د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نه بښونکې ګناه

اتل
22.07.2014

محترمو ورونو، السلام علیکم
الله تعالا دې هغه ساعت نه راولي، فرضاً که زموږ اوستاسې په خویندو میندو دغسې چارې وشي څه به کوو؟
پرون د دوشنبې پر مازیګر د کوټې دسریاب په کمالو کلي کې چې ښځود اختر جامې او نور شیان اخیستل چا یې مخونو ته تیزاب وروشیندل او مخونه یې ور وسیزل. د سریاب پولیس وايي، بریدګر پرموټرسایکل سپاره ول او په سېرېنج (پیچکاري) کې یې تېزاب اچولي ول چې پرڅلورو ښځو یې وپاشل او هغوی یې ژوبلې کړې.

سریاب د پولیسو مشر عمران قریشي وايي، تر اوسه دا نه ده مالومه چې د دې ښځو پر مخونو ولې تېزاب وپاشل شول.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په سختو ټکو کې دا برید غندلی دی او اړونده چارواکو ته یې امر کړی دی چې په پېښه کې ککړ کسان ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

قدارمونو لوستونکو
پخوا په افغانستان کې هم دغه راز واقعات شويدي. ویل شوی وو چې طالبانو د کندهار په ښار کې دمکتب په نجونو هم تیزاب پاشلي وو، او دا دافراطیانو او بدعتیانو ازلي دښمنی ده چې د ښځو سره یې کوي. که دا طلبان وی او که بل څوک، دا عمل یې غیراسلامي، غیرافغاني او غیر انساني دئ. دا د انسانیت پرخلاف داسې یو ه ګناه او جنایت دئ چې هیڅوک یې نشي بښلئ.
http://www.mashaalradio.org/content/article/25465615.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more