د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

طالبانو د فرخندې وژنه «شومه دسیسه» وبلله

lawangin
24.03.2015

طالبانو د فرخندې وژنه «شومه دسیسه» وبلله

نشرونکی: صمیم سعادت برخه: افغانستان 2015/03/24
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۴مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د هغې ښځې وژنه په کلکه غندلې چ
تېره اونۍ د کابل د شاه دوشمشیره په زیات کې ګڼو پاریدلو خلکو تر وژلو وروسته په اور
وسوځوله.
د طالبانو ویاند د یوې اعلامیې په ترڅ کې نوموړې پيښه «شومه دسیسه» بللې او زیاته کړې
يې ده چې دوی له قرآن کریم څخه دغه راز ناوړه استفاده او د یو بې ګناه انسان وژنه په کلکه
غندي.
نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې اعلامیه کې ذبیح الله مجاهد ویلي:
«اسلامي امارت دغه راز شومه دسيسه جوړول، له قرآن کریم څخه دغه راز بده استفاده کول
او بیا يو بې ګناه انسان يې په نتیجه کې وژل په کلکو ټکو غندي،اوکورنۍ ته یې تعزیت وایې».
ښاغلي مجاهد ویلي چې له امریکايي «اشغال» سره جوخت هیواد ته په زرګونو داسې اشخاص
راغلي چې هڅه کوي د اسلامي شعایرو په وړاندې افغان ولس بې پروا کړي، دښمني ورسره
وکړي او سوچه اسلامي احساسات یې مجروح او بدنام کړي.
طالبانو په ولس غږ کړی چې د اسلامي مقدساتو پر خلاف توطیو ته متوجه اوسي او پرینږدي
چې «د دغه راز کړنو لپاره زمینه مساعده شي تر څو د اسلام دښمنه کړیو لپاره اوبه خړې او
ماهیان په کې ونیسي».
د طالبانو ویاند هغو کسانو ته د سختې سزا ګواښنه کړې چې په دغې پیښه کې یې لاس درلودلی
او په وینا یې د شخصي هدف لپاره یې بې ګناه ښځه وژلې ده.
«د دغې پيښې په اړه موږ ژمنه کوو چې د امکان په صورت کې به اصلي عاملينوته چې د دغې
بي ګناه ښځې د مرګ سبب شول، خلک يې د خپل شوم غرض لپاره راوپارول او دقرآن کریم له
حرمت څخه يې په شخصي موضوع کې سوء استفاده وکړه سخته سزا ورکوو، ترڅو دنورو دا
ډول ناوړه پيښو د مخنیوي سبب شي».
خو طالبانو په عین حال کې دا هم څرګنده کړې چې که چیرې کوم وخت رښتیا هم د اسلامي
مقدساتو د توهین هڅه کیږي نو بیا دا د ملت مسلم حق بولي چې د خپلو مقدساتو ټینګه دفاع
وکړي.
د طالبانو د اعلامیې په پای کې راغلي:
«البته داخبره باید روښانه کړو چې زموږ ملت مسلمان ملت دی، که کومه کفرپالې کړۍ هڅه
وکړي چې واقعا د اسلامي مقدساتو په وړاندې ګستاخانه حرکات ترسره کړي بیا موږ دا د خپل
ملت مسلم حق بولو چې دخپلو مقدساتو څخه کلکه ننګه وکړي».
باید وویل شي چې فرخنده یوه اونۍ وړاندې د کابل په شاه دوشمشیره زیارت کې د خلکو له
خوا د قرآن سوځونې په تور ووژل شوه، چارواکو په پیل کې نوموړې لیونۍ وبلله خووروسته
يې دولتي او ازادو سرچینو د روغتیا او بې ګناهۍ تایید وکړ.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې فرخنده د پولیسو تر نظر لاندې او د هغوی په همکارۍ وژل
شوې، دغه سازمان غوښتنه کړې چې باید په پیښه کې ککړ پولیس محاکمه شي.


آدم خان۱
25.03.2015

ذبیح الله مجاهد . نن په وردګوو کې د کابل کندهار په لاره دیولسو سپرلیو دوژلو په اړه هم څه نظر لری اوکنه؟ اوکه دا هم په CIA اړوي؟


lawangin
25.03.2015

څوک چې حلالونی/اسيل او ارمونی / حرمونی مقايسه کوي نو اسل او نصب ته یې ګوري !
نو اوس ستا قضاوت؟ چې طالبان څوک دي او دا فاسد دولت چې د يو څو چټلو
مجموعه ده سره مقائسه یې کړې؟
‌دپېښې پر ځای کې د فاسد دولت او د سي ای اې لاسپوڅي پوليسان پراته دي!
ځایې خلک هم دغه فاجعه يوه دولتي دسيسه بولي چې طالب سپينه ملائکه بد نامه کړي
او د cia تور مردار خور کارغه ترې جوړ کړي ! خو انشالله څوک چې په اسلامي عقيده
خپل هېواد ازادوي نو داسې جنايت او کوډې کار نشي پرې کولی !

pattang

[quote:9977344979="ادم خان1"]ذبیح الله مجاهد . نن په وردګوو کې د کابل کندهار په لاره دیولسو سپرلیو دوژلو په اړه هم څه نظر لری اوکنه؟ اوکه دا هم په CIA اړوي؟[/quote:9977344979]


آدم خان۱
26.03.2015

ډیره مننه!
اوس تاسو مهربانی وکړی او ددواړو لاسپوڅو ، یو دجهل په خره سپور او بل د جاه طلبی په خره !
ددواړو تر منځه مقایسه وکړی ، او دا هم ووایی چې دا مقایسه څنګه کیداشي؟؟؟
زما مطلب د بې بیګناه او مظلومه اولس وژنه ده ! چې څوک یې په کوم نوم وژنی خو وژنی یې!!!!

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more