د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د سهاروختي پاڅیدو ګټې!

تيمور
23.07.2014

سلامونه او نېکې هیلې،
درنو هیوادوالو، موږ ته زموږ د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) لارښونه ده چې وختي ویده شو، او سهار وختي له خوبه پاڅیږو.

اوس د طب او ارواپوهنې څیړنو د وختي ویده کیدو او وختي پاڅیدو ډیرې ګټې ثبوت کړي دي چې موږ ته پرې پوهیدل ډیر ضروري دي او مهمې یې دادي:

۱) په درسونو کې ښې نمرې لاس ته راوړل
۲) ډیر فعال او تیزبین کیدل
۳) د ستونزو د پیشبیني کولو د وړتیا زیاتیدل
۴) د ښې پلان ګذار ۍ وړتیا
۵) تمرین او فزیکي فعالیت ته وخت پیدا کول
۶) ښه او ارام بښونکی خوب
۷) ډیر خوشبین اوسیدل
۸) کار ځای ته اسان او ژر رسیدل
۹) د ارام او استراحت لپاره کافي ساعتونه لرل
۱۰) کورنۍ ته پوره وخت ورکول
۱۱) د ماسپيښیني لنډ خوب لپاره وخت موندل
۱۲) په دعا کې د زیات تمرکز کولو وړتیا
۱۳) د ښې اشتها او متوازنو خوړو د خوړلو توان
۱۴) د ناروغیو مخنیوی


آدم خان۱
27.03.2015

تیمور صیب سلامونه او کور مو ودان ،داخو څه دټوکو خبرې ندي دا ټولې خبری مو سل په سله سمې دي .
سها وخت را لټیدل او وخت پریوتل جسمانی او معنوی صحت ته ګټه لري، هم بدن استوار اوهم جیب په حلاله ډک.... خدای راضی، ضمیر آرارمه او مسولیت ادا، نور علی نور.


tandar
27.03.2015

دواړوته سلامونه اواحترامونه
خوټوکي هم د وجود په سلامتي ډيره اغيزه لري چه ميوه يې خندا ده
مننه


آدم خان۱
27.03.2015

......


آدم خان۱
02.04.2015

تندر صیب ځواب مو رانه کړ، نه چې نوره حوصله نشته که څنګه!

ټوکي چې نه وي خو هم نه کیږي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more