د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ارګون پېښه او بېلا بېل احتمالات

طیب زابلی *
16.07.2014

د ارګون پېښه او بېلا بېل احتمالات
خپرونکی: خبریال / فرانس July 16, 2014
د ارګون پېښه خواښینونکې ده، پرون له غرمې مخکې پکتيکا ولایت دګڼ ميشتې ولسوالي ارګون په بازار کې درنه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیسو يو شکمن صرف موټر تر څار لاندی ونیوی.
د پکتيکا د امنیه قومندان له خولي چې پولیسو د بازار په هم دي له خلکو ډکه سېمه کې په شکمن صرف موټر درې ډزه کړي، چې بالاخره موټر انفجار کړی په نتیجه کې يې د ملاخیل په وینا ۴۰ تنه ملکي خلک شهیدان او تر ۵۰ زیات زخمیان دی.
د ملي دفاع وزارت سرچينې او ددغه وزارت ویاند نبي اعظمي وایې چې ۷۹ تنه شهیدان او په لوړه کچه زخميان د پېښې قربانې دي.
بېلابېل غبرګونونه پېښې له ځان سره لرل، د ملګرو ملتونو ادارې پېښه وغندله، افغان حکومت او ولسمشر کرزي پېښه په کلکو ټکو وغندله، مدني ټولنو او دواړو نوماند ولسمشرانو اشرف غنی او عبدالله هم دغه پېښه وغندله.
طالبانو په خپل وار د ملکې خلکو وژنه غندلي او د پېښې پړه يې په غاړه نه ده اخستې. مګر افغان حکومت او په حکومت کې ددننه سياسي شنونکې يې پړه په طالبانو اچوي.
څو لاملونه دي چې د پېښې اړوند ګوته ورته نیول کيږي.
لومړی: صرف موټر چې شکمن وو، د پولیسو تر څار لاندي راغلی، پولیسو درې ډزه پري کړي، او څارکوونکې پولیس هم دپېښې قرباني شوي، که پولیس مسلکې وای، ممکن چې دومره درنه مرګ ژوبله به نه وای اوښتې، پولیسو ته په کار وه چې صرف موټر يې په مهارت سره د بازار له ګڼه ګوڼې سېمې څخه ایستلای وای په مناسب ځای کې يې موټر چلوونکې اړ کړی وای چې ځان تسلیم کړی اويا یې بيا په هغه له خلکو تشه ساحه کې ډزي پري کړي وای، نو دغې پېښې به قربانيان نه لرل
۲-ډیر کم احتمال شته چې د پولیسو د ډزو له امله په موټر کې انفجاري موادو اور اخستي وي، پرته له دي چې موټر چلوونکې ځان ته چاودنه ورکړي دغې بدې پېښې صورت نیولی وي.
۳-په کار وه چې موټر چلوونکې چې کله له دغه ډول ضق حالت سره مخ کيږي، ددي په ځای چې موټر ته چاودنه ورکړي، هغه باید ځان له موټر څخه لیري کړی وای، تر څو په موټر کې چاوديدونکې انفجاري موادو چاودنه ونه شي، يا خو يې ځان پولیسو ته ژوندی تسلیم کړی وای، او يا يې خپل ځان ته يواځي چاودنه ورکړي وای چې په دغه حالت کې به هم د ملکې کسانو د قرباني کچه ټیټه او ممکن صفر وای، که موټر چلوونکې موټر ته انفجار ورکړی وي، دا د موټر چلوونکې جرم دی
۴-د هیواد سياسي حالاتو ته په کتلو سره دا احتمال هم شته چې په دغسي پېښو کې چې ملکې کسان يې قرباني وي، د نړيوالو ، ګاونډيو او ځینو خاصو استخباراتي شبکو لاس به پکې وي.
۵-ارګون داسي سېمه ده ددغې سېمې ډیر خلک اربکیان او دولت پلوه کسان دی، د پرونۍ چاودنۍ يوه موخه داهم کیدای شي چې ددغې سېمې د خلکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ دښمنې تازه او اوږده کړي.
افغان حکومت او په ځانګړې ډول د کورنيو چارو وزارت ته په کار ده چې د پېښې دقیق څیړنه وکړي، چې ولي د ګڼې ګوڼې په ډک بازار کې په شکمن صرف موټر ددوی پولیس ډزې کوي، د چا په امر او د کوم هدف له پاره دغه ډول غیر مسلکې کار کوي
طالبان چې يادې سېمې ته نږدې سېمو کې اوسيږې هغوی باید د پېښې پلټنه او جزیات ولس ته روښانه کړي، که دغه موټر د طالبانو له خوا جعل سازي شوی وي او يا د کومې استخباراتي کړۍ له خوا، او موټر چلوونکې قصدا انفجار ورکړي وی، ياداچې د پولیسو د ډزو له امله يې انفجار کړی. دابه مهمه وي چې خلک د پېښې په اصل پوه شي.
افغان ولس د شکيلو لورو د جنګ قرباني کيږی، ډیر وخت ملکې کسان د طالبانو او يا افغان حکومت د ډزو قربانی کيږي. په کار ده چې دواړه شکيل جنګیدونکې لوري د ملکې افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ نه کړي.
خبريال


مساپر
16.07.2014

بېلا بېل احتمالات نه شته، ریښتیا خو دا دي چې د ارګون هغه شیطاني خواښینونکې ځانمردارې حملې د حقاني تروریستی ډلې، چې په میرانشاه کې طرحریزي شوي وو، ترسره کړي دي.

ای مسلمانو ورونو، دا په کوم دین، او کتاب کې راغلي دي، چې بېګناه خلک د روژی په مبارکې میاشتې چې د رحمت، مغفرت او اطاعت میاشت دي، دغه شان ملکي او بېګناه مسلمانان شهیدان کوه؟

لعنت، لعنت او لعنت د اسلام په دښمنانو باندې!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more