د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

حكمتيار صيب بيا نغاره وډنگوله

lawangin
14.08.2014

حكمتيار صيب بيا نغاره وډنگوله

نشرونکی: abdullah khan

لیکوال: الحاج امام الدین ساپی
زه خپله ليكنه د ارواښاد الفت صيب په يوبيت اووينا پيل كوم وايي.
گورم جهان كې څوك كعبه ځني بوتان جوړوي.
غلطه پوهه له سړي ځنيې شيطان جوړوي
بيا وايي : په سياست كې وايه يو څه كوه بل څه .
زمونږپه كلې كې به چې كله په كومې كورنۍ كې هلك ځوانۍ ته ورسيدنوسمدلاسه به يي ورته دكوژدې غم كاوه چې دهلك په پښوكي زولنې واچوي اودژوندكاروبارته يې پام شي ماناداچې مسوليت يې وردغاړې شي خوكله به يې چې كوژده ورله وكړه نوله هغه ورځي ورسته به د دغې كورنۍ دښواوبدو هرڅه به يې دنوي كوژدې پورې تړل كه چېرته به كورنۍ ته كومه خوشحالي راغله نوټولې كورنۍ به په يوه خوله ويله چې دزمونږ دكوژدني قدم نيك دي اوكه چيرته به پكي كومه بده پيښه يا مړى وشونوټول كلي كې به ويل كيده چي دفلانۍ كورنۍ دكوژدنې قدم سپيره دى هغه يې وڅټه هغه بده پيښه ورته پيښه شوه .اوس راځم اصلي مطلب ته په ويبپاڼوكې مې ولوستل چې حكمتيارصيب په كابل كې خپل دفتر پرانيزي دمسولينودنومونوپه هكله يې وړاندوينې هم شوي دي ړومبي خوټول حزب اسلامي ٩٩٪دصليبيانوپه چوپړ كي ول اوځينې كه بهرپاتي ول هغوهم دصليبيانودرضايت لپاره په محتلفودندوگمارل شوي څوك داربكي په نامه څوك دقلم له لارې بايد دوطن دخپلواكۍ دلارې دلارويانو په مقابله كي په پوره ايماندارۍ سره جد وجهد وكړي ترڅوديرغلگرودرحم باران پرې وشي چي داورستۍ لورينه به دښاغلي حكمتيارصيب تگ كابل ته دمقام اودتورليست څخه دهغه دنوم ايستل وي كه چيرته داكاروشي نوزه داوس نه دافغانستان مظلوم اومجاهد ولس ته زيرى وركوم چي زمونږگران هيواد دازادي پولې ته نژدي شوي ځكه زه په يادلرم هركله چې دحكمتياركوژده دهردولت سره شوي د هغه دولت شپې اوورځې بيادگوتوپه شماروي اوهغه دولت دنابودۍ كندې ته پريوزي ځكه د ده قدم داسې سپيره دى چې شاهان دشان وشوكت خاوندان په سپيره ميدان كښينوي اوپه هرځاى چى قدم كيدي پر هغه ځاى بيا اوربليږي . زه دحكمتيارصيب تگ كابل ته په نيك فال نيسم اواوس ډاډه شوم كه دالله ج رضاء شوي وي نوزمونږگران هيواد دپوره خپلواكۍ په درشل كى دى ځكه د ده قدم ډيرسپيره دى هرځاى ته چې ورسيږي په هغه ځاى اوربليږي. لوستونکو ته به يا دوى چې کله حکمتيار د رباني په مقابل کې له چاراسيابه جګړه پيل کړه او د ٣٦٠٠٠ کابل ښاريانو په شهادت يې بيا هم ناکامي وليده نو په پوره شرم يې په کابل انټرکانټينيټل هوټل کې د صدر اعظمۍ چوکۍ ته سر ټيټ کړ ١٩٩٦ کال د کابل پر ښاريانو يو بله جګړه پيل شوه د شپې مزايل په هوټل ولګيدل چې قاري برکت الله خپل د پيل تلاوت پيل هم پوره نکړه د طالبانو په مقابل کې د رباني خواکې ماتې له همغې شپې پيل شوه. زه بيا هم وايم چې د کابل د موجوده ادارې بشپړ زوال به د حکمتيار د دفترپر پرانستلو پيل شي.هيله من يم چې دچاخواء پرې درنه نه شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more