د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نن د طالبانو دپاره ښه ورځ نه وه.

اتل
08.07.2014

محترمو دوستانو، السلام علیکم
نن دطالبانو دپاره ښه ورځ نه وه، خو د صلحې او امنیت دپاره ګټوره وه.
په پلخمري کې د طالبانو نونس کسیزه ډله د خپلو وسلو سره تسلیم شوي او د صلحې د جریان سره ملکرې شویده. ددې ډلې مشري محمد دیان کوله. هغه ډاډینه ورکړې چې د جنګ نه به دلاس په اخیسلو سره دملک په آبادۍ کې ونډه واخلي. هغه نورو طالبانو ته هم بلنه ورکړه چې دهغه د ډلې په پله لاړشي.

له بلې خوا په تیره یوه شاوروز کې د پولیسو او اردو په عملیاتو کې د ملک په مختلفو ولایتونو کې ۵۱ طالبان وزل شوي، ۳۸ زخمی شوي او ۴ تنه نیول شويد ي.

دغو طالبي ډلو چې لاسونه یې د مسلمان ولس په وینو سره وو، ولس دهغوی د شر نه نجات پیدا کړ. د جنګ د ډګر نه ددې شمیر طالبانو په وتلو سره ولس د ګڼ شمیر ترورستي حملو نه بج شو.

اوس چې په ملک کې ولس دطالبانو د تروریزم پرخلاف په پراخه پیمانه په انتخاباتو کې ګډون وکړ، طالبان باید وسله پرمڅکه کیږي، ځکه چې دا ادعا یې غلطه ثابته شوه چې ګواکي د ولس ملاتړ ورسره دئ. طالبان هم اوس باید د ولس ارادې ته غاړه کیږدي.
http://www.khabarial.com/2014/07/08/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more