د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

طالبانو د پکتيا په زرمت کې ۳ غله اعدام کړل

lawangin
26.09.2014

افرين او سل رحمته زما په مجاهدو او ازادي غوښتونکو طالبانو
وروڼو خدای پاک دې بيا ستاسو سپین بیرغ دافغان په ارګ اوچت کړي !

پتنګ

طالبانو د پکتيا په زرمت کې ۳ غله اعدام کړل
نشرونکی: سيف پکتياوال

نن ټکی اسيا : طالبانو د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې هغه درې
تنه غله اعدام کړل چې څه موده وړاندې يې ۶ کلن ماشوم شکنجه او
په شهادت رسولی وو.
دغه درې تنه نژدې يوه هفته وړاندې په سيمه کې د فعالو طالب
وسلوالو لخوا ونيول شول چې بيا پرې محکمې د اعدام حکم صادر کړ.
يادو کسانو څه موده مخکې يو شپږ کلن ماشوم تښتولی او په سر يې د
ډيرو افغانيو غوښتنه کوله، د ماشوم کورنۍ چې د افغانيو له ورکلو
عاجزه وه نو غلو يې بچی ورته په خورا وحشت سره په شهادت
ورساوه.
دې غلو له ډيرو دوکانونو، کورونو نه په غلا او په لويو لارو کې د
خلکو په شکولو کې لاس درلود.
د سيمي يو تن اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته وويل چې غله په شاه کاريز
سيمه کې په داسې حال کې د خپلو اعمالو په سزا ورسېدل چې د
ولسوالۍ د ټولو کليو خلک ورته راغلي وو او تعداد يې سلګونو ته
رسېده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more