د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د لالي خو بيا سور برابر شوی!

lawangin
13.05.2015

د لالي بيا سور برابر شوی!

[img:9287473221]http://www.taand.com/wp-content/uploads/2014/10/162.jpg[/img:9287473221]

کنډواله کلا خو اوس اباده وه، اما د کنډوالې نوم پرې پوخ شوی وو.
په ټوله سیمه کې کنډواله کلا په یوه متل بدله شوې وه، چې چا به لږ څه مبالغه وکړه، نو د عکس العمل په توګه به پسې ویل کېدلو چې پلانی سړی د کنډوالې کلا درواغ وایي.
ما خو د کنډوالې کلا درواغجن نه وو لیدلی، خو په خلکو کې مشهوره وه، چې د کنډوالې کلا د کلي درو تنو درواغجنو داسې درواغ ویلي وو، چې نه د زمانې هېرېدلو او نه د خلکو له ذهنونو وتلو.
دغه درې تنه درواغجن نسل پر نسل د خلکو په یادو وو او د درواغو د ابدي سمبولونو په توګه د هېرېدلو او فناه کېدلو نه وو.
کنډواله کلا د یوه نسبتاً لوړ غره په تنګه دره کې پرته وه، چې د اوړي موسم یې خورا سوړ وو او په مني کې به سړو بادونو د وږو لېوانو په څېر په کې انګولل. کنډواله کلا اوس په یوه کلي بدله شوې ده.
د کنډوالې کلا چینه په اوړي کې یخه او په ژمي کې توده وه، په سیمه کې مشهوره وه چې د کلا د خلکو یو رسېدلی او ولي الله نیکه مکې شریفې ته تللی وو او هلته یې دوعا کړې وه، چې خدایه زما د کلي چینه ګۍ د ژوندانه ښائستوکې چینه ګۍ کړې چې په هر موسم کې د انسان اړتیاوې پرې پوره وي، همدا وجه وه چې د چینې اوبه په اوړي یخې او په ژمي تودې وې.
د سخت کال په سخت ژمي باندې سړه هوا د انسان له زغمه وتلې وه، د دغه ساړه ژمي تعریفونه او صفتونه کېدل، غندنې یې کېدلې او د ظلمونو یادونې یې په مجلسونو، پیتاوو او لمرینو غرمو کې د مجلس په خوږو بدلې شوې وي.
هر چا به د ساړه کال د سړو څپو په تعریف او توصیف کې خپلې خپلې بابولالې غږولې، د کنډوالې کلا د لمر خاته خواته یوه نرۍ کوڅه غځېدلې وه، چې کلاوالو به ورته د شاه توت کوڅه ویله.
د دغې کوڅې درواغجن ضمټ نومېده. ضمټ به ویل چې سږکال زموږ په کوڅه کې داسې ساړه وو، چې له خولې به مو ساه واېستله منجمده واوره به ترې جوړه شوه او سړپ پر ځمکه به ولوېدله، یعنې د هوا نم به هم ورسره جامد شو.
د کلا د شمالي خوا کوڅه بیا د شنډه توت کوڅه وه، د دغې کوڅې درواغجن اټک نومېده او په مبالغه کې د ټول کلي میر ګڼل کېده.
اټکل به ویل چې ساړه نو زموږ په کوڅه کې وو، لاحوله و لا قوة چې کله به صحرا ته د رڼو جواب چایو لپاره ولاړو، نو د متیازو داره به مو په ذکر پورې رڼه نیزه شوه، بیا به مو په تبرګي غوڅه کړه او هاخوا به مو وغورځوله.
د کلي د لمر لوېدو کوڅه نو د چنار کوڅه وه. د چنار د کوڅې درواغجن خاټک نومېده، خاټک وازې ځمبېدلې سترګې، پراخ مخ، لوړه پوزه، اوږده ږیره او تخته ټټر درلورد.
په خبرو کې یې د جانه ګله تکیه کلام استعمالاوه، خاټک د چنار د کوڅې یخنۍ ته د قیامت سیلۍ ویله او د شاه توت او شنډه توت د کوڅو یخنۍ او ساړه یې پر سړو څپو او واورینو بادونو نه شمېرل.
خاټک به ویل چې جانه ګله ساړه، نو زموږ په چنار کوڅه کې وو، داسې ساړه بادونه تر اوسه پورې د دنیا پرمخ په بل ځای کې نه دي راغلي.
موږ چې به په چنار کوڅه کې د ضرورت په وخت کې پسکه واچوله، نو د توپ غونډاری به ترې جوړ شو او د کوټې پر غولي به ورغړېد او وبه رغړېد، خو چې کله به مو د اور بخارۍ ته لږ څه ګرم کړ، نو ټیزززز به شو او وابه لوتلو.
د خاټک درواغو به د ضمټ او اټک د درواغو نیزې او واورې داسې په مخه پسې واخستې لکه تېز باد چې په ځنګله کې زیړې خزان وهلې پاڼې پرمخ پسې واخلي.
ارګ هماغه کنډواله کلا ده. د چار چنار په ماڼۍ کې یې یو ډول درواغ ویل کېږي. د شاه توت او شنډه توت په کوڅو کې یې بل ډول بابولالې روانې دي.
هېڅوک دې ته نه حاضرېږي، چې ملت له هغې ناروا تبې څخه خبر کړي، چې دا وخت د افغانستان په رګونو ورننوتې ده.
اقتصادي رکود په تېرو ۱۴ کالو کې د لومړي ځل لپاره خپل اوج ته رسېدلی دی، امنیت خو سر خوړلی دی، ځکه چې امنیت تامینونکي قوتونه د جنګي باج ګیرانو د راج او باج د حصول لپاره عملاً په کندز کې، په بغلان کې، په بدخشان کې او په بادغیس کې د حکومت او دولت پرضد بغاوت او شرارت ته سوق شوي دي.
جمهور رییس لګیا دی د بدخشان د واخان غرونه غار غار کوي او بیا یې د افغانستان تر غربه پورې د اوسپنې په پټلۍ پورې تړي.
اجرائیه رییس یې د حکومت د باغي او طاغي والیانو د مدافع وکیل په توګه هره ناروا په روا پورې تړي.
محقق د ایران پر ګټو تحقیق کوي، مهندسان یې بیا د روپو د لغمونو لپاره نقشې راباسي.
هر څه ګډوډ دي او د کنډوالې کلا معاصر درواغ د ضرب المثلونو او ډبرینو خطونو په توګه د تاریخ پر هېنداره خپل تصویرونه را ښکاره کوي.
افغانستان کنډواله، کنډواله پروت دی، د درواغو حکومتي مقامت یې هم د سرپرستۍ په دنده اخته دي.
وايي،
نن دلې سبا به ځې
تر غږ دې جار شم میلمنې
هر څه چې په لاس درځي صرفه مه پرې کوه، سبا له دې مقامه لېرې کېږم، نو نن که په درواغو یا رښتیا وي باید کنډولک له شلومبو ډک شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more