د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بې پیلوټه اوتکو د طالبانو درئ دسیسې شنډې کړې

اتل
21.07.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم

بې پیلوټه الوتکو د ولس پرخلاف د طالبانو درۍ دسیسي شنډې کړېدي.
لراوبر وایي طالبان د پښتونخوا دته خیلو د ډوګان خيلو په علاقه کې په یوه کور چې طالبانو د ولس د خیر ښګڼې پرخلاف دسیسو د جوړولو دپاره پکې را ټول شوي وو، ویشتلی او یوو لس یې ترې وزلي دي.

ګران افغانستان وايي طالبان چې د لوګر په بابوس کې د ترورېستي کاراواییو د سرته رسول دپاره د پلانوونو په جوړولو لګیا وو بې پیلوټه الوتکو بمباري ورباندې کړیده او او پنځلس تنه یې ترې وزلي دي.

دغه راز روهي وایي یوه ډله طالبان چې د هرات په اوبه کې را غونډ شوی وو چې په هرات کې د ترهګرۍ اچولو دپاره بندوبستونه وکړي، بې پیلوټه الوتکو ویشتلې او یوولس تنه یې ترې وژلي دي.

د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو ملاتړ خو ّکه په لره لوبره پښتونخوا کې بې حده زیات شوي چې دا الوتکې یوازې هغه ترورستان رسا ولي چې د مسلمانانو د قتلونو او معیوب کولو دپاره د پردیو په دستور دسیسې کوي، او له بلې خوا د سیمې نه یې د ترورستانو د شرلو او یا له منځه وړول له لارې خلکو ته دا زمینه برابره کړې چې د دهشت ګرو د ویرې پرته آزاد او خوندي ژوند وکړي، روزمره کارونه پر مخ بوزي او اولادونه یې تعلیم ته بیله کوم خوف او خطر نه دوام ورکړي او پدې ترتیب د راتلونکې نسل بقا تضمین او نیکمرغه شي.
په احترام.
http://www.laraw.net/40839.html
http://www.voaaradio.com/content/article/1960959.html
http://www.rohi.af/fulry.php?id=32354


Re: بې پیلوټه اوتکو د طالبانو درئ دسیسې شنډې کړې

lawangin
21.07.2014

نالت په فاسدينو دالر خورو ! جنګ داشغال ،حق او ناحق په اساس دی
څوک خېټې په دالرو پړسوي‌‌‌او څوک دحق لپاره ځان قرباني کوي !
فاسده امريک ددې حق نلري چې دافغان طبعه اشخاص او يانور په
داخل دافغانستان کې ترور کړي ! دفاع او قانون بايد دافغان ددولت
وظيفه وي نه د بل چا !خو امريکایې او صليبي استعمار له خپلې
مستعمرې څخه په تروريستي عمل هم دفاع کوي !

طالبان دومره بې عقله نديی چې په کورو کې غونډې کوي!
هغوی دخبرو لپاره نورې لارې لري ! دبابوس خلک وایې چې هغه
وژل شوي کسان ټول اولسي وګړي دي.

[quote:d53deeea3e="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم

بې پیلوټه الوتکو د ولس پرخلاف د طالبانو درۍ دسیسي شنډې کړېدي.
لراوبر وایي طالبان د پښتونخوا دته خیلو د ډوګان خيلو په علاقه کې په یوه کور چې طالبانو د ولس د خیر ښګڼې پرخلاف دسیسو د جوړولو دپاره پکې را ټول شوي وو، ویشتلی او یوو لس یې ترې وزلي دي.

ګران افغانستان وايي طالبان چې د لوګر په بابوس کې د ترورېستي کاراواییو د سرته رسول دپاره د پلانوونو په جوړولو لګیا وو بې پیلوټه الوتکو بمباري ورباندې کړیده او او پنځلس تنه یې ترې وزلي دي.

دغه راز روهي وایي یوه ډله طالبان چې د هرات په اوبه کې را غونډ شوی وو چې په هرات کې د ترهګرۍ اچولو دپاره بندوبستونه وکړي، بې پیلوټه الوتکو ویشتلې او یوولس تنه یې ترې وژلي دي.

د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو ملاتړ خو ّکه په لره لوبره پښتونخوا کې بې حده زیات شوي چې دا الوتکې یوازې هغه ترورستان رسا ولي چې د مسلمانانو د قتلونو او معیوب کولو دپاره د پردیو په دستور دسیسې کوي، او له بلې خوا د سیمې نه یې د ترورستانو د شرلو او یا له منځه وړول له لارې خلکو ته دا زمینه برابره کړې چې د دهشت ګرو د ویرې پرته آزاد او خوندي ژوند وکړي، روزمره کارونه پر مخ بوزي او اولادونه یې تعلیم ته بیله کوم خوف او خطر نه دوام ورکړي او پدې ترتیب د راتلونکې نسل بقا تضمین او نیکمرغه شي.
په احترام.
http://www.larawbar.n839.html
http://www.voadeewaradio.com/ct/article/1960959.html
http://www.rohi.af/fullstory.ph32354[/quote:d53deeea3e]


اتل
07.08.2014

السلام علیکم
لونګینه، بې پیلوټه الوتکې د هغو نړیوالو قواوو یوه مؤثره یه برخه ده چې په افغانستان کې دهغو القاعدې او نړیوالوترورستانو دټکولو دپاره دلته راغله چې د طالبانو ترسر پرستۍ لاندې یې زموږ د خاورې نه د ۹/۱۱ حملې وکړې او زموږ ملک یې په خارجي قواوو اشغال کړ.
دغه بریدونه پرولسی خلکو نه، بلکه په نړویوالو او سیمه ایزو ترورستانو کیږي.

تاسې به اوریدلي وی چې په تیرو دوو ورځو کې د شمالي وزیرستان په داته خیلو کې شپږ ترورسات او دنورستان په کامدېش کې ۲۷یې تنه ترورستان ووژل.
آلله مو مل شه.


mickel
07.02.2015

Nice Post :roll:


cia

tandar
08.02.2015

يوله isi ، خودکشانو تربيه کونکي، او بل cia بي پيلوټه الوتکي، جهاني تروړيست
نه طرفداري کوي،،په کلدارو او ډالرو مستي کوي،، په مينځ کي مو بيچاره ملت کباب اوتباه کړو
رب العالمين دي د ملت ساړه حوسيلي د دواړو ګريوان وسوځوي امين
[quote:a30532d857="mickel"]Nice Post :roll:[/quote:a30532d857]


Re: cia

lawangin
09.02.2015

سړی چې زوړ شي عقل زدکوي !
دصلیبي اشغالګرو دوتلو لپاره او دفاسد ې شورایې نظار دا نتي پښتون رویه او د هغوی
فاسدینو د چټل ناپوهه دولت د له منځه وړلو لپاره ، مبارزه د هر ملي افغان دنده بولم!
دا عمل تر isi پورې تړل هوښياري نه بولم !

پښتانه یو موټی طبيعت دی وېشل یې ناروا او غيرې حقوقي بولم ، دا مبارزه به ډېر وخت
ونیسي خو دوګ بې لکه دلانده لرګي تل پورته کېږي !

د ځانمرګي خبرې اسانه کار ندی هغه هلته کيږي چې مخ ته دوښمن او څټ ته دېوال وي !
دا کارونه اوس ندي بلکې نورو ملتونو او ملیتونو هم کړي دي چې یو مسال یې چاپان په دوهم
نړۍ واله جنګړه کې دی.

pattang

[quote:d48b679434="tandar"]يوله isi ، خودکشانو تربيه کونکي، او بل cia بي پيلوټه الوتکي، جهاني تروړيست
نه طرفداري کوي،،په کلدارو او ډالرو مستي کوي،، په مينځ کي مو بيچاره ملت کباب اوتباه کړو
رب العالمين دي د ملت ساړه حوسيلي د دواړو ګريوان وسوځوي امين
[quote:d48b679434="mickel"]Nice Post :roll:[/quote:d48b679434][/quote:d48b679434]


lawangin
09.02.2015

داخبرې خو د cia په خېټه کې جوړيږي او دالري فاسد هېواد پلورنکي عناصر یې
بيا له خپلې ګېډې را باسي ! په دغه سيناريو کې دفاسدو بېکاروګېډه غوړيږي او داشغالګر
منتر تقويه کېږي !
که سړی اجنټ او لوده نوي نو هيڅ وخت هم ګمان نشي کولی چې صليبي پېريان د ګولۍ او ي
راکټ داسې رهنمايې کړي چې يوازې يو نفر ووژل شي او نور ياران، ښځې ، کوچنيا
او همسايګان د بې وژلو او زخمونو پاتي شي !
خو داسې عقیده لرل او خبرې کول دداسې لودګانو کار دی چې بېکاره ، بې عمله دالرخوري
او خپل اولس وژني !

pattang

[quote:d054b7f0af="اتل"]السلام علیکم
لونګینه، بې پیلوټه الوتکې د هغو نړیوالو قواوو یوه مؤثره یه برخه ده چې په افغانستان کې دهغو القاعدې او نړیوالوترورستانو دټکولو دپاره دلته راغله چې د طالبانو ترسر پرستۍ لاندې یې زموږ د خاورې نه د ۹/۱۱ حملې وکړې او زموږ ملک یې په خارجي قواوو اشغال کړ.
دغه بریدونه پرولسی خلکو نه، بلکه په نړویوالو او سیمه ایزو ترورستانو کیږي.

تاسې به اوریدلي وی چې په تیرو دوو ورځو کې د شمالي وزیرستان په داته خیلو کې شپږ ترورسات او دنورستان په کامدېش کې ۲۷یې تنه ترورستان ووژل.
آلله مو مل شه.[/quote:d054b7f0af]


tandar
10.02.2015

دکفر او اسلام جګړه روانه ده دفرانسي موضوع يې غټ مثال دي
دريمه جهاني جګړه اصلا شروع شوي خو توده شوي نه ده له اکراينه به شروع کيږي
په جرمني کي هم نوي هټلر پيدا شوي داځلي به مسلمانان ديهوديانو غوندي په ګاز تيروي ، که څوک هوښيار وي او ژوند غواړي پښي سپکول ورته په کار دي هههها

ناټو دامريکا په مشري غواړي چه په ګډه په روسي دعراق ، ليبيا اوافغانستان قصه وکړي او فوټين دصدام غوندي اعدام کړي خو اسانه کار نه دي ځکه روسيه عراق نه دي
امريکا اروپا روسس ته ورمخ کړي او غواړي په نړي کي يواځيني قدرت واوسي او بس
کرزي ، ملا عمر، غني اوداسي نور هسي دماشومانو لوبي دي خبره جهاني او اټومي ده دخودکشانو بازار به سوړ وي بس هرسړي چه چيرته وي بدون له ډزه به له جهانه رخصتيږي
ددنيا حالات ډير خراب وينم
الله دي ورحميږي امين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more