د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

حشمت خلیل د چا په آه کې لمبه شو؟

lawangin
02.08.2014

[img:23a8595065]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/08/Hashmat-khalil-Farhangyan-620x330.jpg[/img:23a8595065]

په انځور کې له چپې نه ښۍ خواته!
اول غفور لېوال ، دوهم حشمت او څلورم زرين انځور ليدل کېږي !
لونګين

حشمت خلیل د چا په آه کې لمبه شو؟
نشرونکی: وحید پاڅون

لیکوال: حسان شلګری
په کندهار کې د آسیاسیکورټي ګروپ په نامه د امنیتي کمپنۍ مشر او
محلي مخور حشمت خلیل کرزی د کوچني اختر په دوهمه ورځ په
خپل کور کې په مرموز ډول ووژل شو،تراوسه په مستنده او دقیقه
توګه نه ده ثابته چې نوموړی څنګه او چا لخوا وژل شوی دی،
مطبوعاتو او چارواکود خپل عادت له مخې پیښه فدایي برید وبلله،په
داسې حال کې چې نور کره معلومات وایي چې په نوموړي فدایي
برید نه دی شوی.
حشمت خلیل ووژل شو، د وژل کیدو لپاره یي ګڼ توجیهات او دلائل
شتون لري،په کندهار کې په محلي سطحه قومي رقابت،د
یارمحمدکرزي له زامنو سره کورنی رقابت،دحامدکرزي له کورنۍ
سره د قومي مشرۍ په سر رقابت،له امنیه قومندان رازق سره
رقابت چې په وروستیو کې وروستۍ کچې ته پورته شوی و او
همدغه راز له توریالي ویسا سره رقابت ، یو راوي وایي چې د
حشمت خلیل په شخصي ژوبڼ کې د حیواناتو یو قفس خالي ولاړ و
یوه ورځ یي کوم انډیوال پوښتنه ترې وکړه چې دادې ولي خالي پرې
ایښی ده ځواب ورکړی و چې په دې کې توریالی ویسا اچوم.

حشمت خلیل ووژل شو،په افغانستان کې دداسې کس وژل کیدل کوم
نادره یا له انتظار پورته خبره نه ده، مګر د نوموړي له وژل کیدو
وروسته ځینو منت بارو یي د خوښیو په دې موسم کې د ویر ټغر
غوړولی، ته وا حشمت خلیل یو معصوم شخص و، درست عمر یي
مسواکان خرڅول او اوس چا بې ګناه وژلی دی، د حشمت خلیل د
ژوبڼ له قچرو او ګیدړو راونیسه بیا دعلومو اکاډمۍ تر غفور لیوال
پورې ټول خپه دي او وایي چې دا سړی نو ولې ووژل شو، د
حشمت خلیل زمری خوراک نه کوي، ګیدړې او بیزوګیان یي ننوتي
لکۍ ناست دي او چورتونه یي خراب دي، غفور لیوال چې ځان د
شلو ملیونرانو په وړاندې د لومړي خط مبارز بولي، په میلیونر
حشمت خلیل داسې اوښکې تویوي چې دسړي باور نه راځي، د
نوموړي فیسبوکي اربکیان هم خپه دي، دغه د دموکراسۍ مفلس
خدمتګاران چې په میاشت دوو کې یي دحشمت خلیل په دربار خپلې
سپورې کولمې غوړولې او په مړه ګیډه یي خوراک کاوو اوس داسې
انګیري لکه په کندهار کې چې د ډوډۍ دروازه پرې دریدلي وي،
حشمت خلیل له دوی سره بله هیڅ احسان نه دی کړی پرته له دې
چې کومه ورځ یي د خپلو حیواناتو په شان په دوی هم دغوایي
غوښې خوړلي وي.
خلک دې هرڅه هرڅه وایي او هرچاته دې دنوموړي د وژنې ګوته
نیسي،مګر ماته د نوموړي دعبرتناک مرګ اصلي عامل معلوم دی.

د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ مې د کابل – کندهار په لویه لاره ډیر
تګ راتګ درلود، دا د امریکایي پوځیانو د زیاتوالي او اکمالاتي
کتارونو د تلو راتلو داوج کلونه و، د کابل کندهار لاره به روزانه د
امریکایي اکمالاتي موټرو او ورسره د سیکورټیانو په نوم د شخصي
امنیتي کمپنۍ د وسلوالو د تیریدو شاهده وه.

ما دامریکایانو ظلم او وحشت هم لیدلی،افغاني اردو، پولیس او نور
بې جلبه ټوپکوال مې هم لیدلي،مګر هغه وحشت او فضیحت مې چې
په دغو سکورټیانو کې په خپلو سترګو لیدلی شاید دافغانستان ځمکې
او اسمان تردې وړاندې نه وي لیدلی.

په دې امنیتي کمپنیوکې دهیواد مختلفو سیمو ترټولو ر‌ذیل ، پریوتي،
بې حیاء، بدکاره او وحشي اشخاص راټول شوي وو، خیرن خریلي
مخونه، اوږده اوږده بې ډوله بریتونه،په پتلون اغوستي کمیسونه،
خلاصې تتۍ،په لاسونو رسم کړي لړمان او ډول ډول رسمونه،د
چرسو او هیرویینو لوخړې او له هرې خبرې سره ښکنځلې او پوچ
وپاش ددې توپکوالو همیشنی خاصیت و،ما په امنیتي حلقو کې د
اخلاقي فساد په اړه اوریدلي و خودلته مې په لومړي ځل لیدل چې
دسیکورټیانو په نامه دې بې جلبه ټوپکوالو کم عمره سینګار کړي
هلکان له ځان سره په موټرو کې ګرځول،حتی یوه ورځ مې د
امریکایي اکمالاتو له یوه ډرایور څخه واوریدل چې دهمدې
سیکورټیانو د فحاشۍ له امله خوش قیافه ځوانان د اکمالاتو موټر نه
شي چلولای، ځکه داسې ډیر پیښ شوي چې دشپې په مهال
سیکورټیانو په ډلییز ډول په کوم ډرایور باندې جنسي تیری کړی
وي.

دهمدې سیکورټي وحشیانو یوه کمپنۍ د حشمت خلیل کرزي له خوا
رامنځته شوې وه، ددې کمپنۍ نوم اسیا سیکورټي ګروپ و چې
دکابل – کندهار په لویه لاره یي دامریکایانو د اکمالاتو امنیت ساته،
دحشمت خلیل وحشیانو د کابل – کندهار د لارې په اوږدو کې
دوحشت او قساوت داسې داستانونه پرې ایښي، چې شاید ددې لارې
دغاړو خلک یي درست عمر په یاد ولري،دغه ظالمان چې له طالبانو
سره دمقابلې توان او غیرت یي نه درلود کله به چې په جنګ کې
زیانمن شول ټول زور یي له بې دفاع عامو خلکو ایست،دوی به چي
له کاروان وړاندې په خپلو سرف موټرو کې راخوشي شول، نو
دلارو په غاړو کلیوال اړ وو چې له ضرر نه یي د ځان ساتلو په
خاطر کورونو ته پناه یوسي، دوی به دخلکو په باغونو، کښتونو او
کروندو کې واړول، دباغونو د میوو تالان به یي پیل کړ نه یوازې به
یي ځانونه پرې ټنډ کړل بلکې موټرې به یي هم ترې ډکې کړې تر
څو یي به کرز کې دحشمت خلیل دربار ته ورسوي، دغزني د
اسپندې، ناني،ملا نوح بابا ، موشکي، عسکرکوټ، تودې چینې، جنډې،
مقر او نورو سیمو همدا راز د زابل د مختلفو سیمو هغه هیوادوال
چې د لوی سرک په غاړه یي باغونه او پالیزونه درلودل په تیرو څو
کلونو کې يي له خپلو باغونو کوم حاصلات لاس ته نه دي راوړي، د
دوی باغونه او پالیزونه هرکال په منظم ډول د حشمت خلیل د
سیکورټیانو لخوا لاش کیدل، حتی عیني شاهدان دحشمت خلیل د
وحشیانو په اړه وایي چې په حقه روژه کې د حشمت خلیل وحشیانو
نه یوازې د باغونو انګور خوړل ، بلکې تر خپل منځ یي نور خورا
ناوړه کارونه هم ترسره کول او چې کله به کاروان تیر شو، د تلو
په وخت به یي دخپلو سرپونو او کرولا موټرو ډګۍ له انګورو بار
کړي او وبه خوځیدل.

غفور لیوال او فیسبوکي اربکیان یي چې ځان د حشمت خلیل د
سترخوان او خرابات پوروړی بولي او په مرګ یي اوښکې تویوي
شاید دوی هم د حشمت خلیل په دسترخوان په هغو انګورو شخوند
وهلی وي، چې دغزني اوزابل د مظلومو باغدارانو له باغونو راغلا
کیدل، د حشمت خلیل وحشیانو یوازې د خلکو مال او عزت له خطر
سره نه و مخ کړی بلکې د خلکو په وژلو یي هم سرپه نه کوله، دوی
ددې لارې په اوږدو کې په سلګونو بې ګناه کلیوال ویشتلي او په
مرمیو غلبیل کړي دي، دغزني د قره باغ یو اوسیدونکی کیسه کوي،
چې څوکاله وړاندې د قره باغ د موشکي سیمې په ابراهیم خیل کلي
کې د په امریکایي کتار برید وشو، له برید ډیر وروسته چې طالبان
له سیمې لاړل د حشمت خلیل ټوپکیان په کلي ورننوتل، دوی ته بل
څوک په لاس ورنغلل، خو د یوې کلا مخې ته د یوه کور پیغلې نجلۍ
چې د غوشایو شکرۍ یي په سر وه غوښتل یي چې دکلا مخې ته یي
لمر ته ویړ کړي، دحشمت خلیل وحشیان چې د لړم په نشه کې وه
خپل کلاشینکوف یي په همدې مظلومه او ناخبره کلیواله پیغله
راوڅرخاوو، مسلمانه بې ګناه نجلۍ یي دخپلې دروازې ترمخ
وویشته او ځای په ځای یي په شهادت ورسوله.

د رسنیو په دې بیروبار کې چې تر هرې ډبرې لاندې یو خبریال دی،
هیچا ددې ظلم په اړه راپور خپور نه کړ، غفورلیوال چې د کرز د
باغ وحش په مشر باندې اوښکې تویوي هم یي دې مظلومانه قتل
ضمیر ونه لړزاوو، قره باغۍ پیغله په خپلو وینو کې غرقه د شهادت
په جامو کې قبرته ورټیټه شوه، هیچا یي یادونه ونه کړه، هیچا
ورباندې اوښکې تویې نه کړې، هیچا یي دانتقام او غچ ټټر ونه واهه
، خو منتقم الله تعالی وعده وکړه چې ددې مظلومې انتقام به اخلي.

دا دی داختر په دوهمه نهمه د هماغو سیکورټي وحشیانو مشر په
داسې مرګ ووژل شو چې هیچا یي تصور نه کاوو، د غفور لیوال
دمطالعاتو مرکز دي د حشمت خلیل په قاتل پسې نه ګرځي، زه ورته
وایم ، حشمت خلیل بل چا نه دی وژلی ، حشمت خلیل د قره باغ د
مظلومې مؤمنې شهیدې په آه کې لمبه شو.

ظالمان او قساوتګر ټوپکیان چې د ډالرو نشې اخیستي او د بې وسلې
وګړو په عزت او ژوند لوبې کوي دوی څه فکر کوي چې دا مخلوق
خالق نلري؟
ددې مخلوق آهونه کوم د رسیدلو او اوریدلو ځای نلري؟ او د
پوښتنې څوک یي نشته؟

ټوپکماران اود غفورلیوال غوندې ددوی کاسه څټي قلمکاران دي په
دې پوی وي، چې الهي عدالت څه ددموکراسي رشخوتخوره محکمه
نه ده چې هر څه به په کې د زورور او ظالم په تله تلل کیږي،
اللهي عدالت د کمزورو او مظلومانو فریادرس او مرستندوی دی، او
دحشمت خلیل غوندې د ظلم او وحشت له مخکښانو د مظلومو
شهیدانو غچ اخلي.

د تاریخ کړکی به ولیکي : هغه چې له کبره یي ښکرونه په
رازرغونېدو و او له ځانه یي اوه دیواله تاو کړي وو د یوې
مظلومې شهیدې په آه کې داسې لمبه شو چې خپل او پردي یي ټول
حیران کړل . فاعتبروا یا اولی الابصار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more