د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان ماین پاکی جرم ګڼي؟

اتل
21.01.2014

محترمو لوستونو، السلام علیکم
د فورم عزتمنو دوستانو، آیا ماین پاکي افغان ولس ته خدمت دئ؟
که خدمت وي، نو ولې یې طالبان ملاتړ نه کوي؟
آیا ماین پاکي یو نجیب خدمت ندئ؟
آیا ماین پاکي طالبانو ته ګته نه کوي او آیا د طالبانو ګشت او ګذار، نه ورسره آسانه کیږي؟
آیا ماین پاکي طالبانو ته ګواښ دئ؟
آیا تاسې پوهیږئ چې ولې طالبانو په هرات کې ۶۰ تنه ماین پاک کونکي تښتولي دي؟
دا لاندې رپوټ پژواک خپور کړیدي:
====
د هيلوټرسټ موسسې تر ٦٠ ډېر کار کوونکي تښتول شوي
By پژواک Jan 21, 2014 - 10:22
هرات (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): د هيلوټرسټ ماين پاکۍ موسسې چارواکي وايي، چې د دوى تر ٦٠ زيات کار کوونکي د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې تښتول شوي دي.
د هيلوټرسټ ماين پاکۍ موسسې مشر ډاکټر فريد همايون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار يې کار کوونکي د پښتون زرغون په مار اباد سيمه کې وتښتول شول.
نوموړى زياتوي، چې د کار کوونکو د موټرو په مخ کې يې وسله وال موټرسايکل سپاره ودرېدل او ماين پاکان يې له ځان سره غرنۍ سيمې ته انتقال کړل.
ډاکټر همايون وايي، چې د خپلې موسسې د کار کوونکو د خلاصون لپاره يې سيمې ته قومي مشران او د سيمه ييزو شوراګانو استازې لېږلي دي.
خو د هرات امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، چې د ماين پاکانو د خلاصون لپاره عمليات روان دي، چې سهار يې شپږ تنه له څلورو موټرو سره له تښتوونکو وژغورل.
پښتون زرغون ولسوالۍ د هرات په نا امنو سيمو کې راځي او له مرکزه شپېته کيلومتره لرې ختيځ لور ته پرته ده.


صبور
24.01.2014

برادر محترم اتل صاحب سلام علیکم،

از مطالعهء مطلب جالب شما چنین دریافتیم که طالبان چرا این افراد را دستگیر نموده اند، زیرا که آنها نمیخواهند که زحمات شان بیجا برود. همچنان ازینکار طالبان معلوم میشود که واقعاً آنها اند که توسط ماین گذاری هایشان باعث شهادت هزاران هموطن بیگناه ما گردیده اند، اگر چه اکثراً منکر میشوند، مگر حالا واضح شد که همهء آن ماین هایکه باعث قتل هموطنان ملکی و اطفال معصوم میشود، توسط همین گروه جنایتکار پلان و جابجا میشود.

تشکر از شما،


اتل
27.01.2014

صبور وروره، السلام علیکم
طالبانو په کابل کې د هوایي قوې د کار کونکو په بس موټر باندېې د حملې چي د ولسي خلکو په شمول افغانانو ته تلفات پکې اوښتي، مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ، خود هلمند په نوې تشکیل شوې ولسوالۍ نو میشت کې يې چې د بم په چاودنه کې د بس د سورلئ شپږ تنه ولسي خلک ووژل او دیارلس يې زخمي کړل، ولې چوپه خوله اختیار کړي؟
طالبان د منافقت پالسي چلوي، چیرې چې د هغوی په ړندو حملو کې د حکومت کار کونکو او پوځيانو ته تلفات واوړي، مسؤلیت یې مني، خو که عام ولسي خلک ووژني بیا پټه خوله وي.
الله دې دوی ته د خپلو اعمالو پاداش ورکړي.


mohsin

mohsin147
30.01.2014

د هيلوټرسټ موسسې تر ٦٠ ډېر کار کوونکي تښتول شوي
By پژواک Jan 21, 2014 - 10:22
هرات (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): د هيلوټرسټ ماين پاکۍ موسسې چارواکي وايي، چې د دوى تر ٦٠ زيات کار کوونکي د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې تښتول شوي دي.
د هيلوټرسټ ماين پاکۍ موسسې مشر ډاکټر فريد همايون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار يې کار کوونکي د پښتون زرغون په مار اباد سيمه کې وتښتول شول.


watan jan
31.01.2014

په هغه هیواد کی چی تر یو لک زیات خارجی عسکر پراته وی او په لسګونه استخباراتی کړۍ په فعالیت بوختی وی، په لومړی قدم کی ددغسی مرموزو جنایتونو ګوته همدغو اشغالی او استخباراتی حلقو ته متوجه کیږی
داشغالګرو مطبوعاتی ایجنټان یی بیا په همدی موخه استخدام کړی وی چی د جنایت له وقوع وروسته له ملت سره د غمرازۍ دروغژنی اوښکی تویی او پړه په خپلو مخالفینو واچوی
دامریکا په مشرۍ په افغانستان کی دهر هیواد پوځونه په تاریخ کی دجنایتونو او جرمونو پخوانۍ سابقه لری خودتعجب خبره دا ده چی بعضی ایجنټان هڅه کوی دغه کسبی مجرمین په افغانستان کی سپینی کوتری معرفی کړی


اتل
05.02.2014

السلام علیکم
محسن وروره، دا چې طالبان څه کوي، ټولې دنیا ته لمرغوندې روښانه دي.
خو زموږ ځینې دوستان لکه وطن جان اول په هغې مطبوعاتي منبیع حمله کوي چې د طالبانو د بدعت خبر خپور کړي. یادغه خبرې منابع په کمونستۍ تورنې کوي او یا وایي چې د سي آي اې ګوډاګیان دي.

که دا هم ونشي نو بیا ښکرور دروغ وایي، داسې دروغ چې دوی پخپله پکې مخ تورن کیږي. وطن جان وایي چې دغه ماین پاکان خارجي قواوو تښتولي، پداسې حال کې چې د ماین پاکۍ دپاره په لسګونو کلونه همدغو خارجي ملکونو مالي مرستې ورکړیدي چې زموږ او وطن جان اقارب د مرګ او معیوبت نه بچ شي.

خدای خو چا لیدلئ ندئ، خو په صنع او قدرتونو یې پیژني. طالبان په دغه ډول جنایت کاریو مشهور دي او کله ناکله یې مسؤلیت هم مني. وطن جان غوندې ساده ګان چې هر څومره د طالبانو ننګه وړي، څوک یې نه مني ځکه چې ټوله دنیا د طالبانو په بدعتي اعمالو خبره شویده.
الله دې طالبان اصلا او وطن جان روغ کړي.


pattang
05.02.2014

زه لنډ درته وايم !
اتل خانه درواغ وايې هغه هم په سپينو سترګو!
دشخصيت لپاره ستا عمل ډېر نقص لري خو ستا دا ټول هېر کړي
او زما حوصله درته تنګه شي !
که طالب نه وي تاسو به څه کوۍ !
اقتصادي ، سياسي او کلتوري ؟

[quote:73ca077987="اتل"]السلام علیکم
محسن وروره، دا چې طالبان څه کوي، ټولې دنیا ته لمرغوندې روښانه دي.
خو زموږ ځینې دوستان لکه وطن جان اول په هغې مطبوعاتي منبیع حمله کوي چې د طالبانو د بدعت خبر خپور کړي. یادغه خبرې منابع په کمونستۍ تورنې کوي او یا وایي چې د سي آي اې ګوډاګیان دي.

که دا هم ونشي نو بیا ښکرور دروغ وایي، داسې دروغ چې دوی پخپله پکې مخ تورن کیږي. وطن جان وایي چې دغه ماین پاکان خارجي قواوو تښتولي، پداسې حال کې چې د ماین پاکۍ دپاره په لسګونو کلونه همدغو خارجي ملکونو مالي مرستې ورکړیدي چې زموږ او وطن جان اقارب د مرګ او معیوبت نه بچ شي.

خدای خو چا لیدلئ ندئ، خو په صنع او قدرتونو یې پیژني. طالبان په دغه ډول جنایت کاریو مشهور دي او کله ناکله یې مسؤلیت هم مني. وطن جان غوندې ساده ګان چې هر څومره د طالبانو ننګه وړي، څوک یې نه مني ځکه چې ټوله دنیا د طالبانو په بدعتي اعمالو خبره شویده.
الله دې طالبان اصلا او وطن جان روغ کړي.[/quote:73ca077987]


watan jan
06.02.2014

اتل جانه یو وخت به لکه د کرزی په شان ستا زړه هم دحقیقت د پټولو توان له لاسه ورکړي او بیا به په همدغه بحثفورم کی مونږ ته اعترافات کوی چی خارجیان په افغانستان کی څه کوی او د څه له پاره راغلي.
ته وايي چی خارجیان دماین پاکۍ په بخش کی پیسی لګولی ځکه امکان نلری چی ماین پاکانو ته ددوی لخوا ګواښ متوجه شی. خو زه وایم هغوی ته دافغانانو ژوند اهمیت نه لری که ګټه یی په ماین را ایستلو کی وه ماین راباسی او که ګته یی په ماین ایښودلو وه بیا په زرهاوو ټنه نیمه یورانیم بمونو هم دریغ نه کوی. له دغی پیښی څخه دطالبانو پرضد ډیره ښه تبلیغاتی استفاده کیږی، لکه څنګه چی دملکی خلکو موټر ته ماین کیږدی او چاودیدلو وروسته تری دخپلو مخالفینو پرخلاف روانی جګړه کی دخام موادو په توګه استفاده وکړی
په دغسی جګړه کی هغوی د خپلو خلکو په له مینځه وړلو هم صرفه نه کوی لکه دسپتمبر په پیښو کی یی خپل ۳۰۰۰ کسان ووژل او په دغه لږ تاوان یی ډیره ګټه وکړه، چی په انتقام کی یی په لسګونو زره افغانان شهیدان، بندیان، او بی کوره کړل
ستا چی په دی سر خلاصیږی نو دکرزی په شان به عمر درباندی تیر وی


اتل
06.02.2014

اسلام علیکم
بتنګ صاحب، اوس ته هم وطن جان غوندې دا وايي چې ماین پک کونکي طالبانو نه، بلکه خارجي قواوو تښتولي دي، او دغه راز خارجي ملکونو په ماین پاکۍ کې د ماین ایسلتو د وسایلو، روزنې او مالي مرستې ندي کړې.

پتنګه، ته چې کج بحثي شروع کړې دلوستونکو دوې سترګې درته څلور شي. ته نشې کولای چې لوستونکې وغولوې او تر پلاله لاندې اوبه تیرې کړۍ.
بیا درته وایم چې اهل انسان افغان شه، د پنجابي او نورو اجنبي ترورستانو د غلامۍ نه لاس وخله.
االه دې پدې لاره کې ستا مرسته وکړي.


تيمور
26.06.2014

دروند ورور اتل صیب سلامونه،

لکه ټول شاهد یو، تقریباً هره دوهمه ورځ د ملکیانو موټر د طالبانو له لوري په سړکونو کې پر اېښودل شویو ماینونو یا چاودېدونکو موادو خیژي او مرګ ژوبلې اړوي.
د ملګروملتو د بشري حقونو مسؤل هم وویل چې په سلو کې ۸۵ ملکیان د سړک د غاړې په بمونو او ماینونو وژل کېږي، نور نو الله اعلم.

مننه،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more