د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

حفظ الله مجاهد ملا محمد عمر آخند: د ملي نوامسو ساتنه!

سید ن
21.11.2014

پښتنو وروڼو، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
د لوی او بښونکي څښتن تعالا د رحم او کرم له برکته، ویاړم چې یو ځل بیا د خپل غیورمسلمان ولس او پښتون قام د خیر ښیګڼې په جدو جهد کې دا لاندې څو ټکي په عرض رسوم.
یوه هفته مخکې د القاعدې یو شکمن غړئ چې د کندز د مرکزي علاقې د [ګور تپې] په جګړه کښې ټپي سو ئ ؤ، وددې ولایت د علي آباد د ولسوالۍ د تلاشۍ په یوه پوسته کښې پداسې حال کې ددوو ملګرو سره ونیول سو چې چادرې یې اغوستې وه.
ویاړلو پښتنو، د القاعدې د غړو ودغه ډول اعمال ددې سبب سوي چې په خاص ډول زما سکه خور، او په عام ډول زما ټولې مسلمانې پښتنې خویندې چې هرچیرې د تلاشۍ د پوستو سره مخامخ کیږي، بې سطره کیږي او پښتني نجابت او عفت ته ې صدمه رسیږي.
فلهذا زموږ د ګرانو او ویاړلو مجاهدو طالبانو له مسرحفظ الله مجاهد ملا محمد عمر آخند ته خواست کوم چې د القاعدې ددې غړي کړه وړه ته، دورته اعمالو د مخنیوي په مقصد یو قاطع حکم صادر کړي، ترڅو زموږ د ناموس او پښتونولۍ ددرندو عنعناتو رعایت او درناوئ وسي او اسلامي شؤنات پرځای شي..

که نه خدای مه کړه، زموږ مقدس جهاد به زموږ پښتني افتخارات چې زموږ ددیني عقایدو سره اغښل سويدي، په شک او خطر کې ولویږي.
زموږ د جهاد دبریالیتوب، اوسرلوړي او خپلواک افغانستان په هیله.
آمین یا رب العلمین.
په درنښټ
http://www.pajhwok.com/ps/2014/11/13


larghonay laraway
22.11.2014

طالب او القاعده ټولې اسلامي نړۍ ته نه جبرانيدونکی زيان ورسولو.
د دوی له لاسه دین، د مسلمانانو پت او ناموس، وطن، دودونه، مشران هر څه سپک شول.
بس خو د جاهلو خلکو کارونه هم جاهلانه وي او امیر يې هم جاهل وي.


lawangin
22.11.2014

لېونيه اولس خو تاسو سپک که ! داسې نده ؟
اول مو غربي لوبې کولې ديموکراسي او انتخابات او انډ او خر مو
اچولی وو پيسې مو غلا کړې خو اخر ته هغه خرک او هغه درک دواړه
د سي ای اې په رهبري رئیسان شول او اوس تر اوسه کابينه
نه جوړيږي ! افغان ملتيان فاسدين ، خلق او پرچم ، ددښتې ليلې
قاتلان خپل اتڼونه پکشې کوي ! چوپړا به بيا نړۍ وال متفکر شي
ښځو ته بيا cia په ميلونو دالر ورکړي چې غربي دود او کلچر منځ
ته راشي نظروت او لمسوت خپل اوچ ته رسيدلي ، سندر غاړي
دمچانو غوندې ډېر شوي دي !...
يو لس کاله نور به هم پتاسې درکړي او بيا به درته وایې چې رابېرته
شه ...
دطالب بلا دې په افغان نالتي جاهل ، خلقي پرچمي او ستمي جاهلانو
وګرزي داخلک په علم کې جاهلان دي خو طالب د شيطاني له علمه
لرې ملا ئکه دی !

بل داچې چادري د پښتنو او اسلام کلچر ندی هغه د ترک او تاجکو
کلچر دی چې له حريم نه شروع کېږي ! دښځو لپاره دشرعي حجاب
وټاکي ! چادري دحيوان کاردی خو ښخه انسان دی !

ژوندی د وي ملاعمر مجاهد !

پتنګ

[quote:9625c3147b="larghonay laraway"]طالب او القاعده ټولې اسلامي نړۍ ته نه جبرانيدونکی زيان ورسولو.
د دوی له لاسه دین، د مسلمانانو پت او ناموس، وطن، دودونه، مشران هر څه سپک شول.
بس خو د جاهلو خلکو کارونه هم جاهلانه وي او امیر يې هم جاهل وي.[/quote:9625c3147b]


سید ن
25.11.2014

السلام علیکم، ورحمت الله وبرکاته
ډیرویاړلئ، پتمن او عزتمن لونګین صاحب، پدې فورم کښې وستاسې د کډون او يو څوټکوته د اشارې په وجه دکونینودڅښتن تعالا نه استدعا کوم چې په دین او دنیا د یوه چندي مسلمان په توګه سرخ رویي در په برخه کړي، اوددې ریښتیني قلمي جهاد برکت او فضیلت دې ستاسې محترم مبارک باد وي. بالا تاسې داسې ټکوته اشاره کړې چې زموږ پیاوړئ پښتون، ټول افغان ولس او د نړۍ مسلمانان په ورځني زوند کښې ورسره لاس او ګریوان دي>

محترمه زه او تاسې دواړه پدې ایمان لرو چې محترم طالبان ریښتیني پښتانه او چندي مسلمانان دي چې د اسلامي ارشاداتو، پښتو او پښتنو د سرلوړۍ دپاره جهاد کوي او طالبان د خپلو پښتنو میندواوخویندودعزت، ناموس اوسطردپاره په جدو جهد لګیا دي. همدغه ارزښتونه دي چې زه او تاسې د طالبانو حمایه کوو.

محترمه، وايي، مړ مې کړه خو پښتونوالي مې مه وزنه. د ناموس مسئله د پښتونوالۍ د سر ټکئ دئ اوداد پښتنو دپاره د مرګ او زوند مسئله ده. دلته دامسئله مطرح نده چې چادري د پښتنو ده اوکه نده؟ خو زموږخویندې میندې یې هم استعمالوي، او دالقاعدې او یا بل هرهغه نارینه لخوا د چادری استعمال چې زموږ د ناموس سطرته تاوان رسوي او د نامحرم نارینه په لاس زموږ ښخې تلاشي کیږي او بدن یې لمس کیږي نه پښتونولي منلئ شي او نه هم اسلامي ارشادات. دا دنارینه دپاره دشرم او بزدلۍ خبره هم ده چې د ښځې په جامو کې ځان خوندي کوي.
محترم لونګین صاحب.
همدا علت دې چې زه زموږومحترم مشرحفظ الله مجاهد ملا محمد عمر آخند ته خواست کوم چې ددې ناورین د مخنیوي دپاره یو حکم جاري کړي او پدې ډول په یوه غشي دوه مارغان ښکار کړي. ملا صاحب به له یوې خوا دخپلو خویندو او لونو شرم او حیا پر ځای کړې وي، او له بلې خوا به یې شریعت نافذ او رعایت کړئ وي.
الله جل جلاله دې پخپل فضل او کرم ملا صاحب پدې نیک اقدام کې بریالئ کړي
آمین یارب العلمین..


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more