د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

تسليت او دعا

هیښ
02.08.2015

انا لله وانا اله راجعون 
د اسلاميت - انسانيت - شهامت - تقوا -جهاد فى سبيل الله   سردار ، دمظلوم بشريت د حق او عدالت غو ښتنى دكاروان سالار  او دمستضعف بشريت غمخوار اميرالمؤمنين حضرت ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله عليه د رحلت  او دفاني دنيا نه ابدي دنيا ته تګ  ټول اسلامي امت ، افغان ملت د اسلامي امارت  سلحشورو مجاهدينو ، منسوبينو ، مشرانو او دخادم اسلام والمسلمين محترمى كورنى ته تسليت ، تعزيت وايم او جميل صبرورته غوا ړم او دالله تعالى (ج) ددربارنه ورته په جنت فردوس  كى داوسيدو  دپاره دعا كوم ، يا الله ته يى دجنتونو سردار كړى . 
دمرحوم حضرت ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله عليه  رحلت يو لوى غم دئ ، چى زغمل يى اسانه نه دي او دپاك الله نه  ټولو غمجنو مسلمانانو ته دز ړه صبر غوا ړم . 
نن افغان اولس او بشريت داسى يو ستر شخصيت له لاسه وركړ   چى جوړه او مثال يى په نږدى او او ږ ده تاريخ كى نه دئ ليدل شوئ او دومره لويه ضايعه ده چى جبران يى نه شي تصور كيدلائ .لاكن  مرګ  حق دئ او دهر زيروح دروازه به يوه ورځ  ټكوي ، خو اميرالمؤمنين حضرت مرحوم ملامحمدعمر رحمه الله عليه د دنيا ژوند داسى تير كړى ، چى دمر ګ نه وروسته  به هم د خپل فكر ،كارنامو ، جهاد او مبارزى او نيكو اعمالو له وجهى  دژونديو په زړونو او دماغونو كى نسلونه نسلونه باچاهي وكړي  او هره خبره او كړنه به  يى  د ستم ځپليو اولسونو كړيدلي روح نوازش او دطاغوتي ستمونو نه دخلاصون دپاره دمبارزى او مقاومت الهام و ګرزي .
حضرت ملامحمد عمر رحمه الله عليه خپل ديني ، ملي او انساني اصالت او رسالت چى د ظلم ، استبداد ، وحشيانه تجاوز ، اشغال او دشر او فساد په مقابل كى مبارزه او مقاومت دئ په ډيره احسنه او مدبرانه توګه سرته ورسوله او ټول اسلامي امت او بشريت ته يى دمظالمو او شرارت نه دنجات  او د ازاد ۍ ، استقلال او اجتماعي عدالت د تامين او تحكيم لاره  چى صادقانه او قاطعانه مبارزه ده  و ښودله ، دخپل مبارك ژوند په امتداد كى يى ددى مقدسو اهدافو د پلي كولو د پاره يوه لحظه غفلت ونه كړ  او د جهاد كاروان يى دمطلوب منزل په لوري په ډير اخلاص رهبري كړ ، لاكن د دتقدير فيصله بله وه او دظلم ، شر او فساد دختميدلو ارمان يى پوره نه شو  او ددى هدف لاسته راوستل يى  خپلو دحق دسنګر يارانو او دوستانو ته پريښود تر څو د ده په نقش قدم پل كيږدي او د ده په لاره دتګ  كولو په ازموينه كى  خپل صداقت ، اخلاص ،ايماندارى  او وفادارى ثابته او بريالي ځنى راووزي  او ان شاء الله د ديندارۍ  ، ازاد ۍ ، خپلواكۍ  او انساني كرامت بيرغ چى حضرت مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله عليه جګ  كړى و ، د ده دهمسنګرانو له لوري به په همغه شور او جوش سره  وړل كيږي او دشر او فساد د محو كولو په زيري به يى مبارك روح نازول كيږي .
رب العالمين د دده روح  ښاد او مو ږ  ته  د ده په لاره د تګ    توفيق راكړي . 
امين يارب العالمين 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more