د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولسي خلک ځکه د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو هرکلئ کوي، چې هدف رسا ولي، نور تاوان نه اړوي.

اتل
08.12.2014

السلام علیکم
ولسي خلک، بالخصوص دډورند دکرښې ددواړو غاړو ولسونه چې د تروریزم نه تر پزې راغلې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو هر کلئ کوي، ځکه چې هدف رسا ولي، نور تاوان نه اړوي، او ځینې خلک خو یې حتې ابابیلې بولي.

د افغانستان د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ویلي،چې د ایساف ډرون الوتکې د (جمعه) له غرمې وروسته د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د دومبلټۍ او شمکټ په سیمو کې پر وسله والو طالبانو بېلا بېلو راکټي بریدونه ترسره کړي،چې په پایله کې څلور تنه وسله وال وژل شوي.
ځواک وايي په وژل شویو کې د طالبانو لخوا د نومول شوي معارف رييس قومندان صبور زوي هم په کې شامل دی.


Re: ولسي خلک ځکه د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو هرکلئ کوي، چې هدف رسا ولي، نور تاوان نه اړوي.

lawangin
09.12.2014

دا خبره خو دنه يواځې حقوقي لوده او لنډغري په طاقت دڅلورو ده
بلکې داسې مالوميږي چې په فزيک کې لوی سوټی او داشغالګرو
دالري اربکی یې !
شرم دی مسلمان شه پښتون شه !

pattang

[quote:884f817c32="اتل"]السلام علیکم
ولسي خلک، بالخصوص دډورند دکرښې ددواړو غاړو ولسونه چې د تروریزم نه تر پزې راغلې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو هر کلئ کوي، ځکه چې هدف رسا ولي، نور تاوان نه اړوي، او ځینې خلک خو یې حتې ابابیلې بولي.

د افغانستان د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ویلي،چې د ایساف ډرون الوتکې د (جمعه) له غرمې وروسته د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د دومبلټۍ او شمکټ په سیمو کې پر وسله والو طالبانو بېلا بېلو راکټي بریدونه ترسره کړي،چې په پایله کې څلور تنه وسله وال وژل شوي.
ځواک وايي په وژل شویو کې د طالبانو لخوا د نومول شوي معارف رييس قومندان صبور زوي هم په کې شامل دی.[/quote:884f817c32]


اتل
09.01.2015

لونګین پتنګ صاحبه، السلام علیکم
وګوره چئ ابابیلو بیا په فیلانو سپاره ستا طالبي بدعتیان را نسکور کړل.
متل دئ، هغه ځمکه سوزیږي چې اور پرې بل وي. دوزیرستان خلک ځکه بې پیلوټه الوتکو ته ابابیلې وایي چې دطالبانو د بدعت او غیراسلامي اعمالو نه تر پزې راغلي دي، او دغه الوتکې هغوی ته د طالب قاتلانو نه نجات ورکوي.
وګوره چې دطالبانو د قوماندان عباس په شمول شپږ تنه غولیدلي په اصطلاع طالبان د بې پيلوټه الوتکو ګذارونو د ننګرهار په لعل پوره کې وژلي دي،
====
پرون ناوخته د دغه ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ډرون الوتکو په بريد کې ذطالبانو د قوماندان عباس په شمول شپږتنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. ډرون الوتکو د لعلپورې ولسوالۍ په چکنور سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز د توغنديو بريد کړی، چې د شپږو تنو د وژل کېدو تر څنګ يې درې تنه نور ټپيان کړي دي. دا برید افغان ځواکونو ته د بشپړ مسووليت تر سپارلو وروسته د ډرون الوتکو لومړی بريد ګڼل کېږي. د بريد په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more