د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سر ښندنه

میرویس
10.07.2014

ګرانو وطنوالو، د مینې ډک سلامونه وړاندې کوم
سر ښندنه د الله جل جلاله دبندګانودژوند دحفاظت او نیکمرغۍ په لاره کې یوه داسې قرباني ده چې قهرمان افغان ولس یې د تل دپاره درناوئ کوي.

دغه نیکمرغه، خود ګذره او زړور انسانان ماین پاکان دي چې په ر‌ډو رډو ورته ګوري چې همکاران یې یو پر بل پسې د ماین ایستلو په کاروزار کې مري او معیوب کیږي، خو دوی بیا هم د خپل وطن د نیکمرغۍ اوولس د سراو مال د ساتنې دپاره شپه او ورځ لګیادي دماین ایستلو په کسب کې د خپل سردسلامتیااو کورنۍ د خیر ښیګڼې سره ه لوبې کوی.

خو طالبان چې ماینونه خښوي او مکرراً د نور ولس تر څنګ دوي هم پخپلو خښو کړو ماینونو کې مري، د ماین پاکانو سره ددښمن سلوک کوي. کله یې و تښتوي، بیایې خوشي کړي او کله یې ترې تام کړي.

نن د پنجشنبې پر ورځ د(چنګاښ ۱۹) ګهیځ مهال د هرات په کهسان ولسوالۍ کې پر ماین پاکانوبرید شوی او شپږ ماین پاکان وژل شویدي. که طالبانو دا کار کړئ وي، نو دوی ولې د الله جل جلاله د بندګانو خادمان وزني؟ که دا طالبان نه وي، ولي دوی د خپل نفوذ په علاقو کې د بې ګناه انسانانو امنیت نشي ساتلئ؟
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140709_hh-deminers-killing-herat.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more