د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پاکستاني طالبان خپله فتوې نقض کوي.

میرویس
29.09.2014

ګرانو وطنوال، السلام علیکم
د پاکستان خېبرپختونخوا صوبې په جنوبي ضلع هنگو کې يوه بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې شپږ کسان وژل شوي ، او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .
د هنگو ضلعې د پوليس مشر انورسعيد کنډي وايي، دغه پېښه د هنگو د توغ سرۍ په علاقه کې د اورکزۍ ايجنسۍ د کډوالو په کېمپ کې رامنځته شوې ده .
چارواکي وايي دغه پیښه په شمالي وزيرستان کې د روان ضرب عضب اپرېشن په غبرگون کې شویده

پاکستاني طالبانو پسرلئ د اسلام آباد د سابو په منډيي کې چاودنه وغندله، هغه یې ظلم وباله او ویې ویل چې د بې ګناه انسنانو قتل د شریعت خلاف عمل دئ.
آیا پاکستاني طالبان په خپل لوز او قول کې صادق دي؟


Re: پاکستاني طالبان خپله فتوې نقض کوي.

lawangin
30.12.2014

ولې ندي صادق ؟
چاودنې چې پښتانه وژني له بلې خوا څخه به وي !

[quote:4766f8c0a4="میرویس"]ګرانو وطنوال، السلام علیکم
د پاکستان خېبرپختونخوا صوبې په جنوبي ضلع هنگو کې يوه بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې شپږ کسان وژل شوي ، او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .
د هنگو ضلعې د پوليس مشر انورسعيد کنډي وايي، دغه پېښه د هنگو د توغ سرۍ په علاقه کې د اورکزۍ ايجنسۍ د کډوالو په کېمپ کې رامنځته شوې ده .
چارواکي وايي دغه پیښه په شمالي وزيرستان کې د روان ضرب عضب اپرېشن په غبرگون کې شویده

پاکستاني طالبانو پسرلئ د اسلام آباد د سابو په منډيي کې چاودنه وغندله، هغه یې ظلم وباله او ویې ویل چې د بې ګناه انسنانو قتل د شریعت خلاف عمل دئ.
آیا پاکستاني طالبان په خپل لوز او قول کې صادق دي؟[/quote:4766f8c0a4]


میرویس
06.02.2015

پتنګ لونګینه، السلام علیکم
موږ دا مسئله نده طرحه کړې، چې دا چاودنې به ستاسې په خبره د طالبانو وي که دبل چآ؟
زموږ د بحث موضوع داده چې یوه ورځ طالبان پخپله د بې ګناه خلکو وژل عندي او حرام یې بولې، خو بله ورځ بیا بې ګناه خلک په بمونو کې اولوزوې او مسؤلیت یې هم مني. زموږ خبره د طالبانو منافقت دئ.
په رب دې سبارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more