د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان ولسي خلک ځان ته سپر کوي.

اتل
20.06.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
طالبان چې نشي کولای د امنیتي قواوو سره مخامخ وجنګیږي دخلکو په کورونو ننوزي او بیا پخپلو هدفونو ګذارونه کوي او یا د ګڼې ګوڼې د خایونو نه ترورستي عملیات کوي. دوی په لوی لاس د حملو دپاره دغسې ځایونه ددوو هدفونو دپاره ټاکي. یو داچې امنیتي قواوې د طالب او ولسي سړي تر منځ توپیر ونه کړئ شي، او بل داچې دډزو په تبادله کې ولسي خلک ووژل شي او بدنامي یې امنیتي قواوو ته ورواوړي.
طالبان په خپل دې بیان کې صادق ندي چې وايي د الله جل جلاله درضا د حاصلولواو د ولس د آزادئ او نوروحقوقو د اعادې دپاره جهاد کوي.

په لوی لاس د بې کناه خلکو نه ځان ته دسپر جوړول او وژل نه د الله جل جلاله رضا ده او نه جهاد دئ، بلکه د طالبانو دا عمل ګناه او دولس قتلول دي.

طالبانو ته دا فرق نه کوي چې قدرت ته درسیدو په لار کي څه ډول کرغیړن جنایات سرته رسوي، د اسلام ددین د ارشاداتو نه څومره سرغړونه کوي، د چا سراو مال تباه کوي او د چانه او کومو ناروا مدارکو نه د خوارجو دغه روان جنګ تمویلوی. طالبانو په کندهار ننګرهار او ملک په اکثره نورو برخو کې د ولس نه د سپر په ټوګه کار اخیستي او د سراو مال تاونونه یې ولس ته اړولي دي.
په احترام.
=====
صدیقي: طالبان له ملکیانو څخه د سپر په توګه کار اخلي

30.03.1393
په ښاري سيمو کې د طالبانو د حملو او بريدونو هغه تاکتيکونه چې له استوګنې د ودانيو او کورونو څخه په استفاده سره پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي، د ملکي خلکو ژوند او مال په خطر کې اچولی دی.

طالبان داسې بريدونه د ملکي خلکو، ښځو او کوچنيانو څخه په سپرجوړولو سره ترسره کوي.

نقيب الله سيفي د کندهار ښارهغه اوسېدونکی دی چې؛ د يکشنبې په ورځ د پوليسو او طالب ځان وژونکو ترمنځ په نښته کې يې خپل کور او ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده.

دا د طالبانو له خوا دغسې وروستۍ پېښه ده چې د شنبې په ورځ د کندهارپه ښارکې هغه مهال وشوه چې؛ په درېيمه ناحيه کې په باچاخان کالوني کې طالبان د استوګنې په يوه اپارتمان ننوتل.

دوی د دې اپارتمان له چته پر پوليسو بريدونه پيل کړل. د يکشنبې په ورځ پوليسو دغه د استوګنې ودانۍ محاصره کړه او د طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته پيل شوه.

د دې نښتې په پايله کې دووځان وژونکو خپل ځانونه والوزول او دوه نور د پوليسو له خوا وويشتل شول.

په هم دې نښته کې دوو تنو پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور زخمي شول.

د ښاغلي سيفي پنځه کلن زوی وايي، چې ترهګرو د افغانانو لباس اغوستی وو او دوی د دې نښتې له کبله ډېر وبېرېدل.

دی د خپل سايکل او د لوبو د شيانو چې لکه د نورو ماشومانو په څېر، دده ټوله نړۍ وه وايي، سوځېدلي دي.

په کندهارکې د ولايتي شورا غړی، حاجي اغا لالي دستګير د ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له ملکي خلکو، ښځو او کوچنيانو څخه سپر جوړوي او پر امنيتي ځواکونو او پوليسو بريدونه کوي. ده د طالبانو دا کار په سختو ټکو وغانده.

په جلال اباد کې د اچين ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی، سيد خان، وايي، چې طالبانو دده د کورشاوخوا سيمه څو ځلي پر امنيتي ځواکونو د بريدونو لپاره له دې پرته چې د ملکي خلکو د مال او ځان فکر وکړي، کارولې ده.

دی وايي، چې د تيرې شنبې په ورځ د ميدانک په کلي کې يو دولس کلن کوچنی هم د طالبانو په مرمۍ لګېدلی دی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې تاييد کړه چې؛ طالبان له خلکو څخه د سپر په توګه کار اخلي او دا لومړی ځل نه دی.

د ننګرهار ولايت د اچین ولسوالۍ د سپين غر د سيمې د يو اوسېدونکي، عباس خان، مېرمن تقريباً شل ورځې مخکې هغه وخت په ډزو ټپي شوه چې د ده د کور مخې ته طالبانو پر امنيتي ځواکونو ډزې وکړې. په دې پسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته پيل شوه.

دا د طالبانو لومړی يا دوهم وار نه دی چې دغه ډول د ملکي خلکو څخه سپر جوړوي او د هغو تر شا په پټېدو سره پر پوليسو او امنيتي ځواکونو حملې کوي، خو د افغانستان امنيتي ځواکونه به د دې حملو د مخ نيوي لپاره څه پلان جوړوي چې په راتلونکي کې د داسي بريدونو مخه ونيول شي، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ازادي راډيو ته وويل چې دولت به د طالبانو هر قسم بريدونو مخه نيسي.

د کندهار ولايت وياند ښاغلی دوا خان مينه پال په همدې اړه وايي، چې د افغانستان دولت خپل ټول کوښښ کوي چې د ملکي خلکو ژوند وژغوري.

ښاغلی سيفي چې په کندهار کې د ځان وژونکو په وروستي بريد کې يې ټوله شتمني او کور د اور په لمبو لاهو شوي دي، وايي چې افغان دولت د ده او هغو نورو خلکو چې بې سرپناه شوي دي، حتی پوښتنه لا نه ده کړې.

په ولايتي شورا کې د کندهار د خلکو استازي ښاغلي حاجي اغا لالي دستګير ازادي راډيو ته وويل چې په تيرو وختو کې هم د داسي پېښو له قربانيانو سره هغومره مرسته چې په کار وه، نه ده شوې.

کله چې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته پيل شي، په منځ کې ګير پاتې ملکي خلک چې ځانونه او مالونه په دې ناورين کې له لاسه ورکوي، څه کوي؟ ايا دولت د دوی ږغ اوري او له دوی سره لازمي مرستې کوي؟ د کندهار ولايت وياند دوا خان مينه پال وايي، چې دی خلکو ته ډاډ ورکوي چې دولت به د دوی سره د مرستو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.


Re: طالبان ولسي خلک ځان ته سپر کوي.

lawangin
21.06.2014

که طالبان داسې اصلحې ولري لکه چې تاسو ته یې ستاسې دالري
باداران درکوي چې په ناموس او وطن مو یې تعرض درکړی نو بيا
به طالبان هم جبه یې جنګ وکولی شي ! طالب اوس په زړه اصلحه
جنګيږي چې بيا هم ستاسو او ستاسو دصليبي اشغالګرو بادارانو
پرتوګونه یې درډک کړي دي ! طالب وخت لري خو تاسو داوخت نلرۍ !

[quote:3a5d6ff508="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
طالبان چې نشي کولای د امنیتي قواوو سره مخامخ وجنګیږي دخلکو په کورونو ننوزي او بیا پخپلو هدفونو ګذارونه کوي او یا د ګڼې ګوڼې د خایونو نه ترورستي عملیات کوي. دوی په لوی لاس د حملو دپاره دغسې ځایونه ددوو هدفونو دپاره ټاکي. یو داچې امنیتي قواوې د طالب او ولسي سړي تر منځ توپیر ونه کړئ شي، او بل داچې دډزو په تبادله کې ولسي خلک ووژل شي او بدنامي یې امنیتي قواوو ته ورواوړي.
طالبان په خپل دې بیان کې صادق ندي چې وايي د الله جل جلاله درضا د حاصلولواو د ولس د آزادئ او نوروحقوقو د اعادې دپاره جهاد کوي.

په لوی لاس د بې کناه خلکو نه ځان ته دسپر جوړول او وژل نه د الله جل جلاله رضا ده او نه جهاد دئ، بلکه د طالبانو دا عمل ګناه او دولس قتلول دي.
......................................................

.[/quote:3a5d6ff508]


اتل
26.06.2014

السلام علیکم
لونګینه لکه چې د پتنګ خوشته خور یې او دهغه په غیابت کې یې ځای ډکوي. پتنګ د پنجابي ترورستانو غلام دئ او ته بیا د پتنګ.
وايي: خواره شې مینځې، چې د مینځې کونه مینخي.

لونګینه، تاسې زما په ځواب کې په دوو حقیقتونو اعتراف کړیدئ.
طالبا ځکه بې ګناه خلک ځان ته سپرکوي چې عصرې وسلې نلري. یعنې تاسې دطالبانو دا عمل په همدې دلی مؤجه او روا بولئ چې د خپل ځان د بچ کولو دپاره بې کناه خلک ووزني.
دوهم اعتراف دې دا دئ چې تاسې هم دا منئ چې طالبان د خلکو له منخ نه ډزې کوی او په لوی لاس خلک وزني چې مقابل طرف بد نام کړي.
ستاسې د صداقت نه مننه، خو پدې ارتباط ستاتې دلیل بیا غلط او د اسلامی احکامو او ارشاداتو سره په ټکر کې دئ. یو مسلمان باید دغسې نه وې لکه ته چې یې.
په درناوي.


تيمور
26.06.2014

اتل صیب سلامونه او نېکې هیلې،

سل به سل در سره موافق يم، ډیر په زړه پوری لیکنه ده، الله پاک دی په قلم برکت کړه، ټول افغانان پر تاسو ویاړي.

مننه،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more