د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

طالبان یې خپلوانو او ولس ته څه ځواب لري؟

اتل
08.04.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
طالبان د کندهار د ولایت د میوند د ولسوالۍ دپنځلس وژل شوو او پنځو زخمی شوو خپلوانو او نور ولس ته څه ځواب لري. دغه ولسي خلک چې د طالبانو د ماین قرباني شول څه ګناه یې کړې وه؟

طالبان ددې قتل څه اسلامي او حقوقي حجت لري؟ ددغې پیښې عامل طالبان که نن ونیول شي او یا سبا اویا د افغان د کشالې د حل نه وروسته د صلحې په وخت کې د اعدام د سزا نه پرته بله لار لري؟

دطالبانو قیادت او راښکته ډلو ټپلو یې په حق الله او حق العباد تیري کړیدي چې باید سزا یې وویني. قانون طالب او غیر طالب نه پیژني، هر څوک چې د ګناه، جرم او جنایت مرتکب شي، بالخصوص جنایت د بشر او د الله جل جلاله د قوانینو په مقابل کې ډېره درنده قانوني سزا ورکول کیږي او د قتل سزا اعدام دئ.

طالبان کې په سر کې د یوې اوربشې قدر ماغزه هم ولري اوس باید پدې پوه شوي وی چې افغان ولس په دې دور انتخاباتو دوی ورټل او دموکراتیک نظام یې پر طالباني ډوله افراطي ناقص بندوبست مرجح وباله. طالبان باید د ولس او خاوند تعالا ارادې ته غاړه کیږي، که دا کار نه کوي، نو په دین اودنیا دواړو به شرمساره وي.
http://www.bbc.co.uk/pashto


Re: طالبان یې خپلوانو او ولس ته څه ځواب لري؟

pattang
08.04.2014

هلکه ته خو ډيجيتل یې او ډيجيتلي ابکيتونه په يوو مالوم مقصد
او مرام سره تړل شوي وي او هر سيګنال چې ورته راشي نو
په وضعه شوي الګورتم کې یې مخ ته بيايې او عملي کوي یې !
ته cia يو پلوه په داسې پروګرام کې تړلی یې چې محصول يې
په طالب پسې پروپاګنده ده او نه ازاد منطقي فکر !

/ طالبان په قصد افغانان نه وژني که له اشغالګرو سره يو ځای
کار ونکړي او دهغوی په مخ کې ونه جنګيږي ، دطالبانو ماينونه
دصليبي اشغالګرو ستا د دالري پلرونو لپاره دي !

/تف لانت پر داسې بدبخته چې طالب په فرعي عمل محاکمه کوي
خود مورد...... اجنټان ،ملګري او دپښتنو قاتلان لکه دوستم ،عطا،
محقق او نور برياکوي ، په لوړو چوکويو او دالرو یې نازوي !
بدبخته ته هم ګنډه تړې يو بل کار درته پيدا کړه !

[quote:48034872b0="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
طالبان د کندهار د ولایت د میوند د ولسوالۍ دپنځلس وژل شوو او پنځو زخمی شوو خپلوانو او نور ولس ته څه ځواب لري. دغه ولسي خلک چې د طالبانو د ماین قرباني شول څه ګناه یې کړې وه؟

طالبان ددې قتل څه اسلامي او حقوقي حجت لري؟ ددغې پیښې عامل طالبان که نن ونیول شي او یا سبا اویا د افغان د کشالې د حل نه وروسته د صلحې په وخت کې د اعدام د سزا نه پرته بله لار لري؟

دطالبانو قیادت او راښکته ډلو ټپلو یې په حق الله او حق العباد تیري کړیدي چې باید سزا یې وویني. قانون طالب او غیر طالب نه پیژني، هر څوک چې د ګناه، جرم او جنایت مرتکب شي، بالخصوص جنایت د بشر او د الله جل جلاله د قوانینو په مقابل کې ډېره درنده قانوني سزا ورکول کیږي او د قتل سزا اعدام دئ.

طالبان کې په سر کې د یوې اوربشې قدر ماغزه هم ولري اوس باید پدې پوه شوي وی چې افغان ولس په دې دور انتخاباتو دوی ورټل او دموکراتیک نظام یې پر طالباني ډوله افراطي ناقص بندوبست مرجح وباله. طالبان باید د ولس او خاوند تعالا ارادې ته غاړه کیږي، که دا کار نه کوي، نو په دین اودنیا دواړو به شرمساره وي.
http://www.bbc.co.uk/pashto[/quote:48034872b0]


pattang
09.04.2014

طالبان وايي د ملکي تلفاتو عاملین خارجیان دي نه دوی، خارجیان
همېشه ملکیان وژني او دا هله کوي کله چې دوی ته درنه مرګ
ژوبله واوړي.
پرون په میوند ولسوالۍ کې په ولسي وګړو ماین وچاودید چې په
ترڅ کې يې ۱۵ بې ګناه کسان شهیدان شول.

طالبان وايي چې خارجیانو دغه کار د خارجي عسکرو د وژل کېدو
په بدله کې کړی. ددوی په وینا په قندهار ولایت کې به دغه ورځ
یوه چورلکه ولویده او په میوند ولسوالۍ کې د خارجیانو په یوه
کاروان دوی سرتیری برید ترسره کړ چې په کې ۱۵ بهرني عسکرو
ته مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي زیاتوي چې بهرنیانو ته د سختې
مرګ ژوبلې له اوښتو وروسته دوی لویه لاره بنده کړه او یو ټونس
موټر چې په نارینه، زنانه او ماشومان سپاره وه له ولاړو موټرونو
راوویست او په خامه لاره د تللو امر وکړ، کله چې موټر خامه لارې
ته واوښت نو یو ستر انفجار وشو.

احمدي وايي چې « دسیمې خلکو او ولاړو مسافرو دغه حالت په
خپلو ستر ګو ولیدی نور دا تمیز ور ته ونه شو چي دا ماین دی
چي خارجیانو دیوه خاص پرو ګرام له مخې ور ته ایښی وو او که
دطیارې ګوزار ځکه په دې وخت کي طیارې هم په ټیټه ار تفاع کي
ګر ځیدلې».

قاري یوسف وايي چې خارجیانو ته همېشه درانه تلفات واوړي نو په
داسې شوم او ظالمانه عمل لاس پورې کوي.

احمدي زیاتوي چې طالبان د پېښې د قربانیانو سره خپل خواخوږي
ښيي او د قاتلینو څخه به ډير ژر ددوی بدل واخلي.


اتل
11.04.2014

السلام علیکم، پتنګ صاحب
د قاری خبرې هسې پرړې دي. دوی غواړي چې او س د خپلو اعمالو د کتمان دپاره نوې کیسې جوړې کړي.
اوس چې د پاکستاني طالبانو نطاق شاهدلله شاهد هم وویل چې د عامو مسلمانانو وژل د شریعت خلاف کار دئ، افغان طالبان کوښښ کوي د خپلو جنایاتو دپاره یو لاس پاکئ وتراشي.

وروره د طالبانو خبره د موچي قول دئ. دغه ټوله منظره چې تاسې د قاري صاحب د خولې ذکر کړه مطلق دروغ ده. پدې حجم او شدت چې واقعات شوي وي ټوله دنیا پرې خبریږي، خو غیر له طالبه بل څوک يې معلومات نلري.

قاري صاحب خو دا هم وویل چې د انتخاباتو په ورځ يې بې شماره حملې کړي، حال داچې پدې ورځ د طالبانو په سلو کې د نوي حملو مخه ونیول شویده.

الله جل جلاله دې دوي اصلاح کړي.


ابومحمدحنفي
19.05.2014

تسخير العقول همدې ته وايي
غربيانو سره د لاسپوڅو يې چې په لکهاوو افغانان له تېغه تير کړ دهغې جواب به څوک وايي که غرب کافر دي نو په داڅنګ کې يې چې ناست دى چې تاسو يې د ملت د تامين ضامنين بولي نو دوي يې ولي حفاظتي چاري پر مخ بيايي
او داسې قصې چې هويت يې هم مجهول دى تاسر يې پوښته پيدا کړه
داسې ښکاري چې ذهنا دي ددې غربيانو غلامي تا هم قبوله کړي


اتل
26.06.2014

حنفی صاحب، السلام علیکم
وايي: ګنه کرد در تهران آهنګرې - به کرمان زدند سرې زرګرې.
ورورجانه، زموږ د بحث موضوع د طالبانو اعمال دي نه د خارجي اشغالګرو.
د یو چا ګناهونه د بل چا د جنایتونو توجه نشي کیدای.
طالبان د اسلام او جهاد ادعا کوي، او تاسې بیا ددې دواړو نه برخلاف دقلاوې سر راسپړئ.
طالبان د اسلام نه د ولس پرخلاف د حربې کار اخلي، او تاسې بیا په جعل د هغوی غیر اسلامي اعمال توجه کوئ او پدې ترتیب ځان د هغوی په جنایاتو کې نا حقه او په ناپوهئ او غفلت کې لتاړ کوئ.
تاسې او طالبان دواړه د سلیم عقل نصایحو ته ضرورت لرئ.
آلله جل جلاله مو مل، بچئ مو لوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more