د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

آیا موږ د الله ج په کور کې خوندي یو؟

میرویس
02.07.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
دپښتنو په نقلونو او کیسو کې ددجال یا خردجال په باب ډول ډول کیسې راغلي دي.
یوه کیسه وایي چې دجال به په خره سپور راشي، په ټنډه به یې [کفر] لیکل شوي وي، به یوه سترګه به ړوند وي. دهغه دشر نه به مسلمانان یوازې په جوماتونو یا مسجدونو کې خوندي وي.
خو زموږ دطالبانو صاجبانو نه چې ددوی مشر هم په یوه سترګه ړوند دئ، حتي په مسجدونو کې هم مسلمانان خوندي ندي:
====
امنیت او جرمونه
ادريس نورى
Jul 02, 2015 - 11:46
ميدانښار (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۴): چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې اته ملکي وګړي د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د سيداباد ولسوالۍ د شش کلا له سيمې تېره شپه د وسله والو طالبانو له لوري تر نيول کېدو وروسته نا معلوم ځای ته وړل شوي دي .
نوموړی زياتوي دغه کسان د تراوېح لمونځ تر ادا کولو وروسته په جومات کې نيول شوي وو.
د سيمې يوه اوسېدونکي،چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله،پژواک ته وويل چې دوه شپې وړاندې د شش کلا سيمې اوسېدونکو پرېکړه کړې وه چې د دوی له کلي به هېچا ته د ډزو او تخريبي اعمالو ترسره کولو اجازه ورنه کړي .
د نوموړي په وينا، د يادې پرېکړې له امله تېره شپه وسله والو طالبانو ياد کسان نيولي او له ځان سره يې بيولي دي.
د والي وياند وايي چې د دغو کسانو د خوشې کېدو په موخه په سيمه کې د ديني عالمانو او مخورو په همکارۍ هڅې پيل شوې دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more