د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

د ما بعد عصریتوب چیلنجونه او اسلامChallenges of Post-Modernism and Islam

ahmad bilal
31.03.2012

د ډیر وخته راهیسي مې د پرمختګ، جدیدیت، ماډرنیزم او نورو غربي فلسفو د لیکنو یا کتاب پسې لټون کاوه چې د مشرقیت یا د اسلام له نظره لیکل شوي وي. ځکه همدغه د ماډرنیزم او یا د ما بعد جدیدیت نظریې او فلسفې دي چې وروسته یې کمونیزم، غربي جمهوریت، سیکولاریزم، ناسونالیزم، هیومنیزم، فیمنیزم، لبرالیزم او نور کج رویه ایزم راوویستل، او اوس یې د پوسټ ماډرنیزم په بلا نوي ناولي نظریات رامنځته کړي چې اکثره د فلسفۍ او ادب کسان پکي ولیږي. دا ؤ چې د هند د جماعت اسلامي یو تکړه لیکوال یو وړوکي کتاب مې وموند او په ژباړه مې پیل وکړ. دلته یې تاسو ژباړه کتئ شئ، په درنښت
------------------------------------

د هند مشهور لیکوال : سعادت اللہ حسینی
کتاب : Challenges of Post-Modernism and Islam
ژباړونکي : احمد بلال «نجیب الرحمان»

د ما بعد جدیدیت چیلنج او اسلام (لومړۍ برخه)

جدیدیت د هغو نظریاتي، سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو مجموعه ده کومې چې په اولسمې او اتلسمې پیړۍ کې د اروپاء د روایت خوښیو (Traditionalism) او د کلیسايي استبداد خلاف د یو غبرګون په بڼه رامنځته شوي ؤؤ.

دغه هغه وخت ؤ چې د کلیساء ظلم او جبر خپل عروج او اوج ته رسیدلی ؤ. تنګ نظره پادریانو لرغوني یوناني فلسفه او د عیسايي عقائدو د ګډون (امتزاج) څخه خپل جوړ شوي نظریات جوړ کړي ؤؤ او د هغوي (د کلیساء ) د نظریاتو خلاف هر پورته کیدونکي آواز به یې د مذهب لپاره د خطر زنګ ګاڼه، د شاهي حکومتونو سره د ګفت و شنید (مفاهمت) په مرسته هغوي یو داسې استبدادي نظام جوړ کړی ؤ چیری چې هیڅ علمي خوڅښت ته پکي اجازه نه وه!

په بل پلو، هسپانیه کې د اسلامي تهذیب سره یو اوږد رفاقت په عیسايي نړۍ کې د فکر د آزادۍ هوا خپره کړی وه. د قرطبۍ او غرناطۍ څخه حاصل کړل شویو د سائینسي د تجربود ځایونو تدریس په قلاره خپل رنګ ښوده او د اروپاء سائنس دانانو آزادې تجربې پیل کړی . د انساني حریت اود مساواتو اسلامي تصور په جنوبي ایټالیا او په صقلیه کې د بشر دوستي (Humanism) نوي خوځښتونه پيدا کړل (۱)

دغه ټولو عواملو په یوځای د کلیسا د استبداد خلاف توند غبرګونونه رامنځته کړل او پکي د جدیدیت خوځښت پيل شو لکه څرنګه چې د دغه خوځښت څخه مخکي په اروپاء کې د روایت خوښي دور ؤ نو ځکه دغه خوځښت دغه درست منځنې پيړۍ (Middle ages) د تیاره پيړۍ یا د جهالت پيړۍ (Dark Ages) په نوم ونوموله ، د مذهبي عصبیتونو، روایت خوښوالي، او د تنګ نظري په پشپړه توګه ختمول یې خپله موخه وګرځوله. د کلیساء خلاف دغه شدید غبرګون دغه خوځښت د یو بلې انتها پورې ورساوه او د کلیسايي روایت خوښي او د عصبیت خلاف په جدوجهد کولو دغه خوځښت د مذهب او د مذهبي معتقداتو خلاف شو.

د دغه جدیدیت خوځښت نظریاتي بنیادونه د فرانسس بیکن (۲) ، رینې ډیکارټ (۳) ، تهامس هوبس (۴) وغیره په افکارو کې شتون لري. د چا به چې دا نظر ؤؤ چې دغه نړۍ او د عقل کائنات، د تجربۍ او مشاهدې په ذریعه پيژندلي یا موندلي (knowable) شي او دې ټولو حقائقو ته مونږ یوازې په سائنسي طریقو رسیږو، نو ځکه د حقائقو د موندلو لپاره نه کومې سرچشمې ته اړتیا ده او نه دا سرچشمه په کوم ځای کې موجودیت لري . یوازې هغه حقائق د اعتبار وړ دي کوم چې د عقل، تجربې او د مشاهدې په پیمانه ثابت وي نو ځکه دغو فلسفیانو مابعد الطبیعاتي مباحثه یا مجادله (Metaphysical contentions) او مذهبي دعوی د همدی لامله رد کړی ځکه دا په دغو پیمانو پوره نه ولیدل. ډیکارټ د:

I think therefore I am
(زه فکر کوم ځکه زه یم)

مشهور اعلان وکړ، کوم چې د لویدیځۍ نړۍ د جدیدې فلسفۍ تاداب ګڼل کیږي . د دغې دا مطلب ده چې د خودي شعوري عمل (Conscious Act of Ego) د ریښتیا پوری د رسیدلو واحده لیار ده.

پاسکال، مانټیسکو، ډیډاراټ، وسلي، هیوم، والټیر په شان مفکرینو هم د عقل لا محدوده بالادستي او د علم واحده سرچینی تصور عام کړ. دغه افکارو ته معقولیت یا عقل پرستي (Rationalism)
وايي او د جدیدیت بنیاد دي . نو ځکه د جدیدیدت تعریف یې هم دا رنګه وکړ :

جدیدیت هغه روښان فکري او بشر دوستي ده کوم چې د هر ډول هستي بالادستي او روایت مسترد کوي او یوازې عقل او سائنسي علومو ته خپل سر ټیټوي- جدیدیت په دغه ګمان باندی ولاړه ده چې ریښتیا (حقیقت) او د معنی واحده منبع د خودمختاره (آزاد) شخص عقل دی -کارتیسي اصول : فکر کردم پس هستم (فکر مې وکړ پس یم) (۵)

دغه خوځښت (جدیدیت) په مذهبي محاذ باندی الحاد او تشکیک پيدا کړ . د والټیر (۶) په شان ملحدونو د مذهب څخه په پشپړه توګه انکار وکړ، د هیګل په شان مشکوکو خو مذهب مانه خو هغه به یې د عقل تابع کاوه او مذهبي حقائق یې هم د نورو عقلي ګمانونو په شان د تغیور وړ ګاڼه.

په سیاسي محاذ باندې دغه خوځښت د انساني حریت تصور وړاندی کړ، د فکر آزادي، د اظهار آزادي او د انساني حقوقو تصورات یې عام کړل.د جدیدیت فلسفې د تهامس هابس مطلقې خپلواکي (Absolute Sovereignty) تصور ته د سیاسي فلسفې بڼه ورکړه. جان لاک دغه بحث مخ په وړاندی بوته او اولس یې د اقتدار اعلی سرچینه وګرځول، والټیر د انساني حریت تصور وړاندی کړ، مانټیسکو (۷) او روسو (۸) د یو داسي ریاست تصورات وړاندی کړل چیری چی د انسانانو آزادي او د هغوي د حقوقو احترام کیږي او چیرې چې د واکمنانو اختیارات محدود دي.

د جدیدیت خوځښت د قوم پرستۍ او قومي ریاستونو تصور هم عام کړ، د همدغو افکارو د خیټۍ څخه د اوسني دور جمهوریت وزیږید او د اروپاء او شمالي امریکا په اکثرو هیوادونو کې یې خودمختاره، جمهوري قومي ریاستونه رامنځته کړل.

په معاشي او اقتصادي محاذ کې دغه خوځښت (خوځښت) په لومړي پړاو کې سرمایه درانه معیشت او نوي صنعتي ټولنه وزیږوله چې بنیاد یې د آدم سمته په معاشي نظریاتو او افکارو مشتمل ؤ کوم چې د صنعت کاري، آزاد تجارت، او د خلاصو بازارونو د پالیسیو څخه عبارت دي (۹) په دغه نوي صنعتي ټولنه کې چې کله د مزدورانو استحصال پیل شو نو د همدغه جدیدیت د بطن څخه مارکسي فلسفه هم وزیږیده، چا به چې بیا د یو داسې غیر طبقیزی ټولنې تصور وړاندی کاوه چیری به چې زیارکښو ته بالادستي حاصله وه (۱۰)

په اخلاقي محاذ کې دغه خوڅښت د ګټۍ د اصالت فلسفه (Utilitarianism) تصور هر ځای عام کړ. چې خلاصه یې په څه دا ډول ده :

- چې د اخلاقي قدرونو ربط یوازې د [color=yellow:51de033656]استفادۍ[/color:51de033656] سره ده، کومې رویې چې د ټولنې لپاره فائده مندی دي هغه جائزې او کومې چې د ټولنې لپاره نقصان ورکونکي دي هغه ناجائز رویې دي.
- او دا چې [color=blue:51de033656]استفاده[/color:51de033656] د اخلاقو یوازیني پیمانه ده، ددغې د [color=darkblue:51de033656]استفادې[/color:51de033656] تصور د پخواني جنسي اخلاقیاتو او د روایتي خاندانونو ادارۍ چیلنج کړي چې په نتیجه کې يې (Permissiveness) اباحیت(اجازه ورکونکي) پیل شو.
- د همدغه جدیدیت د بطن څخه په همدغه صنعتي ټولنه کې د نسائیت (مؤنثیت) (Feminism)
خوځښت پيدا شو کوم چې د ښځو او سړیو ترمنځ د مساواتو علمبرداران دي او ښځۍ په هر حال کې د سړیو برابر کول د دوي لومړۍ موخه ده.

د فرانسې انقلاب، په انګلستان کې د جمهوریت خوځښت، د امریکا د آزادي تحریک او اکثره اروپايي تحریکونه د همدغه جدیدیت د افکارو څخه متاثر ول. د ۲۰ مې پيړۍ په رارسیدو په اروپاء او شمالي امریکا کې اکثره هیوادونه د دغو افکارو مبلغین او داعیان جوړ شول. همدغه جدیدیت ته یې روښان فکري (Enlightenment)او د نشاة ثانیه (بیا زیږیندنه)(Renaissance) نومونه هم ورکړل او د نړیوالو او سترو طاقتونو د حمایې له امله دغه روښان فکري یوه نړیواله منصوبه جوړه شوه.

د ۲۰ مې پيړۍ په آخرني نیمايي کې د لویدیځۍ نړۍ او هیوادونو یوازیني نصب العین د دریمې نړۍ د روایت پسندي مقابله کول او د جدیدیت خپرول ول. آزادي، جمهوریت، د ښځو او سړیو برابروالي، سائنسي ډوله فکر، سیکولاریزم وغیره اقدارو په نړۍ کې یې د عام کولو کوښښ وکړل.
په معاشي فکر کې لویدیځه نړۍ ضرور د سرمایه دارانه نظام او کمونیزم بلاکونو کې وویشل شوه خو په سیاسي، ټولنیز او په نظریاتي سطحه د جدیدیت افکار بغیر د کوم مخالفته د غرب رهنما افکار ول او په درسته نړۍ کې د دغو نظریو خپرول، نافذول، او له دی څخه علاوه په دغو نظریاتو ترغیبول او تنقیذ په ټولو جائزو او ناجائزو طریقو اختیار کړل شول. په دریمه نړۍ کې یې داسې غلام طبیعته او لاسپوڅي واکمنان کینول چې د خپلو پرګنو خلاف یې په زوره د پرمختګ نوي ماډل پر هغوي نافذوه.

په اسلامي نړۍ کې خصوصاً د اسلامي تهذیبو روایات بیخي مسخه کول د جدیدیت مهم هدف وټاکل شو. په ترکیه، تیونس، او پخواني بلژویکي روسیه کې شامل د منځني آسیاء په سیمو کې د مذهبي روایاتو مقابلې لپاره یو سخت دریځه او استبدادي نظام قائم کړل شو.

حوالې:
(۱)- Nasr Seyyed Hossein (1993) A young muslim’s guide to the modern world; Cambridge university press p.156
(۲)- د بیکن د افکارو لپاره مطالعه کړئ د هغه کتاب :
Bacon Francis (1863) Novum Organum Tr, James Spedding, Robert Leslie Ellis, and Douglas Denon Heath, Boston: laggard and Thomson [As availablein online library http://www.constitution.org/bacon/textnote.htm]

(۳) - د ډیکارټ د خیالاتو لپاره وګورئ:
Descartes Rene (1983) Principles of Philosophy Trans. V. R. Miller and R.P. Miller. Doddrecht: D. Reidel

(۴) - د تهامس هوبس د افکارو د تفصیل لپاره وګورئ د هغه مشهور کتاب:
Hobbes Thomas (2007) Leviathan online available at
ebooks@adelaid http://etext.library.adelaide.edu.au...s/thomas/h681/
Updated on March 12 2007

(۵) Electronic Library
http://elab.eserver.org/hfl0242.html

(۶) - د والټیر د خیالاتو لپاره وګورئ :
Voltaire Francois (1961) Philosophical letters translated by Emest N. Dilworth, New York: Macmillan

(۷) - د مانټیسکیو د نظریاتو او افکارو لپاره وګورئ :
Montesquieu Baron de (1914), Secondat, Charles de, The Spirit of Laws Tr, by Thomas Nugent, London: G. Bell & Sons [As available at http://www.constitution.org/cm/sol/htm [

(۸) - د روسو د تصوراتو لپاره وګورئ :
Rosseau Jean-Jacques (2004) Emile Tr. By Barbara Foxley online available at http://gutenberg.org/etext/5427

(۹) - د آدم سمته د معاشي فکر د مطالعې لپاره وګورئ د هغه کتاب :
Smith Adam (2007) An inquiry into the nature and causes of the wealth of nations online available at http://metalibriincubadora.fapesp.br...fnations#books

(۱۰) - د مارکسي فکر لپاره تر ټولو زیات د کمیونسټ میني فیسټوکتاب وګورئ ځکه د کمونیزم او مارکسیزم لپاره دا ډیره مستنده سرچینه ګڼل کیږي :
Marx Karl and Engels Frederick (2006) The Communist Manifesto available at http://www.anu.edu.au/polsci/marx/cl...manifesto.html

نور ان شاء الله بیا....


ahmad bilal
09.06.2012

ما بعد جدیدیت څه شي ته وايي؟

د جدیدیت رپنده پورته کوونکیو د خپلو ټاکل شويو افکارو په رواجولو چې څه رنګه ټینګار وکړ او د جدیدیت په نافذولو یې چې څه ډول د طاقت او د حکومتي واک په بی دریغه استعمال وکړ دغې نو بیا په فکري ډګر کې هم هغه ډول فکري استبداد رامنځته کړ کوم چې - په منځنیو پيړیو کې - د اروپاء د دود او عنعناتو خوښیو مذهبي ډلو رامنځته کړی ؤؤ او د څه شي په غبرګون چې د عصریتوب خوځښت برپا شوی و. د همدغې استبداد چې کومه لازمي نتیجه بیا ووته هغه بیا د شدید غبرګون یا د ما بعد جدیدیت(Post-Modernism) په بڼه راووت.

ما بعد جدیدیت د هغه افکارو مجموعه ده کومه چې د جدیدیت څخه وروسته او اکثره د همدې جدیدیت په غبرګون کې منځ ته راغلي. د دغه تحریک عقیده لرونکي خو نه د کوم فکري نظام قائلین دي او نه د منظمو خوځښتونو. نو ځکه دغه فکر د اشتراکیت یا عصریتوب په رنګ کوم پراخ، خپور یا منظم فکر ندی او نه یې پسې شا داسې کوم منظم خوځښت شتون لري. بلکه د مابعد جدیدیت د رپنده پورته کوونکیو دغه دعوی دي چې دا د کومې نظریې نوم ندی بلکه د هغه پړاو نوم دی د کوم څخه چې مونږ تیریږو او د هغه کیفیتونو نوم دی کوم چې د دغه دور امتیازي خصوصیات دي (۱۱) ظاهره ده چې دا پرته د دعوی څخه بل څه ندي او څرنګه چې هغوي د خپلو خیالاتو په تائید کې کتابونه لیکي، فلسفیانه بحثونه غځوي او بحثونه کوي نو ځکه نړۍ هم د دوي نظریات د یوی مفکورۍ په توګه په منلو مجبور دي.

د مابعد عصریتوب په مفکرینو کې په اکثره وختونو کې په یوه رایه هم اتفاق نه وي او په علمي ځایونو کې دغه اصطلاح په مختلفو معنی ګانو کې هم استعمالیږي نو ځکه د دغې مفکورۍ او فلسفۍ تعریف کول هم ستونزمن دي خو بیا هم داسې یو څه خیالات دي چې د ما بعد عصریتوب په مفکرینو کې په ګډه شتون لري او همدغه مشترک فکر بیا د هغوي امتیاز دی.

لیونارډ، څوګ چې د دغه فکر(ما بعد عصریتوب) د بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کیږي هغه یې تعریف څه دا رنګه کوي :
I define Postmodernism as incredulity towards meganarratives)12)
زما په اند ما بعد عصریتوب په سترو بیاناتو عدم یقین دی

د ما بعد عصریتوب منونکي وايي چې عصریتوب د عقل لوړوالې، آزادي، جمهوریت، پرمختګ، آزاد تجارت، او د اشتراکیت په شان خیالات د نړیواله ریښتینتوب په حیث وړاندی کړل. دا یوه دهوکه او فریب ده، د زمانۍ اوږدوالي دغه هر څه او دغه د جوړ شويو حقیقتونو درواغ په بربنډه توګه وښودل نو ځکه په دغه پړاو یا وخت کې به دغه رنګه عظیم بیانات
Meganarratives
نه چلیږي. ځکه دا د دغې پړاو او وخت یو خصوصیت دی، په دغه پړاو یا وخت کې د عصریتوب د دعوی ټول عمارت ړنګ شو او د همدغې پړاو او وخت خصوصیت ما بعد عصریتوب ده (۱۳)

د ریښتیا د اضافیت نظریه :

د ما بعد عصریتوب د تصور مطابق په نړۍ کې د هیڅ نړیوالې ریښتینتوب وجود نشته بلکه د نړیوالې ریښتینولې تصور د هغوي په نزد یوازې یو خیالي تصور Utopia دی. د عصریتوب د رپنده پورته کوونکیو دا خیال دی چې جمهوریت، آزادي او مساوات، سرمایه دارانه اقتصادي نظام (یا د کمونستانو په نزد د کمونیزم نظام) او تخنیکي پرمختګ وغیره باندی ولاړ ماډل کوم چې اروپایانو د ځان لپاره ټاکلې، د دغې حیثیت د یو نړیوال ریښتیا دی او درسته نړۍ باید خپل دودونه او عنعناد پریږدوي او دغه نړیوالې ریښتینولي ته خپل تندي سپیره کړي. ځکه خو همدغه ډول د ۲۰ مې پیړۍ څخه په درسته نړۍ کې عصریتوب پیل شول. دودیزو او عنعناتو خوښیو ټولنو ته وویل شول چې هغوي دې صنعتوته قائم کړي، ښارونه دې آباد کړي، د آزادۍ اقدار دې خپلو ټولنو کې نافذ کړي، جمهوري حکومت دې خوښ کړي، نوي تخنیک دې اختیار کړي او همدغه ډول دې هغوي عصري شي چې د فلاح او د پرمختګ همدغه واحده لیاره ده. ما بعد عصریتوب په بل پلو د دغه نړیوالې ریښتینولۍ څخه سرغړونه او ورته په تروش تندي ګوري، د هغوي په نزد که څه ریښتیا وي او که کوم اخلاقي اقدار، که د حسن او ښایست احساس وي او یا کوم ذوق، دغه درست اضافي دي. د دغې څخه مراد چې د دغو اړیکه د ځان خوښيتوب، نه خوښوالي، او د حالاتو سره ده. یعني هم یوه خبره په کوم ټاکل شوي مقام او یا ټاکل شوي صورت کې ریښتیا او په بل صورت کې درواغ کیدای شي. نړۍ کې داسې کومه هیڅ خبره نشته چې په هر ځای او مقام کې دی ریښتیا وي. د نړۍ تصور یا د جهان تصور
World view
د ریښتیا پيداوار نه وي بلکه د زور په جګړه کې محض یوه اسلحه وي. خلګو په نړۍ د حکومت کولو او پرګنې بی وقوپه جوړولو لپاره خپل خوښ کړل شوي خیالات د نړیوالې ریښتینولې په توګه په هغوي مسلط کړي دغه رنګه هغوي د سرمایه دارې، جمهوریت، او د اشتراکیت وغیره په شان د نظریاتو څخه ناقدین دي، کوم چې خپل خیالات د نړیوال ریښتینتوب په توګه خپروي، همدغه هغوي د مذهبي عقائدو او تصوراتو هم منکرین دي ځکه د مذهبونو همدغه عقیدې دي چې د هغوي عقائد غیر متزلزله او پشپړ د حقائقو څخه وي (۱۴)

د دغه نظریې په تائید کې د هغوي دلایل دا دی: چې د پیړیو علمي زیارونو او د تلاش څخه انساني ذهن په یو حقیقت او ریښتیا متفق شوي ندي. نن هم همدغه صورت حال دی چې زمونږ ګیر چاپيره کله یو او په بعضې وخت کې ډیر متضاده ریښتیا یا حقائق (یعني د حقائقو یا د ریښتیاو دعوی) شتون لري، نو ځکه بهتره دا ده چې مونږ د حقائقو یا د ریښتیاو په اړه خپل فکر بدل کړو او دا ومنو چې د حقائقو او ریښتیاو نوم کوم څیز د سره موجود ندی. ریښتیا یا حقیقت یوازې زمونږ د لید نتیجه وي او لید زمونږ د ذهنونو تخلیق.
د ریښتیاو پلټنه نه، بلکه د ریښتیاو جوړښت او تشکیل کیږي، د حالاتو مطابق زمونږ ذهنونه د ریښتیاو تخلیق کوي او څرنګه چې په یو خت دغه رنګ تخلیقات ممکن دي نو ځکه باید دا هم ومنو چې هر تخلیق حتمي ندی!

د ما بعد عصریتوب منونکي سائنس هم د یو حتمي ریښتیاو په حیث د قبلولو څخه ډډه کوي، لیونارډ وايي:
د سائنس ژبه او د اخلاقیاتو، او د سیاسیاتو په ژبه کې ژوره اړیکه ده او همدغه اړیکه د لویدیځې د تهذیبي تناظر جوړښت کوي (۱۵)

یعني سائنس هم د لویدیځې د سیاست او اخلاقي فلسفو څخه آزاد ندی.

د نړۍ د غیر حقیقي کیدو نظریه:

د ما بعد عصریتوب مطابق هر څه چې مونږ په خپلو سترګو ګورو د دغې حیثیت د ریښتیاو نده، د ما بعد عصریتوب رپنده پورته کونکیو دا خیال دی چې مونږ هم هغه وینو کوم چې کتل غواړو او مونږ هم هغه ګورو کوم چې په ټاکل شوي وخت او په ټاکل شوی ځای کې په ټاکل شویو احوالو کې خپل ځان ښودل غواړي. هغوي نړۍ د حقیقت، جامده څیز او د منظرو په ځای د یو داسې عکسونو یا انځورونو
Images
او مظاهرو نمائنده
Representations
په عبارت ګڼي کوم چې غیر حقیقي
Unreal
او غیر محسوس
Untangible
وي. یعني د پوسټ ماډرن آزم (ما بعد عصریتوب) په نزد دغه نړۍ یوه ویډیو ګیم ته ورته ده چې مونږ یوازې پکې د خپلې خوښې ریښتیا وینو او هم یې محسوسو.

ضیاءالدین سردار یې تشریح په څه دا ډول کړی:
د دی مطلب دا دی چې دنیا د یو سټېج په توګه ده په کوم کې چې هر څه په مصنوعي توګه جوړ شوي. سیاست د خلکو د استعمالولو لپاره یوه پلي کيدونکي ډرامه ده. تلویزون باندې دستاویزي فلمونه یوازې د تفریح په توګه وړاندې کېږي. صحافت د حقیقت او د افسانې ترمنځ توپیر پیکه کوي، ژوندي خلک د اوږدو سیریالونو کردارونه جوړېږي او افسانوي کردارونه د ژوندي انسانانو ځای نیسي، هر څيز ناڅاپه کېږي او هر شخص په نړیوال سټیج د هرې واقع د سترګو لید ویني (۱۷)

د جوړښت د نظریې رد :
لکه څرنګه چې ذکر کړل شو چې د مابعد جدیدیت (پوسټ ماډرن ازم) په نزد جمهوریت، پرمختګ، آزادي، مذهب، خدای، اشتراکیت او ورته دعوو هم هغه حیثیت دی د کومو چې په افسانوي داستانونو او عقیدو کې ده. ځکه هغوي دغو ټولو دعوو ته د سترو بیانونو
Meganarratives
نوم ورکړ. د جدیدیت د مفکرینو دا خیال دی چې هغوي ډیر ریښتیا تشکیل کړي او خواه که مذهب وي او یا نوي نظریات، د دوي بنیاد په جوړ کړل شويو نړیوالو ریښتیاو باندې دی، ځکه خو د جدیدیت د دور تهذیب، علم وغیره په همدغو ریښتیاؤ په مفروضو ولاړ دي. نو ځکه اړینه ده چې د دغو تشکیل شویو ریښتیاو رد تشکیل
Deconstruction
وشي. چنانچه ادب، فنون لطیفه، ټولنیز اصول او ضابطې په هر ځای د هغوي په اند په جوړ کړل شویو ریښتیاو او عظیمو بیانونو باندې ده چې د هغوي رد په کار ده ترڅو په مابعد جدیدي ادب، فنون لطیفه وغیره کې د داسو غلطو مفروضو عمل او دخل نه وي، لکه څرنګه چې د مابعد جدیدیت یو تجزیه نګار لیکي :

د ما بعد عصریتوب د مفکرینو دا خیال دی چې زمونږ په شان په یو آفاقي او غیر مرکزي سماج کې پخپله د ما بعد عصریتوب په شان رد عمل زیږندنه کوي. یعني د عظیمو بیانونو د فکري استبداد استرداد، د جوړښت او د طرز د روایتي سانچو د وحدت ماتې او د منطق مرکزیت او همدا رنګه د نورو مصنوعي مسلط کړل شوي نظامونو د لېرې غورځولو عمل (۱۸)

شاید بجث ډیر پېچیده او فلسفیانه شو خو څرنګه چې د مابعد عصریتوب فکر په بنیادي توګه فلسفیانه دی نو ځکه د وړوکي فلسفیانه بحث څخه پرته په دغه موضوع او نظریې باندې رڼا نه اچول کېده.

نور بیا........


Marko Marko
02.03.2015

نو د دوی ددې خبرې د ردولو له پاره يې اوس پکار دي چې د انسان له سر، مغز او انساني ټولنې له تړاو پرته ورته چيرې د شعور او عقل پته ثابته کړئ !


Marko Marko
02.03.2015

نو د دوی ددې خبرې د ردولو له پاره يې اوس پکار دي چې د انسان له سر، مغز او انساني ټولنې له تړاو پرته ورته چيرې د شعور او عقل پته ثابته کړئ !

__________________
Sign up with [url=http://www.test-king.com/vendor-ITIL.htm]itil certification[/url] ccna for getting incredible online testking courses [url=http://www.mtu.edu/]mtu[/url] and best quality [url=http://www.ju.edu/]ju.edu[/url] We also provide best


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more