د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډاکټر اشرف غني احمدزي ته پرانستی ليک


ع کريم حليمي
31.07.2014

ډاکټر اشرف غني احمدزي ته پرانستی ليک
محترم ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی!
السلام الله عليکم ورحمته و برکاته!
د ۱۳۹۳کال د ټاکنو تر دوهم پړاو وروسته، د سرطان ۲۱مې (د جولای دولسمې) معاملې افغان ولس ډېر پرېښانه کړی دی.
د افغانستان خلک؛ د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير ښاغلي جان کيري په مشرۍ، ستا او د ټاکنو د ناکام نوماند ډاکټر عبدالله ترمينځ دغه معامله، د ملت د ارادې سپکاوی او ستا لويه ناکامي ګڼي.
دې مثلث د افغان ولس د هيلو او د هېواد د اساسي قانون سره په ټکر کې داسې معامله وکړه چې له مخې به يې تېرې ټاکنی هيڅ وړونکی او بايلونکی نه لري، بريالی او ناکام نوماندان به ګډ حکومت جوړوي، اجرائيوي بست به جوړيږي، دوه کاله وروسته به په صدراعظمۍ اوړي، واک به وېشل کيږي، او تر دې ټولو ډېر د پارلماني نظام جوړولو اوازې د ولس په اذهانو کې لويه وېره خوره کړې ده.
دا هغه څه وه چه ډاکټر عبدالله په ۲۰۰۹ کال کې هم غوښتل خو ارمان يې خاورې شو، نن دادی د ښاغلي جان کيري له برکته خپلې موخې ته ورسېد، ته هم پرې خوښ او قانع ښکارې خو اندېښنی، شکونه، پښېماني او د زيان او بايلات احساس افغان ولس او ستا پلويانو ته ور په برخه شو.
د افغانستان خلک حيران دي چې تر پرونه پورې ددې مثلث يوه خوا (د کابل بانک ټيم) و، بل خوا (تقلب کاران) او درېيم لور ته هغه نړيوال چې د افغان ملت رايې او په افغانستان کې ډيموکراسي ورته مهمه وه؛ خو نن نه غله شته، نه تقلب کاران او نه د افغان ولس ارادې ته ژمنتيا!
ګرانه مشره!
لکه تاته چې څرګنده ده، ستا د ټاکنيز کمپاين ډېره برخه د رضاکارو ځوانانو لخوا ترسره شوه، ډېرو ورونو او خوېندو پرته له کوم امتيازه، په سختو شرايطو کې، د بېلابېلو ګواښونو او خطرونو په منلو سره، ستا د برياليتوب لپاره شپه او ورځ په ځان يوه کړه.
د افغانستان خلکو په بې ساري جوش او خروش سره په ټاکنو کې برخه واخيسته؛ هغه ښځې چې ډاکټر ته نه تلې، ستا لپاره د رايو مرکزونو ته لاړې؛ هغه بوډۍ انا چې ولسي جرګې ته کانديد زوی يې په دې نه وه راضي کړې چې د رايې اچونې مرکز ته لاړه شي، ستا لپاره يې ځان په ټيکري کې تاو کړ او له کوره ووته؛ هغه پلار چې ټاکنې يې حرامې ګڼلې، ستا لپاره يې د خپل اولاد مړ جسد پټ وساتلو تر څو يې کليوال په مړي مصروف او تاته له رايې درکولو پاتې نشي؛ .......
او د ملت يوه لويه او تيت و پرک برخه په تا راټوله شوه.
دا ولې؟
ايا ته کوم پېغمبر وې چې دا ياغي باغي او بې پروا ملت دې ستا په اطاعت او محبوبيت دومره مجبور وي؟
نه، بلکې خبره داوه چې دې زورېدلي او مايوسه ولس له تا هيلې لرلې، پر تا يې باور درلود چې په هېواد کې به يو مثبت بدلون راولې.
خو ښاغليه مشره! تا د ولس له هيلو او باور سره څه وکړل؟؟؟
ستا يو لوی ټاکنيز شعار د ايتلاف نه کول او سهامي حکومت نه منل و، او دا خبره له ايتلافونو څخه د ځورېدلي افغان ولس د زړه اواز و، خو ايا دا ژمنه يوه لويه جفا نشوه؟
دا خو لا د پټي سر دی، له ټاکنو څو اونۍ نه دي تېرې، له اوسه داسې لويه وعده خلافي، ملت به ستا په نورو وعدو څنګه اعتبار وکړای شي؟
نن د ملت هېلې په ناهيلۍ بدلې ښکاري، د هغه ملت هېلې چې ډېر وخت وروسته هيله من شوی و او په زړونو کې يې يو ډول خوځښت رامينځته شوی و.
نن يواځې پر تا نه، بلکې ددې ولس په لوستو ځوانانو هم باور له مينځه تلونکی ښکاري، پر هغو ځوانانو چې ستا لپاره پر ډېرو چغو وهلو يې ستوني ناست و.
نن په ډيموکراسۍ باور ختم شو، نور به دا ولس ټاکنو ته په کومه سترګه ګوري، د څه لپاره به په ټاکنو کې برخه اخلي او ولې به رايه ورکوي؟
ته خو پوهېږې چې دې ولس د ټاکنو په پروسه کې څومره قربانۍ ورکړه، د هېواد په لويديځ کې ستا د ملاتړو ګوتې پرې شوې او په ختيځ کې ستا ملاتړي ګلونه ماشومان شهيدان شول، د هېواد په بېلابېلو برخو کې توهين شول، وډبول شول، او ووژل شول او تر ټولو ځورونکې خو دا چې ستا د ملاتړو توهين او وژل لا دوام لري. ايا ته په دې حقيقت نه پوهېږې چې د پکتيکا د ارګون دوه ورځې مخکينې پېښه له دې غيور ملته د غچ اخيستنې يوه هڅه وه، چې تر يو نيم سلو ډېرو بې ګناه وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
ډاکټر صاحب!
نن چې په هېواد کې څه روان دي، يو ناکام نوماند د افغانستان د خلکو اراده له مينځه وړي، د ولسواکۍ جنازه خاورو ته سپاري، د قومونو سپکاوی کوي، د هغه بدمعاشۍ او قانون ماتونې ته هيڅ څوک څه نه شي ويلی، حتی له ټاکنو داسې يو ريشخند جوړيږي چې هيڅ بايلونکی نه لري، نړيوال هم د افغانستان قوانين تر پښو لاندې کوي، د ولس پر رايو ملنډې وهي او د همدې ناکام نوماند پر ګټه خپل سوغات او خپل محصول (ولسواکي) تر پښو لاندې کوي.....
دا هر څه ولې؟
وايي چې زور يې په نهمه مياشت مالومېږي، دا هر څه د کرزي د تېرو مصلحتونو له امله دي، چې د قانون حاکميت او کار د کار اهل ته سپارل يې د مصلحتونو او ايتلافونو قرباني کړل؛ ستا مصلحت او ايتلاف هم د افغانانو هيلې په دې وېرې وربدلې کړې چې د ګران هېواد راتلونکی به تر اوسني حالته څو چنده ناوړه وي، دا بې ځايه نازول شوي به نور هم بد اموخته شي، لوچکي او اوباشي به تل پر قانون بريالۍ پاتې شي.
ډاکټر عبدالله او د هغه ټوپکيانو ملګرو په ټاکنو کې د خپلې ماتې د توجيې لپاره د ټاکنو روڼوالی او مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوست، غوښتل يې نړيوالو ته وښيي چې سيال يې په درغلۍ ګټلې، په مقابل کې افغانانو هيله لرله چې د دوی دغه سياسي بداخلاقي او لنډغري به ژر پای ته رسيږي او بيا به د ټاکنو د حيثيت د اعادې لپاره بښنې غوښتنې ته اړ کيږي، نه دا چې د ټاکنو ګټونکی داکټر غني به هغوی ته تسليميږي!
ډاکټر عبدالله او ډلې يې په خپلو ناوړه اعمالو د افغان ولس زړونه له ټوپک او لنډغرۍ تور کړل، ډاکتر صاحب اشرف غني! که ته او ستا ډله همداسې د ولس د ارادې خلاف کړنو ته دوام ورکړئ نو تاسو به د افغان ولس زړونه له قلم او سياسته تور کړئ! دې ولس له يوه هم خير ونه ليد، له بده مرغه ددې بېچاره ولس هغه هېلې هم په اوبو لاهو کېدونکې ښکاري چې د ټوپک پر ضد يې له قلمه لرلې.
همدا اوس د ډېرو افغانانو باور مات شوی، دوی چې پرون يې ستا په ګټه شعارونه ورکول، نن له بده مرغه تا هم د هغو نورو افغان سياسيونو په شان ګڼي چې نه شرم لري او نه غيرت، نه د خدای د ناخوښۍ پروا لري او نه د ملت د بې باورۍ، نه ورته ملي ګټې ارزښت لري او نه اساسي قانون؛ بلکې د هرې چارې يواځينۍ موخه يې واک ته ځان رسول او د واک ساتل دي.
له بده مرغه نن تا هم څوک رای فروش، څوک سياسي سوداګر، او څوک سياسي منحرف ګڼي. څوک وايي پرون راغی نن بابا شو او له ځينو سره بيا دا شک پيدا شوی چې سياسي رشوت ورکوونکی به څنګه فساد له مينځه يوسي. ستا ډېرو پلويانو د اعتراض په ډول د راي ورکونې کارتونه په اور وسوځول.
د پرمختګ او مثبت بدلون لپاره، تا نه د ولس لومړنۍ هيله د يوې قوي او مسلکي کابينې جوړول و، ايا د ولس دا هيله ځوانيمرګه نشوه؟ پرته له شکه چې د داسې يوې معاملې په صورت کې به ستا کابينه لکه د کرزي هغې غوندې او يا تر هغې هم بدتره وي.
دوی د کرزي په شان له تا هم راتاو شول او محاصره يې کړې، د کرزي په شان ستا د حکومت ډېر وزارتونه، ولايتونه، سفارتونه او نورې ادارې هم ټيکه شوې، دا ادارې به تر پخوا ډېرې له اداري فساد او قومي انحصاره ډکې وي. افغان ولس وېرېدلی چې په داسې يو حالت کې به د کرزي په شان د غني بابا ټول پروګرامونه هم له ماتې سره مخ کيږي.
له دې پرته تا په دې معاملې سره د يوه وړ رهبر پسې، د يوه تيت پرک او ياغي باغي ولس د راټولېدنې خوځښت ټکنی کړ، په دې وروستيو کې عامه شعور په پخېدو و خو له بده مرغه چې هم ملت د راټوليدو نه مخكى بيرته وشيندل شو او هم د خلکو باور او د زړونو خوځښت ډېر ژر زيانمن شو.
ګرانه رهبره!
که دې ياد شي له ننه پنځه کاله وړاندې مې درته ويلي و چې د رهبرۍ او پېروۍ يو ارزښتمن اصل دادی چې رهبران او لارويان به په ګډ تفاهم مخکې سره ځي، ايا تا د يوه ريښتيني رهبر په توګه دا لازمه ونه ګڼله چې د داسې يوې خورا مهمې پرېکړې پر مهال دې د بهرنيو سفارتونو پر ځای د ولس اجماع ته مراجعه کړې وه او د خپلو هغو ميليونونو ملاتړو نظر دې اورېدلی و، د چا له برکته چې تا يو تش لاسي سړي دومره قدرت او مشروعيت پيدا کړ.
له بده مرغه، نن يو ځل بيا افغانان دې حقيقت ته متوجې شول چې فرد محوره سياستونه دا ډول ترخې پايلې لري، خو ته هم بايد دا هېره نه کړې چې د ولس د هيلو خلاف کړنې، افراد د ولسي بې باورۍ، او حتی نابودۍ کندې ته ورټېل وهلی شي.
ښاغليه مشره!
که د جان کيري لپاره خپل ملت او د هغوی غوښتنې هېرې شوې، دا ناهيلی ولس خو لږ تر لږه دومره حق لري چې د هغوی اندېښنو ته ځواب ووايې.
زه ددې هېواد د يو داسې بچي په توګه چې تاته مې رايه درکړې او تر خپل وس پورته منډې ترړې مې درته وهلي، له تا غوښتنه کوم چې:
۱- د خپلو ۴.۵ ميليونه ملاتړو رايو ته احترام ولره او ساتنه يې وکړه.
۲- ملت ته ددغې معاملې ټول جزيات څرګند کړه.
۳- ملت ته هر څه په خپله ژبه او په ډيپلوماسۍ نه، بلکې په ساده الفاظو بيان کړه چې د معاملې په اړه د خپرو شويو ډنډورو څه ريښتيا دي او څه دروغ؟
۴- ملت ته دا روښانه کړه چې د ايتلافونو او سهامي حکومت مخالف ډاکټر غني ولې ايتلاف او سهامي حکومت منلو ته اړ شو؟
۵- ايا د زهرو دې غړپ کې د ګران هېواد او افغان ولس لپاره خير او ګټې هم شته که څنګه؟
ستا وضاحت به دروغ او ريښتيا سره جلا کړي، د خلکو اندېښنې، شکونه او ناهيلۍ به څه نا څه له مينځه لاړې شي، او ستا حيثيت به هم خوندي شي.
کنه نو، ددې هېواد وګړي حق لري چې په پټو سترګو چا پسې لښکر نشي، بلکې دا ځل په شعوري ډول لښکر جوړ کړي او د خپلو رايو پوښتنه وکړي.
درناوی
ستا پخوانی کمپاينر
انجينير فضل هادي فضليار
د جولايي ۱۸مه۲۰۱۴
< قبلی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more