د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دليكني اوتصنيف سرقت


Mazharee
29.06.2015

بسم الله الرحمن الرحيم
الله پاك لكه إنسانان چي يي د ژبي ؛ ځاي ، رنګ ، غناء اوفقر، قوم او نورو مشخصاتو له كبله ديوحكمت له وجهي متفاوت او متمايز پيدا كړيدي همدا راز يي دإستعدادونو، زكاوت ،‌ ټنبلۍ او زيركتيا له مخي هم متفاوت اومتمايز پيدا كړيدي ، كوم خلګ چي الله پاك دزكاوت اوزيركتيا نعمت وركړئ وي اوبيايي هغوي ته دإستعمالولو توفيق هم وركړئ وي نو هغوي دخپل علمي استعداد څخه په ګټي اخيستني سره په مختلفو لارو باندي غواړي خلګوته خدمت وكړي ، دخپل استعداد په واسطه خلګوته دهغوي دژوند مختلفي چاري دمختلفو مخولپاره أنځور او دمثبتو چارو دپرمخ بيولو اومنفي څخه يي دډډه كولو لپاره مختلف اړخونه روښانه، او ورته هراړخيزي لار ښووني وكړي ، چي يوه لاره يي ليكوالي اوتأليفات دي چي ددي لاري څخه ډيرو ليكوالانو اومؤلفينو دخپلو علمي استعدادونو نتيجه او زيار ايستلو مثبتي پايلي خلګوته په ليكنو او تصنيفاتو كي وړاندي كړيدي، او دإنسانو دژوند په ډيرو برخوكي يي ليكني اويا تأليفات كړيدي.
پدي كارسره ليكوالانو اومصنفينو په رښتياچي خپله علمي دنده سرته رسولي او مونږ ته يي ديوي خوا ډيره لويه علمي زيرمه په لاس راكړيده ،‌چي مونږ يي بايد منندوي سو اوددوي شكريه آداء كړو، او دليكنوڅخه يي درسته استفاده وكړو،‌ او دبلي خوايي دخپل قلم اوګوتو په ژبه راته داسي الهام وركوونكي تصريحات كړيدي چي په ژور فكر سره ورته غوږ نيول اوپه دقت سره يي لوستل دداسي فكر دإحياء سبب كيږي چي إنسان دي دځانه سره سوچ وكړي چي زه هم ددوي غوندي إنسان يم دوي چي دومره ګټوري ليكني اوتصنيفات كړيدي ،‌زه يي ولي نشم كولائ ؟ چي په نتيجه كي په إنسان كي د پرمختګ او ارتقاء روحيه پيدا كيږي او ددي لامل كيږي چي إنسان دي ديوي خوا ددوي له سيرت اوژوند دڅرنګوالي څخه ځان خبركړي اودبلي خوا دي ځان ددوي غوندي جوړ كړي.
خوددوي څخه مننه ، ددوي دليكنوڅخه درسته إستفاده، ددوي په سيرت باندي دځان خبراوئ او ددوي غوندي دځان جوړول هغه وخت ممكن دي چي ديوي خوا ددوي ليكني اوتصنيفات د تحريف او منفي مغرض تغيير څخه وژغورل سي او دبلي خوادي دهرچاليكنه اوتصنيف وهغه ته منسوب كړل سي، همدا راز دي دوي ته ددوي دزيار ايستلو پخاطر دعاوسي اوورڅخه دي شكر آداء سي.‌ځكه كچيري ليكنه اويا تصنيف تحريف سي نو دا معلومه خبره ده چي ليكنه اويا تصنيف خپل اصالت له لاسه وركوي په ځينو مواردو كي يي محتويات پوره تغيير كوي چي بيا ورڅخه درسته استفاده كول ،‌ګران دي ، ځكه چي هرليكوال ځان ته دخپلي ليكني څخه غرض او موخه لري اوهرڅوك دخپل استعداد اوظرفيت په اندازه خپلي ليكني ته يوځانګړئ اوخاص سبك اوطريقه وركوي ، نوچي كله يي په ليكنه كي بل څوك دخل وكړي داټولي ځانګړتياوي او دپام وړټكي له منځه ځي ، اوپه هغه صورت كي خو چي تحريف يي رسوا او ښكاره سي خلګ ورڅخه بيخي قصدا هيڅ ګټه نه پورته كوي ځكه چي دي ليكني اوتصنيف ته ديو نيمكړي اوتغيير وركړل شوي په سترګه ګوري.
همدا راز كه يي دليكونكي اومؤلف نوم تغيير وكړي نو له يوي خوا به ليكنه خپل حيثيت له لاسه وركړي اودبلي خوابه ورڅخه پورته أهداف لاسته رانسي، ځكه دهرچا خبره ځان ته ځاي اودمنلو ځانګړئ مقام لري، ديو چاخبره ډيره مؤثره تماميږي خو دبل چاخبره بيا هيڅ تأثير نلري ،‌همدا راز دابه هم ډيره ګرانه سي چي سړئ دي دليكونكي په سيرت باندي ځان خبر كړي بيادي دغه ليكنه دهغه دسيرت سره مقايسه كړي دځان متأثره كيدل خو ورڅخه لا هلته پريږده.
دامعلومه خبره ده چي تحريف اوتغيير دنوم ، دهغوي څخه دمنني اوشكر كولو خلاف دئ ، ځكه چي هغوي پرليكني اويا تصنيف باندي زيار ايستلئ دهغه په مرتب كولو كي يي ډير زحمت ګاللئ ، نوچي كله تحريف سي اويا يي دليكوال نوم وربدل سي دهغه ليكوال اومصنف زيار اوزحمت پوره له پامه ورغځول كيږي چي داكار لومړئ دغه چاوكئ چي ليكني ته يي تغيير وركئ اوبيا دهغو خلګوڅخه كيږي چي په ليكونكي باندي يي خبرندي چي په نتيجه كي هم تغيير وركوونكئ اوهم نور لوستونكي دليكوال څخه دمنني اوهغه ته دعاكولو دوظيفي د نه آداء كولو مرتكب كيږي پداسي حال كي چي په حديث كي راځي: من لم يشكر الناس لم يشكر الله.[سنن ترمذي1955]يعني چاچي دخلګو شكر نوي آداء كړئ هغه دالله پاك شكر هم ندئ آداء كړي.
داكار نه تنها داچي ليكنو اوتصانيفوته لوي تاوان دئ بلكي هغه خلګوته يي تردي لاهم ډير تاوان رسيږي چي دغه كاركوي ، ديوي خوا يي دالله پاك لخوا وركړل شوي عزت او آبرو له منځه ځي ، خلګ يي پرنورو ليكنو چي خپله يي كړيدي هم بدګمانه كيږي اوڅوك ورباندي باور نكوي. او دبلي خوا يي ددي منفي او ناروا كار هغه منفي اثرات هم ورباندي لويږي ، يوخويي دخدمت اوعلم څخه بركت پورته كيږي اوبل پدي خاطر چي داكار غلا او سرقت دئ ګناه ورته لري.
امام نووي رحمه الله په بستان العارفين كي فرمايي: څوك چي دغسي كاركوي دهغه علم ورته هيڅ منفعت اوبركت نلري.
همدا راز پدي بدعادت باندي د روبدي كيدلو په صورت كي يي لرونكئ إستعداد هم له منځه ځي ،‌ځكه چي كله نفس په سهولتونو باندي عادت سي بيا ورته دزيار اوزحمت كښل ډير سخت وي په ځانګړي توګه دكامپيوټر اوټلفنونو دكاپي اوپسټ څخه يي استفاده كول دټولو زحماتو چي بايد يي ديوي ليكني په آماده كولو وكاږي ځاي نيسي چي دايي دعلمي إستعداد په مرګ باندي ورته تماميږي.
همدا راز ددي كار كوونكي كه دغه كارقصدا ددي لپاره كوي چي خلګ يي ددي ليكني اوتصنيف پخاطر ستاينه او تعريف وكړي بايد پدي باندي هم سرخلاص كړي چي دغه كار يي ديوي خوا دحقيقت پرخلاف دئ او دبلي خوا ديهودو دعلماؤ اويامنافقينو سره چي الله پاك يي دداسي غوښتنو پخاطر غندي ، پدغه عمل كي دځان مشابه كول دي.ځكه چي هغوي هم غوښتل پرداسي كارونو باندي ددوي مدح اوصفت وسي چي دوي نكول.
الله پاك ددوي په هكله فرمايي: وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا.[سورة آل عمران188َ]
يعني دوي خوښ لري چي ددوي تعريف دي وسي په هغه شيانوباندي چي دوي ندي كړي.
په احاديثو كي هم ددي كار منع ته إشاره سويده او داكار يي د" انتحال " په نامه بندي ياد كړئ دئ چي معنا يي همدغه ديوچادليكني اويا تصنيف وځانته نسبت كول دي.
دامام بيهقي په سنن كبري كي راځي: عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْعَذَرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :« يَرِثُ هَذَا الْعِلْمَ مِنْ كُلِّ خَلَفٍ عُدُولُهُ يَنْفُونَ عَنْهُ تَأْوِيلَ الْجَاهِلِينَ وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ وَتَحْرِيفَ الْغَالِينَ ».[سنن الكبري للبيهقي21439].
يعني دغه علم به دهري وروستنۍ ډلي څخه وعادلانو اوبا انصافو خلګوته پاتيږي چي دوي به ورڅخه تأويل دناپوهانو خلګو ليري كوي همدا راز به انتحال دباطل كوونكو ليري كوي اوهمدا راز به تحريف دتجاوز كوونكو ورڅخه ليري كوي.
په مرقات كي يي د" إنتحال " دتعريف په هكله ليكلي دي:
(وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ) الِانْتِحَالُ: ادِّعَاءُ قَوْلٍ أَوْ شِعْرٍ، وَيَكُونُ قَائِلُهُ غَيْرَهُ بِانْتِسَابِهِ إِلَى نَفْسِهِ.[مرقات المفاتيح شرح مشكوة المصابيح248]
يعني انتحال: دبل چاپه قول اوشعر باندي دعوه كول او وځانته يي نسبت كول دي.
همدا راز علامه مولانا عبدالحي لكنوي رحمه الله په حاشيه كي دشرح الوقاية فرمايي:
فقد تطلق السرقة على استراق السمع وقد تطلق على السرقة في الصلاة، وهي أن يؤديها ناقصة، وقد تطلق على الانتحال في التصانيف، وقد تطلق على قطع الطريق.[عمدة الرعاية حاشية شرح الوقاية كتاب السرقة]
يعني دسرقة اطلاق كله كله په غلاكولو دخبرو كيږي اوكله كله يي اطلاق دلمانځه پرغلا باندي كيږي اوهغه داسي چي لمونځ نيمګړئ وكړي، اوكله كله يي اطلاق پر غلاكولو دتصانيفو كيږي اوكله كله يي اطلاق پر نيولو دلاري كيږي.
همدا راز امام نووي رحمه الله په بستان العارفين كي فرمايي:
الدين النصيحة: ومن النصيحة أن تضاف الفائدة التي تستغرب إلى قائلها فمن فعل ذلك بورك له في علمه وحاله ومن أوهم ذلك وأوهم فيما يأخذه من كلام غيره أنه له فهو جدير أن لا ينتفع بعلمه ولا يبارك له في حال. ولم يزل أهل العلم والفضل على إضافة الفوائد إلى قائلها نسأل الله تعالى التوفيق لذلك دائما. [ بستان العارفين للنووي ]
يعني:دين نصيحت دئ او دجملي څخه دنصيحت دادئ چي يوناشنا فايده بايد دهغه ويونكي ته منسوبه كړل سي ، نوچي څوك دغسي وكړي الله پاك به يي په علم اوحالت كښي بركت كښيږدئ ، اوكه څوك دبل چا خبره داسي بيان كړي چي ګويا هغه دده ده نوهغه سړئ ددي لائق دئ چي دخپل علم څخه دي ګټه پورته نكړي اونه دي دده په حال كښي بركت كښيښودل شي، اوتل اهل علم همداسي كول چي (ويل كړل سوي) فائدي به يي دهغوي ويونكو ته منسوبولي. الله پاك دي تل ددي كار توفيق راكړي.
او إمام سيوطي رحمه الله فرمايي:
ومن بركة العلم وشكره عزْوُه إلى قائله.[ المزهر في علوم اللغة]
يعني بركت دعلم او دهغه شكر آداء كول دادي چي نسبت يي وويونكي ته وسي.
همدا راز په فتاوي الشبكة الإسلاميه كي راځي:
حرًّمت الشريعة انتحال الرجل قولاً لغيره أو إسناده إلى غير من صدر منه، وقضت بضرورة نسبة القول إلى قائله والفكرة إلى صاحبها لينال هو دون غيره أجر ما قد تنطوى عليه من خير، أو يتحمل وزر ما قد تجره من شر.
[فتاوي الشبكة الإسلامية برقم17339]
يعني: شريعت حرام كړئ دئ داچي څوك دي دبل چا قول ځان ته منسوب كړي، اويادي وهغه چاته منسوب كړي چي هغه قول يي نوي كړئ. اوديوچادقول نسبت كول هغه ته ځكه ضروري دئ چي كه يي په هغه قول كي ښيګڼي نغښتي وي نوپرهغه قول باندي مرتب ثواب ودته ورسيږي نه وبل چاته ،‌اوكه يي په قول كي بدي نغښتي وي نوګناه يي هم ودته ورسيږي.
خلاصه داچي دبل چاليكنه اويا تصنيف په خپل نامه كول:
 . دليكني حيثيت او اعتبار له منځه وړي.
 . په صورت كي دتغيير ،‌دليكني څخه ګټه اخيستل ستونزمن كوي.
 . داصلي ليكونكو اومصفينو ياد اودهغوي په سيرت باندي دخبريدلو ليوالتيا ختمه وي.
 . داصلي ليكونكو اومصنفينو زيار ايستل او دهغوي خدمات له خلګو پټوي.
 . إنسان دعلمي غلا مرتكب كيږي.
 . إستعدادونه ورسره وژل كيږي.
 . دالله پاك دشكر څخه إنسان محروم كيږي.
 . دقصد په صورت كي إنسان ديهود اويا منافقينو سره پداسي عمل كي مشابه كيږي.
 . دشريعت دمخالفت له كبله إنسان دګناه مرتكب، معنويات يي ختم اوبركت يي دعلم څخه وركيږي.
نوبايد زمونږ ليكوالان، مبلغين او ددين رسوونكي دغه خبره پوره په پام كي ونيسي ترڅويي الله پاك په خدمت كي هم بركت كښيږدي اودګناه كولو څخه هم وژغورل شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more