د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

طالبان: خارجیان راسره نشته

میرویس
17.07.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه
طالبانو بیا بیا ویلي چې خارجي ترورستان او جګړه ماران ددوی سره په جبهو کې نشته دي.
خو موږ افغانان وایو نه یوازې دا چې طالبان خارجیان ورسره راولي، حتی په زور او جبر زموږ نه لوڼې هم دغو خارجیانو ته غواړي، زموږ عزت، پت او سپیڅلې پښتو تر پښو لاندې کوي او زموږ په غیرت او میړانه لوبې کوي.

دوو طالبانو چې پروسږ په وردګو کې په زور او جبر دیوه کلیوال نه یوه پاکستان طالب ته د هغه لور غوشته، چې وريې نه کړه نو یې سړئ د هغه د زوی سره غره پوتله چې جزا ورکړي او دلور ورکولو ته یې مجبور کړي. خو سړئ پدې بریالئ شو چې د طالب نه ټوبک واخلې طالبان د پاکستاني سره ووزني او بیا دخپلې کورنئ سره په میدان ښار کې د حکومت ته ور وتښتي.

دالاندې رپوټ د طالبانو دروغ چېبژ وزرونو الوزي یو ځل بیا ثابتوی او الله جل جلاله او ولس ته یې شرموي..
=====
کندهار کی"لشکرطیبه او د برما ترهګره ډله" جنګېږي
د خپريدو وخت: 13:22 گرینویچ - پنجشنبه 17 جولاې 2014 - 26 چنګاښ 1393
د کندهار د امنیت آمرسمونوال رحمت الله اطرافي وایي پاکستاني، چیچنيایي او د برما ترهګريزو ډلو په ښوراوک ولسوالۍ کې د بریدونو قومانده پر غاړه درلوده.
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د تېر پر خلاف په دغه ولایت کي د جګړې په لیکو کې د بهرنیو وسله والو پراخ شتون زیات شوی دی.
د کندهار د امنيت مشر اطرافي وایې چي تر دې وړاندې د افغانستان ګاونډیانو د افغاني طالبانو سره یوازی پوځی او مالي مرسته کوله خو اوس په دغه لیکو کي د بهرنیو وسلوالو شمېر زیات شوی دی.

ښاغلی اطرافي وایي، تېره شپه لسګونو پاکستاني، چیچنيایي او د برما ترهګريزو ډلو په ښوراوک ولسوالۍ کې د بریدونو قومانده پر غاړه درلوده.
د ده په وینا، دغه بریدونه د ډیورنډ کرښې د هعې غاړی څخه رهبري کېدل.
ښاغلی اطرافي وایي چې دتېرې شپې په بریدونو کې د پاکستان د ترهګرې ډلې لشکر جنګوي د ځانمرګيو روزونکی انجينر راشد پنجابی ټپي شوی او د برما د ترهګرې ډلې یو قوماندان ابوالظاهر حنيفي د خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.
د امنيت امر وايی، په دغه جګړه کې ۷۰ تنه وسله والو برخه اخيستې وه چې د ۱۵ جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پراته دي.
که څه هم په کندهار کې د وسله والو مخالفينو په لیکو کې د بهرنيو جنګیالو شتولی څه نوې خبره نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستاني ملېشو تر څنګ د لشکر جنګوي اورپکي او د برما ترهګرې ډلې جنګیالي د مخالفينو سره یو ځای د افغان دولت پر ضد جګړه کوي او هم يې اکمالاتي چارې سمبالوي.
طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي، که څه هم په تېر کې یې د خپلو جنګیالیو په لیکو کې د بهرنیانو ګډون رد کړی دی.
څه موده وړاندې په ځپنو افغان رسنیو کې داسې رپوټونه وو چې په عراق کې د اسلامي دولت لپاره جنګېدونکې ډلې(داعش) پلویان هم هڅه کوي په افغانستان کې جګړې ته ور ودانګي او جنګیالي وګوماري.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=11156


Re: طالبان: خارجیان راسره نشته

lawangin
18.07.2014

داخو دالله فضل دی چې مسلمانان اتفاق لري او تاريخي دنده یې ده!
کله چې ټول صليبي اشغالګر جنګيږي نو ولې ټول مسلمانان ونه
جنګيږي او له اسلامه دفاع ونکړي؟

نالت په جاسوسو دالر خورو بې وجدانو عناصرو!

[quote:7b8bb08006="میرویس"]ګرانو وطنوالو، سلامونه
طالبانو بیا بیا ویلي چې خارجي ترورستان او جګړه ماران ددوی سره په جبهو کې نشته دي.
خو موږ افغانان وایو نه یوازې دا چې طالبان خارجیان ورسره راولي، حتی په زور او جبر زموږ نه لوڼې هم دغو خارجیانو ته غواړي، زموږ عزت، پت او سپیڅلې پښتو تر پښو لاندې کوي او زموږ په غیرت او میړانه لوبې کوي.

دوو طالبانو چې پروسږ په وردګو کې په زور او جبر دیوه کلیوال نه یوه پاکستان طالب ته د هغه لور غوشته، چې وريې نه کړه نو یې سړئ د هغه د زوی سره غره پوتله چې جزا ورکړي او دلور ورکولو ته یې مجبور کړي. خو سړئ پدې بریالئ شو چې د طالب نه ټوبک واخلې طالبان د پاکستاني سره ووزني او بیا دخپلې کورنئ سره په میدان ښار کې د حکومت ته ور وتښتي.

دالاندې رپوټ د طالبانو دروغ چېبژ وزرونو الوزي یو ځل بیا ثابتوی او الله جل جلاله او ولس ته یې شرموي..
=====
کندهار کی"لشکرطیبه او د برما ترهګره ډله" جنګېږي
د خپريدو وخت: 13:22 گرینویچ - پنجشنبه 17 جولاې 2014 - 26 چنګاښ 1393
د کندهار د امنیت آمرسمونوال رحمت الله اطرافي وایي پاکستاني، چیچنيایي او د برما ترهګريزو ډلو په ښوراوک ولسوالۍ کې د بریدونو قومانده پر غاړه درلوده.
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د تېر پر خلاف په دغه ولایت کي د جګړې په لیکو کې د بهرنیو وسله والو پراخ شتون زیات شوی دی.
د کندهار د امنيت مشر اطرافي وایې چي تر دې وړاندې د افغانستان ګاونډیانو د افغاني طالبانو سره یوازی پوځی او مالي مرسته کوله خو اوس په دغه لیکو کي د بهرنیو وسلوالو شمېر زیات شوی دی.

ښاغلی اطرافي وایي، تېره شپه لسګونو پاکستاني، چیچنيایي او د برما ترهګريزو ډلو په ښوراوک ولسوالۍ کې د بریدونو قومانده پر غاړه درلوده.
د ده په وینا، دغه بریدونه د ډیورنډ کرښې د هعې غاړی څخه رهبري کېدل.
ښاغلی اطرافي وایي چې دتېرې شپې په بریدونو کې د پاکستان د ترهګرې ډلې لشکر جنګوي د ځانمرګيو روزونکی انجينر راشد پنجابی ټپي شوی او د برما د ترهګرې ډلې یو قوماندان ابوالظاهر حنيفي د خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.
د امنيت امر وايی، په دغه جګړه کې ۷۰ تنه وسله والو برخه اخيستې وه چې د ۱۵ جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پراته دي.
که څه هم په کندهار کې د وسله والو مخالفينو په لیکو کې د بهرنيو جنګیالو شتولی څه نوې خبره نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستاني ملېشو تر څنګ د لشکر جنګوي اورپکي او د برما ترهګرې ډلې جنګیالي د مخالفينو سره یو ځای د افغان دولت پر ضد جګړه کوي او هم يې اکمالاتي چارې سمبالوي.
طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي، که څه هم په تېر کې یې د خپلو جنګیالیو په لیکو کې د بهرنیانو ګډون رد کړی دی.
څه موده وړاندې په ځپنو افغان رسنیو کې داسې رپوټونه وو چې په عراق کې د اسلامي دولت لپاره جنګېدونکې ډلې(داعش) پلویان هم هڅه کوي په افغانستان کې جګړې ته ور ودانګي او جنګیالي وګوماري.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=11156[/quote:7b8bb08006]


میرویس
18.07.2014

لونګینه، سلامونه او احترامونه!
ښه شوه چې ستاسې عقیده او د حقیقت ویلو تحت الشعور وجدان را بیدار شو او دا خبره مو د شیخ سعدي په صراحت څرګنده کړه چې د طالبانو سره خارجیا په افغانستان کې اوږه په اوږه جنګیږي او افغان ولس په تیره بیا پښتون قام وزني او ټول ارزښتونه یې ترپښو لاندې کوي او د شرم، عزت، پت، وقار او اسلامي او ولسي عقایدو ته یې سپکاوئ کوي
تاسې په ډیرو لنډو ټکو کې د طالبانو دروغ ثبوت کړل، ځکه چې دوی په ګران افغانستان کې د خارجي بدعتیانو د حضور نه انکار کوي.
په درناوي.


lawangin
18.07.2014

ته چې هغسې وایې نو زه دغسې وايم !
ته چې هغسې کوې زه دغسې کوم !
که صليبيان ورک شي نو بيابه ددوی فاسده اخلاق لکه بجه بازي فحشا
رشوت او نور انتي اسلامي عمل ورکېږي هيڅوک به نه جنګيږي !
زمونږ جنګ دخارجي استعمار په مقابل کې دی اونه دافغان اولس ځکه
چې مونږ اولس يوو او برخلاف !

[quote:eb67dc1d32="میرویس"]لونګینه، سلامونه او احترامونه!
ښه شوه چې ستاسې عقیده او د حقیقت ویلو تحت الشعور وجدان را بیدار شو او دا خبره مو د شیخ سعدي په صراحت څرګنده کړه چې د طالبانو سره خارجیا په افغانستان کې اوږه په اوږه جنګیږي او افغان ولس په تیره بیا پښتون قام وزني او ټول ارزښتونه یې ترپښو لاندې کوي او د شرم، عزت، پت، وقار او اسلامي او ولسي عقایدو ته یې سپکاوئ کوي
تاسې په ډیرو لنډو ټکو کې د طالبانو دروغ ثبوت کړل، ځکه چې دوی په ګران افغانستان کې د خارجي بدعتیانو د حضور نه انکار کوي.
په درناوي.[/quote:eb67dc1d32]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more