د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هلمندي مخور د جګړې د ختمېدو منځګړتوب کوي

اتل
14.08.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
صلح د الله تعالا رضامندي ده.
پدې کې هیڅ شک نشته چې ددنیا اکثره کړکیچونه د خبرواترو او صلحې له لارې حل شویدي. زموږطالبانو کلونه کلونه جنګونه وکړل، نه یوازې دا چې په جنګ شل نشوه، بلکه په زرګونو طالبان اونور افغانان پکې مړه شول. د جنګ په دواړو غاړو کې افغان مري او د افغان او افغانستان غلیمان ګټه تر پورته کوي. یو ځل چې افغانان پخپلو کې صلحه وکړي او پخپل ملک کې د ننه سره کور اور شي، هغه وخت به دافغان او افغانستان ددښمنانو سخې هم سړې شي او داسې څوک به پاتې نشي چې هغوی یې د خپلو ګټو د تضمین دپاره پخپلو سره و جنګوي او په نهایت کې افغانان تلف شي او ملک یې نور هم وران شي.

د هلمند دولایت د قواوو د انسجام قوماندان جنرال اسدالله شیزراد د یوه نیک ابتکار چارې پیل کړې چې کیدای شي د الله جل جلاله په مدد دطالبانو سره صلحه وشي او د ا کار د افغان کړکیچ دپای ته رسیدو پیل شي.
دا لاندې رپوټ بي بي سي خپورکړیدئ:
===
"هلمندي مخور د جګړې د ختمېدو منځګړتوب کوي"
د خپريدو وخت: 06:53 گرینویچ - پنجشنبه 14 اگست 2014 - 23 زمری 1393
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قومندان وايي، په هلمند ولایت کې یې د جګړې پای ته رسېدو په مقصد له وسله والو طالبانو سره د قومي مشرانو په منځګړیتوب خبرې پیل کړې دي.
جنرال اسدالله شیزراد، چې هلمند ته د افغان ځواکونو د همغږي کولو لپاره تللی، ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په ګډوډولو تورنوي.

وسله والو طالبانو نژدې یوه میاشت مخکې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پراخ بریدونه پیل کړل، چې بهیر کې یې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو د سر زیانونه ولیدل.
نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې لیکي: د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال اسدالله شیرزاد وايي، د هلمند ولایت په ځینو برخو کې د جګړې پای ته رسېدو په هدف یې له وسله والو طالبانو سره خبرې پيل کړې دي.
خو دا ځل د رسمي خبرو پیلولو پر ځاي قومي مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره رابلل شوي دي.
په مرکزي ښار لشکرګاه کې له خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي شیرزاد وویل، دغه خبرې د ولایت په کچه کېږي او په وینا يې دغه مذاکرات د پاکستان د کوټې له شورا سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ځانګړو ځواکونو قومندان، چې دغه ولایت ته د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره تللی، مني، چې د ځايي امنیتي چارواکو د غفلت له کبله پر سنګین ولسوالۍ د طالبانو بریدونو پایله کې افغان امنیتي ځواکونو ته د سر زیان اوښتی او وايي، طالبانو یو څه پرمختګ کړی.
د افغانستان په سویل هلمند کې چې په نسبي ډول نا امنه ولایت بلل کېږي، ځايي اوسېدونکي وايي، چې وسله وال طالبان اوس هم په دېشو، واشیرو او باغران ولسوالیو کې پیاوړی نفوذ لري.
هلمند کې د تاوتریخوالي د عواملو په اړه پوښتنې ته ځواب کې جنرال اسدالله شیرزاد د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه په دغه ولایت کې د امنیت ګډوډولو په هڅو کولو تورن کړل.
طالبانو نژدې یوه نیمه میاشت مخکې په سنګین ولسوالۍ کې پراخ بریدونه پیل کړل، چې دغو بریدونو کې هم طالبانو ته او هم افغان امنیتي ځواکونو ته د سر درانه زیانونه واوښتل.
ځايي چارواکي وايي، طالبان یې له ماتې سره مخامخ کړي، خو د دغه ولایت اوسېدونکو په خبره اوس هم د دغه ولایت په موسي کلا، سنګین، نوزاد او کجکي ولسوالیو کې له هر لوري نښتې روانې دي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/08/140814_ma_afg_defence_ministry_helmand.shtml


Re: هلمندي مخور د جګړې د ختمېدو منځګړتوب کوي

lawangin
14.08.2014

زه درته وایم :
صليبيان د ې افغانستان پرېږدي!
جنګي جنایتکاران او ددښتې لیلې قاتلان د محاکمه شي!
شریعت د نافذ شي!
نور به جنګ ختم شي ، مال او ناموس به خوندي شي !
نورې خبرې خوشې دي او د cia مذدوري نه چليږي !
پتنګ

[quote:8fd5c5445b="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
صلح د الله تعالا رضامندي ده.
پدې کې هیڅ شک نشته چې ددنیا اکثره کړکیچونه د خبرواترو او صلحې له لارې حل شویدي. زموږطالبانو کلونه کلونه جنګونه وکړل، نه یوازې دا چې په جنګ شل نشوه، بلکه په زرګونو طالبان اونور افغانان پکې مړه شول. د جنګ په دواړو غاړو کې افغان مري او د افغان او افغانستان غلیمان ګټه تر پورته کوي. یو ځل چې افغانان پخپلو کې صلحه وکړي او پخپل ملک کې د ننه سره کور اور شي، هغه وخت به دافغان او افغانستان ددښمنانو سخې هم سړې شي او داسې څوک به پاتې نشي چې هغوی یې د خپلو ګټو د تضمین دپاره پخپلو سره و جنګوي او په نهایت کې افغانان تلف شي او ملک یې نور هم وران شي.

د هلمند دولایت د قواوو د انسجام قوماندان جنرال اسدالله شیزراد د یوه نیک ابتکار چارې پیل کړې چې کیدای شي د الله جل جلاله په مدد دطالبانو سره صلحه وشي او د ا کار د افغان کړکیچ دپای ته رسیدو پیل شي.
دا لاندې رپوټ بي بي سي خپورکړیدئ:
===
"هلمندي مخور د جګړې د ختمېدو منځګړتوب کوي"
د خپريدو وخت: 06:53 گرینویچ - پنجشنبه 14 اگست 2014 - 23 زمری 1393
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قومندان وايي، په هلمند ولایت کې یې د جګړې پای ته رسېدو په مقصد له وسله والو طالبانو سره د قومي مشرانو په منځګړیتوب خبرې پیل کړې دي.
جنرال اسدالله شیزراد، چې هلمند ته د افغان ځواکونو د همغږي کولو لپاره تللی، ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په ګډوډولو تورنوي.

وسله والو طالبانو نژدې یوه میاشت مخکې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پراخ بریدونه پیل کړل، چې بهیر کې یې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو د سر زیانونه ولیدل.
نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې لیکي: د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال اسدالله شیرزاد وايي، د هلمند ولایت په ځینو برخو کې د جګړې پای ته رسېدو په هدف یې له وسله والو طالبانو سره خبرې پيل کړې دي.
خو دا ځل د رسمي خبرو پیلولو پر ځاي قومي مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره رابلل شوي دي.
په مرکزي ښار لشکرګاه کې له خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي شیرزاد وویل، دغه خبرې د ولایت په کچه کېږي او په وینا يې دغه مذاکرات د پاکستان د کوټې له شورا سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ځانګړو ځواکونو قومندان، چې دغه ولایت ته د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره تللی، مني، چې د ځايي امنیتي چارواکو د غفلت له کبله پر سنګین ولسوالۍ د طالبانو بریدونو پایله کې افغان امنیتي ځواکونو ته د سر زیان اوښتی او وايي، طالبانو یو څه پرمختګ کړی.
د افغانستان په سویل هلمند کې چې په نسبي ډول نا امنه ولایت بلل کېږي، ځايي اوسېدونکي وايي، چې وسله وال طالبان اوس هم په دېشو، واشیرو او باغران ولسوالیو کې پیاوړی نفوذ لري.
هلمند کې د تاوتریخوالي د عواملو په اړه پوښتنې ته ځواب کې جنرال اسدالله شیرزاد د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه په دغه ولایت کې د امنیت ګډوډولو په هڅو کولو تورن کړل.
طالبانو نژدې یوه نیمه میاشت مخکې په سنګین ولسوالۍ کې پراخ بریدونه پیل کړل، چې دغو بریدونو کې هم طالبانو ته او هم افغان امنیتي ځواکونو ته د سر درانه زیانونه واوښتل.
ځايي چارواکي وايي، طالبان یې له ماتې سره مخامخ کړي، خو د دغه ولایت اوسېدونکو په خبره اوس هم د دغه ولایت په موسي کلا، سنګین، نوزاد او کجکي ولسوالیو کې له هر لوري نښتې روانې دي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/08/140814_ma_afg_defence_ministry_helmand.shtml[/quote:8fd5c5445b]


پتوال
15.08.2014

«دا ځل د رسمي خبرو پیلولو پر ځاي قومي مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره رابلل شوي دي».

ولې ایله اوس ؟،‌ حال داچې له اول سر څخه باید له همدې لارې کار اخیستل شوی وای!‌ یو ملی دولت او حکومت به همدغسې کول،
خو خبره ټوله داده چې حکومت ملی نه دی، پردی لاسپوڅی ګوډاګی حکومت دی او ملی تګلارو ته تن نه ږدي او د جګړې په غځولو سره خپل ژوند او د cia او isi لاسوهنه او لاسرنه غځوي. آیا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟


lawangin
15.08.2014

وروره داخبره طالبانو رد کړې ده ، طالبان له غلو سره خبرې نکوي
او دخبرو لپاره خپل شرائط لري !
دکابل فاسدين له خنځيره مردار ، له چرګه ناپوهه او په شيطاني ، درواغو ، جهل کاري ، چلبازي او رشوت خوړلو کې اوله درجه دي
يو مافيایې سيستم دی تر څو یې چې جرړې ونه باسې بله چاره نلري !
همدا خبره ده دوی هرکار چې کوي هدف یې دالر او ځان ټينګول دي
او cia یې هم په څنګ کې ولاړه ده , دالر پرې شيندي !
دا فاسدين هغه د لوط دقوم کارونه کوي او الله د تباه کړي !

[quote:256525a73e="پتوال"]«دا ځل د رسمي خبرو پیلولو پر ځاي قومي مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره رابلل شوي دي».

ولې ایله اوس ؟،‌ حال داچې له اول سر څخه باید له همدې لارې کار اخیستل شوی وای!‌ یو ملی دولت او حکومت به همدغسې کول،
خو خبره ټوله داده چې حکومت ملی نه دی، پردی لاسپوڅی ګوډاګی حکومت دی او ملی تګلارو ته تن نه ږدي او د جګړې په غځولو سره خپل ژوند او د cia او isi لاسوهنه او لاسرنه غځوي. آیا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟[/quote:256525a73e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more