د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په فرانسه کې د اسلام د پيغمبرعلیه السلام په شان کې د ګستاخانه اقدام په اړه


jamal
22.01.2015

څو کاله وړاندې په فرانسه کې د څو تنو بد اخلاقو لخوا د اسلام پيغمبر حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته منسوب کارتون چاپ او د بیان له آزادۍ څخه په سوء استفاده خپور کړل شو، چې ورسره په نړې کې د ټولو مسلمانانو احساس يي مجروح کړ او له بي دینه غربي فرهنګ څخه يې هم پرده پورته کړه.

تیره اونۍ د هغه عمل په ترسره کونکو بریدوشو او دخپل بدمرغه عمل په سزا ورسیدل خو نن وليدل شول چې په مکرر ډول له هماغه آدرسه بیا هم د اسلام د ستر پيغمبر صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي وشوه او يوځل بیا د یو اعشاریه شپږ میلیارده مسلمانانو په احساساتو ګوزار ته اجازه ورکړل شوه.

موږ دغه کرغيړن او له انساني دايرې بهر عمل په کلکو الفاظو غندو او ترسره کوونکي، اجازه ورکونکي او ملاتړ کوونکي يې د ټول بشريت دښمنان بولو.

ادیانو او ديني مقدساتو ته سپکاوی هغه نه بښونکی جرم ده چې ټول بشریت ورته د منفور او کرغيړن عمل په سترګه ګوري.

موږ باور لرو چې د دغه پریوتي عمل په انجام سره د اسلام د پيغبرصلی الله علیه وسلم ستر او له ویاړه ډک معرفت او د انسانيت د ناجي په توګه حيثيت او وجاهت ته هيڅ زیان نه اوړي، بلکې برعکس د بشریت د دښمنانو اصلي څيره بربنډوي.

موږ په ټوله نړې خصوصا د ټولو اړوندو هيوادونو په مشرانو غږ کوو چې پرېنږدې چې په دغه راز منفورو اعمالو سره د نړۍ امن لا هم صدمه وويني، لاهم په نړې کې د ملیاردونو خلکو عقايدو او مقدساتوته سپکاوي وشي، او ورځ په ورځ نړې لا هم د جګړو او نفرتونو اور ته ننوځي.

په دې اړه ټول اسلامي او غير اسلامي هيوادونه او اولسونه مسئولیت لري چې دبشر په حيث، هر هغه عمل باید وغندي او په جدیت سره يي مخه ونيسي چې په کې ادیانو او مقدساتوته سپکاوی کيږي، خلک توهينيږي، او ملتونه د انتقام اخيستلو ته اړ کوي.

د اسلامي هیوادونو د مشرانو، نخبه ګانو او عامو خلکو په رابطه باید ووایو، چې دغه ډول پیښې زموږ د ایمان او عقیدې لپاره حساسې ازموینې بلل کیدای شي،که مسلمانان بیا هم د ځینو ملاحظاتو له امله په دغسې پیښو خاموش پاته کیږي، د اسلام او کفر ترمنځ د بي طرفۍ او بې اعتنایۍ دریځ خپلوي او یا داسلام په ځای د کفر خوا نیسي او د کفارو دغه شنیع عمل ته توجیهات او دلائل تراشي نو باید چې په خپل ایمان وویریږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې د مسلمانانو رهبر نه دی، بلکې ددرست انسانیت رهنما، دبشري تمدن بنسټ ایښودونکی،دجهالت او روښانتیا د دورو ترمنځ کرښه ایستونکی او دهر اړخیز اخلاقي،علمي او مدني پرمختګ مبتکر بلل کیږي،چې په وړاندې یې ادنی ګستاخي هم نه یوازې دهغه مکرم ذات په وړاندې احسان فراموشي ده بلکې درست انسانیت او مدنیت ته په سپکه کتل دي، چې ددغسې شنیعو او پریوتو اعمالو په ضد باید ټول دانسانیت باورمند په کلکه ودریږي.


Rustijust
10.03.2015

If you have a problem, please contact us.

[url=http://sbobetmildly.webs.com/]ทางเข้า sbobet[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more