د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ناروې د طالبانو د وخت د حکومت د روغتیا وزیر شړلئ

اتل
06.08.2014

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
د بې ګناه ولس په مقابل کې د طالبان تشدد، قتلونو، بې رحميو، غیراسلامي او غیر انساني پالسيو په ګرده نړۍ کې ددهشت، وحشت، ګواښونو، وېرې او ترهې انګازې خورې کړیدي.

دطالبانو د ناروا او جنایاتو د شدت زیاتیدل ددې سبب شول چې د ناروې د حکومت د مهاجرو وزارت د طالبانو د وخت د حکومت دروغتیا وزیر عبدالرؤف چې دیارلس کاله پخوا دطالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته ناروي ته ګډوال شوی او په اوسلو کې اوسیده، پدې وجه د خپل ملک نه وشړي چې ګواکي دهغه شتون د ناروې ملي امنیت او خلکو ته ګواښ دی.

د القاعدې سره د طالبانو اړیکو دطالبانو حیثیت او موقف نور هم خراب کړیدئ. هرڅومره چې القاعده او دهفې مربوطې ډلې ټپلې ددنیا په ګوټ ګوټ کې خبریږي او دهغوی اعمال په هيڅ میچ د نړیوالو دپاره د منلو ندي، په هغومره اندازه د طالبانو موقف ته هم نقصان ور رسیږي.

نړیوال چې د بوکو حرام لخوا په افریقا کې د جنایاتو او ښځو د تښتول، په عراق کې دداعش د جرمونو او خلافت دعوې اورې، نو دافغان او پاکستاني طالبانو نه نوره هم کرکه کوي، ځکه چې دغو ټولو ډلو ته دداسې افراطي او بدعتي مسلمانانو په سترګه کتل کیږي چې غواړي د قتلونو، لوټ ماریو او جهان سوزۍ له لارې قدرت ته ورسیږي.

طالبان باید اوس پوه شوی وی چې هر عمل عکس العمل لري. ددنیا ملکونه دډلو او ګوندونونه ډک دي. هغوی چې د صلحې او متمدنو طریقو له لارې مبارزه کوي نه یوازې دا چې څوک یې مخالف نه کوي، بلکه تقدیر کوي یې هم. طالبان که غواړي چې په نړئ کې خپل حیثیت بهتره کړی، د صلحه ایزو طریقو ندې کار واخلي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=32638


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more