د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

فلسفه( philosophy )

مومن مهاجر
06.11.2011

څه موده وړاندي مي د فلسفې پر موضوع یوه لیکنه د بېلابېلو سرچینو په مټ ترتیب او خپره کړې وه اوس مي ښه وګڼله چي له تاسو سره یې هم شریکه کړم . څو مو اند راسره شریک کړئ!
فلسفه( philosophy )
د فلسفي فکر ودې ته کتنه
( د بشریت له پیله تر اسلامي دورې)
د فلسفي فکر پیل : -
د بشري فکر تاریخ خورا لرغونی دئ، کوم وخت چي انسان پیدا شوی تفکر او غور یې یو ځانګړی صفت دئ او هر ځای چي انسان قدم ایښی فکر ورسره مل وو.
د هغو بشري اندونو په اړه خو کره معلومات نه شته چي لیکل شوي نه وو، یوازي د لرغون کېندونکو له خوایې څه – ناڅه څرک په ګوته شوی دئ ، ځکه دبشري کاروان لیکلي افکار هغه وخت رامنځ ته شوي چي بشر د لیک پر اختراع توانېدلی دئ .
په پیل کي د وجود د پیدایښت، پیل او برخلیک بحثونه له مذهبي څېړنو سره یوځای وو ، له همدې امله باید لرغوني فلسفي اندونه د ختیځ په دیني افکارو کي ولټول شي .
د فلسفي تاریخي څېړونکي په دې باور دي چي تر ټولو لرغوني هغه مجموعې چي صرف فلسفي رنګ یې درلود او یا فلسفي رانګ پرې غالب وو، د یونان له هغو فیلسفوفانو سره تړاو لري چي تر میلاد شپږ پېړۍ وړاندي یې ژوند کاوی . دوئ هغه مفکرین دي چي په خپل وخت کي یې د وجود، د هغه د پیل او برخلیک په اړه پلټنې پیل کړې او د پیدایښت د تشریح او موجوداتو د بدلون په اړه یې بېلا – بېل ان ځیني وختونه متناقض اندونه څرګند کړي دي ، خو پټه دي نه وي چي د دوئ پر افکارو لږ- ډېر د ختیځ دیني نظریاتو هم اثر درلود.
په هر حال هغه مهال په یونان کي خپلواکو څېړنو او کره کتنې د فلسفي افکارو ودې او پرمختګ ته لار پرانیسته چي هماغه سیمې د فلسفې روزنتون شو .
طبعي ده چي لومړنيو اندونو لازم نظم وترتیب نه درلود او د بحث د موضوعاتو دقیقې پولې هم نه وې جوتې په تېره بیا داچي هر فن یا ژانر ځانته نوم او ځانګړی سبک (method) ولري او په کلي توګه هر ډول افکار د پوهې، علم، حکمت، معرفت او داسي نورو نومونو یادېدل .
د سوفیسم او شک پالنې راټوکېدل :-
تر مېلاد پنځه پېړۍ وړاندي د داسي مفکرینو نومونه یادېږي چي په یوناني کي د ( سوفیست) یعني حکیم په نوم یادېدل، مګر دوئ د دې برخلاف چي د خپل وخت په اړه یې پراخ معلومات درلودل ، خو په ثابتو حقائقو یې باور نه درلود، بلکي د هیڅ شي په اړه یې د یقیني او باوري پېژندنې مفکوره نه درلوده .
د فلسفي مورخینو په اند دوئ هغه حرفوي ښوونکي ول چي، خلکو ته یې د ویندويۍ او مناظرې فن ورښود او د محکمو لپاره یې وکیلان روزل چي هغه وخت یې ګرم بازار درلود، دې کسب غوښتنه کوله چي دوئ خپله هره دعوه ثابته او د مخالف هره دعوه رد کړي .
د تېرایستني له دې فکر سره د دوئ اړیکو ورو – ورو په هغوئ کي دا اند غښتلی کړ چي په اصل کي د بشر له افکارو هاخوا هیڅ شی حقیقي وجود نه لري .
د هغه چا کیسه به مو اورېدلي وي چي د ټوکې په توګه یې وویل : په فلاني کور کي مفته حلوا وېشل کېږي ، ځينو کسانو دساده توب له مخې د هماغه کور پر لور منډې کړې ، هلته یې ګڼه ګوڼه جوړه کړه او ورو – ورو په خپله د اوازې اچونکی هم شکمن شو او د ګڼه ګوڼې جوړونکو لیکو ته ورننوت .
ګواکي سوفیستان ( شک پالونکي) هم له دا ډول برخلیک سره مخ شول، خلکو ته د دعوو درد او اثبات لپاره دتېر ایستنې په فن ورښودو ورو – ورو دوئ هم په دې عقیده شول چي په واقعیت کي حق وباطل د انساني فکر زېږنده دي او پایله یې دا شوه چي له بشري فکر ها خوا حقائق وجود نه لري .
د فلسفي فکر ودې ته کتنه
( د بشریت له پیله تر اسلامي دورې)
د نړۍ په افق کي د اسلامي لمر زریني پلوشې :ـ
د همدې جریان په څنګ کي د شپږمي زېږيزې پېړي پر مهال د نړۍ په یوه بله ګوښه کي خورا لویه تاريخي پېښه وشوه هغه دا چي د عربو ټاپو وزمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نېکمرغه زوکړې ، رسالت او هجرت شاهده وه،هغه د نړۍ والو څکو غوږونو ته الهي پیغام ورساوه او په لومړي ګام کي يې د نیاوال پوهي ، علم او فکر ته راوبلل ، زده کړې، ښوونې او لیکنې ته یې ارزښتناک مقام ورکړ ، په نړۍ کي یې د یوه غوره تمدن بنسټ کېښود او خپل پیروان یې په هر حال له ځانګو تر قبره، له لري تر نژدې او هر څومره ستونزو په ګاللو علم، پوهي او تدبر ته وهڅول .
د اسلامي کولتور تاند نیالګی چي د رسول لله صلی الله علیه وسلم په سپېڅلو او ځواکمنو مټو اېښودل شوی وو، د الهي وحې په پلوشو او نورو کولتورونو د سوچه اړخونو په خپلولو وپالل شو ، مېوه یې وکړه ، د نورو ملتونو د کولتور هغه برخې د الهي وحې په رڼا کي ترې وتروږل شوې چي زیانمنې وې او د اسلامي نقد په کوره کي په ګټورو توکو تبدیل شوې چي په لږ موده کي د نړۍ پر ټولو کولتورونو وغوړېد .
مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د ځای ناستو په ترغیب بېلا- بېلې زده کړې پیل کړې او د یوناني، ایراني او رومي علومو پاتي اثار یې په عربي وژباړل ، ګټور توکي یې ترې خپل کړل او په خپلو څېړنو یې د بشپړتیا پولو ته ورسول چي پر دې سربېره یې د علومو په ګڼو څانګو لکه : جبر، مثلثاتو، هیأت، علم المناظره ، هندارو، فیزیک او اجسام پېژندنه کي نوښتونه او انکشافافت وکړل . له دې سره – سره د اسلامي فرهنګ په غوړېدو کي سیاسي عواملو هم ډېر رول درلود، ځکه د عباسي خلافت پر مهال دوخت پاچهانو پوهان هڅول چي له یوناني او رومي ژبو علوم عربي ته وژباړي په ځانګړي ډول د هارون الرشید زوی مامون الرشید خو پر فلسفه اومنطق مین وو ، هغه د پوهانو یوه پلاوي ته دنده سپارلې وه چي په یوناني، رومي او نورو ژبو کي څومره علمي اثار شته ټول عربي ته وژباړي ، د نوموړي دې کار که له یوې خوا په عربي کي بېلا – بېلو بشري علومو ته لاس رسی اسانه کړ او مسلمانان وتوانېدل چي دنورو له ګټورو فنونو ګټه واخلي ، خو بل لورته یې دا زیان هم رامنځ ته کړ چي په ژباړونکو کي نه یوازي مسلمانانو برخه درلوده ، بلکي هندوان، یهودان، مجوسیان او عیسایان یې هم غړي ول، له همدې کبله پردې علوم د اسلام له اصلي سرچینو قرآن او سنت سره له پرتلې پرته را وژباړل شول چي لږ موده وروسته یې ناوړه پایلي پر څرګندېدو شوې، د همدې ناسمو ، ناکره او ګډوډو ژباړو په پایله کي مسلمانان په کور دننه له سختو عقیدوي ناندریو سره لاس او ګرېوان شول، تر هغه وخته چي مسلمانان دفقهي اختلافاتو پر بنسټ سره وېشل شوي ول، نو د یوناني، رومي، ایراني ، یهودي، عیسايي او هندي عقائدو په رادننه کېدو اختلافات له فرعي مسائلو عقائدو ته ولاړل او په اسلامي ټولنه کي ګڼې عقیدې راوټوکېدې چي د همدغو علومو په مرسته باطل پالو خپلې ناسمې انګېرنې د قرآن او سنت په تحریفولو داسي ثابتولې چي ګویا سل په سل کي حق دي ، د همدغو ناسمو ژباړو له امله په مسلمانانو کي د معتزله وو، اشعریه وو، قدریه وو، ماتریدیه وو، جبریه وو، صوفیانو او باطنیانو په نوم نوي عقیدوي مکتبونه رامنځ ته شول او پر قرآن او صحیح سنت ولاړ عقائد یې له سختو ننګونو سره مخ کړل چي دا لړۍ اوس هم روانه ده .
په اسلامي دور کي د فلسفې وده :-
د اسلامي خاوري د پولو په پراخېدو او دې ژغورونکي دین ته د بېلا – بېلو پر ګنو په راتلو د نړۍ ډېری علمي مرکزونه د اسلام په حدودو کي شامل شول ، د مختلفو پوهانو ترمنځ اندونه شریک شول، د نورو ملتونو کتابتونونو ته لاس رسی اسانه شو او ډول – ډول علمي کتابونه له هندي، فارسي، یوناني، لاتیني، عبراني ، سریاني او نورو ژبو عربي ته چي هغه وخت د مسلمانانو ملي ژبه وه وژباړل شول، په دې سره د فلسفې او نورو علومو بهیر لاچټک شو او په همدې وخت کي د یونان، اسکندریې او نورو معتبرو علمي مرکزونو د پوهانو لیکنې عربي ته وژباړل شوې .
په پیل کي د ژباړونکو ترمنځ د ګډې ژبې و مشترکو اصطلاحاتو نه شتون او د ختیځو ولوېدیځو فلسفي بنسټونو تر منځ د اختلاف له امله د فلسفې زده کړه یو څه ګرانه وه او د څېړنې و غوراوي چارې له ستونزو سره مخ وې ، خو ډېر وخت لا نه وو تېر شوی چي د ابو نصرفارابي او ابن سینا په څېر ځيرکو پوهانو د خپلو پر له پسې هڅو په پایله کي د هغه وخت ټول فلسفې افکار ولوستل او د الله ورکړي استعدا، دیني لارښوونو او اسلامي پوهانو په مرسته د هغو په څېړنه او غوراوي بریالي شول او یو اوډلی مشترک فلسفي نظام یې رامنځ ته کړ چي د ارسطو، افلاطون، اسکندري او نورو شرقي پوهانو پر افکارو سربېره یو لړ نوي توکي هم پکي وو چي د لوېدیځ او ختیځ پر هر فلسفي نظام یې غوراوی درلود ، خو څرنګه چي یې ډېره اخیستنه له ارسطو کړې وه ، له همدې امله یې پر فلسفه ارسطویي او مشايي رنګ ډېر غالب وو.
په دویم ګام کي پر همدې فلسفي نظام غزالي، ابوالبرکات بغدادي او فخرالدین رازي کره کتنه وکړه او بل لورته سهروردي د لرغونو ایراني پوهانو له اندونو په ګټه اخیستو هغه د افلاطون، اسکندري او نورو شرقي پوهانو له نظریاتو سره یوځای کړل او د اشراقي مکتب بنسټ یې کېښود چي افلاطوني رنګ پرې غالب وو، په دې ډول د فلسفې اندونو د ادلون بدلون، تنظیم او ودې ښه فرصت برابر شو. پېړۍ تېرې شوې او سترو فیلسوفانو لکه : نصیرالدین طوسي، محقق دواني،سید صدرالدین دشتکي، شیخ بهايي او میر داماد په خپلو اندونو د اسلامي فلسفې پر بډای کتابتون نورې زیاتونې هم وکړې او بالاخره وار صدرالدین شېرازي ته ورسېد چي په خپله پوهه او نوښت یې نوی فلسفي نظام رامنځ ته کړ، ده د مشايي، اشراقي او عرفاني فلسفې توکي سره یو ځای کړل او له دې سره – سره یې خپل ژور او ارزښتمن افکار هم پرې ور زیات کړل چي ګردو ته یې د ( حکمت متعالیه ) یا لوړي پوهې نوم ورکړ .
د تېرو بحثونو لنډیز :-
(۱) لرغوني فلسفي افکار باید په مذهبي عقائدو کي ولټول شي .
(۲) د فلسفې تاریخي څېړونکي په دې اند دي چي فلسفي فکر تر مېلاد شپږ پېړۍ وړاندي رامنځ ته شوی دئ .
(۳) سوفیستان د یوناني پوهانو یوه داسي ډله وه چي حقائق یې د انساني اند تابع ګڼل او په حقیقت کي دوئ د شک پالنې بنسټ ګر ول .
(۴) سفسطه لفظ چي د تېر ایستنې په معنی دی له سوفسطي (سوفیست) څخه اخیستل شوی دئ .
(۵) د فلسفې لفظ په اصل کي له یوناني (فیلسوف حکیم) څخه چي سقراط د سوفیستانو په مقابل کي پر ځان ايښي وو ، اخیستل شوی دئ او دفلسفې معنی ده پوهه .
(۶) د یونان فلسفه د ارسطو او افلاطون په هڅو اوج ته ورسېده ، خو څه وخت وروسته یې ځلا وبایلله او پوهان و فیلسوفان په اسکندریه کي راغونډ شول .
(۷) د اسلام په څرګندېدو په منځني ختیځ کي د پوهي او حکمت ډېوه روښانه شوه او مسلمانانو د نړۍ والو د علومو په راټولولو پیل وکړ .
(۸) د وخت واکمنو د سیاسي موخو لپاره د پر دیو پوهانو راتلو ته هرکلی ووایه چي دې کار له ځان سر د ځینو ګټو تر څنګ پراخ زیان هم درلود .
(۹) د علم کلام پوهانو د کره کتونکي نظر او راغلې فلسفې څخه په ترلاسه کړې پوهه د اسلامي فلسفې ودې ته فرصت برابر کړ .
(۱۰) په اسلامي عصر کي لومړی فلسفي نظام د فارابي په لاس رامنځ ته شو او ابن سینا نور هم پر مخ کړ .
(۱۱) دا فلسفي نظام چي تر ډېره ارسطويي وو ، له یوه لوري د غزالي او نورو منتقدینو له خوا او له بله لوري د اشراقي مکتب د بنسټګر سهرور دي له خوا تر نیوکو لاندي ونیول شو .
(۱۲) په اسلامي عصر کي مهم فلسفي نظام د شېرازي په لاس رامنځ ته شو چي د مشايي ، اشراقي او عرفاني فلسفې له ګډو عناصرو ترکیب شوی وو او د ( حکمت متعالیه) یا لوړې پوهې په نوم یادېدی .
( له منځنیو میلادي پېړیو تر شپاړسمې پېړۍ د فلسفي فکر ودې ته کتنه)
د اسکولاستیک فلسفه :-
په اروپا کي د عیسایت په غوړېدو او له کلیسا سره د امپراطورۍ په یوځای کېدو پوهنیز مرکزونو د وخت د واکمنو لاس ته ولوېدل او لکه وړاندي چي مو اشاره وکړه په شپږمه میلادي پېړۍ کي دآتن او اسکندریې پوهنیز مرکزونه او پوهنځي وتړل شول .دا حالت چي نژدې زر کاله یې دوام وکړ په منځنیو پېړیو یاد شوی او د پام وړ ځانګړتیاوي یې دادي چي کلیسا پر علمي مرکزونو او د پوهنځیو پر نصاب واک درلود .
د هغه مهال په وتلو څېرو کي یو هم واګواستین دئ چي هڅه یې وکړه مسیحي عقائد د فلسفي افکارو په ځانګړي ډول د افلاطون او نویو افلاطونیانود نظریاتو په مټ تشرېح کړي . تر ده وروسته د ښوونځیو په نصاب کي ځینو فلسفي بحثونو ته ځای ورکول شو، خو د ارسطو افکار له پامه وغورزول شول، د مذهب مخالف ګڼل کېدل او د ښوونې اجازه یې نه وه .
تر دې چي کله مسلمانانو اندلس فتحه کړ او اسلامي کولتور په لوېدیځه اروپا کي وغوړېد نو د مسلمانو فیلسوفانو لکه ابن رشد او ابن سینا افکار لږ – لږ تر بحث لاندي ونیول شول او عیسايي پوهان د همدغو اسلامي پوهانو د افکارو په وسیله د ارسطو له اند سره هم اشنا شول .
ورو – ورو د کلیسا ملاتړي د دې فلسفي څپو په وړاندي له ټینګاو ولوېدل او په پایله کي توماس اکویني د ارسطو ډېری فلسفي اندونه خپل کړل، په کتابونو کي یې د هغو څرک انځور کړ او سوکه – سوکه د ارسطو له فلسفې سره مخالفت پر ډېرېدو شو ، بلکي په ځينو علمي مرکزونو کي مینه ورسره ډېره شوه .
په هر حال د منځنیو پېړیو پر مهال نه یوازي په لوېدیځ کي فلسفې ته د پر مختګ زمینه نه وه برابره بلکي مخ پر ځوړ وه، په اروپا کي د اسلامي نړۍ بر خلاف چي له تاندو او ګټورو علومو سره یې اړیکې پر زیاتېدو وې، د اسکولاستیک فلسفې په نوم له کلیسا سره په تړلو ښوونځیو کي هغه څه څېړل کېدل چي غوښتل یې دهغې په مټ د تحریف شوي مسیحیت عقائد توجیه کړي او داسي فلسفې په اول سر کي لا له مرګ او ختمېدو پرته بل برخلیک نه درلود .
د اسکولاستیک په فلسفه کي پر منطق، الهیاتو، اخلاقو، سیاست، یوڅه طبعیاتو او کلیسا له خوښې سره سم فلکیاتو برسېره ګرامر، معاني او بیان ته هم ځای ورکول شوی وو چي په دې ډول د هغه وخت د فلسفې پولې او حدود پر اخ ول .
د علوم و ادبیاتو ژوندي کېدل او پراخ فکري اوښتون
له څوارلسمې پېړۍ یو ټولنیز اوښتون ته لار خلاصه شوه ، ځکه له یوې خوا په انګلستان او فرانسه کي د نومینالیزم او کلیاتو د انکار لیوالتیا پښې ټینګې کړې چي د فلسفې د بنسټونو په لړزولو کي يې مهم رول درلود او له بلې خوا د پاریس په علمي مرکزونو کي د ارسطو پر طبعیاتو څېړنې پیل شوې، همدارنګه له مسیحې عقائدو سره د فلسفې د نه توافق ډنډورې یا په بل عبارت د دین او عقل د نه جوړېدو شعارونه هم اوچت شول، چي په عین حال کي د کلیسا یانو او سیاسي واکمنو تر منځ اختلافاتو هم سر راپورته کړ ، ورسره یوځای د عیسايي دیني کړیو تر منځ هم شخړې پیل شوې او پایله یې د پروتستانیسم راټوکېدل شو، بل لورته اومانیستي( بشر پالنې) او د انساني ژوند د ستونزو دحل ، خو له ماوارء الطبعیت او الهیاتو مخ اړونې هم پوره وده وکړه چي بالاخره د پنځلسمې پېړۍ په نیمايي کي د بیزانس امپرارطوري ونړېده او په ټوله اروپا کي یو هر اړخیز( دیني، سیاسي، فسلفي او ادبي) اوښتون رامنځ شو او د پاپ ځواک له هر لوري تر بریدونو لاندي راغی .په دې منځ کي د اسکولاستیک مړژواندي او بې وسه فلسفې هم خپلې وروستۍ سلګې له لاسه ورکړې او د تل لپاره د نیستۍپه کنده کي ښخ شوه .
په شپاړسمه پېړۍ کي له طبعي او تجرباتي علومو سره تلوسه خورا ډېره شوه او د کپر نیک، کالپر او ګالیله موندنو د بطلیموس د فلکیاتو او ارسطو د طعیاتو بنسټونه ولړزول . په لنډو ویلای شو چي په اروپا کي د انساني ژوند ټولې څانګې له تزلزل او رېږدېدو سره مخ شوې .
د کلیسايي پاپانو ځواک تر ډېرې مودې د دې تازه غورځنګ په وړاندي مقاومت وکړ او پوهان یې له دیني عقائدو ( یعني هغو طبعي اندونو او فضايي قوانیو سره چي کلیسا د سپېڅلي کتاب د تفسیر او دیني عقائدو د اثبات لپاره منلي وو) د مخالفت په وجه محاکمې ته ودرول او ډېری یې د کلیسا د څښتانو د ړانده تعصب او ځان غوښتنې په اور کي لولپه شول، مګر بالاخره کلیسا او د پاپ ځواک له شرمه ډک شاتګ ته مجبور شو .
د کاتولیکې کلیسا کرکجن او متعصب چلند د کلیسا د څښتنانو او په عمومي ډول د دین په وړاندي د خلکو د کرکې له راپارولو پرته بله ګټه نه درلوده، له همدې کبله د اسکولاستیک د فلسفې یعني د هغه وخت یوازینۍ دودیزې فلسفې نسکورېدو فکري او فلسفي تشه او په ټوله کي دویم ځل شک پالنه رامنځ ته کړه . هغه مهال چي په کولتوري او سیاسي ډګر کي یوازیني شي ډېر پرمختګ وکړ هغه له طبعي او سائنسي علومو سره مینه او د خپلواکۍ یا ډیموکراسۍ پلویتوب وو.


محمود سعيد
19.11.2011

ډیر دروند او قدرمن مهاجر صیب.
لیکنه مو ډیره په زړه پورې او ګټوره ده. الله دې اجرونه او اوږد ژوند درکړي.
الله دې توان درکړي چې له خپل علمي بڼ څخه په خوندورو میوو مو نور هم ونازوئ.
په درنښت.


ahmad bilal
19.11.2011

محترم او د قدر وړ مومن مهاجر صاحب، ډیره شه لیکنه مو کړې، الله دې درته اجر درکړي........

د فلسفې تاریخ په هکله به زه یو څه زیاتونه وکړم، یو وخت کې مې په یو کتاب کې لوستل، اوس راڅخه د کتاب نوم هیر ده، چې د فلسفې تاریخ د حضرت سلیمان علیه السلام څخه شروع کیږي، د دغه خبرې په تائید هغه د یوناني فلسفیانو یوه کړۍ جوړه کړې وه، چې بلاخره بیا حضرت سلیمان علیه السلام ته رسیده، هغه څه دا رنګې وه:

ارسطو د افلاطون شاګرد، افلاطون د سقراط شاګرد، سقراط د ارکیالوس، ارکیالوس د اناګذوراس شاګرد، اناګذوراس د اناګذیمیس شاګرد، اناګذیمیس د ذویلس د فیثاغورس شاګرد و.... او فیثاغورس بیا د حضرت سلیمان علیه السلام شاګرد و............

که څه هم اوس ماته معلوم ندي چې آیا هغه کتاب کې د دغه پورتني لکۍ په هکله کومه حواله موجوده وه او کنه؟؟ خو یوه خبره معلومه ده چې فیثاغورس د پلار سره د ډیرو هیوادونو باندې سفر کړې ؤه، هغه هندسه د مصریانو څخه زده کړې وه او سوریې ته هم تللې وه... چې دغه دوه سفرونه یې په تاریخي حواله معلوم دي....

اسلامي فلسفه هم په لومړي پړاو کې د یوناني اثر لاندې وه، خو بیا وروسته حجة الاسلام، امام غزالي رحمة الله علیه په خپل تهفة الفلاسفة باندې پاک کړ، چې په دغه هکله د ختیځ اسلامي شاعر، مفکر او فلسوف، علامه محمد اقبال، چې په فلسفه کې یې دکتورا اخستې وه، څه ښکلې وايي:

ره ګئي رسم آذان ،روح بلالي نه رهي
ره ګئي فلسفه ، تلقین غزالي نه رهي

په درنښت...
نور بیا....


حمید هڅــاند
13.05.2012

مهاجر صیب؛ سلامونه مې ومنئ!
سمون سایټ له افغانستان څخه نه خلاصېږي، ولي؟؟؟؟


hasseb1
22.01.2015

که څه هم اوس ماته معلوم ندي چې آیا هغه [u کتاب کې د دغه پورتني لکۍ په هکله کومه حواله موجوده وه او کنه؟؟ خو یوه خبره معلومه ده چې فیثاغورس د پلار سره د ډیرو هیوادونو باندې سفر کړې ؤه، هغه هندسه د مصریانو څخه زده کړې وه او سوریې ته هم تللې وه... چې دغه دوه سفرونه یې په تاریخي حواله معلوم دي....


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more