د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دوه ټګان

میرویس
21.10.2014

ویاړلو پښتنو، السلام علیکم
دوه ټګان چې یوه د لرګي توره په تیکي کې وهلې وه، اوبل په کټوکې د خاورې په سر زیړ غوړي اچولي وو، په بازار کې سره مخامخ شول. د تورې ځښتن ِغوړي والا ته وویل، توره نه اخلې؟ غوړي والا ورته وویل چې په غوړیو یې ورکوې؟ هغه وویل چې ولې نه. لنډه دا چې معامله وشوه او هر یو په بیړه خپل کلي ته لاړ. دواړه چې خپلو کلیو ته ورسیدل نو هر یوه کلیوالو ته لاپه وکړه چې څومره ګټه یې کړیده. کلیولو چې په ټینګار ددوی لاس ته راوړنې وکتلې نوټګان په خپلو دوکه کیدو وشرمیدل او هر یوه وویل چې ماهم مقابل لورئ دوکه کړ.

دواړه ټګان خپلو کلیوالو ته وشرمیدل، یوه هم ګټه ونه کړه، بلکه د ابد دپاره د خلکو د نظر نه ولوېدل.

په القاعدې او پاکستاني طالبانو باندې هم هماغه کانه وشوه. پاکستاني طالبانو د القاعدې نه دشوکې دپاره په خپل کور کې ځای ورکړ. خو القاعدې پاکستاني طالبان هم افغان طالبانو غوندې دوکه کړل او نفاق پکې واچاوه او دا تحریک یې ټوټې کړ. خو القاعدې هم د خپل خیانت سزا ولیدله، دخپل مشر اُسامه په شمول یو پر بل پسې تباه شول او وروستئ سرغنه یې ابو البرا الکویتي وو چې وړمه ورځ په ننګرهار کې ووژل شو. او د پاکستاني طالبانو دټوټې کیدو وروستۍ سیلۍ د ملا فضل الله لخوا د خیانت په تور د نطاق شاهدالله شاهد ماقوفي ډه.
ټګ اوتګماري بقا نلري.
http://www.nunn.asia/26648


Re: دوه ټګان

lawangin
22.10.2014

هغه څوک چې په صليبي شکېلاک وياړ کوي ، خپل ناموس پرې
خرڅوي ، دالر ترې خوري او هر وخت داسلامي مبارزي ، مبارزو
او مجاهدينو پرضد د صليبي لښکرو په ګټه ليکنې او پرو پاګنده
کوي خوبيا هم:
دپښتنو ن او پښتنو نومونه يادوي په هغه دنالت شي هغه نه پښتون
دی او نه مسلمان او هغه داسې پخوانی خلقی منافق دی چې بې
اودسه به دخلقودغولولو لپاره په لمانځه درېده !!

[quote:b91408167a="میرویس"]ویاړلو پښتنو، السلام علیکم
دوه ټګان چې یوه د لرګي توره په تیکي کې وهلې وه، اوبل په کټوکې د خاورې په سر زیړ غوړي اچولي وو، په بازار کې سره مخامخ شول. د تورې ځښتن ِغوړي والا ته وویل، توره نه اخلې؟ غوړي والا ورته وویل چې په غوړیو یې ورکوې؟ هغه وویل چې ولې نه. لنډه دا چې معامله وشوه او هر یو په بیړه خپل کلي ته لاړ. دواړه چې خپلو کلیو ته ورسیدل نو هر یوه کلیوالو ته لاپه وکړه چې څومره ګټه یې کړیده. کلیولو چې په ټینګار ددوی لاس ته راوړنې وکتلې نوټګان په خپلو دوکه کیدو وشرمیدل او هر یوه وویل چې ماهم مقابل لورئ دوکه کړ.

دواړه ټګان خپلو کلیوالو ته وشرمیدل، یوه هم ګټه ونه کړه، بلکه د ابد دپاره د خلکو د نظر نه ولوېدل.

په القاعدې او پاکستاني طالبانو باندې هم هماغه کانه وشوه. پاکستاني طالبانو د القاعدې نه دشوکې دپاره په خپل کور کې ځای ورکړ. خو القاعدې پاکستاني طالبان هم افغان طالبانو غوندې دوکه کړل او نفاق پکې واچاوه او دا تحریک یې ټوټې کړ. خو القاعدې هم د خپل خیانت سزا ولیدله، دخپل مشر اُسامه په شمول یو پر بل پسې تباه شول او وروستئ سرغنه یې ابو البرا الکویتي وو چې وړمه ورځ په ننګرهار کې ووژل شو. او د پاکستاني طالبانو دټوټې کیدو وروستۍ سیلۍ د ملا فضل الله لخوا د خیانت په تور د نطاق شاهدالله شاهد ماقوفي ډه.
ټګ اوتګماري بقا نلري.
http://www.nunn.asia/26648[/quote:b91408167a]


larghonay laraway
22.10.2014

بس د دين او وطن دښمنان چې څومره خدای ووهي همغومره پرې خوشحاله شئ.
طالب او القاعده ټول اسلام ته ګواښ دی.
د دوی ستراتيژي د مسلمانانو وژل او بې سواده کول دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more