د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دډورنډ ددواړو غاړو دیني عالمانو انتحاري بریدونه حرام وبلل.

اتل
31.07.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د ډيورېنډفرضي کرښې د دواړو خواوو ديني عالمانو او قومي مشرانو ترمنځ د ملي يووالي په نوم غونډه وشوه.پدې ناسته کې د دواړو خواوو په شته ستونزو خبرې وشوې، دوى په خپلو خبرو کې ځانمرګي بريدونه،د مسلمانانوناحقه ځورول او نور ترهګريز عملونه د اسلامي اصولو سره خلاف وبلل او ژمنه يې وکړه، چې ددې غيربشري عملونو په ضد به مشترکه مبارزه کوي.
دخوست د ديني عالمانو مشر مولوي شاه محمد، مولوي حنيف شاه حسيني او ديني عالم مولوي نصرالله قاسمي وويل ، دکرښې دواړو خواوو ته پښتانه اوسيږي، چې ټول د يوه دين،د يوې ژبې او ګډ کلتور درلودونکي خلک دي، نو په همدې اساس د يوه او بل په درد ودرديږي او د ستونزو پروخت يو بل ته د ورورۍ او همکارۍ لاس ورکړي.
ديني عالمانو وويل پښتنو تل د اسلام د مقدس دين ،خاورې او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د سر په قېمت دفاع کړي، نو اوس هم بايد د خپلو پلارونو په څېر د هغو کړيو په ضد مشترکه مبارزه وکړي،چې د دغه مېړني قوم د ځپلو او وژلو لپاره يې بېلابېلې شيطاني دسيسې او پلانونه جوړ کړي دي.
ورپسې د شمالي وزيرستان ديني عالمانو مولوي محيب الرحمن،قومي مشر حاجي عمرخان وزير او حاجي جانان داوړ د پښتنو په اوسني حالت خبرې وکړې.دوى وويل د کرښې دواړو غاړو ته مېشت قومونه يو د بل وروڼه دي او هېڅ وخت به د چا په دسيسو يو له بل څخه بېل نه شي، خو دوى ددې يادونه وکړه، چې پښتون قوم د سختو حالاتو سره مخامخ دى، چې ددغه قوم يوازېنۍ ستره اشتباه بې اتفاقي ده، چې له امله يې دواړو خواوو ته پښتانه دا وخت د بد حالت سره مخامخ شوي دي.
د وزيرستان ديني عالمانو او قومي مشرانو ټينګار وکړ، چې د دواړو خواوو ترمنځ بايد دا ډول مشترکې غونډې دوام پيدا کړي، ترڅو د پښتنو قومونو ترمنځ تلپاتې يووالي،سولې،ثبات،ترقۍ او پرمختګ ته لار هواره شي او دهغو کړنو مخه ونيول شي، چې له امله يې په ناحقه توګه پښتون قوم د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شوى دى.
ددورند د کرښې ددواړو غاړو دیني عالمانو او قومي مشرانو ونله چې دوی باید داسې پرېکړې وکړي، چې موجوده ستونزې په دايمې ډول پاى ته ورسيږي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=32452


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more