
تاسی د افغان ملی امنیتی ځواکونو پرمختګ د تروریستانو پر وړاندي څنګه ارزیابی کوي؟

په درنښت

حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more