د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ماوراءالطبیعت، فلسفه او صوفي ایزم(طریقت و حقیقت)

م . ق
06.08.2014

بسم الله الرحمن الرحیم

درنو پوهانو، لوستونکو او لیکوالانو، سلامونه، احترامات او نیکې هیلې مې ومنئ.

له هغه وخته چې انسان پیدا شوی، د پوهې او حقیقت موندنې په تلاش کې دی او په شته پوهې یې قناعت نه دی کړی، که یې قناعت پرې کړی وی نو علم به تردې ځایه نه وی رسیدلی، نو د انسان د طبیعت او نیچر مطابق زه هم په همدغه لاره روان یم او هرڅومره چې مطالعه کوم لاهم نور د علم، پوهې او حقیقت موندنې تږی کیږم.

راځم اصل موضوع ته، زما د کمې مطالعې مطابق فلسفه، ماوراء الطبیعت، عالم الارواح او طریقت یو د بل سره تعلق لري، په تصوف کې د فلسفة الاشراق په نوم داسې طریقې شته چې د یوناني فلسفې څخه متاثره دي او ابن عربي د دغې طریقې مشهور شیخ اکبر دی.
همدارنګه په صوفي ایزم کې بعض داسې افکار هم شته چې د لرغونو ادیانو بودایزم، جین ازم او هندو ایزم څخه اخیستل شوي، لکه زهد او ګوشه نشیني پدې نیت چې ذات حق او یا حقیقت ته ورسي، روح یې پاک شي، د ناسوت(بدن ) څخه جدا شي او د حقیقي روح سره یوځاي او ابدي ژوند حاصل کړي، د روح سره په تړاو او مرسته ورته غیبي کشفونه وشي، معجزات، کرامات او خارق العادة کارونه ورڅخه صادر شي.
پدې تړاو ډېرې زیاتې خبرې موجودې دي، که پوهان او عالمان پدې اړه خپلې علمي او څیړنیزې لیکنې وړاندې کړي نو زمونږ په علم کې به زیاتوالی راشي، جناب محترم الشیخ وزیري صیب او جناب مکرم پوهاند استاذ حلیمي صیب همدارنګه د نورو طبیعت پوهانو څخه احترامانه هیله کوم چې پدې اړه خپل عالمانه نظرونه د فلسفې، منطق، علم الکلام او تصوف په تناظر کې وړاندې کړي.

والسلام مع الاحترام


وزیري
10.08.2014

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

محترم مبارز صاحب: دا یو بیل بحث ده چی طریقت یا تصوف په شریعت کی شته او کنه. لنډ ځواب یی دا ده چی بالکل شته او ثابت ده.
بل بحث دا ده چی دا طریقت یا تصوف څه ته وایی. دا د نفس تزکیه او د قلب تصفیه ده چی د شریعت د دریم جز یعنی اخلاص د لاس ته راوړلو کوشش ده. د رزیلو عاداتو او صفاتو له منځه وړل او د حمیده اخلاقو او صفاتو د خپلولو لاره ده.

بل بحث په کی دا ده چی آیا دا په شریعت کی کومه کړنلاره لري او کنه. هو! طریقت له شریعت نه جدا بل شی نده بلکی د شریعت یوه څانګه ده او د شریعت مقصود د نفساني خواهشاتو زائل کول دي. طریقت د شریعت پابند ده او ټولي هغه کړنې چی شریعت ورباندي امر لري په طریقت هم یکسانه تطبیق دي. که د شریعت تر نامه لاندي ده او که د طریقت تر نامه لاندي ده رواء او ناروا یی هماغه دي کوم چی په قرآن او سنت کی ذکر شویدي او اهل السنت والجماعت پری اتفاق کړیده. د اهل السنت والجماعت د مذهب نه د یو ویښته په اندازه مخالفت هم خطرناک ده. مسائلو ته ځان ځاني تأویلات هم مذموم دي. د کتاب او سنت هغه معنی معتبره ده کومه چی د اهلسنت علماؤ بیان کړیده. که صوفیه کرام داسی کومه مسئله بیانوي چی په هغه کی علماء حق یعنی اهل السنت والجماعت سره مخالفت راځي نو په داسی حالت کی د علماء حق نظریه د صوفیه کرامو له نظریې نه بلندتره ده. په اجتهاد او تعمیل د شریعت کی د حضرت شبلي، بایزید بسطامی او جنید بغدادی رحمهم الله له نظریې نه د امام اعظم ابو حنیفه، امام ابویوسف او امام محمد رحمهم الله نظریات پورته او قابل د عمل دي.

دا مطلقا یو غلط اخذ ده چی د طریقت لاره له شریعت نه جدا ده او د طریقت محترم پیران او پیروان د شریعت په تعمیل او نه تعمیل کی خاص امتیازات لري او په بعضی مواردو کی دوی د کشف او الهام له لیاری کولای شی چی د شریعت یو حکم ته تغییر ورکړي. په شریعت کی الهام د نورو لپاره حجت نشی ګرځیدلای. الهام لکه وحی سل په سلو کی صحیح نه وي، بعضی الهامات غلط هم خیژی. په ابن عربی صاحب باید حسن ظن وکړو او کشفیات او الهامات یی باید یوه اجتهادي خطا وبولو. ولي د لاری تعقیبول یی ناسم کار ده. هغه د وحدت الوجود له نظریې نه ډیر متأثره شوی وه او امام رباني صاحب وایی چی انبیاء کرام د وحدت وجود نه بلکي د وحدت معبود د دعوت لپاره راغلي وه، په بل ځای کی امام ربانی صاحب چی پخپله هم د اصلی طریقت یو کامل پیر ده وایی چی فتوحات مدینه مونږ له فتوحات مکیه نه بی نیازه کړي یو. د فتوحات مدینه نه یی مطلب د پیغمبر علیه السلام سنت او له فتوحات مکیه نه یی د ابن عربی صاحب کتاب ده چی وحدة الوجود نظریات وړاندي کوي. وحدت الوجود په طریقت کی یوه ډیره باریکه کوڅه ده چی عمومی سرک بیا وحدة الشهود ده. دا یو حال ده مقام نده، د تصوف په طی کولو کی بعضی حالات راځي خو هغه اصل ته د نه رسیدو له کبله ناقص حال وي نو که یو شی ناقص ولیدل شی او یا ولوستل شی نو حتما غلط ښکاریږی. لکه قرآن وایی، ولا تقربو الصلاة یعنی تاسو لمانځه ته مه نیژدي کیږی. دا څومره ناقصه خبره ده، علت یی دا ده چی جمله مو ناقصه وویله. همدارنګه وحدة الوجود هم اصل ته د نه رسیدو له کبله یوه ناقصه نظریه ده.

مسلمه خبره ده چی که د صوفیاء کرامو علوم او معارف له کتاب او سنت سره مطابق وی نو مقبول کنه مردود دي. هو په صوفي ایزم کې بعض داسې افکار هم شته چې د لرغونو ادیانو بودایزم، چین ازم او هندو ایزم څخه اخیستل شوي. دا هغه مردود او باطل تصوف ده چی په شریعت کی هیڅ ځای نه لري. دا د اسلام د دښمنانو دسایس دي چی په یو او بل نامه د حضرت محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم دین بدنام او تخریبوي. داسی تصوف او طریقت چی د شریعت نه د یو ذری په اندازه هم مخالف وي مردود ده. هو په بعضی ځایونو کی یو کار د تصوف په لین کی ناروا ښکاري خو که دقیقه مطالعه پري وشی نو حتما په شریعت کی یوه ریشه لري لکه جذب او وجد. په طریقت باندي یو تور او تهمت د جذب ، وجد او تواجد هم ده چی د بعضی خلکو د کم علمي په خاطر ترینه بحث جوړ شویده. په شریعت غراء محمدي صلی الله علیه وسلم کی د جذب او وجد ډیر مثالونه شته خو نه پوهیږم چی بعضی کم علمه خلک ولي دومره چشمپوشی کوي.

په هر حال اصلی او سوچه تصوف کوم چی په نن سبا کی کم لیدل کیږي ددی غلطو او مردودو تصوفونو ښکار ګرځیدلای ده او په همدي سبب خلک پر بزرګانو باندي په طعن او تشنیع کی مبتلا دی کوم چی د ایمان د زیانمن کیدو لپاره یو عظیم خطر ده. ځکه چی الله جل جلاله د هغه چا لپاره د جنګ اعلان کړیده چی دده دوستان ربړوي او له هغوی سره دښمني کوي (من عادی لی ولیّا فقد اذنته بالحرب) بخاری. بعضی د زیارتونو صاحبان ډیر ښه خلک تیرشوي وی خو د خلکو غلطه جمعه آوری او ټولنه په هغه زیارت باندي ددی سبب شی چی خلک بیا صاحب د زیارت ته بد او رد وایی. وګوره په حضرت علی رضی الله عنه باندي اهل تشیع څومر خرافات تړي نو آیا مونږ ته دا سمه ده چی د حضرت علی صاحب په شان کی شک وکړو. بعضی د تصوف غلط پیران د الله جل جلاله د لیدلو او حلول خبري کوي کومي چی بالکل غلطي دي. د ناقدینو لپاره همدا نقطه د بازار د ګرمولو ده، که دا ناقدین په ریښتیا هم منصفان او نیک خلک وی نو بیا د صحیح تصوف د کامل پیر امام ربانی رحمة الله علیه دا وینا ولي نه یادوي چی په خپل مکتوباتو کی لیکی: رب هغه نده چی د انسان په عقل، وهم او ګمان کی ځای شی. هر هغه شی چی د انسان په عقل، وهم او ګمان کی ځایدای شی هغه د رب ذات نده. ناقدین د امام ربانی رحمة الله علیه چی د نقشبندیې شریفي یو ډیر نامتو پیر تیرشویده مکتوبات ولي خلکو ته نه بیانوي چی د اصلی طریقت څیره په کی ده.

والله اعلم. والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


م . ق
10.08.2014

ډېر محترم مکرم و فاضل الشیخ وزیري صاحب،
بارک الله في علمکم وعملکم وجهودکم المبارکة،
واقعا چې د تصوف هغه اصلي څېره چې د شریعت سره په عین توافق کې ده د ځینو خرافاتو، خطاګانو او شرکیاتو له وجې پټه او خړه پړه شوې ده.
زمونږ مشران د تصوف په قادریة سلسله کې لویه سابقه لري، خو د دغو شرکیاتو او بدعاتو له وجې چې بعضو خامو او ناپوهو خلکو راویستلي اوس بعضې احمقان زمونږ د مشرانو سپکاوی هم کوی، حالانکه هغوي په شریعت، تقوی،ایمان او جهاد کې تردې احمقو اهل الظواهرو سل چنده او زر چنده بهتر، برتر او اعلی وو.
ددې لپاره چې د تصوف څخه سم فهم واخلو او په حقیقي بڼه یې وپیژنو، باطل او شیطاني اړخونه ورڅخه بیل کړو نو باید تاسو پدې اړه مونږ سره همکاري وکړئ ترڅو تصوف د شریعت په رڼا کې روښان او د منلو وړ شي.
د تصوف په سلسلو کې ترټولو ښه، او اسانه طریقه کومه یوه ده؟
پدې اړه کوم کتابونه او کوم امامان د منلو وړ دي؟
مثل د امام غزالي نهج او کتابونه، د شیخ عبدالقادر جیلاني طریقه او کتابونه، او کوم مکتوبات چې تاسې یادوئ ایا دا هماغه مکتوبات مجدد الف ثاني دي؟
دغه کتابونه څنګه ارزوئ؟ قطب الارشاد، عوارف المعارف او ددې پشان نور کوم کتابونه دي؟
جزاکم الله خیرا


وزیري
11.08.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترم مبارز صاحب – ډیر خوشحاله شوم چی تاسو هم د تصوف په رابطه مثبت نظر لري. دا ستاسو په پوهي دلالت کوي. الله جل جلاله مو په علم کی برکت واچوه.
د تصوف په سلسلو کی ترټولو ښه او اسانه طریقه کومه یوه ده؟ طریقې خو څلور دي چی عبارت دی له قادریه، چشتیه، سهروردیه او نقشبندیه. دا به یو څه مشکله وی چی د یوي طریقي مرید په دي قانع کړای شی چی دا بله طریقه بهتره ده. هر شخص په خپله ډله کی خوشحاله ده، کل حزب بما لديهم فرحون. خو زما په شخصی نظر، نقشبندیه طریقه هم اسانه او هم بهتره ده. په اسانوالي کی خو ان شاء الله اختلاف نه وینم خو د بهتروالی لپاره باید یو څه ووایم.

اول: د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نه راښکته د نقشبنديی طریقی اولنی مرشد حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه ده. په ټول اُمت محمدي صلی الله علیه وسلم باندي دده فضیلت ثابت ده. څرنګه چی دی په ټول امت فضیلت لري همدارنګه دده لاره هم باید په ټولو لارو باندي فضیلت ولري. ان الله لیتجلی للناس عامة ولابی بکر خاصة (کنزالعمال) لا تحزن ان الله معنا (ایة).

دوهم: د نقشبندیی طریقی سالک (مجذوب سالک) وی او د نورو طریقو سالک (سالک مجذوب) وی. فرق یی دا ده چی مجذوب سالک ډیر زر کمال ته رسیږي او سالک مجذوب ډیر وخت ته ضرورت لري چی صاحب د کمال شی. دا هم د حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه خیرات ده. مجذوب سالک محبوب وی او سالک مجذوب محب وی.

دریم: د نقشبندي د بزرګانو نسبت صدیقی ده او دا نسبت اقرب الطرق او سهل الوصول ده. د حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه نسبت بیا ابراهیمي ده اوله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ورته ضمنیت کبری حاصل ده. ما صب الله فی صدری شیئا الا وقد صببته فی صدر ابوبکر. ددی طریقی فیض له سیني نه سیني ته انتقالیږی لکه په اول د وحي کی چی حضرت جبرائیل علیه السلام پیغمبر علیه السلام په غیږ کی کلک ونیوه او انتقال د فیض چی صورت پیدا که نو بیا پیغمبر علیه السلام د ما انا بقارئ له حالت نه ووته. د قادريه شریفی نسبت فاروقی ده او د حضرت عمر رضی الله عنه نسبت بیا موسوی وه. د سهروردیی نسبت عثمانی ده او د حضرت عثمان رضی الله عنه نسبت بیا نوحی ده. د چشتیي نسبت علوی ده او د حضرت علی صاحب نسبت بیا عیسوي ده. په دی کی بحث ډیر او رمزونه هم زیات دي خو مطلب می له دینه دا ده چی د نقشبندی اولنی مرشد هم د ټول امت بهترین شخص ده او نسبت یی په پیغمبرانو کی هم حضرت ابراهیم علیه السلام ده چی د اوچتي مرتبی خاوند ده. ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ.

څلورم: د قرب الهی لپاره دوه لاري دی، اوله قرب نبوت او بله قرب ولایت. د قرب نبوت فیض د حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه په واسطه حاصلیږی او د قرب ولایت فیض د حضرت علی رضی الله عنه په واسطه حاصلیږی. هرکله چی فیض د قرب نبوت له لیاری حاصل شی نو په سالک باندي نزول د انوار ذاتی کیږي چی انوار ذاتی سالک ته بیا دوامُ الحضور مع الله بلا غیبوبة ورکوی. دی حضور بی غیبت ته په نقشبندیه کی یادداشت وایی چی معنی یی ده حفظ القلب علی شهود تجلی الذات. همدارنګه د یادداشت معنی حضور القلب مع الله تعالی علی الدوام فی کل حال ده. یو حدیث د حضرت عایشه رضی الله عنها نه هم شته ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حال کی ذکر کوه (ان رسول الله صلی الله علیه وسلم کان یذکر الله علی کل احیانه، ابن ماجه) دا ذکر د نقشبندي ده چی د زړه ذکر ده. که له دینه د نورو طریقو ذکر واخستل شی چی زبانی ده نو بیا خو په بیت الخلاء کی دا ذکر ناروا ده. نو که لسانی شی نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ذکر په هر حال کی ناممکن راځی ولی ذکر قلبی (واذکر ربک فی نفسک) چی د نقشبندي اولنی سبق ده دا حدیث په ثبوت رسوی. ذالک فضل الله یؤتیه من یشاء.

پنځم: له ټولو نه مهم خو په کی لا دا ده چی علو او رفعت ددی طریقی په واسطه د التزام د سنت او اجتناب د بدعت څخه ده. دا طریقه لکه د نورو طریقو په څیر چله او ګوشه نشیني نه لري بلکه خلوت در انجمن یو له اصولو ددی څخه ده. د خلوت در انجمن ښه معنی دل به یار و دست به کار ده. په نورو طریقو کی په مختلفو لیارو سخت سخت ریاضتونه کیږی ترڅو نفس تزکیه شی ولی په طریقه ای نقشبندیی کی سخت ریاضت همدیته ویل شویده چی سالک باید ظاهری او باطنی په سنت محمدی صلی الله علیه وسلم باندی متحلا او متزین وي.

شپږم: بل ښه والی په نقشبندیه طریقه کی دا ده چی دا طریقه اندراج النهایه فی البدایه ده لکه امام ربانی صاحب چی وایی: ما نهایت دیګران را در بدایت درج نمودیم. ددی مطلب دا ده چی د نورو طریقو مشائخ له عالم خلق نه شروع کوی او خپل کار په عالم امر ختموي. یعنی اسباق یی له نفس نه شروع کیږی او ډیر کلونه بعد د قلب تصفې ته راځی ولی نقشبندیه حضرات اولنی سبق د قلب ورکوی ترڅو قلب ذاکر شی. خیر الذکر الخفی، مسند احمد بن حنبل. بهتري یی په دی کی ده چی هرکله قلب ذاکر شی او حضور مع الله دائمی شی نو بیا وروسته ټول کارونه ډیر زر سمیږی. حضرت خواجه خاقانی رحمة الله علیه چی دیرش کاله بعد د قلب ژوندي کیدو ته ورسیده نو ډیر ښه یی وفرمایل: پس از سی سال این معنی محقق شد به خاقانی - که یک دم با خدا بودن به از ملک سلیمانی. یعنی له دیرش کالو نه بعد ماته دا معلومه شوه چی یو لحظه له الله سره پاتی کیدل د سلیمان علیه السلام له پادشاهی نه بهتره ده. دا مبارک د نقشبندی نه علاوه په کومه بله طریقه کی چی شروع یی له نفس نه کیږی دیرش کاله بعد قلب ته رسیدلای ده او بیا یی د قلب له ژوندي کیدو څخه وروسته دا مزه څکلي ده ولی د نقشبندي سالک اوله شروع له قلب څخه کوی. نو همدا خبره ده چی نهایت دیګران در بدایت نقشبندیه درج شده.

اووم: طریقه نقشبندیه ته سلسلة الذهب هم وایی. ددی راز دا ده چی هر هغه څوک چی د نقشبندیه طریقي د مشایخو له طرف نه عاق شه هغه شخص په ټول عمر کی هم د نورو طریقو نه فیض نه شی اخستلاي.

اتم: په نقشبندیه کی فیض له صفاتو یعنی اسماء الحسنی څخه نه بلکی له اسم ذات څخه اخستل کیږي. په نورو طریقو کی د اسماء الحسنی اوراد شته ده لکه د یا صمد وظیفه لپاره د تسخیر د کائیناتو یا لکه د یا باسط وظیفه لپاره د وسعت د رزق ولی په نقشبندیه کی غیر د اسم ذات نه چی الله ده بل ذکر نشته. نو د اسماء الحسنی فیض او د اسم ذات فیض ډیر فرق کوي. قیاس کن ز ګلستان من بهار مرا.

فکر کوم چی همدومره مثالونه به بس وی. امام غزالی او مجدد الف ثانی حضرت امام ربانی صاحب د تصوف ډیر اوچت علماء دی. ددوی کتابونه بالخصوص د امام ربانی صاحب مکتوبات خو له یاقوتو نه هم ډیر ارزښتناک دي. قطب الارشاد اوعوارف المعارف می نه دي مطالعه کړی. په یقین سره درته ویلای شم چی مکتوبات د امام ربانی او مکتوبات معصومیه ستا د هر درد دوا کیدای شی.

والسلام



ع کريم حليمي
13.08.2014

السلام علیکم و رحمة الله
محترمو او مکرمو ، مبارز صاحب او وزیری صاحب ، تاسو ته ښې هیلی په عرض رسوم ، او تاسو ته د دنیا او آخرت ،عقبی خوښۍ غواړم د رب العزت له دربار نه !

لمړئ به له منلی وزیري صاحب نه مننه وکم ، چه ډېر ښکلی معلومات ئې و موږ لوستونکو ته را کړه
[quote:90d9e7eb93]زهد او ګوشه نشیني پدې نیت چې ذات حق او یا حقیقت ته ورسي، روح یې پاک شي، د ناسوت(بدن ) څخه جدا شي او د حقیقي روح سره یوځاي او ابدي ژوند حاصل کړي، د روح سره په تړاو او مرسته ورته غیبي کشفونه وشي، معجزات، کرامات او خارق العادة کارونه ورڅخه صادر شي. [/quote:90d9e7eb93]

ډېر محترم او مکرم مبارز صاحب ، له تاسي نه به هم اول مننه وکم چه ډېر با اهمیته او زما د زړه غوښتونکئ بحث سره راغلاست !

محترم مبارز صاحب ، زه په طبیعي قوانینو او علومو ،طبیعي اخلاقو ایمان لرم ، او هر هغه کیفیتونه او فلسفي چه له شک او شبهو ، نیوکو ،ظن او وسوسو ډکي وي ، هیڅ علاقه نه ورسره لرم ، او د عمل الصالح (شکر ) باندي ایمان لرم ( فاذكروني أذكركم واشكروا لي ولا تكفرون)

محترم ورور مبارز صاحب ، د زهد او اشراق فلسفه تر اسلام مشره ده ، او تر عیسویت هم مشره ده ، دغه د اشراق فلسفه په شریعت کښي ځای نه لري ، هندي ادیان او عیسویانو عقیده پر روح را څرخي ،

اسلامي شریعت تنها له دغه ناسوت او سبحان ذي الجبروت والملكوت سره تړاو لري . او د روح په باب کښي معلومات نه لرو

او هیڅ داسي داسي یو اصل او صریح نص نشته (چه روح په زهد پاکیږي ، او کله چه پاک سي نو بیا غیبي کشفونه خارق العادة کارونه ورڅخه صادر شي )

داسي د اشراق او النور فلسفې د عیسویت زیربناده
د اسلام زېر بنا خالص نیت او اعمال صالحات دي ( ذکر عملي :‌ فاذكروني أذكركم واشكروا لي ولا تكفرون) فاذکرونی یعني په فعل یادول ،هغه امرونه پر ځای کول کوم چه په امرکړي ئې یو

ګوشه نشیني پدې نیت چې ذات حق او یا حقیقت ته ورسي ،
هو ! دغه لاره بودا تعقب کړه ، هغه وو چه د نوي پیغام سره راغلۍ ، او تر نن ورځی پوري هندان په دغه زهد اخته دي ، او بعضي بودايي منګ د غیبي ږغونو د اورېدلد دعوې کوي
دا فلسفه اسلام رد کړېده ، حضرت علی غرونو ته ختلی وو ، سردار عالم ئې مخالفت کړی وو .

کرامات او خارق العادة : هر انسان ته کرامت ورکړه سوئ دی ، زه په دغه جهان کي تر اکثریت خلکو په عمر ډیر یم ، د مځکی پر مخ مي ډېر ملکونه لیدلي داسي څوک مي ونه لیدلی چه خارق العاده کړنه ورنه صادره سي ، هو ! مخترعین و مکتشفین مي لیدلي دي

که څوک د انسان کرامت ونه مي ، نو د کفر په درشل کښي درېږي (ولقد كرمنا بني آدم) یعني د انسان بزرگی او ارجمندی پر نورو مخلوقاتو او بــــــــــــس

زه په دغه نن عصر کي څوک نه وینم چه خپل مرشد ئې و ګرځوم ، پس نو محمد بن عبدالله رسول الله زما مرشد دي ، او هم شيخ اشراق سبحان الله و الحمد الله و لا اله الاّ الله و الله اکبر
درنښت


م . ق
13.08.2014

السلام علیکم ورحمة الله،
له تاسې دواړو شیوخو او علماء کرامو څخه مننه کوم چې پدې موضوع مو رڼا واچوله،خو پدې وروستیو وختونو کې داسې یو علم راوتی دی چې عربي کې ورته الروحیة الحدیثة او یا علم ما وراء النفس وايي او په انګلیسي کې ورته Parapsychology وايي.
دغه علم د ارواحو، شیاطینو، کشفیاتو او نورو خارق العادة کارونو عملي تجربې او مشاهدې کوي چې په یو ډول د تصوف او فلسفې سره اړیکه لري.

تاسو دغه لنک پوره وګورئ:
http://ar.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D9%84%D9%85_%D9%85%D8%A7_%D9%88%D8%B1%D8%A7%D8%A1_
%D8%A7%D9%84%D9%86%D9%81%D8%B3

او که څوک په انګلیسي پوهیږي او په عربي نه پوهیږي نو دغه لنک دې وګوري:

http://en.wikipedia.org/wiki/Parapsychology

مننه


م . ق
13.08.2014

زما په نظر اسلام د روح او جناتو په اړه له بحث او تحقیق څخه منع نه ده کړې.

له دغه ایت شریف (قل الروح من امر ربي) څخه منع نه ثابتیږي، بلکه صرف دا ثابتیږي چې روح هم د الله پاک د امورو څخه یو امر دی، لکه څرنګه چې الله پاک نور مخلوقات، او کاینات پیدا کړي همدغه رنګ یې روح هم پیدا کړی (ویخلق مالا تعلمون)
او تاسې لږ علم لرئ ځکه پرې نه پوهیږئ (وما اوتیتم من العلم الا قلیلا)
د روح په اړه ایت د هغه خلکو د پوښتنې په ځواب کې رالیږل شوی وو چې هغوي ډیر علم او پوهه نه لرله، نو ځکه مجمل ځواب ورکړل شوی ځکه چې کلموا الناس علی قدر عقولهم، که د فهم او ادراک څخه پورته څه ورته وئیل شوی وی نو د بني اسرایلو په څیر نورې پوښتنې به یې هم کولی، او الله پاک خو حکیم او علیم ذات دی نو د بې ځایه پوښتنو، شبهاتو او شکوکو د سدباب لپاره یې ورته مجمل ځواب ورکړو. هذا والله اعلم بالصواب



ع کريم حليمي
14.08.2014

السلام علیکم و رحمة الله
ډېر محترم او مکرم مبارز صاحب لمړئ ښې هیلي وړاندي کوم
[quote:309459b706] زما په نظر اسلام د روح او جناتو په اړه له بحث او تحقیق څخه منع نه ده کړې. [/quote:309459b706]
هو ! بدیهي خبره ده ، د هر شي په باب کي د بحث او څېړني حق لرو

[quote:309459b706] د روح په اړه ایت د هغه خلکو د پوښتنې په ځواب کې رالیږل شوی وو چې هغوي ډیر علم او پوهه نه لرله، نو ځکه مجمل ځواب ورکړل شوی ځکه چې کلموا الناس علی قدر عقولهم، که د فهم او ادراک څخه پورته څه ورته وئیل شوی وی نو د بني اسرایلو په څیر نورې پوښتنې به یې هم کولی، [/quote:309459b706]

هو داخبره د انسانانو په باره کي صدق کوي چه : خاطبوا الناس على قدر عقولهم
اما د رب العزت په باب نو بیا دا خبره نده صحیح چه : خاطبوا الناس على قدر عقولهم

[quote:309459b706] او الله پاک خو حکیم او علیم ذات دی نو د بې ځایه پوښتنو، شبهاتو او شکوکو د سدباب لپاره یې ورته مجمل ځواب ورکړو[/quote:309459b706]
دغه جملې ډېري بارکي دي ، موږ نه پوهېږو چه رب ذالجلال څرنګه فکر کوي !!

مکرم مبارز صاحب !
عیسوی علماء د یو لوی مشکل سره مخامخ دي ، او تر پوښتنو لاندي دي او جواب ئې نه لري ،

دوي د روح القدس عبادت کوي ، په داسي حال کي چه دوی روح نه پېزني ، او تصوف همدوی دوی مخته اچولی

دوی عقاید تر سوال لاندي دي ، جواب نه لري ، له ډېر پخوانه عیسویان تحقیقات کوي چه د روح د قدرت په باب څه ترلاسه کړي ، هر تحقیق ئې غولونکئ او بې ګټي او نور سوالو نه زېږوي .

دوی کوښښ کوي چه سحر د روح قدرت وکڼي ، او په علم يې ثابت کړي چه فلسفه الاشراق (النور ) او د روح و عبادت کولو ته لاستي ورکړي ، دغه یوټیوب وګورئ ، ورسته به بحث ته دوام ورکړو
https://www.youtube.com/watch?v=2MFAvH8m8aI&list=TL-7oObT_Gj2TlFT52HDLJKPKqN4ieskfQ

https://www.youtube.com/watch?v=iM88kfr3unk

https://www.youtube.com/watch?v=xlNAyjutDkI

داسي نده یوازي افغاني صوفیان دم اوچف کوي ، په ټول جهان کښي دغه دم او چف چلیږي ، دا د مذهب او زاهد په نامه نیم جهان چورکیږي
درنښت



ع کريم حليمي
15.08.2014

[quote:a52c8cf0d6] ماوراء الطبیعت، عالم الارواح او طریقت یو د بل سره تعلق لري[/quote:a52c8cf0d6]

ماوراء الطبیعت : له موږ بندګانو نه پت دي ، او ماوراءالطبیعت شیان یا کیفیتونه د وحی له لاري یا په واسطه بینا (څرګند) کېدای سي

پخوا علماء و ټول هست په دوه ډوله پېږندلئ ، ماده او مانا

نن زما له نظره : ټول هست څلور دي ،
(۱) خالق
(۲) ماده
(۳) مانا
(۴) روح :اقسام ئې
د هست خالق : نه ماده ده ، او نه مانا او نه روح ، بلکي خالق تر ټول خلقت لوړ او اکبر دي

انسان یوه مجموعه ده د مانا ، مادې او روح !!
موږ انسانان پر مادي جهان ،تر نن صبا حاکمیت حاصل وو
او په مقابل کښي پر مانا هیڅ حکم نه لرو ، خو دومره کولی سو ، مادې ته کیمیاوي او فزیکي تغیر ور کړو ، نو مانا تغیر کیږي ، خو راسأ پر مانا حاکمیت نه لرو
، اوبس

ماوراءالطبیعت یا عالم مجردات او که ووایم چه عالم غیب : عالم غیب موږ نسو لیدلی ، ولي چه زموږ جسم او سترګي او مغز درې ضلعی شکل لري ، پس یوازي درې ضلعی جسمونه لیدلی سو او فکر په کښي کولی سو ، هر هغه ماهیت او جسم چه درې ضلعي نه لري او یا ووایم که چیري دوه ضلعي شکل ولري پس موږ انسانان ئې نه سو لیدلی او نه ئې احساس !!!

که څوک غواړي چه ماوراءالطبیعت په خپل درې ضلعي عقل کښی راولي ، او وئې ویني ،نو تنها د وحی له لاري کولی سو ، چه وئې وینو ، استفاده ورڅخه وکړو

خو بعضي ذاکرین او متصوفین او د الاشراق د عقیدې صوفیان دا دعوې کوي چه د فلان مرشد نه ، خارق العادة کړني تر سره کیږي .

محترم مبارز صاحب ، زه پوښتنه لرم : دا خارق العادة کارونه ورڅخه صادریږي ، یعني څه شي او څرنګه خارق العادة کارونه

درنښت


وزیري
20.08.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترم او مکرم حلیمي صاحب، تاسو وایی چی ماوراء الطبیعت یا علم غیب له مونږ نه پټ دي او زمونږ سترګی او مغز درې ضلعی شکل لري ، پس یوازي درې ضلعی جسمونه لیدلی سو او فکر په کښي کولی سو ، هر هغه ماهیت او جسم چه درې ضلعي نه لري او یا ووایم که چیري دوه ضلعي شکل ولري پس موږ انسانان ئې نه سو لیدلی او نه ئې احساس کولای شو. که تاسو مهرباني وکړی چی دا علم غیب څه شی ته وایی. ایا دا علم غیب په دنیا کی هم شته او که فقط هغه اخرت پوري منحصر ده. کرامت د اولیاء الله حق ده او دا زمونږ مذهب هم ده، وګوره فقه اکبر. اولیاء کرام بعضی داسی شیان ویني چی هغه زمونږ له سترګو نه پټ وی خو الله جل جلاله ددوي سترګو ته نمایانوي. لکه:

حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه، بی بی عایشه رضی الله عنها ته وصیت کولو او په وصیت کی یی د خور په باره کی ورته وغږید. بی بی عایشه رض ورته وویل چی ای پلارجانه زه خو خور نه لرم نو ته څوک یادوي. ده مبارک ورته وویل چی زما د میرمني په خیټه کی راتلونکی ماشوم ستا خور ده. هماغسی وشو او حضرت ام کلثوم رضی الله عنها پیدا شوه. تاریخ الخلفاء ، ص : ۶۱ ، مطبوعہ فخر المطابع - لکھنؤی.

د حضرت عمر رضی الله عنه دا کرامت خو ډیر مشهوره ده چی له مدیني منوري کی یی د منبر له سره په سلګونو میله لري د جنګ د میدان مشاهده کوله او د یا ساری الجبل غږ یی تر هغه ځایه ورسیده. په دي کرامت کی خو د حضرت عمر رضی الله عنه سترګو غیب هم ولیدل او بغیر له کومو اسبابو دده غږ هم دومره لري واټن وواهه.

امام مالک صاحب په موطا کی او ابن کلبی په جامع کی د حضرت عمر رضی الله عنه په حواله لیکي چی حضرت عمر رض په مجلس کی د یو چا نه د نوم پوښتنه وکړه او هغه ورته وویل چی زما نوم جمره ده بیا یی د کلې پوښتنه ترینه وکړه نو د کلې نوم یی ذات نطی یعنی شغله دار نو په دی سره حضرت عمر رض ورته وویل چی ځه لاړ شه د کلي پوښتنه دي وکړه چی اور یی واخسته. نفر چی کله کلې ته ورغی څه ګوری چی کلی ټول سوځیدلای دی.

په تاریخ الخلفاء، باب کرامات عمر رض کی راځي چی حضرت عمر رضی الله عنه کی دا ډیر قوی خاصیت وه چی د خبرو په منځ کی به یی د دروغو ټکي پیژندل او خبرو کوونکی ته به یی د خبرو په منځ کی ویل چی دا ټکي په یاد لره. بیا به خبري کوونکي پخپله وویل چی یا امیر المؤمنین دا ټکي دروغ وه.

په استیعاب دوهم جلد، صفحه ۴۸۳ کی راغلیدي چی حضرت علی رضی الله عنه خلکو ته عبدالرحمن بن ملجم ورښودلی وه چی دا به زما قاتل وی. نو خلکو ورته وویل چی څه پلان لري دده په باره کی نو حضرت علی رض ورته وویل چی تر اوسه خو یی ماته څه ندي ویلي نو زه څه حق لرم چی ده ته څه ووایم.

په بخاری دوهم جلد کی د حضرت خبیب رضی الله عنه په باره کی وګوره چی په جیل کی ورته الله جل جلاله بی موسمه میوي ورکولي لکه څرنګه چی په قرآن کریم کی حضرت مریم رضی الله عنها ته ذکر دي.

بخاری شریف کی حضرت جابر رضی الله عنه وایی چی ما ته می پلار د شپي له خوا دا وصیت وکه چی سبا به زه د احد په جنګ کی اولنی شهید یمه. د فلاني په ما باندي قرض ده هغه ادا کړه او له خورګانو سره دي ښه سلوک کوه. هماغسی وشو او دی سبا اولنی شهید وه.

دا خو د مُشت نمونه خروار نه هم کم مثالونه دي چی د صحابه کرامو په ژوند کی تیر شویدي همدارنګه له هغوي مبارکانو نه را وروسته په لکونو داسی پیښی په تاریخ کی ثبت دي. نو زه نه پوهیږم چی تاسو داسی ویناوو، کړنو او خارق العاده کارونو ته په کوم نظر ګوری او څه نوم ورکوی؟

والسلام



ع کريم حليمي
21.08.2014

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
ډېر محترم او مکرم دانشمند وزیري صاحب ، تر هر څه نه مخکي عرض لرم ، خدای دي وکي چه رانه وئې منئ ، موږ او تاسو پر یو متنازع فیه موضع بحث کوو ، او فقهي اختلاف ښکاره وو ، او فقهي اختلاف یو طبیعي خبره ده ،او داسي علمي اختلافونه انبیاء کرامو هم کړي (وَدَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ)

موږ اوتاسو په هیڅ صورت قلبي اختلاف نه سره لرو !!

محترم وزیري صاحب ، عرفان یو خورا لوی مکتب دي ، سیر لری حب ،محبوب او مجذوب لري
د عرفان او سیر او سلوك مطلب دا دي چه: انسان تقوا كامله پېداکړي ، تقوا یعني :ترک د حرامو او د واجبات تر سره کول ، ټولو اصحابو کرامو پر همدغه مکتب روان وه چه داسي مقام او وقار ئې په نصیب سو چه : قوله تعالى رضي الله عنهم ورضوا عنه
الله له هغو نه خوښ او هغوى له الله نه خوښ وه !!

رب العزت د اصحابو په باب فرمايي چه : الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّه ، دا څوک دي دا أصحاب د محمد -صلى الله عليه وسلم دي ،
او سردار عالم د خپل اصحابو په باب فرمايي چه : خير الناس قرني !!!
او هم دا د رسول الله اصحاب وه چه تر سر او مال تېر وه د إعلاء كلمة الله له پاره

هيڅ صحابي د سردار عالم مقام ته نسي رسېدلی ، او په هيڅ ډول یو تبع تابعی د ادنا صحابي مقام نه سي رسېدلی ، او داسي کوم ثقه سند هم په لاس کي نه لرو ، چه ووايي د طریقت پیر د صحابي مقام لري !! ؟؟

ایا داسي څوک سته چه جسارت وکړي چه د یو آخیر زمان د نقشبندیي د پیر مقام دي د حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه و مقام ته راپورته کړي ؟؟؟ لایستوي منکم

قال تعالى ( لا يَسْتَوِي مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُولَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً )
څه لامل دى چې تاسې د الله په لاره كښې لګښت نكوئ ، پداسې حال كښې چې د آسمانونو او ځمكې ميراث دهمدې الله لپاره دى.له تاسې نه چې كوم كسان له فتح نه وروسته مالي لګښت او جهاد وكړي هغوى هېــــــــــڅكله له هــــــــــــغو خلــــــكو ســـــــــره نشي بـــــرابـــــر ېداى چې هغوې له فتحې نه مخكښې مالى لګښت او جهاد كړيدى دهغو درجه په وروسته وخت كښې له مالي لګښت كوونكو او جهاد كوونكو څخه ډېره ســــــــــــــتره ده اګر كه الله له دې دواړو سره غوره وعده كړېده.څه چې تاسې كوئ الله ورڅخه خبردى

مولانا و رومی به ښه او پوخ او ملي شاعر ؤ او وي به ، او پیر صاحب به د غـوث الأعظـم ملسئ یا کودئ وي ، خو فضیلت به ئې و یوه ادنا صحابي ته نسي رسېدلی . او حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه سره ئې مقایسه پرتله کول جسارت او ګناه ګڼم
د اصحابو کرامو ( ۴ یارانو) فراست او علمیت او اخلاص او تقوی ، د نن په خلکو کښي نسته ، او د رسول الله اصحاب له داسي یو خاصي مدرسې(مدرسة رسول الله صلى الله عليه وسلم مدرسة القرآن الكريم والحديث النبوي الشريف) نه فارغ التحصيل سوي وه ، او یو عالم فضلتونه ئې په نصیب وه یو له فضیلتونو ئې فراست !! او اصحابو کرامو ستر فراست درلودی، چه د نن ورځي د سړو په نصیب کښي نسته ، ولي چه :محمد عبد الله ورسوله إمام المـــــتقين ، وأشرف الأنبياء والمرسلين رحلت سو ، نور ئې د دیدار فضیلت موږ ته نه حاصل کیږي ، د سردار عالم سترګو عرش الکرم لیدلی وو ، او اصحاب کرام د سردار عالم په سترګو مشرف سوي وه ، نوپس خود به ئې سل میله لیري واټن لیده ، او آواز ئې ور رسېده
تاسو کولی سئ چه الدكتور طاهر القادري له یو ادنا صحابي سره پرتله کړي ؟؟؟‌
هو ! ظاهري علم ته ئې احترام لرم (فضل العالم على العابد كفضلي على أدناكم………………)


درنښت


وزیري
22.08.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

عزتمند حلیمي صاحب د صحابه کرامو مثالونه می ددي په خاطر راوړل چی دویته وحي نه کیدله خو بیا یی هم غیبي شیان لیدل او دوه ضلعي او دري ضلعي ورته مطرح نه وه. دوی دا کارونه د الهام، کشف او کرامت له لیاري کول. الهام، کشف او کرامت د اولیاء کرامو حق ده هغه که په هر زمانه کی وي.

دا زما د عقیدي یوه برخه ده چی د ټولي دنیا اولیاء کرام هم د یو ادنا صحابي مقام او درجی ته نشی رسیدلاي. خو دا په دی معنی نشی کیدلای چی الهام، کشف او کرامت له صحابه کرامو سره پاتي شو او نور څوک یی حقدار نه دي. اوس هم ډیر د الله دوستان په دي ځمکه کی شته ده چی صاحب د اوچت مقام دي او که ضرورت شی نو کرامت یا خارق العاده کارونه هم تري صادریدلای شی.

والسلام


م . ق
26.08.2014

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

ښاغلی الشیخ وزیري صاحب، ایا علم العرفان او تصوف یو شی دی او کنه ترمینځ یې څه فرق شته؟ ایا هر عارف بالله صوفي وي او هر صوفي عارف بالله وي، عموم خصوص مطلق دی او کنه من وجه دی؟
ماته داسې ښکاري چې علم العرفان اسلامي ریښه لري او تصوف په نورو ادیانو کې هم موجود دی.
دوهمه پوښتنه مې داده چې نقشبندیه طریقه په احنافو کې منحصره ده او کنه په نورو مذاهبو کې هم شته؟ نقشبندیه په عقایدو کې له چا څخه متاثر دي؟ د ماتریدیه/اشعریه او یا هم فلاسفه وو څخه؟
دیوبندیان او د دیوبند علماء په کومه طریقه ډیر عمل کوي؟ نقشبندیه/چشتیه/قادریه/سهروردیه/؟

ډېره مننه او درنښت


وزیري
27.08.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

محترم مبارز صاحب، اصل د خبري دا ده چی انسان داسی یو موجود ده چی هم ظاهر لري او هم باطن لري. هغه کمالات او اشیاء چی الله جل جلاله د انسان په باطن کی ایښي دی د نورو مخلوقاتو سره نشته ده. د انسان باطن له ظاهر نه ډیر کمال لري. انسان په خپل ظاهر هم نیول شویده او په خپل باطن هم نیول شویده. و ذروا ظاهر الاثم و باطنه / قل إنما حرم ربي الفواحش ما ظهر منها وما بطن. (الایة) هرکله چی انسان په ظاهر او باطن دواړو مسؤل ده نو الله جل جلاله دنیا ته علمونه هم په دوه قسمه رالیږلي دي ترڅو د دواړو اړخونو په باره کی انسان مکمل وپوهیږي او خپل مسؤلیت په سمه طریقه اداء کړي. العلم علمان : علم باللسان ، وعلم بالقلب ، فعلم القلب : هو العلم النافع ، وعلم اللسان : هو حجة الله على ابن آدم. مشکوة / رواه أبو هريرة : ( حفظت عن رسول الله وعائين ، فأما الأول فبثثته ، وأما الآخر وأما الآخر لو بثثته قطع هذا البلعوم ) بخاری.

محترم مبارز صاحب، الله جل جلاله خپل یو جلیل القدر او اولوالعزم پیغمبر جناب حضرت موسی علیه السلام ته وایی چی لاړ شه او له حضرت خضر علیه السلام نه علم یاد کړه چی مونږه هغه ته علم لدني ورکړیده، وعلمناه من لدنا علما. نقطی ته ګوره، سره له دی چی حضرت موسی علیه السلام پیغمبر د وخت وه، وحي ورته کیدله او تورات ورکول شوی وه خو بیا هم هغه علم چی الله جل جلاله حضرت خضر علیه السلام ته ورکړی وه، له حضرت موسی علیه السلام سره نه وه. که ورسره وای نو اول خو به الله جل جلاله داسی هدایت موسی علیه السلام ته نه کول او دوهم حضرت خضر علیه السلام به موسی علیه السلام ته دا نه ویل چی: وکیف تصبر علی ما لم تحط به خبرا. په هر حال، دا خبره ډیره واضحه ده چی دوهم علم شته ده. دا چی دا دوهم علم څه شی ده نو دا ډیر نومونه لري لکه:
علم قلب، علم تصوف، علم لدني، علم احسان، علم عرفان، علم اخلاق، علم معامله قلبیه، علم اصلاح باطن، علم مکاشفه، علم سر، علم حال، علم انوار النفس، علم ازاله اخلاق ردیه، علم ورع، علم تقوی، علم طریقت، علم مراقبه و زهد، علم توکل و شکر، علم مجاهده، علم اخلاص و محبت، علم معرفت و ولایت، علم عشق و مودت او داسی نور ډیر.
ښه دا علم څه کوی؟ په لنډو به یی داسی ووایو چی: التصوف هو علم یعرف به احوال تزکیة النفس و تصفیة الاخلاق و تعمیر الظاهر والباطن لنیل السعادة الابدیة.

تصوف په ظاهری ساخت او ساز باندی نده، حضرت جنید بغدادی رحمة الله علیه وایی: تصوف په حرقه (سوز) ده، نه په خرقه. تصوف په تعویذ او دم، طلسم او افاق، په لاف او ګزاف، په اشعار او قصه، په چرس او چلم، په کنایه او قربان قربان، په اشارات مبهم او غُم غُم باندي نده. تصوف په چلتار او جرس، کاکل او انګشتر، توغ او پرچم، په ګوشه نشینی او بی معنی انزوا چی له رهبانیت سره مشابه ده نده.

تصوف د باطن علم ده چی ثمره یی: تصفیة القلب عن اشتغال بغیرالله تعالی و اتصافه بدوام الحضور و تزکیة النفس عن رزائل الاخلاق من العجب و الکبر و الحسد و حب الدنیا والکسل فی الطاعات و ایثار الشهوات والریاء والسمعة و غیر ذالک (تفسیر مظهری)

نور بیا ....


وزیري
28.08.2014

په تیر پسي ...

محترم مبارز صاحب، په څلورو طریقو د تصوف کی هر داخل شخص ته صوفي چي په مجموع کی ده، سالک چی په نقشبندیه کی ده، او درویش چی په قادریه او چشتیه کی ده، ویل کیږي. ولي هر صوفي، سالک او درویش عارف نه وي. عارف هر هغه صوفي ته ویلای شی چی د معرفت په مقام باندي مشرف شوی وي. عارف هر هغه څوک ده چی د الله جل جلاله صفات او د صفاتو مقدرات په طریقه د حال او مشاهدی وپیژني، نه په طریقه د مجرد علم. لکه څرنګه چی په دولتي ادارو کی مختلف خلک په مختلفو چوکیو باندي کار کوي او ټول د دولت کارمندان بلل کیږي ولی ټول خو رئیسان نشی کیدلای، همدارنګه په تصوف کی دخیل خلک هم ټول صوفیان بلل کیدای شی ولی ټول عارفان کیداي نشی.

دا خو نشم ویلاي چی طریقه نقشبندیه په څلور واړو مذاهبو کی موجود ده ولی دا په ثبوت سره ویلای شم چی دا طریقه یواځي د احنافو طریقه نده بلکی ډیر نور هم په کی شته ده. دا هم قابل د ملاحظی ده چی احناف ډیر په دي طریقه کی شامل دي او علت یی هم همدا ده چی د تاریخ په اوږدو کی احنافو همیشه کوشش کړیده چي التزام په سنت نبوي صلی الله علیه وسلم باندي وکړي او طریقه عالیه نقشبندیه له سنتو مبارکه ؤ سره ډیر زیات اړخ لګوي. د طریقه نقشبندیه لپاره کوم خاص یعنی ځانګړي عقائد نشته چی هر سالک یی باید مراعت کړي. احناف که په نقشبندیه کی شامل شی نو هماغه ماتریدیه عقائد تعقیبوي او شوافع که په نقشبندیه کی شامل شی نو هماغه اشعریة عقائد تعقیبوي. د فلاسفه ؤ خو بیخي ایسته وغورځوه.

دیوبندی علماء کرام او اکابر اکثره د حاجی صاحب امداد الله مهاجر مکی رحمة الله علیه مریدان پاتي شویدي او حاجی صاحب محترم په ۱۲۵۰ هجري کال کی د ۱۷ کلنی په عمر له حضرت مولانا نصیر الدین نقشبندي رحمة الله علیه څخه په طریقه عالیه نقشبندیه کی بیعت کړیده. (امداد السلوک، صفحه ۴۰) د حاجی صاحب امداد الله مهاجر مکی رحمة الله علیه د سلسلې مریدان چي په نقشبندیه کی یی ټول عمر تیر کړیده عبارت دي له: مولانا عبدالرشید ګنګوهی، مولانا محمد قاسم نانوتوی، شیخ الهند مولانا محمود حسن، مولانا حسین احمد مدنی، مفتی کفایت الله، مولانا اشرف علی تهانوي، مفتی محمد حسن، مولانا سید سلیمان ندوی، مولانا شفیع الدین نګینوی، مولانا محمد یوسف بنوري، مولانا مفتی محمود مؤلف فتاوی محمودیه، شاه عبدالعزیز، مولانا عبدالحق بانی دارالعلوم حقانیه. (الحیوة الصافیه فی حیوة الصافیه، صفحه ۱۲۴)

نقشبندیه عجب قافله سالارانند که برند ازره پنهان بحرم قافله را
همه شیران بسته این سلسله اند رو به از حیله چسان بګسلد این سلسله را

دا هم قابل د ذکر ده چی احناف په څلور واړه طریقو کی شامل خلک دي، حضرت شاه انورشاه کشمیری رحمة الله علیه په فیض الباري صفحه ۱۶۳، اول جلد کی د ابن همام مصنف فتح القدیر په باره کی لیکنه کړیده او د ابن همام صاحب له قوله یی لیکلي چی ددوي لس پشته نیکونه په سهروردیه کی تیرشویدي او خانقاه یی لرله.

والسلام


م . ق
28.08.2014

جناب الشیخ وزیري صاحب، بارک الله فیکم، ماشاء الله ډېر ښه او په زړه پورې معلومات مو ترلاسه کړل.

واقعا اسلام دوه اړخه لري چې یو یې روحاني او بل یې ظاهري اړخ دی او دواړه د یو بل سره ارتباط لري، ظاهري اړخ یې چې شریعت مطهره دی د نبوي سنتو او احکامو څخه عبارت دی او روحاني اړخ چې له ایمان او توحید څخه پیلیږي د تقوی، تزکیه نفس، او زهد پورې رسیږي.
له همدې امله د ظاهري اعمالو اجراء کوونکي ته مسلم او باطني عقیدې لرونکي ته مؤمن وئیل کیږي، هر مؤمن مسلم دی خو هر مسلم مؤمن نه دی.
الله دې زمونږ ظاهر صورت، اعمال او باطني سیرت، اخلاق او عقیده ټول د شریعت او ایمان و توحید د تقاضا مطابق جوړ کړي.

وما توفیقي الا بالله علیه توکلت والیه انیب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more