د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

جهاد، که نیابتي جنګ؟

میرویس
28.08.2014

ګرانو لوستونکو، سلامونه تقدیم دي.
زموږ محترم طالبان خو د جهاد دعوی کوي، خو په حقیقت کې دا اوږد تشدد چې طالبان یې خپل جهاد ګڼي، اصلاً ددوی جهاد نه، بلکه د بیګانه وو نیابتي جنګ دئ.
له یوې خواد طالبانو د جنګ رهبران په خارج کې دیره دي، او په خارج کې هدایت ورکول کیږي، تمویل، روزل، اکمال او رهبري کیږي، او له بلې خوا طالبان په افغانستان کې دننه هم په جنګ کې د خارجیانو تر قیادت لاندې پر خپل ملک، حکومت او ولس عملیات کوي.

یوه بیلګه یې هم په پکتیکا کې د تازه اوه ویست نیول شوو پاکستانیانو مسئله ده. د طالبانو سره د القاعدې عربان، پنجابیان، وزیرستانیان، ازبک او چچن زموږ ملک ته راځي او جنګ کوي. دا تششد چې پای ته نرسیږي عمده سبب یې هم د خارجیانو مداخلې او، د هغوی اهداف او په جنګ کې د لاس درلودل دي.

دا جنګ هرګز افغاني کورنئ جنګ او یا جهاد ندئ، بلکه افغانستان د خارجي قوتونو د جنګ او زور د آزمیشت ډګر دئ او طالبان هسې خوشي لګیا دي درمسال ته خټې کوي. که طالبان دا جنګ وهم ګټې، بلکه دوی نه بل چا به ورته ګټلئ وي، اود خپلو خارجي بادارانو د غلامۍ حلقه به یې په غوږ کې پرته وي او داجير عسکر ټاپه به یې پر ټنډه وهل شوې وي.
====
په پکتیکا کې ۲۷ پاکستانیان له وسلو سره ونیول شول
• Thursday, 28 August 2014 15:24
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې ۲۷ پاکستانیان له وسلو سره نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې دا کسان د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ /اګست۲۶/ په داسي حال کې ونیول شول چې په څلورو موټرو کې یې سفر کاوه.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروسته له دې چې د پاکستاني وسله والو موټرونه له ډیورنډ کرښې راواوښتل، د افغان سرحدي پولیسو له لوري ودرول شول.
د کورنیو چارو وزارت په وینا نیول شوي وسله وال پاکستانیان د پوښتنو – ګروېږنو لپاره کابل ته رالېږل شوي دي.
پاکستان تراوسه پوري په افغانستان کې د خپلو دغو اتباعو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
تېره اوونۍ د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې که افغانستان په خپله خاوره کې د پاکستان د لاسوهنې شواهد لري یا پر کونړ ولایت د حملو اسناد لري نو اسلام اباد ته دې وښيي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستاني اتباعو سره یې (AK-47) ماشینګڼې، تمانچې او موتورولا مخابرې نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل:«دا ډول پېښې باید جدي تروریستي خطر وګڼل شي. له بده مرغه دا ډول فعالیتونه، چې د پولې له بلې غاړې تنظیمېږي، له ډېرو کلونو راهیسي روان دي. په پکتیکا او نورو ولایتونو کې زموږ سرحدي ځواکونه روزل شوي چې دا ډول ګواښونو ته ځیر واوسي او تروریستان ونیسي.»
په همدې حال کې د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ملي امنیت منسوبانو ۵ ترهګر نیولي دي.
د کندهار ولایت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو نومونه (محمد قسيم د محمد ظاهر زوى، اخترمحمد د جمال زوى، خيرالله د دادمحمد زوى، علي احمد د عبدالواسع زوى) ښودل شوي او ویل شوي چې نیول شوي کسان د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د هلمند چارواکي بیا وايي چې په ګرمسېر او خانشین ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۵ وسله وال سخت دریځي وژل شوي دي.
د جګړې په اړه د هیڅ لوري ادعاوې په خپلواک ډول تایید یا رد کېدای نه شي.
http://www.taand.com/archives/30074


Re: جهاد، که نیابتي جنګ؟

lawangin
29.08.2014

۲۷ پاکستانيان داسې ونيول شول چې موټرو کې یې سفر کاوو !!!!

داخبره به داسې لودګاند مني چې خپل رشوت، فساد، غضب
او نور اخلاقي فسادونه پرې پټوي او اولس پرې غلوي !
تف لانترزيلانو !
پاکستاني به دمذدوري لپاره راغلي وي ، که رښتيا وي !

پاکستاني چې جنګ ته راځي نو هغه په موټرو کې سفر کوي ؟؟

تف لانت !
هغوی کولی شي چې له چتراله نيولې د ايران تر سرحده
چې کابو ۲۵۰۰ کیلو متره کېږي ازاد افغانستان ته تلی شي !

رزيلانو بله لاره درنه لاړه لکه لېونی س۰۰۰خپلې کو ۰۰۰ غاپۍ!

[quote:12c1fdf760="میرویس"]ګرانو لوستونکو، سلامونه تقدیم دي.
زموږ محترم طالبان خو د جهاد دعوی کوي، خو په حقیقت کې دا اوږد تشدد چې طالبان یې خپل جهاد ګڼي، اصلاً ددوی جهاد نه، بلکه د بیګانه وو نیابتي جنګ دئ.
له یوې خواد طالبانو د جنګ رهبران په خارج کې دیره دي، او په خارج کې هدایت ورکول کیږي، تمویل، روزل، اکمال او رهبري کیږي، او له بلې خوا طالبان په افغانستان کې دننه هم په جنګ کې د خارجیانو تر قیادت لاندې پر خپل ملک، حکومت او ولس عملیات کوي.

یوه بیلګه یې هم په پکتیکا کې د تازه اوه ویست نیول شوو پاکستانیانو مسئله ده. د طالبانو سره د القاعدې عربان، پنجابیان، وزیرستانیان، ازبک او چچن زموږ ملک ته راځي او جنګ کوي. دا تششد چې پای ته نرسیږي عمده سبب یې هم د خارجیانو مداخلې او، د هغوی اهداف او په جنګ کې د لاس درلودل دي.

دا جنګ هرګز افغاني کورنئ جنګ او یا جهاد ندئ، بلکه افغانستان د خارجي قوتونو د جنګ او زور د آزمیشت ډګر دئ او طالبان هسې خوشي لګیا دي درمسال ته خټې کوي. که طالبان دا جنګ وهم ګټې، بلکه دوی نه بل چا به ورته ګټلئ وي، اود خپلو خارجي بادارانو د غلامۍ حلقه به یې په غوږ کې پرته وي او داجير عسکر ټاپه به یې پر ټنډه وهل شوې وي.
====
په پکتیکا کې ۲۷ پاکستانیان له وسلو سره ونیول شول
• Thursday, 28 August 2014 15:24
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې ۲۷ پاکستانیان له وسلو سره نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې دا کسان د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ /اګست۲۶/ په داسي حال کې ونیول شول چې په څلورو موټرو کې یې سفر کاوه.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروسته له دې چې د پاکستاني وسله والو موټرونه له ډیورنډ کرښې راواوښتل، د افغان سرحدي پولیسو له لوري ودرول شول.
د کورنیو چارو وزارت په وینا نیول شوي وسله وال پاکستانیان د پوښتنو – ګروېږنو لپاره کابل ته رالېږل شوي دي.
پاکستان تراوسه پوري په افغانستان کې د خپلو دغو اتباعو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
تېره اوونۍ د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې که افغانستان په خپله خاوره کې د پاکستان د لاسوهنې شواهد لري یا پر کونړ ولایت د حملو اسناد لري نو اسلام اباد ته دې وښيي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستاني اتباعو سره یې (AK-47) ماشینګڼې، تمانچې او موتورولا مخابرې نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل:«دا ډول پېښې باید جدي تروریستي خطر وګڼل شي. له بده مرغه دا ډول فعالیتونه، چې د پولې له بلې غاړې تنظیمېږي، له ډېرو کلونو راهیسي روان دي. په پکتیکا او نورو ولایتونو کې زموږ سرحدي ځواکونه روزل شوي چې دا ډول ګواښونو ته ځیر واوسي او تروریستان ونیسي.»
په همدې حال کې د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ملي امنیت منسوبانو ۵ ترهګر نیولي دي.
د کندهار ولایت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو نومونه (محمد قسيم د محمد ظاهر زوى، اخترمحمد د جمال زوى، خيرالله د دادمحمد زوى، علي احمد د عبدالواسع زوى) ښودل شوي او ویل شوي چې نیول شوي کسان د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د هلمند چارواکي بیا وايي چې په ګرمسېر او خانشین ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۵ وسله وال سخت دریځي وژل شوي دي.
د جګړې په اړه د هیڅ لوري ادعاوې په خپلواک ډول تایید یا رد کېدای نه شي.
http://www.taand.com/archives/30074[/quote:12c1fdf760]


میرویس
05.09.2014

السلام علیکم، وروڼو.
ګرانو پښتنو تاسې قضاوت وکړئ چې پاکستانیان په افغانستان کې د طالبانو په لیکو جنګ کوي او که نه؟
پتنګ چې نوئ نوم یې پرځان لونګین اېښئ دا خبره ردوي چې ګواکي پاکستانی ترورستان افغانستان ته د جنګ دپاره راځي. زه پتنګ ته د رحمن بابا د کلام دا نمونه اوروم.
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي - خپل ټټو اودبل اس به برابرکړې.
تف لعنت دې په داهسې منصفي شه-چې په حیله حیله لوی غرد مچ وزرکړې.

دا هره ورځ چې په حنګ کې وژل کیږي دا لکه چې پاکستانیان ندي؟ هغه د بګرام نه چې خوشي شول او سره صلیب ته وسپارل شول او هغو بیا پاکستان ته انتقال کړل لکه چې هغه پاکستانیان نه وو؟
بیا درته وایم چې دا د طالبانو نه بلکه د خارجیانو نیابتي جنګ دي. یعنې طالبان د نورو ترورستانو سره په ګډه د بل چا دپاره جنګیږي.
په درناوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more