د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبانو په کندوز کې ۲۰ تنه د عشر نه ورکولو په خاطر وژلي

میرویس
12.08.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
طالبانو چې په کندز کې شل تنه د عشر او ذکات د نه ورکولو په خاطر وژلي او لس یې زخمي کړیدي، آیا مطلب یې دا ؤ چې ولې یې د اسلام یو رکن نه ادا کاوه، که یې پدې وژلي طالبانو د عشراو ذکات په پلمه پیسې ترې اخیستې او هغوی نه ورکولې؟
که دغو خلکو ذکات نه ادا کاوه، آیا دا دطالبانو وجیبه وه چې ولس ذکات ورکولو ته مجبور کړي؟ آیا د ذکات نه ورکول لویه ګناه ده، او که د مسلمانانو قتل؟

که طالبانو دغه خلک پدې وژلي دي چې ولې یې دوی ته ذکات نه ورکاوه، آیا طالبانو ته دا پته وه چې پدې خلکو باندې ذکات اوښټ، د حاجت نه یې دومره اضافه مال درلود چې ذکات یې ورکړي؟ آیا ذکات په هغه چا کیږي چې پخبله محتاج وي؟
دیوه عادي انسان په فکر داسې بریښي چې طالبانو په دواړو حالاتو کې قتل کړئ، دغه راز یې په زور او جبر دولس نه د غلو غوندې شوکې کولې.
====
طالبانو په کندوز کې ۲۰ تنه د عشر نه ورکولو په خاطر وژلي
• Monday, 11 August 2014 15:36
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۲۰ تنه د عشر و زکات د نه ورکولو په خاطر وژلي او ۱۰ نور ژوبل کړي دي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د کندوز د امنیې قومندانۍ ویندوی سید سرور حسیني نن /دوشنبه/ وویل چې په وروستیو کې وسله وال طالبان د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د زکات او عشر د ټولولو لپاره په کلیو ګرځي او په زوره له خلکو عشر و زکات غواړي.
د حسیني په وینا یو شمېر طالبانو هغه وخت پر خلکو ډزې وکړې او شل تنه یې ووژل چې هغوی طالبانو ته د زکات او عشر له ورکولو ډډه وکړه.
د حسیني په وینا د طالبانو په ډزو ۱۰ تنه نور ژوبل شول.
ایرنا خبري اژانس نه دي ویلي چې دا پېښه د کندوز ولایت په کومه سیمه کې شوې ده خو د حسیني له قوله یې ویلي چې له پېښې وروسته بېرېدلیو کلیوالو کور اور پرې ایښی دی.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویندوی دا هم ویلي چې پرون /یکشنبه/ افغان امنیتي ځواکونو د پېښې په سیمه کې عملیات وکړل او تراوسه پوري یې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
ده همداراز ویلي چې د طالبانو تر بشپړې تصفیې پوري به عملیات دوام وکړي.
د کندوز ارچي ولسوالي او د چهاردرې ولسوالۍ ځینې سیمې ناامنه ده.


Re: طالبانو په کندوز کې ۲۰ تنه د عشر نه ورکولو په خاطر وژلي

lawangin
13.08.2014

مخ دې تور شه منا فقه دا هم ولونه !
ستا دکا کا زوی یې در مردار که !

[img:9f835f77ce]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/08/Qadirak.jpg[/img:9f835f77ce]

طالبانو د لسګونو ملکي کسانو په وژنه تورن مهم اربکی قوماندان و واژه
نشرونکی: وحید پاڅون

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمري۲۴مه، ۱۳۹۳ل):د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د لسګونو بې ګناه ملکي وګړو په وژنو کې په لاس لرلو تورن مشهور ټوپکی او اربکی قوماندان د طالبانو له لورې د مخامخ نښتې پر مهال له دریو نورو ملګرو سره یو ځای و وژل شو.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني هم ومنله، چې قدیرک له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای د طالبانو په یوه مخامخ برید کې وژل شوی.
اربکی قوماندان «قدیر» چې په «قدیرک» سره مشهور و او په سېمه کې په رنګارنګ جنایتونو ، شوکو، غلاوو او وژنو کې ښکېل بلل کېده او د حکومت او امنیتي ځواکونو تر چوکاټ یې ځان وتلی او خپلسری باله بالاخره د طالبانو له لورې په یوه برید کې له منځه لاړ.
د قدیرک نوم وروسته له هغې رسنیو ته لاره ومونده، چې د تېر کال په سنبله میاشت کې یې د کندوز ښار ته څېرمه په کنم سېمه کې لس تنه بې ګناه ملکي وګړي شهیدان او اوه تنه نور سخت ژوبل کړل.
ویل کېږي، چې نوموړي وروسته له هغې په دغه جنایت لاس پورې کړ، چې د کنم سېمي په مربوطاتو کې یې یو وسله وال کس د طالبانو له لورې ووژل شو. نوموړي له پېښې سمدستې وروسته په دې ډول د خپل وژل شوي ملګري غچ له کلیوالو واخیست.
د سېمي خلک له مودو مودو راهیسې د قدیرک قوماندان له ټوپکمارو وسله والو سخت په تنګ شوي ول او وخت نا وخت یې د رسمي مقاماتو تر څنګ طالبانو ته هم د نوموړي قوماندان له شره د خلاصون په پار فریاد او زارۍ کولې.
د سېمي یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې قدیرک له پخوا راهیسې په سېمه کې په ظلم او خپلسرۍ مشهور و.
د نوموړي په خبره قدیرک لومړی یو پخوانی جنګسالار و؛ خو په دې وروستیو کې يې د د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې د خان اباد ولسوالۍ د افتاش او کنم سېمو د امنیت د اربکیانو یا محلي پولیسو پروژه اخیستې وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په اړیکه کې د قوماندان قدیرک او د هغه د دریو ملګرو د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست.
نوموړي ویلي، چې قدیرک په سېمه کې د بې ګناه ملکی کسانو په وژلو او کړولو کې ښکېل و.

[quote:9f835f77ce="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
طالبانو چې په کندز کې شل تنه د عشر او ذکات د نه ورکولو په خاطر وژلي او لس یې زخمي کړیدي، آیا مطلب یې دا ؤ چې ولې یې د اسلام یو رکن نه ادا کاوه، که یې پدې وژلي طالبانو د عشراو ذکات په پلمه پیسې ترې اخیستې او هغوی نه ورکولې؟
که دغو خلکو ذکات نه ادا کاوه، آیا دا دطالبانو وجیبه وه چې ولس ذکات ورکولو ته مجبور کړي؟ آیا د ذکات نه ورکول لویه ګناه ده، او که د مسلمانانو قتل؟

که طالبانو دغه خلک پدې وژلي دي چې ولې یې دوی ته ذکات نه ورکاوه، آیا طالبانو ته دا پته وه چې پدې خلکو باندې ذکات اوښټ، د حاجت نه یې دومره اضافه مال درلود چې ذکات یې ورکړي؟ آیا ذکات په هغه چا کیږي چې پخبله محتاج وي؟
دیوه عادي انسان په فکر داسې بریښي چې طالبانو په دواړو حالاتو کې قتل کړئ، دغه راز یې په زور او جبر دولس نه د غلو غوندې شوکې کولې.
====
طالبانو په کندوز کې ۲۰ تنه د عشر نه ورکولو په خاطر وژلي
• Monday, 11 August 2014 15:36
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۲۰ تنه د عشر و زکات د نه ورکولو په خاطر وژلي او ۱۰ نور ژوبل کړي دي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د کندوز د امنیې قومندانۍ ویندوی سید سرور حسیني نن /دوشنبه/ وویل چې په وروستیو کې وسله وال طالبان د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د زکات او عشر د ټولولو لپاره په کلیو ګرځي او په زوره له خلکو عشر و زکات غواړي.
د حسیني په وینا یو شمېر طالبانو هغه وخت پر خلکو ډزې وکړې او شل تنه یې ووژل چې هغوی طالبانو ته د زکات او عشر له ورکولو ډډه وکړه.
د حسیني په وینا د طالبانو په ډزو ۱۰ تنه نور ژوبل شول.
ایرنا خبري اژانس نه دي ویلي چې دا پېښه د کندوز ولایت په کومه سیمه کې شوې ده خو د حسیني له قوله یې ویلي چې له پېښې وروسته بېرېدلیو کلیوالو کور اور پرې ایښی دی.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویندوی دا هم ویلي چې پرون /یکشنبه/ افغان امنیتي ځواکونو د پېښې په سیمه کې عملیات وکړل او تراوسه پوري یې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
ده همداراز ویلي چې د طالبانو تر بشپړې تصفیې پوري به عملیات دوام وکړي.
د کندوز ارچي ولسوالي او د چهاردرې ولسوالۍ ځینې سیمې ناامنه ده.[/quote:9f835f77ce]


میرویس
11.09.2014

السلام علیکم، لونګینه.
که قوماندان قدیر لسګونه بې ګناه خلک وژلي وي، نو لازم ده چې محاکمه شي، نه دا چې طالبان یې ووژني. طالبان نه حکومت دئ، نه کوم حکومتي، قانوني، عدلي، پولیسي او نور بنیادونه لري چې ددغسې پیښو د فیصلو جوګه شي. دا خو د طالبانو لخوا دبل انسان چې قانوناً جرم ندې ورباندې ثابت شوي قتل دئ.

لونګین جانه، ته او س دا ووایه چې ولې طالبانو شل تنه د عشر د نه ورکولو په تور وژلي دئ. که څوک طالب ته عشر ورکړي دا بیا د تروریزم او قاتلانو سره مستقیمه مرسته ده، او دا کارهم غیر اسلامي دئ. تا به اوریدلي ولي چې یوه مذهبی مشر وړمه ورځ وویل چې طالبانو ته مرسته ورکونکي د اسلام ددایرې وتلي دي.
الله جل جلاله دې مل شه.


lawangin
11.09.2014

اولې خبرې ته دې !
طالبان دولت دی او شريعت دی نو له شريعته خو دا چټله
ديموکراس‍ي لوړه نده !

دوهمې خبرې ته دې !
داکارونه خو تاسې کوۍ د طالب د بد نامولو لپاره !
طالبانو مخ کې او اوس هم داسې کارونه غيرې شريعي
بولي او ګڼي یې !

[quote:0b56d1b6fc="میرویس"]السلام علیکم، لونګینه.
که قوماندان قدیر لسګونه بې ګناه خلک وژلي وي، نو لازم ده چې محاکمه شي، نه دا چې طالبان یې ووژني. طالبان نه حکومت دئ، نه کوم حکومتي، قانوني، عدلي، پولیسي او نور بنیادونه لري چې ددغسې پیښو د فیصلو جوګه شي. دا خو د طالبانو لخوا دبل انسان چې قانوناً جرم ندې ورباندې ثابت شوي قتل دئ.

لونګین جانه، ته او س دا ووایه چې ولې طالبانو شل تنه د عشر د نه ورکولو په تور وژلي دئ. که څوک طالب ته عشر ورکړي دا بیا د تروریزم او قاتلانو سره مستقیمه مرسته ده، او دا کارهم غیر اسلامي دئ. تا به اوریدلي ولي چې یوه مذهبی مشر وړمه ورځ وویل چې طالبانو ته مرسته ورکونکي د اسلام ددایرې وتلي دي.
الله جل جلاله دې مل شه.[/quote:0b56d1b6fc]


میرویس
15.10.2014

لونګین صاحب،سلامونه.
په اسلام کې دولت ځاګړي شرائط او تعریفونه لري. دولت حدود اربعه، حکومتي بنیادونه، د اسلامي مقدسو اماکنو د ساتنې توان او اسلامي امت ته د خدماتو د رسولو جوګه وي. د شرعي فیصلو دپاره د طرفینو د حقوقو خوندې کول، شاهدان، بیلګې، نګه اسنادو برابرول او داسې نور غواړي. طالبان دا یو هم نلري.

څوک د طالبانو د بدنامولو په لټه کې ندي، دوی پخپله د ځان د بدنمولو دپاره بل چاته حاجت نه پریږي. طالبانو خو تریاک هم بند کړي وو، خو اوس یې کوي. طالبانو خو تلویزیون او ویدیګانې هم حرامې بللې وې، خو اوس یې دوی پخپله کوي.
پتنګه ویښ شه.


lawangin
17.10.2014

ددې لپاره چې لوده لګيایې ډېر لنډ !
د دولت په برخه کې درواغ وایې لکه تل په سترګو راننوځې !
د بد نامول په برخه کې يې ته لګيایې او په دالرو ناموس خرڅوې !
وطن ناموس دی خو تاسو خرڅ که !
داچې هغوی ويديو ګانې ګورې يايې نه ګوري خو خپل ناموس نه
خرڅوي !!

پتنګ

[quote:6af1382415="میرویس"]لونګین صاحب،سلامونه.
په اسلام کې دولت ځاګړي شرائط او تعریفونه لري. دولت حدود اربعه، حکومتي بنیادونه، د اسلامي مقدسو اماکنو د ساتنې توان او اسلامي امت ته د خدماتو د رسولو جوګه وي. د شرعي فیصلو دپاره د طرفینو د حقوقو خوندې کول، شاهدان، بیلګې، نګه اسنادو برابرول او داسې نور غواړي. طالبان دا یو هم نلري.

څوک د طالبانو د بدنامولو په لټه کې ندي، دوی پخپله د ځان د بدنمولو دپاره بل چاته حاجت نه پریږي. طالبانو خو تریاک هم بند کړي وو، خو اوس یې کوي. طالبانو خو تلویزیون او ویدیګانې هم حرامې بللې وې، خو اوس یې دوی پخپله کوي.
پتنګه ویښ شه.[/quote:6af1382415]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more