د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هر جنګ چې اوږد شي خبره یې غواء ته رسي

طالب ISI
05.11.2014

ګرانو وروڼو،
دا څرګند خبره ده چې طالب مشران جنګي خلکو ته ضرورت لري. سابقه پسې یې نه ګرځي مطلب چې دوی ته ماین کیږدي، خلک ووژني..آو یو خبر جوړکړي.

د افرادو له کړنو یې مشران نه شي کولای هغسې څارنه وکړي لکه د امارت وقت کې. اوس وقت کې د طالبانو کسان هغه د تنظیمو د وقت پاټکیانو ته ورته شوي. هم قاضي دیی، هم وکیل، هم قومداندان، هم حاکم...که چیرې ضرورت هم شي کوټې ته یو زنګ ووهي هغه نفر یې چې نیولی داسې معرفي کړي چې دده د خوښې فیصله پرې وشي.

خلک تښتوي ، موټر یې ګرځوي، په ښځو جنسې تیري کوي، اوس یې غوا ګانو، خرو او وزو ته هم پیل کړی.

هیله ده نور د اسلام نوم له خپل تحریک سره ونه تړي. د مجاهدینو بدنامي اسلام لپاره کفایت کوي نوره نه شي تحمل کولای.

او خلک هم باید ددوی په خبرو بازي ونه خوري.


میرویس
05.11.2014

ګران طالب ISI صاحب، السلام علیکم
وروره، متل دئ چې څه ژرنده پڅه، څه غنم لانده.
دطالبانو تحریک یو متجانس بدعتي، د خوارجو تر اثر لاندې یوه قاتله، افغان او پښتون دښمنه، منافقه، بې بندو باره ډله ده چې د پردیو نیابتي جنګ پر افغان ولس تحمیل کوي.
د کوټې شورې په ځلورو ډلو ویښل شوې، چې د اکثره غیر اسلامي او غیر افغاني اعمالو او جنایتونو اوامر خپلو مغز شويي شوو جګړه مارانو ته صادروي. دغه ډله پخپلو پیروانو د ولایت، ولسوالیو او کلیو په سطحه مکمل کنتروهم نلري او هر طالب یې پخپل سر ډنګوي. هغه اوامر چې ملا عمر یې صادروي، نه مراعات کوي.
خو په قتلونو او نورو بدعتي اعمالو کې د کوټې د شورا او پخپله دملا عمر خوښه هم شته. په څارویو، غواوو، خرو، وزو څه چې طالبان په سنګرونو کې پخپلو، د ملا عمر خبره [لغړ زنو] طالبانوهم جنسي تیرئ کوي. څو کاله مخکې ملا عمر امر وکړ چې طالب قوماندانمان دې لغړ زني سنګرونو ته نه ورسره بیایي.

پدې برسیره طالبان ښکلې ماشومان ټښتوي، جنسي تیرئ ورباندې کوي او بیا خود کش ترې جوړوي. دا داسې ډله ده چې په دین او دنیا مسلمان او افغان ته ګټه نشي رسولئ، بلکه طالبان قتل، غارت اوتباهي راوړي، د اسلام، مسلمان او افغان دښمنان دي.
په درنښت.


Gordorfear
27.05.2015

I would love to come into play in the forums. It is helpful to read a lot, really.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more