د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

اغلې يعنې څه؟

larghonay laraway
16.10.2014

اغلې يعنې څه؟
نن غواړم په يوه ژبنۍ موضوع بحث وکړم چې ښځې ته (اغلې) او سړي ته ښاغلی ليکي.
ولې (اغلې) بې معنی ده.
نه په کومه زړه نسخه کې ښځې ته (اغلې) ليکل شوی او نه ورته کوم ژبنی علمي منطق لرو.
(ښاغلی) د (ښه راغلي) لنډيز دی. نو د (ی) په بدلون ښځينه او نارينه کيدلی شي.
ښه دا ده چې ښځې ته (ښاغلې) او نر ته (ښاغلی) وليکو. ولې (اغلې) بې معنی دی!


پتوال
16.10.2014

اغا یې اغۍ کړې بیا ښاغلي نه آغلې
پښتو ده کنداریو له فارسي نه جوړه کړې

کندار هم له کندره او کندر له سکندره
په خپل نوم سکندر دا وداني وه نومولې


Re: اغلې يعنې څه؟

lawangin
17.10.2014

لنډ !
نه لارې پرې لنډيږي
نه پښتون پرې هوښیاريږي
نه پيسې پرې پیداکېږي
یوازي د سمتي تعصب
کندې پرې لوئيږي !

پتنګ

[quote:d897fa5e51="larghonay laraway"]اغلې يعنې څه؟
نن غواړم په يوه ژبنۍ موضوع بحث وکړم چې ښځې ته (اغلې) او سړي ته ښاغلی ليکي.
ولې (اغلې) بې معنی ده.
نه په کومه زړه نسخه کې ښځې ته (اغلې) ليکل شوی او نه ورته کوم ژبنی علمي منطق لرو.
(ښاغلی) د (ښه راغلي) لنډيز دی. نو د (ی) په بدلون ښځينه او نارينه کيدلی شي.
ښه دا ده چې ښځې ته (ښاغلې) او نر ته (ښاغلی) وليکو. ولې (اغلې) بې معنی دی![/quote:d897fa5e51]


larghonay laraway
18.10.2014

لونګ صيب!
ښاغلی خو د پښتو ژبې اکثره ليکوالان کاروي چې د سمت او سيمې ځای په کې نشته.
بله دا چې د ژوند مقصد يوازې پيسې نه دي. بلکې ژبه پياوړې کول او باقاعده کول تر پيسو هم ښه دي.
دا که بې معنی شی وي نو ولې يې په ژبه کې پرېږدو.

مننه


lawangin
19.10.2014

لاروي خانه خبره دې حقيقت ده ، دپښتو لپاره نورم پکار دی ، زه خو
په ډېرو شيانو نه پوهېږم ! يو یې داسې ليکي بل هسې ! خو که ماته
خدای پاک قدرت راکه نو په زور به ټول سره کښېنومه، چې يوه پښتو
له لمړي ټولګي څخه نيولې جوړه کړي تر اوسه پورې خو زه په تياره
ځنګله کې ژوند کوم !
دابله خبره دې زه ټوله نه منم څکه چې د افغانستان فاسدو خو په پېسو
خپل ناموس خرڅ که ! که داسې نوي نو دفاسد دولت او صليبي
اشغالګرو په ضد ولې اولس نه پورته کېږي ؟
خبره دې له بنياده درسته ده خو له ټولنې ، ټولنيزو شرائطو او
انساني معيارو پورې تړلې ده !
پتنګ

[quote:55e231550e="larghonay laraway"]لونګ صيب!
ښاغلی خو د پښتو ژبې اکثره ليکوالان کاروي چې د سمت او سيمې ځای په کې نشته.
بله دا چې د ژوند مقصد يوازې پيسې نه دي. بلکې ژبه پياوړې کول او باقاعده کول تر پيسو هم ښه دي.
دا که بې معنی شی وي نو ولې يې په ژبه کې پرېږدو.

مننه[/quote:55e231550e]


حمید هڅــاند
23.12.2014

ولا نو اوس خو عام کارول کېږي. زما په نظر دا به زیات ضرور نه وي چې یو لغت دې پخه ریښه ولري. دا چې اوس سره پوهېږو اغلې د ښځینه لپاره کارول کېږي، همدا به بسنه هم کوي.

ستاسې نظر ته البته په پوره احترام!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more