د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

راځئ چی دبدخشان دپیښی څخه عبرت واخلو!


Mazharee
07.05.2014

[color=brown:76d55f6cff]راځئ چی دبدخشان دپیښی څخه عبرت واخلو![/color:76d55f6cff].........................................................
کمه غمیزه چی دبدخشان په ولایت دارگون په ولسوالی کی راغلی ده ، مونږ ټول ورباندی خواشینی او دالله قضاء ته په تسلیمۍ دقربان شوو مسلمانانو دوارثانو سره پدی مصیبت کی ځان شریک ګڼو، الله پاک دی مړه شوو خلګوته جنت الفردوس او پاتی شوو خلګوته دزړ صبر ورکړی، اوالله پاک دی وټولو مسلمانانو ته په خاصه توګه دافغانستان مسلمان ولس ته توفیق ورکړی چی دداسی پیښو په رامنځته کیدلو سره دخپلو وړونو څنګ ته ولاړ اودهغوی سره پوره اوکافی مرسته وکړی ، اوهر افغان باید دخپل توان په اندازه دزلزلی څپلو مسلمانانو سره پوره اوکافی کمک اومرسته وکړی، خوپدی خطر چی هر مصیبت چی کله راځی نو ارو مرو دهغه په تسبب او لاری آواره ولو کی دانسانو اعمال پوره رول لری نوغواړم چی د زلزلی اوځمکی ښوییدنی په هکله چی شرعا کوم اسباب په احادیثو کی راغلی دی تاسو ته یی وړاندی کړم:
په اسلامي شریعت کې دزلزلې دپیښیدو وجوهات .
وأخرج الترمذي عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "إذا اتخذ الفيء دولا والأمانة مغنما والزكاة مغرما وتعلم العلم لغير الدين وأطاع الرجل امرأته وعق أمه وأدنىص -389- ... صديقه وأقصى أباه وظهرت الأصوات في المساجد وساد القبيلة فاسدهم وكان زعيم القوم أرذلهم وأكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف وشربت الخمور ولعن آخر هذه الأمة أولها. فليرتقبوا عند ذلك ريحا حمراء وزلزلة وخسفا ومسخا وقذفا وآيات تتابع كنظام لآلئ قطع سلكه فتتابع"(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)
ترجمه :جامع ترمذي له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت نقل کوي، چې هغه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :کله چې مال فئ(غنیمت) خپل دولت وشمیرل شي ،امانت غنیمت وګڼل شي ،زکات ورکول تاوان وبلل شي ،دعلم زده کړه ددین نه په غیر کیږي (ددنیوي مال او عهدې لپاره وي)،سړی دخپلې ښځې اطاعت کوي ،مور یې پریښې وي ،ملګری ځانته را نږدي کوي او پلار لیري کوي ،په جوماتونوکې اوازونه پورته شي ،دقبیلې مشر کوم فاسد سړی غوره شي ،دقوم ملک ، مشر او زعیم تر ټولو رذیل شخص شي،دیو چا قدر او عزت دهغه له ویرې څخه کیږي ، ډمې او دموسقیت او لهو لعب الات کونکي څرګند شي ،شراب وڅښل شي ،ددې امت وروستنو په اولنیو باندې لعنت ووایه ،نودوئ دې دسره باد ، زلزلې ،خسف ،مسخ ،قذف او نور آیاتونو یا دقیامت دنورونښو انتطار وکړي، چې داسې به پرله پسې راځي لکه په یوه تار کې پییل شوي مرغلرې چې تار یې وشلیږې او پرله پسې یوپه بل پسې راتوییږې .
وأخرج الترمذي أيضا عن ابن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "إذا فشا في هذه الأمة خمسة يحل بها خمس إذا أكل الربا كانت الزلزلة والخسف" وصح أنه صلى الله عليه وسلم قال: "جعل الله عذاب أمتي في الدنيا القتل والزلازل والفتن". وأخرج ابن أبي الدنيا حديث: "سيكون في أمتي خسف ورجف وقردة وخنازير" وأخرج ابن السكن حديث: "يكون في أمتي رجفة يهلك فيها زهاء عشرة آلاف أو أكثر من ذلك, يجعلها الله عظة للمتقين ورحمة للمؤمنين وعذابا على الكافرين"
(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)
ترجمه : ترمذي شریف دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې هغه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :کله چې پدې امت کې پنځه کارونه څرګند او علني شول ،پنځه عذابه به پرې نازلیږي ،کله چې سود خوري پیل شوه ،زلزلې اوخسف به پیل شي ،اوپه صحیح روایت کې راغلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې چې زما دامت عذاب الله جل جلاله په دنیا کې وژنې ،زلزلې او فتنې ګرځولې ،دابن ابي الدنیاپه یوه حدیث کې راغلې چې نږدې ده، چې زما امت کې ،به خسف ،زلزلې ،بیوزګانې کیدل اوخنزیران کیدل وي ،دابن سکن په یوه حدیث کې راغلې، چې زما په امت کې به زلزله وي ،چې لس زره زها ءبه پرې هلاک شي او یا به تردې هم زیات وي ،الله جل جلاله به یې دپرهیزګارانولپاره وعظ ،مومنانوته رحمت اوکافرانوته عذاب وګرځوي
همداسې دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها نه روایت راغلی چې فرمایې :
وذكر ابن أبي الدنيا عن أنس ابن مالك أنه دخل على عائشة، هو ورجل آخر، فقال لها الرجل: يا أم المؤمنين حدثينا عن الزلزلة; فقالت: إذا استباحوا الزنى وشربوا الخمر، وضربوا بالمعازف، غار الله عز وجل في سمائه، فقال للأرض: تزلزلي بهم، فإن تابوا ونزعوا، وإلا هدمتها عليهم; قال: يا أم المؤمنين: أعذابا لهم؟ قالت: بل رحمة للمؤمنين، ونكالا وسخطا على الكافرين . (الدرالسنیة فی کتب النجدیة /ج۲۱/ص۵۹)المکتبة الشاملة .
ژباړه :ابن ابي الدنیا دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها څخه دحضرت انس بن مالک رضی الله تعالی روایت نقل کړی چې :دا فرمایې چې زه او یو بل کس ام المؤمنین حضرت عایشه رض ته ورغلو، نو دې بل سړي له حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها څخه وپوښتل ،چې یا دمومنانو مور! دزلزلې په باب راته حدیث بیان کړه !هغې ورته وفرمایل چې کله خلک زنا مباح وګڼي ،شراب وڅښي اودموسیقۍ الات وغږوي ،نو الله جل جلاتله ته اسمان کې غصه اوغیرت ورشي ،نو ځمکې ته ووایې چې پدې خلکو وخوځیږه او زلزله پرې وکړه ،که دا خلک توبه وباسي ، او دا ګناه پریږدي، له هلاکت نه بچ شي ،که نه نو راویې نړوي پرې، او پکې له منځه لاړ شي ،دې سړي ترې بیا وپوښتل، چې یا ام المؤمنین ! آیا دا زلزله عذاب دی دوئ ته ؟هغې ورته وویل چې نه، بلکې مومنانوته رحمت اوپه کافرانو عذاب او عقوبت دی .
http://www.shahamat.info/index.php/articles/47522
پورته احادیثو ته په نظرکولو سره دی نتیجی ته رسیږو چی کچیری هرقوم غواړی چی الله یی دداسی آفتونو او مصیبتونو څخه وژغوری نو باید لاندی نکاتو ته پوره پاملرنه وکړی.
1. په غنیمت او امانت کی خیانت ونکړو
2. دزکات ورکول ځانته تاوان ونه بولو.
3. دالله ددین څخه بغیر دبل مقصد لپاره تحصیل دعلم ونکړو.
4. ځانونه دښځو تابع ونه ګرځوو.
5. خپل مور اوپلار آزار نکړو.
6. ترمور اوپلار دنورو ملګرو سره تړاو ډیر نکړو.
7. په مساجدو کی بیځایه ږغونه او آوازونه ونکړو.
8. فاسد اوګمراه خلګ دځان مشران جوړ نکړو.
9. دویری څخه دچا عزت ونکړو.
10. دموسیقی ، شراب اومسکراتو څخه ځانونه لیری وساتو.
11. پر پخوانیو اسلافو اوعلماؤ باندی بد ونه وایو.
12. سود (ربا) ونه خورو.
13. زنا روا ونه بولو اوعملا یی هم ونکړو.[size=18:76d55f6cff][/size:76d55f6cff][size=12:76d55f6cff][/size:76d55f6cff]



ع کريم حليمي
09.05.2014

ګران او محترم Mazharee صاحب ، نیکي هیلي په عرض رسوم، ستاسو لیکنه مو ولوستل ، دېرآموزنده مطالب په کښي سته مننه

[quote:bfc2e909c8]
پورته احادیثو ته په نظرکولو سره دی نتیجی ته رسیږو چی کچیری هرقوم غواړی چی الله یی دداسی آفتونو او مصیبتونو څخه وژغوری نو باید لاندی نکاتو ته پوره پاملرنه وکړی.
1. په غنیمت او امانت کی خیانت ونکړو
2. دزکات ورکول ځانته تاوان ونه بولو.
3. دالله ددین څخه بغیر دبل مقصد لپاره تحصیل دعلم ونکړو.
4. ځانونه دښځو تابع ونه ګرځوو.
5. خپل مور اوپلار آزار نکړو.
6. ترمور اوپلار دنورو ملګرو سره تړاو ډیر نکړو.
7. په مساجدو کی بیځایه ږغونه او آوازونه ونکړو.
8. فاسد اوګمراه خلګ دځان مشران جوړ نکړو.
9. دویری څخه دچا عزت ونکړو.
10. دموسیقی ، شراب اومسکراتو څخه ځانونه لیری وساتو.
11. پر پخوانیو اسلافو اوعلماؤ باندی بد ونه وایو.
12. سود (ربا) ونه خورو.
13. زنا روا ونه بولو اوعملا یی هم ونکړو.
_________________[/quote:bfc2e909c8]

دغه د سود ، ناروا ،شراب ، ذکات خبري خو په لویو لویو ښارونو کي رواني دي ، او دغه لوی ښارونه ټول د علماء کرامو او د جګو مجاهدینو
تر لاس لاندي دي ، دغه افت یا صاعقه او ټکه ولي پر بېسوادو او ناخبره خلګو راغله ، دغه چګ مجرمیم ولي ؟؟ له دې بلا او افت نه په امان کي پاته دي او رب العزت فرمايي چه : وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ، یعني لا يؤخذ أحد بذنب أحد

درنښت



Mazharee
11.05.2014

ګران ورور حلیمی صیب!
دحدیث څخه چی کوم شئ معلومیږی هغه دادی چی کله دغه پورتنی کارونه ډیر شی نو الله پاک به په امت کی درسول اکرم صلی الله علیه وسلم زلزلی اوخسف اومسخ راولی خوداسی نه چی ټوله امت دی مسخه شی اوپرټولو دی زلزلی اوتوفانونه اوتندر راشی، ځکه چی په شرافت درسول اکرم صلی الله علیه وسلم عمومی خسف اومسخ دده پرامت باندی نه راځی لکه چی په احادیثو کی هم دغسی راغلی دی،اودا تنها ځما خبره نده پدی خبره باندی تصریح نورو علماؤ هم کړیده.
وګوره دپورتنی حدیث په توضیح کی په فیض القدیر کی لیکلی: يعني يقع لبعضهم ذلك. یعنی دځینو لپاره داسی پیښیږی.
اوپه مصابیح التنویر کی لیکی: لبعض المدن والقرى. یعنی دغه مسخ او... به دبعضی ښارو اوقریو لپاره وی.
نوپرګناه باندی دعذاب ورکولو تعیین خپله دالله پاک کاردئ هرچاته چی په هرځای کی عذاب ورکوی خپله خوښه یی ده څوک ورباندی داعتراض حق نلری ، اوبیاپریو ځای باندی عذاب راتلل ددی معنی نه ورکوی چی پرهغه بل ځای باندی نوبیا نه راځی ، شاید الله پاک یی بیا وروسته باندی راوړی ، اویاهم دچاسره ددی سوال پیداکیږی چی ولی پرفلانی ښار اویا قریی نه راځی ، ځکه داخو دالله پر فعل اوقضاء باندی اعتراض دئ، پداسی حال کی چی الله پاک فرمایی: {لاَ يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ}[سورة الانبیاء 23] ژباړه: دالله څخه پوښتنه نه کیږی دهغه کار چی کوی یی خو ددوی څخه پوښتنه کیږی. نودا معلومه خبره ده چی اوس پورتنی منکرات هم په ښارونو کی کیږی اوهم په قریو اوکلیو کی کیږی ، نوچی الله پاک کوم چاته ورباندی عذاب ورکوی ، هغه دالله تعالی خپل خوښه اومشیت دئ، مونږ ورباندی داعتراض حق نلرو، بلکه مونږ باید ددی پرځای چی اعتراض وکړو دځان سره محاسبه وکړو اودځانونو اعمال اصلاح کړو، پاتی شوه داخبره چی تالیکلی : [color=red:4fca5dd5f6]دغه افت یا صاعقه او ټکه ولي پر بېسوادو او ناخبره خلګو راغله؟.[/color:4fca5dd5f6]
حلیمی صیب!ستاغوندی پوه سړی څخه دداسی خبری طمعه نکیدل، ځګه په دارکی داسلام بیسوادی او ناخبری عذر نه بلل کیږی ، اونه هم د مسلمان دعمل صالح دترک لپاره دلیل ،او عصیان لپاره توجیه اوپلمه کیدلائ شی، او کوم آیت چی مو لیکلئ دئ : وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى. [سورة النجم 38)
نوګرانه! ته څه خبریی چی دغه خلګوپورتنی ګناهونه ندی کړی بلکی الله پاک دبل چا په عمل باندی نیولی دی؟ [أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ] شاید دوی خپله به هم دغه کارونه کول.



ع کريم حليمي
11.05.2014

[code:1:5283b9b7b4] تالیکلی : دغه افت یا صاعقه او ټکه ولي پر بېسوادو او ناخبره خلګو راغله؟.
حلیمی صیب!ستاغوندی پوه سړی څخه دداسی خبری طمعه نکیدل، ځګه په دارکی داسلام بیسوادی او ناخبری عذر نه بلل کیږی ، اونه هم د مسلمان دعمل صالح دترک لپاره دلیل ،او عصیان لپاره توجیه اوپلمه کیدلائ شی، او کوم آیت چی مو لیکلئ دئ : وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى. [سورة النجم 38)
نوګرانه! ته څه خبریی چی دغه خلګوپورتنی ګناهونه ندی کړی بلکی الله پاک دبل چا په عمل باندی نیولی دی؟ [أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ] شاید دوی خپله به هم دغه کارونه کول.
_________________[/code:1:5283b9b7b4]
السلام علیکم و رحمة الله
و موږ ته ډېر ګران او قدرمن ، متدین اوصالح او صادق ورور (Mazharee) صاحب !

محترما ، که څوک عمدا او په اراده او اختیار سره ځان په ناخبري کي و ساتي ، نو ریشتیا هم چه عذر نه بلل کیږي !! زه له تاسو سره همنوا او هم صدا یم !

اما که کوم فرد واقعا نه پوهېدلی !! او یا یوه سیاسي نظام خلګ په تارکي او ضلالت کي وساتل ، پس دا به طبعاً یو شرعي عذر وي ،او دی ، په (يوم القيامة او اليوم او دا نن ) په دلیل د دغه ایة شریف، بسم تعالي : فلا تجعلوا لله أنداداً وأنتم تعلمون

تاسو اندادا مه کوي په داسي حال کي چه پوهېږي لاهم . دغه ایة ته چه دقیق سوو ، نو بیا دغه ایة شریف مو سترګو ته دریږي چه : هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ

محترم او قدرمند وروره ، دا چه په احادیثو کي د زلزال خبره راغلې دا په دې معنا نه ده چه خامخا به موږ په وژل کیږو !!! ، هم دا زلزال یو د خطر زنګ ګڼلی سو ، چه ژور فکر وکړو ، او غور وکړو ، نو علماء کرام ته لازمه ده چه متوجه سي او د ټولني اخلاقو ته ځیر سي ، چه د ټولني له پاره څه پکار دي ، او وکړو څه ??????

د زلزال لپاره ! د ټولني علماء ته او د ټولني د انتظام خلګو ته ده دوې زدهکړي په کار دي ،

(۱)چه ټولنه یو ځل بیا د سماوي اخلاقو پر کرښه برابر کړي
(۲) په ملک کښي د زلزال لپاره په مځکه کښي earthquake sensor کښېږدي ، او پر هغه مځکه ،چه د ښویدلو امکان ئې ډېر وي
نو خلکو ته د کورونو د جوړولو اجازه ور نه کړي

دابه هم یو متافکزیک کیفیت وي ، هر کله چه مسلمانان د اخلاقو له کرښی اوړي ، نو ممکن طبیعي حوادیث به څه سرعت اخلي

اما دا ئې معنا نه ده ، چه موږ به د طبیعي حوادیثو څخه ازادي نه اخلو ، د امکان تر حده !!!

د ټول افغان یو پیاوړي او مکرم لیکوال ډاکتر وطنمل صاحب ، د لیکنو په استناد ، انسان مځکی ته را استول سوی ، چه عبادت وکړي او مځکه تسخیر کي او د یو حضرت انسان په شان ژوند پر وکړي

یو مسلمان انسان ته نه ښايي چه پر دغه مځکه ، محقر او ذلیل ژوندي تیر کړي ، د طبیعي حوادیثو سره هم مبارزه لازمه ده ، هو د زلزال مخه نیول یو ناممکن کار دي ، اما په مقابل کښي‌ د ژوند ساتل ممکن کار دي
پر موږ فرض ده چه ژوند به ساتو ، دا ډېره بده خبره ده چه امة مسلمه
یا د افغانستان د خلګو د عمر اوږوالی ۴۰ کاله دی ، او د نا مسلمانه امة عمر ۸۰ کاله ، دا ولي ؟؟؟؟او څرنګه ،
امة مسلمه عمر باید حداقل د شپېتو او اویا تر منځ وي (قال رسول الله صلى الله عليه وسلم عمر أمتي من ستين سنة إلى سبعين سنة)
ولي مونږ عمر اویا ته نه رسيږي ؟؟؟

العلم علمان: علم الأديان وعلم الأبدان
د یو ملک لپاره ډېره بده خبره ده چه د کابل طب پوهنتون پخپل ۸۰ کلن تاریخ کې پر شیري ، چیچک ، سينه بغل امراضو باندي غلبه پېدانه کړه

او د مدرسو استادان تر نن ورځی ونه توانېدل چه یو مفید او نافع د زده کړي او آموزش برنامه ولري(curriculam) ، دطب ډاکتران مو نیم ګړي او ملایان مو نیم ګړي
درنښت



Mazharee
22.05.2014

[quote:8642eb3c09]السلام علیکم و رحمة الله
و موږ ته ډېر ګران او قدرمن ، متدین اوصالح او صادق ورور (Mazharee) صاحب !
محترما ، که څوک عمدا او په اراده او اختیار سره ځان په ناخبري کي و ساتي ، نو ریشتیا هم چه عذر نه بلل کیږي !! زه له تاسو سره همنوا او هم صدا یم !
اما که کوم فرد واقعا نه پوهېدلی !! او یا یوه سیاسي نظام خلګ په تارکي او ضلالت کي وساتل ، پس دا به طبعاً یو شرعي عذر وي ،او دی ، په (يوم القيامة او اليوم او دا نن ) په دلیل د دغه ایة شریف، بسم تعالي : فلا تجعلوا لله أنداداً وأنتم تعلمون

تاسو اندادا مه کوي په داسي حال کي چه پوهېږي لاهم . دغه ایة ته چه دقیق سوو ، نو بیا دغه ایة شریف مو سترګو ته دریږي چه : هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ [/quote:8642eb3c09]

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته ومغفرته.
ګرانه وروره! ما لیکلی وه چی په دار کی داسلام جهالت عذرندئ ، زه اوس هم دغه خبره کوم چی په دار کی داسلام جهالت عذر ندئ فرق نلری که څوک تجاهل کوی او که په رښتیاباندی خبرنوی ، ځکه په دار کی داسلام هر انسان ته ددی زمینه مساعده ده چی باید ځان پوه کړی، نوچی څوک ځان نه پوه کوی ، دچاڅخه پوښتنه نکوی نو دا دهغه خپل تقصیر دئ ، الله ورڅخه ارو مرو محاسبه غواړی او دا ځما دځانه څخه خبره نده پردی باندی زه دفقهاؤ کرامو رحمهم الله اقوال دلیل لرم.
فَإِنَّ الْجَهْلَ بِالْأَحْكَامِ فِي دَارِ الْإِسْلَامِ لَيْسَ بِمُعْتَبَرٍ[بحرالرائق شرح کنزالدقائق اقسام الصوم]
ژباړه: ځکه ناخبری په احکامو باندی په دار کی داسلام هیڅ اعتبار نلری.
لِأَنَّهُ مُجَرَّدُ جَهْلٍ وَأَنَّهُ لَيْسَ بِعُذْرٍ فِي دَارِ الْإِسْلَامِ. [بحرالرائق شرح کنزالدقائق فصل فی عوارض الفطرفی رمضان]
ژباړه: ځکه دا تنها جهالت دئ اوهغه په دار کی داسلام عذر ندئ.
ولا عذر بالجهل في دار الإسلام فمن ثم كان طلب العلم فريضة على كل مسلم ومسلمة. [اللباب فی شرح الکتاب]
ژباړه: او جهالت په دار کی داسلام عذر نشی کیدلای ، پدی خاطر دئ چی په هر مسلمان اومسلمانی باندی علم فرض دئ.
کوم آیت چی مو لیکلئ دئ هغه دیادی موضوع سره هیڅ تړاو نلری ، یعنی دهغه څخه داسی برداشت نشی کیدلای چی جهالت دی په دار کی داسلام عذرشی ځکه دابه هغه وخت ځینی معلومه شی چی ددغه آیت ددغه جزء مفهوم مخالف معتبر کړل شی ، چی معنی یی داسی شی چی : که تاسو نه پوهیدلای نو الله پاک ته شریکان ونسیئ . سره ددی چی دمفهوم مخالف معتبر کول دسیاق سره دآیت په ټکر کی دئ ، ځکه که سړئ دغه آیت دسره څخه ولولی نو دابه ورته معلومه شی چی ددی آیت څخه مراد دادئ چی هر انسان باید په خپل عقل باندی الله پاک وپیژنی او دالله پاک توحید ځان ته معلوم کړی ، ځکه چی د آیت په اول کی خدای پاک دخپل قدرت ځینی نښی بیانوی لکه مځکه فرش کرځول ، آسمان سقف جوړول ، دآسمان څخه داوبو رالیږل اوبیا په هغوی باندی دنباتاتو شین کول ، دا ټوله هغه توکی دی چی پکی فکر کول ددی سبب کیږی چی فکرکوونکئ دی الله پاک اودهغه توحید وپیژنی او د " فلاتجعلوا لله اندادا وأنتم تعلمون " څخه مراد هم دغه دئ چی دداسی صریحوا اوښکاره دلائلو سره چی تاسو پدی باندی هم پوهیږئ چی الله سته او هغه خالق دټولو کائناتو دئ ، تاسو دالله سره ولی شریک نیسی ؟ یعنی شریک مه نیسئ، او داخبره په قرآن باندی ثابته ده چی مشرکین پدی باندی پوهیدل چی خالق دآسمانو اومځکو اوخالق دټولو مخلوقاتو خدای پاک دئ خو بیایی هم سربیره پردی باندی دالله سره شریک نیوئ. لکه چی الله پاک فرمایی: وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ.[سورة العنکبوت 63]
اوهغه بل آیت چی مولیکلئ دئ:هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ.[سورة الزمر9] ددی آیت مفهوم دادئ چی پوهان اوناپوهان سره برابرندی، چی تنها ورڅخه دپوهانو اوناپوهانو وجود او دهغوی ترمینځ نسبت معلومیږی نور یی دکومی موضوع سره چی تاسو تړون ورکړئ هیڅ ارتباط نشته.

[quote:8642eb3c09]محترم او قدرمند وروره ، دا چه په احادیثو کي د زلزال خبره راغلې دا په دې معنا نه ده چه خامخا به موږ په وژل کیږو !!! ، هم دا زلزال یو د خطر زنګ ګڼلی سو ، چه ژور فکر وکړو ، او غور وکړو ، نو علماء کرام ته لازمه ده چه متوجه سي او د ټولني اخلاقو ته ځیر سي ، چه د ټولني له پاره څه پکار دي ، او وکړو څه ??????
د زلزال لپاره ! د ټولني علماء ته او د ټولني د انتظام خلګو ته ده دوې زدهکړي په کار دي ، [/quote:8642eb3c09]
همداسی ده ګرانه وروره !ماهم داسی ندی ویلی چی په زلزلی کی به ارو مرو مونږ مړه کیږو، په زلزلی کی مرګ یقینی ندئ بلکه دمرګ احتمال سته ، خوپه هرحال که مرګ ژوبله پکی وی اوکه نوی زلزله دالله له خوا پرمخلوقاتوباندی یوعذاب او یوه تنبیه ده یاستاسو په وینا دخطرزنګ دئ ، زه هم ستاسو ددی خبری سره همږغئ یم چی باید علماء خلګ په الهی اوآسمانی اخلاقو باندی سمبال کړی ترڅو دالله دقهر اوغضب څخه نجات ومومی.

[quote:8642eb3c09](۱)چه ټولنه یو ځل بیا د سماوي اخلاقو پر کرښه برابر کړي
(۲) په ملک کښي د زلزال لپاره په مځکه کښي earthquake sensor کښېږدي ، او پر هغه مځکه ،چه د ښویدلو امکان ئې ډېر وي
نو خلکو ته د کورونو د جوړولو اجازه ور نه کړي

دابه هم یو متافکزیک کیفیت وي ، هر کله چه مسلمانان د اخلاقو له کرښی اوړي ، نو ممکن طبیعي حوادیث به څه سرعت اخلي

اما دا ئې معنا نه ده ، چه موږ به د طبیعي حوادیثو څخه ازادي نه اخلو ، د امکان تر حده !!! [/quote:8642eb3c09]

دخطراتو په مقابل کی ځانته وقایه برابرول اودځان امنیت نیول دشریعت له نظره کوم مشکل نلری، خو دمسلمان باید عقیده دغه وی چی دالله دقهر اوغضب مخ هیڅ مادی شئ نشی نیولئ ، مونږ یی اورو او وینویی چی په ډیرو په اصطلاح پرمختللو او په مادیاتو باندی سمبالو ممالکو کی هم چی کله طوفانونه راځی نو دوی یی مخه نشی نیولئ او نه یی هم په خپلو امکاناتو دهغه چامرګ را ګرځولائ شی کوم چی الله پاک یی دوژلو اراده کړیوی، اونه هم دهغه ځای دنړیدلو مخه نیولائ شی کوم چی الله پاک یی دنړیدلو اراده کړیوی.

[quote:8642eb3c09]د ټول افغان یو پیاوړي او مکرم لیکوال ډاکتر وطنمل صاحب ، د لیکنو په استناد ، انسان مځکی ته را استول سوی ، چه عبادت وکړي او مځکه تسخیر کي او د یو حضرت انسان په شان ژوند پر وکړي …………

یو مسلمان انسان ته نه ښايي چه پر دغه مځکه ، محقر او ذلیل ژوندي تیر کړي ، د طبیعي حوادیثو سره هم مبارزه لازمه ده ، هو د زلزال مخه نیول یو ناممکن کار دي ، اما په مقابل کښي‌ د ژوند ساتل ممکن کار دي
پر موږ فرض ده چه ژوند به ساتو ، دا ډېره بده خبره ده چه امة مسلمه
یا د افغانستان د خلګو د عمر اوږوالی ۴۰ کاله دی ، او د نا مسلمانه امة عمر ۸۰ کاله ، دا ولي ؟؟؟؟او څرنګه ،
امة مسلمه عمر باید حداقل د شپېتو او اویا تر منځ وي (قال رسول الله صلى الله عليه وسلم عمر أمتي من ستين سنة إلى سبعين سنة)
ولي مونږ عمر اویا ته نه رسيږي ؟؟؟ [/quote:8642eb3c09]
دعمر اوږدوالئ اولنډوالئ دالله پاک په قدرت کیدئ، دهرچالپاره الله پاک مده ټاکلی چی کله یی وخت را ورسیږی نو ترخپل هغی مدی یوه شیبه هم نه ځنډیږی، پاتی شوه داخبره چی تاسو وایاست: داډیره بده خبره ده چی دامت مسلمه............
ګرانه دا هیڅ بده خبره نده هرچاته عمر اوژوند الله پاک ټاکلئ دئ انسان ته دالله په قضاء باندی تسلمیدل ضروری دئ ، دعمر کمیت ته دبدنسبت کول دالله پرقضاء باندی اعتراض اونیوکه ده ، هیڅ مخلوق ددی حق نلری چی دالله پر فیصله اوقضاء باندی دی نیوکه وکړی. دعمر کمیت په اشخاصو باندی کارنلری ځینی ښه خلګ وی خو الله پاک یی عمر لږپه نصیب کړئ وی ، اوځینی نور بیا بد خلګ وی خو الله ورته ډیر عمر ورکړئ وی فرعون ته یی 400 کاله عمر ورکړئ وو ، او موسی علیه السلام ته 120 کاله عمر ورکوی ، اوبیا آدم علیه السلام وګوره چی الله پاک ورته 1000 کاله عمر ورکوی اونوح علیه السلام ته 1450 کاله عمر ورکوی بناء پریوه روایت باندی. نو دا دالله پاک تصرفات دی چی په خپلو مخلوقاتو کی یی کوی، او عمر یو دهغه رازونو څخه دئ چی دالله نه بغیر بل څوک په خبریږی هم نه . {وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ}[سورة الاعراف 34]
اوبیا لنډعمر ددی امت لپاره رحمت دخدای پاک دئ ، ځکه پخوانیو امتونوته چی الله پاک نسبتا اوږد عمر ورکړئ وو ، هغوی تکبر اوغرور وکړئ او په عمر باندی مغرور سوه لاندی حدیث قدسی کی وګوره چی څه فرمایی:
والرابع: لم أطول أعمارهم حتى لا تجتمع عليهم الذنوب الكثيرة،.[شرح صحیح البخاری لشمس الدین السفیری]
ژباړه:ځماڅلورم نعمت ستاپرامت باندی دادئ: چی دهغوی عمرونه می لنډ کړیدی ددی لپاره چی پردوی باندی ډیر ګناهونه راټول نشی.
پاتی شو کوم حدیث چی تاسو لیکلئ وو، چی هغه کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی: ځما دامت عمر به د60 کالوڅخه تر 70 کالو پوری وی. نوګرانه! ددی څخه مراد امت ددعوت دئ نه امت داجابت ، نوعموما دامت ددعوت عمر خو اوس هم همدومره دئ، چی د 60 څخه تر 70 پوری دئ.
(أعمار أمتي) أمة الدعوة لا أمة الإجابة كما هو بين.[فیض القدیر شرح الجامع الصغیر]
اوبیا که یی ومنو چی ددی څخه امت داجابت مراد دئ ، نوبیاهم ددی څخه داسی نه لازمیږی چی دټوله امت اجابت عمر دی همدومره وی ځکه داخبره بناء پر غالب باندی ده ، اوپردی باندی چی کله ځما دامت څخه چاته الله پاک عمر ورکوی نو دهغه عمر به همدومره وی ، چی اوس هم داخبره اعیانا ثابته ده ځکه مونږ ګورو چی اوس هم په مسلمانانو کی اوبیا په افغانستان کی ډیرئ خلګ تر دغه عمر پوری رسیږی چی تنها دازمونږ په کلی کی څو سپین ږیری سته چی عمر یی تر دغی اندازی هم ډیر دئ.
په تحفة الاحوذی که وروسته تربیان ددغه حدیث وایی:
وَهَذَا مَحْمُولٌ عَلَى الْغَالِبِ بِدَلِيلِ شَهَادَةِ الْحَالِ فَإِنَّ مِنْهُمْ مَنْ لَمْ يَبْلُغْ سِتِّينَ سَنَةً ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَجُوزُ سَبْعِينَ ذَكَرَهُ الطِّيبِيُّ رَحِمَهُ اللَّهُ.[تحفة الاحوذی 2253]
ژباړه: داخبره حمل پرغالب ده په دلیل سره دشاهدی دحال ځکه بعضی ددوی شپیتو کلونو ته نه رسیږی اوبعضی تراویاکلونو تیریږی.
[quote:8642eb3c09]العلم علمان: علم الأديان وعلم الأبدان
د یو ملک لپاره ډېره بده خبره ده چه د کابل طب پوهنتون پخپل ۸۰ کلن تاریخ کې پر شیري ، چیچک ، سينه بغل امراضو باندي غلبه پېدانه کړه

او د مدرسو استادان تر نن ورځی ونه توانېدل چه یو مفید او نافع د زده کړي او آموزش برنامه ولري(curriculam) ، دطب ډاکتران مو نیم ګړي او ملایان مو نیم ګړي[/quote:8642eb3c09]
دادی ښه خبره کړیده زه یی هم درسره منم چی انسان باید په خپل ژوند کی دواړه علوم زده کړی ، او داهم درسره منم چی په دواړو برخو کی مونږ نیمګړتیاوی لرو، یو وخت چی په افغانستان کی مدرسی وی ډیری ښه او دجهان په سطحه مشهوری مدرسی وی ، خو وروسته چی مدرسی ورانی شویدی ، نو دهغی ورځی را پدیخوا ورسره درسی نصابونه هم ګډوډ شویدی ، خو الحمدلله چی نسبت پخوا ته اوس ډیر مدارس په هیوادکی فعالیت لری ، سره ده ډیرو مشکلاتو بیاهم ډیر ښه علمی نصابونه لری چی ددنیا دمشهورو او پرمختللو مدارسو څخه یی را اخیستی ، مونږ به یا ژوندی یو اویا به مړه خو علمی ترقی او انکشاف ته خوش بین یو او دپوهنی ودی ته عمومی ژمنتیا ورځ په ورځ په ډیریدوده.
إن شاء الله وما ذالک علی الله بعزیز.


صبور
19.06.2014

ګرانو هېوادوالو سلامونه او نېکې هیلې،

د پارسیو لوی شاعر (سعدی) څومره ښه ویلي دي:

بنی آدم اعضای یکدیگر اند
که در آفرینش ز یک جوهر اند

چو عضوی بدرد آورد روزگار
دیگر عضو هارا نماند قرار

تو کز محنت دیگران بیغمی
نشاید که نامت نهند آدمی

والسلام،



Mazharee
29.06.2015

[quote:09718a36d5="صبور"]ګرانو هېوادوالو سلامونه او نېکې هیلې،

د پارسیو لوی شاعر (سعدی) څومره ښه ویلي دي:

بنی آدم اعضای یکدیگر اند
که در آفرینش ز یک جوهر اند

چو عضوی بدرد آورد روزگار
دیگر عضو هارا نماند قرار

تو کز محنت دیگران بیغمی
نشاید که نامت نهند آدمی

والسلام،[/quote:09718a36d5]
ډير ښه يي ويلي دي صبور وروره!



ع کريم حليمي
04.07.2015

تاسو لیکونکو او لوستونکو ته سلامونه وایم ، او تاسو ټولو ته د ښه صحت او عافیت غوښتونکی یم

ګران او محترم mazharee صاحب تاسو ته هم ښې هیلي
زه هم په همدا عقیده یم : ډېره بده پېښه ده چه د افغان د قوم اوسط عمر ۴۰ کاله دي او د امریکا د خلګو اوسط عمر ۸۰ کاله دي ، د قرآني ایاتونو له کړکئ نه داسي معلومیږي چه مرګونه دوه ډوله دي یو اجل مسمی او بل اجل معلق ، نو داسي معلومیږي چه : هر هغه قوم چه طبي علم حاصل کړئ وي او صله رحمي لري و هغوي عمرونه اوږده وي او هغه هغه قوم چه بېعلمه وي او صله رحمي نه لري عمرونه ئې لنډ وي ، په دې خبرو کي د د قضاء سره په ټکر کي نه یو لوېدلي

درنښت

[quote:a3bec72d37] دعمر اوږدوالئ اولنډوالئ دالله پاک په قدرت کیدئ، دهرچالپاره الله پاک مده ټاکلی چی کله یی وخت را ورسیږی نو ترخپل هغی مدی یوه شیبه هم نه ځنډیږی، پاتی شوه داخبره چی تاسو وایاست: داډیره بده خبره ده چی دامت مسلمه............
ګرانه دا هیڅ بده خبره نده هرچاته عمر اوژوند الله پاک ټاکلئ دئ انسان ته دالله په قضاء باندی تسلمیدل ضروری دئ [/quote:a3bec72d37]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more