د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د القاعدې د مرکزي ډلې ی مهم مشر ووژل شو.

اتل
08.12.2014

السلام علیکم
د القاعدې د مرکزي ډلې یو وتلئ قوماندان چې د بهرنیو عملیاتو مسؤل ؤ ووژل شو. القاعده ورځ تربلې کمزوري کیږي، قوماندانان یې نور د سیب ځا نلري او پښتون ولس د هغوی دشر نه په امن کیږي. په تیرو څو کلونو کې د اُسامه په ګډون دالقاعدې ګڼ شمیر قوماندانان وژل شویدي.
دپاکستان پوځ وایي چې جنوبي وزیرستان کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال د القاعده یو مهم قومندان عدنان شکري وژلی دی.
د پوځ عامه اړیکو ادارې له لوري یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د پوځي استخباراتو هغو عملیاتو کې، چې د وزیرستان شین ورسک سیمه کې تر سره شول د القاعده یو مهم قومندان د دوو نورو کسانو په شمول وژل شوي دي.
د پوځ په وینا، له عدنان شکري سره د هغه یو ملګری هم وژل شوی او وايي، په نښته کې د پاکستاني پوځ یو سرتېری هم وژل شوی دی.
شکري د القاعده مرکزې ډلې له مشرانو یو و او د بهرنیو عملیاتو مشرتوب یې کاوه.
د امریکايي څارګرې ادارې، ایف بي ای په خبره، شکري د ۱۹۷۵ کال د اګست په څلورمه سعودي عربستان کې زېږېدلی، خو وايي، نوموړي د ګیانا تابعیت درلود.
نوموړی برتانیا او متحدو ایالتونو کې د 'ترهکرۍ' پلانونو له کبله ۲۰۱۰ کې د نیویارک یوې محکمې تورن بللی و.
تورونو کې ویل شوي و، چې نوموړي لوېدېځو هېوادونو کې د خپلو ملګرو په وسیله د نیویارک سب وې سیسټم د په نښه کولو پلان درلود.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نوموړي په اړه معلومات ورکونکو لپاره پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکلی و.
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2014/12/141206_ma_alqaeda_leader_alshikri_south_waziristan_killed


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more