د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان: باید د زور پالیسي نوره تجربه نه شي.

اتل
04.09.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
داسې ښکاري چې زموږ محترم طالبان دې نتیجې ته رسدلي دي چې په زور نه شل کیږي. دوی وايي: "زور هیڅکله د ستونزو د حل لار نه ده» نو « ځکه خو باید د زور پالیسي نوره تجربه نه شي".

متل دي چې: وره ته وایم خو دیواله ته یې واوره. یعنې په خوله مې د ناتو غړي ملکونه نیولي چې په زور یې خپله پالسي پر موږ تحمیل نکړئ شوه. پداسې حال کې چې د ناتوملکونو پالسي ندرلوده، بلکه هدف یې درلود چې تروروستان داسې وځبي چې بیا زموږ د ملک نه پرهغوي ګذارونه ونکړي.

اصلي پالسي خو طالبانو درلوده چې په زور بیا حکومت ونیسي او د خپل تعبیر افراطي مذهبي پالسي په افغان ولس وروتپي. لکه چې طالبان دې نتیجې ته رسیدلي چې په زور یې حکومت ونشو نیولئ او ولس یې هم تابع نکړئ شو، اوس غواړي چې په افغانستان کې د ناتو د ملکونو، د طالبانو په قول د [مشروع ګټو د خوندي کولو] د تضمین له لارې د هغوی سره روغه جوړه وکړي.

دا خو ډیره ښه خبره ده چې طالبان روغه وکړي، خو د ناتو د ملکونو سره نه، بلکه دافغان ولس سره. کیدای شي د طالبانو دا خبره هسې په بخ لیکل او لمر ته اېښودل وی، ځکه چې دوی به غواړې د ناتو دملکونو دمشرانو په روانه جرګه کې چې په برتانیه کې روانه په فیصلو باندې اثر وارد کړي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/topics/taliban/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more