د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د پښتونستان د ورځ په وياړ

ويښ ځلمی
01.09.2002

ملنگ جان
..........................................وتړه ملا په صداقت پښتونه.............................................
وتړه ملا په صداقت پښتونه.........................................ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
له خپل وطن نه گلستان جوړ کړه.................................شه نارينه پښتونستان جوړه کړه
وتړه ملا د زړه په مينه باندې.........................................مه کړه سرفه پخپله وينه باندې
د غلامی شرمنده ژوند دې ورک شي..............خو د پردي په ډوډی شخوند دې ورک شي
د آزادی عشق هېرنه کړې گوره.................................د بل پېسو ته زړه ښه نه کړې وروره
د بې ننگی نوم به دې خور پاتې شي..........................ستا کړوسو ته به پېغور پاتې شي
په فرېبونو مه غولېږه د چا.................................................نه په جلب کې وځغلېږه د چا
چې سر ټيټ نه کړې په رشوت باندې..........................په ساختگی مينه ، محبت باندې
دغه دې وخت دی د همت پښتونه..................................ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
د درنو تورو پرې باران جوړ کړه.....................................شه نارينه پښتونستان جوړ کړه
پښتانه ښه ښکاري له ننگه سره....................................په هر مېدان د تورې شرنگه سره
د تاريخونو داستانونه گورئ.........................................هم د نيکونو لوړ کارونه گورئ
نيکونو وينې پرې ښندلې وروره....................................د آزادۍ کيسې ئې گټلې وروره
خرڅ يې نه کړې په پېسو پښتونه................................بيا به خجل گرځې تر څو پښتونه
حقوق دې مه پرېږده بل چا له وروره.............................هېره دې نه شي پښتونواله وروره
چې خپل لوړ نوم چېرې بدل نه کړې..............................ځان د دنيا مخکې خجل نه کړې
واخله شمشېر د شجاعت پښتونه...................................ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
د وينو رود په سپين مېدان جوړ کړه...............................شه نارينه پښتونستان جوړ کړه
هندو برما ، ېهود آزاد شول واړه....................................د آزادۍ په نعمت ښادشول واړه
نن د افسوس په اور سوزېږمه زه............................................نا اميدی راشي ژړېږمه زه
پښتونه وروره لږ همت وکړه ته..................................ځای د غېرت دی نن غېرت وکړه ته
قوم د سيالانو سره سيال کړه وروره..........................ځان په وطن باندې لېوال کړه وروره
پښتونستان جوړ کړه پښتون اوسېږه..............................وطن لېلا ته ئې مجنون اوسېږه
روښان د نیا ته کړه ځراغ د تورې .............................د دښمن زړه کې کېږده داغ د تورې
دښمن ته وښېه عبرت پښتونه.........................................ځانته پېدا کړه لېاقت پښتونه
د تورې برېښ دې په جهان جوړ کړه...............................شه نارېنه پښتونستان جوړ کړه
په حال دې پوه شي سرحدونه زمونږ.............................ټول پښتانه باننگ قومونه زمونږ
نن درست جهان دا انتظار لري..........................................چې پښتانه څومره وقار لري
داسې يادگار په دنيا پريږدی وروڼو..............................نښه د خپلې تورې کېږدې وروڼو
څو د نيکوښه نوم تازه شي زمونږ.......................................دنيا کې گډه آوازه شي زمونږ
د لېلا قدر د مجنون سره وي...............................................د آزادۍ قدر پښتون سره وي
چې آزادي په څو آنې خرڅوي......................................لکه چې کور کې پښتنې خرڅوي
تاسره ښايي ډېر غيرت پښتونه........................................ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
نوی تاريخ نوی نښان جوړ کړه.........................................شه نارينه پښتونستان جوړ کړه
ټول پښتانه سره ېو وروڼه يو مونږ.................................ټول د ېوې ونې ښاخونه ېو مونږ
غوښه او نوک څوک بېلولی نشي.................................زوی د پښتون څوک غولولی نشي
نه به شي کاڼي چېرته خام په اوبو.............................نه به پښتون کړي څوک غلام په دوکو
مونږه په ټينگه دا اقرار کوؤ.................................................د زړه په مينه دا گفتار کوؤ
ېوځای دې وي ژوندون او ژواک د پښتون..................آزاد دې وي اسلامي خاک د پښتون
قايم دې وي پښتونستان د پښتون.............................خدايه خراب کړې دښمنان د پښتون
د خپلواکۍ جوړ کړه شربت پښتونه...................................ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
پرې سوی زړه د ملنگ جان جوړ کړه................................شه نارينه پښتونستان جوړ کړه


دا زمونږ زيبا وطن

ويښ ځلمی
01.09.2003

[color=red:d8903c5c68]....................دا زمونږ زېبا وطن....................
دا زمونږ زيبا وطن.........................دا زمونږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دی........................دا پښتونستان دی
دا دمينې کور زمونږ......................دا د پلرو ګور زمونږ
نه ورکوؤ چا لره............................ دا د سترګو تور زمونږ
نه دی د بل چا وطن....................... دا دی د شيرشاه وطن
کور د خوشحال خان دی................ دا پښتونستان دی
دا وطن دی ځان زمونږ.................. دا وطن ايمان زمونږ
وايي په خاپوړو کې......................داسې ماشومان زمونږ
دا مو د بابا وطن...........................دا مو د دادا وطن
په مونږ باندې ډير ګران دی............ دا پښتونستان دی
ځار يې له سيندونو شم.................. ځار يې له ډاګونو شم
ځار يې له خوړونو شم....................ځار يې له دی غرونو شم
دا زمونږ اشنا وطن........................درد له مو شفاء وطن
زړګۍ مې پرې روښان دی..............دا پښتونستان دی
دا وطن زيارت زمونږ.................... دا وطن نعمت زمونږ
دا وطن په دې دنيا........................ دی لکه جنت زمونږ
دا وطن صفا وطن..........................زړه د ايشيا وطن
ژوندون د ملنګ جان دی................دا پښتونستان دی
[/color:d8903c5c68]
مرحوم ملنګ جان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more