د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په القاعده باندې بل ملا ماتونکې ګزار.

میرویس
24.07.2015

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د القاعدې په ترورستي شبکه باندې، پرله پسې مرګاني ګزارونه روان دي. داځلې د پکتیکا په ولایت کې ددې ترورستي شبکې داسې لوی عرب ترورست په هوايي حمله کې وژل شوي، چې په ګرده دنیا کې د القاعدې په فعالیتونو اٍثر کولئ شي.
دغه خارجي ترورستان چې په هوایي بریدونو کې وژل کیږي او تیښتې ته مجبوریږي، سمدستي سیمې ته سوله او امنیت را ستنیږي.
====

په يوه هوایي حمله کې دافغانستان د پکتیکا په ولایت کي د القاعدې د تروريستي شبکې يو لوی قوماندان وژل سوی دئ.

دغه يرغل چي د جولا مياشتي پر ۱۱ نېټه په پکتيکا ولايت کي سوی دئ، پکښي د القاعدې د ځانمرگي بريدکوونکي پر روزونکي خليل السوډاني سربيره دوه نور جنگيالي هم وژل سوي دي.
د السوډاني مرگ به په ټوله نړۍ کي د القاعدې پر عملياتو باندي اغېزه وکړي.
السوډاني د القاعدې د شورا يو ستر غړی وو او دغه راز د چاودنو او ځانمرگو يرغلونو رئيس بلل کېدی..
السوډاني په افغانستان کي پر امريکايي ځواکونو، افغان ځواکونو او پاکستان کي پر پاکستاني ځواکونو يرغلونه پلان ول او د القاعدې د اوسني مشر الضواهري نژدې ملگری وو.
http://www.dw.com/ps/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more