د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مسلمان اوکافرندی سره برابر:


Mazharee
15.10.2014

مسلمان اوکافرندی سره برابر:
ــــــــــــــــــــــــ
ځینی خلګ داسی فکر کوی چی مسلمان اوکافر سره یوډول دی اوټولو ته باید په یوه سترګه وکتل شی ، پدی خاطر دئ چی زمونږ په هیواد کی ځینی خلګ هرهغه چاته چی ددی هیواد نوی خارجی وایی ، فرق نکوی که امریکایی وی که عرب مسلمان وی او که دیوه بل اسلامی هیواد مسلمان تبعه وی ، خودا ډیره غلطه مفکوره اوغلطه عقیده ده ، مسلمان اوکافر هیڅ وخت نشی سره برابریدلائ ځکه :
1. مسلمان دالله پاک دمخلوقات ترټولو بهترینه مخلوق دئ لکه په قرآن شریف کی چی راځی: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ.[سورة البنیة 7] یعنی هغه خلګ چی ایمان یی راوړئ دئ اوښه کارونه یی کړیدی دوی بهترینه دمخلوقاتو دی. ددی پرعکس خدای پاک په باره کی دکافرانو فرمایی: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أُولَئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ.[سورة البینة6] یعنی هغه خلګ چی کافران سویدی داهل کتابو(یهود اونصاری) اومشرکینوڅخه دوی به تل په اور کی دجهنم وی ، اودوی بدترینه دمخلوقاتو دی.
اوس داڅنګه کیدلائ شی چی بهترینه دمخلوقاتو اوبدترینه دمخلوقاتو دی سره برابرشی؟؟؟
2. په باره کی دکافرانو خدای پاک فرمایی: إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ.[سورة الانفال 22] یعنی بدترینه د هغو ژویو چی پرمځکه باندی ځی دالله په نزد هغه خلګ دی چی کاڼه اوګونګیان دی هغه خلګ چی عقل نلری.(کافران) . اوپه باره کی دمسلمانانو فرمایی: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ النَّعِيمِ.[سوره لقمان 8]یعنی هغه خلګ چی ایمان یی راوړئ دئ اوښه کارونه یی کړیدی ددوی لپاره دنعمتوڅخه ډک جنتونه دی.
3. په قرآن شریف کی په سوره بقره کی په بحث کی دحرمت دنکاح دکافر اوکافری ، الله پاک فرمایی: وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ.[سوره بقرة 221] یعنی مسلمان مریئ تر حرکافر بهتردئ کڅه هم هغه تاسو ته خوند درکړی. په همدغه آیت کی فرمایی: وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ.[سوره بقره221] یعنی مسلمانه مینځه تر کافری حری ښځی بهتره ده کڅه هم هغه تاسو ته خوند درکړی.
4. مسلمان خاوند دایمان ، ژوند اوروښنایۍ دئ ، او کافر خاوند دکفر، مرګ اوتاریکۍ دئ ، هیڅکله إیمان اوکفر ، روښنایی اوتاریکی ، ژوند اومرګ نشی سره برابر کیدلائ لکه په سورة الانعام کی چی راځی: أَوَمَنْ كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا.[سورة الانعام122] یعنی آیا سره برابردی هغه څوک چی مړوی نومونږیی ژوندئ کړو اودهغه لپاره روښنایی جوړه کړو چی دئ دخلګومینځ کی پکی روان وی او هغه څوک چی په تاریکیو کی روان وی هیڅ نشی ځنی وتلائ؟. یعنی ندی سره برابر.
5. مسلمان سترګی والادئ اوکافر ړوند دئ ، ایا سترګ داره اوژوند سره برابردی؟ ، هیڅکله نشی سره برابرکیدلائ. قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ.[سورة الرعد16] یعنی ووایه چی آیا سره برابردی ړوند اوسترګ داره؟ او آیا سره برابردی تاریکی اوروښنایی؟.یعنی ندی سره برابر.چی په سوره فاطر کی هم دیته ورته آیاتونه راځی: وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ * وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ.[سوره فاطر19 – 20 ].
6. مسلمان جنت ته ځی ، کافر ودوږخ ته ، نولکه جنت اودوږخ چی سره برابرندئ ، دوی ته ورتلونکی انسانان هم سره برابرندی. وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ.[سوره فاطر21] یعنی سایه (جنت) اوګرمی(دوږخ) سره برابرندی.لکه په بل آیت کی چی صراحتا راځی: لَا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ.[سوره حشر20] یعنی خاوند د اور اوخاوند دجنت سره برابرندی ، خاوندان دجنت کامیاب دی. اوخاوند د دوږخ ناکام اوبرباد دی.
7. دمسلمان څخه الله پاک خوشحال دئ ، خودکافر څخه خوابدئ ، نوڅنګه کیدلائ شی دوی دوه دی سره برابرشی ، دمسلمان په حق کی الله پاک فرمایی: رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ.[سوره بینه 8] یعنی الله پاک ددوی څخه خوشحال دئ او دوی دالله پاک څخه خوشحال دی. اوپه باره کی دهغه کسانو فرمایی چی پرکفر باندی مړه شی: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ.[سوره بقره161] یعنی هغه خلګ چی کافران شویدی اودوی پرکفرباندی مړه شی پردوی دی الله ، ملائکو اوټولو خلګو لعنت وی. خلاصه مسلمان دالله مرحوم دئ اوکافریی ملعون دئ نوڅنګه کیدلائ چی مرحوم اوملعون دی سره برابرشی.
نوباید هرمسلمان په خپل اسلام باندی فخر وکړی اوپه قدر یی پوه شی ، او دالله پاک لپاره شکر آداء کړی چی مسلمان یی پیداکړئ دئ اودکفر څخه یی ورته نجات ورکړئ دئ، او دالله پاک ټوله آوامر پرځان باندی عملی کړی ، او دنواهی څخه یی ځان وژغوری.
هیڅکله مسلمان دکافر سره مقایسه نکړی ځکه مسلمان دکافرسره په هیڅ وخت کی برابرندئ کڅه هم ګناهکار وی.



ع کريم حليمي
23.11.2014

ډېر محترم او مکرم Mazharee صاحب ، لمړئ خپل سلامونه درته وایم ، دوهم مو له خدایه جوړ او روغ غواړم ، د صحت په جامو کي

ستاسو لیکنه مي ولوستل ، ښه پوره رحمت مو ګاللی ، خدای دي ئې په حسناتو کي در حساب کي ، تاسو په لیکنه کي داسي لیکلي چه :
[color=green:9ff6c706d7] او دالله پاک لپاره شکر آداء کړی چی مسلمان یی پیداکړئ دئ اودکفر څخه یی ورته نجات ورکړئ دئ[/color:9ff6c706d7]

له دغي جملې څه ماته دا پوښتنه را ولاړېږي چه : ایا دا تصمیم گیری رب العزت کوي ، چه فلان ئې کافر او فلان ئې مسلمان ؟؟؟؟

تر کوم ځایه چه زه خبر او پوه یم رب العزت خو ټول انسانان پر فطرت
پیدا کوي ، نه دا چي یو کافر کوي او بل مسلمان ؟!
محمد خیر خلق الله اجمعین فرمایلي چه : كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ

درنښت


تيمور
05.12.2014

ګرانه وروره مظهری صیب، تاسو لیکلي دي چې (هیڅکله مسلمان دکافر سره مقایسه نکړی ځکه مسلمان دکافرسره په هیڅ وخت کی برابرندئ کڅه هم ګناهکار وی.)
نو اوس زما پوښتنه د ټولو بادردو افغانانو څخه دا دي چې آیا د پکتیکا په ولایت کې د حقاني د ځانمردارې حملې په اړه چې زمونږ بېګناه مسلمانان شهیدان کړل، آیا دا د اسلام له نظره (کفر) نه ده؟


lawangin
05.12.2014

هو خو هغوی که یې داکار کړی وي ؟ او سي ای اې نوي کړی، نو یې دفاسد رژيم لنډغر اربکيان او اشغالګر په نښه کړي او نه عادي خلک!
طالبانو په خپل وخت کې داسې حکومت کړی لکه اسلامي خلافت !
pattang

[quote:beaec18b73="تيمور"]ګرانه وروره مظهری صیب، تاسو لیکلي دي چې (هیڅکله مسلمان دکافر سره مقایسه نکړی ځکه مسلمان دکافرسره په هیڅ وخت کی برابرندئ کڅه هم ګناهکار وی.)
نو اوس زما پوښتنه د ټولو بادردو افغانانو څخه دا دي چې آیا د پکتیکا په ولایت کې د حقاني د ځانمردارې حملې په اړه چې زمونږ بېګناه مسلمانان شهیدان کړل، آیا دا د اسلام له نظره (کفر) نه ده؟[/quote:beaec18b73]



Mazharee
29.06.2015

[quote:9b41bfbf7e="ع کريم حليمي"]ډېر محترم او مکرم Mazharee صاحب ، لمړئ خپل سلامونه درته وایم ، دوهم مو له خدایه جوړ او روغ غواړم ، د صحت په جامو کي

ستاسو لیکنه مي ولوستل ، ښه پوره رحمت مو ګاللی ، خدای دي ئې په حسناتو کي در حساب کي ، تاسو په لیکنه کي داسي لیکلي چه :
[color=green:9b41bfbf7e] او دالله پاک لپاره شکر آداء کړی چی مسلمان یی پیداکړئ دئ اودکفر څخه یی ورته نجات ورکړئ دئ[/color:9b41bfbf7e]

له دغي جملې څه ماته دا پوښتنه را ولاړېږي چه : ایا دا تصمیم گیری رب العزت کوي ، چه فلان ئې کافر او فلان ئې مسلمان ؟؟؟؟

تر کوم ځایه چه زه خبر او پوه یم رب العزت خو ټول انسانان پر فطرت
پیدا کوي ، نه دا چي یو کافر کوي او بل مسلمان ؟!
محمد خیر خلق الله اجمعین فرمایلي چه : كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ

درنښت[/quote:9b41bfbf7e]

ګرانه ورور حليمي صاحب!
زما دليكني څخه هم داسي نه معلوميږي چي ځيني خلګ بيا دلومړي سره څخه كافران پيداكيږي ځكه ماليكي دي چي الله پاك مونږ مسلمانانو پيدا كړي يو اوبيايي دكفرڅخه راته نجات راكړئ دئ يعني دپيدا كيدلو وروسته يي پداسي اعمالو او باورونو باندي نه يو اخته كړي چي إنسان ورباندي كافر كيږي.
مقصد مي دادئ چي إسلام هم دالله پاك يو فضل اوإحسان دئ بيا دكفر څخه نجات موندل هم دالله پاك يو فضل او احسان دئ نوسړئ بايد ددغه لويو إحساناتو شكر وباسي اوپه هيڅ حالت كي دالله پاك ناشكري ونكړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more