د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ.

تيمور
08.09.2014

ټولو قدرمنو هېوادوالو ته سلامونه او نېکې هیلې،
په غزني ولايت کې د چټک غبرګون پر قطعي ډله ييز ځانمرګى بريد چې تر چاودنى وروسته طالبانو له افغانی ملي ځواکونو سره جګړه پيل کړه، په دې بريد کې ١٩ تنه بريدګر او دوه بېګناه ملکي کسان، اته د چټک غبرګون پوليس، يو د ملي اردو سرتيرى او درې تنه ملي پوليس وژل شوي دي، او ١٣٦ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
مونږ دغه بريد په سختو ټکيو غندو په دغه پېښه کې د ولسي وګړو د شهادت له لامله خپله ژوره خواشينى او د شهيدانو له کورنيو سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوو، او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا غوښتنه کوو.
ګرانو هېوادوالو، د طالبانو دغه شان اعمال بالکل زمونږ د دیني عنعناتو سره مخالف دي، او د اسلام د مقدسو ارشاداتو له مخې حتی د یوه بېګناه انسان وژل کاملاً منع اویا حرام شوي دي.
الله تعالی په (سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل / الإسرَاء) کې داسې فرمایی:
بِسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّ‌ۗ (٣٣)
ترجمه: او مه وژنئ تایې نفس هغه چې حرام کړي دي الله (ج) وژل د هغه.

او دا خبره د رسول اکرم (ص) په مبارکو احادیثو کې هم راغلي دي چې د هیڅ مسلمان وینه تویول نه دي حلال.
والسلام،


Re: وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ.

lawangin
08.09.2014

انډيواله دروغ دايمان زوال دی په غزني کې ۵۵ تر ۶۰ تنو پورې
د ملي امنيت کسان وژل شوي دي ! ما نن ورځ هلته تلفون وکړ خپلو
اشنايانو ته چې هغوی ته خو به ژوبله نه یې ور اوښتې خو ماته
دوکاندارانو داسې ډاډ ګېرنه راکړه چې ملکې خلک هلته نه وو او هلته
خاص دملي امیت ودانۍ او نفرو یې ژوند کاوو !
دانسانانو په وژلو ډېرځورېږو خو عاملين یې اشغالګر او دشمال لنډغر
دي .
پتنګ

[quote:70dc3f3977="تيمور"]ټولو قدرمنو هېوادوالو ته سلامونه او نېکې هیلې،
په غزني ولايت کې د چټک غبرګون پر قطعي ډله ييز ځانمرګى بريد چې تر چاودنى وروسته طالبانو له افغانی ملي ځواکونو سره جګړه پيل کړه، په دې بريد کې ١٩ تنه بريدګر او دوه بېګناه ملکي کسان، اته د چټک غبرګون پوليس، يو د ملي اردو سرتيرى او درې تنه ملي پوليس وژل شوي دي، او ١٣٦ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
مونږ دغه بريد په سختو ټکيو غندو په دغه پېښه کې د ولسي وګړو د شهادت له لامله خپله ژوره خواشينى او د شهيدانو له کورنيو سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوو، او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا غوښتنه کوو.
ګرانو هېوادوالو، د طالبانو دغه شان اعمال بالکل زمونږ د دیني عنعناتو سره مخالف دي، او د اسلام د مقدسو ارشاداتو له مخې حتی د یوه بېګناه انسان وژل کاملاً منع اویا حرام شوي دي.
الله تعالی په (سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل / الإسرَاء) کې داسې فرمایی:
بِسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّ‌ۗ (٣٣)
ترجمه: او مه وژنئ تایې نفس هغه چې حرام کړي دي الله (ج) وژل د هغه.

او دا خبره د رسول اکرم (ص) په مبارکو احادیثو کې هم راغلي دي چې د هیڅ مسلمان وینه تویول نه دي حلال.
والسلام،[/quote:70dc3f3977]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more