د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تراوسه پوري د طالبانو د بریدونو له لاسه دوه زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

لاونګ
25.06.2014

شاوخوا ۸۰۰ وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې د هغو سیمو د لاندې کولو لپاره جګړه پیل کړې چې په وروستیو کې امریکايي او بریتانیايي پوځیان ورڅخه وتلي او اوس د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د هلمند چارواکي وايي چې په دې جګړو کې، چې له ۵ ورځو راهیسي روانې دي، تراوسه لږترلږه ۴۰ ملکیان او په لسګونو وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو د هلمند مدني ټولنه وايي چې د سنګین ولسوالۍ په دې جګړو کې ۴۰ ملکیان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په دې جګړه کې تراوسه پوري شاوخوا ۱۰۰ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د هلمند ولایتي چارواکو هم تایید کړه و چې په دې جګړو کې، چې زیات شدت یې په سنګین ولسوالۍ کې دی، شاوخوا ۸۰۰ وسله وال طالبان برخه لري.

له سنګین ولسوالۍ څخه وروستي امریکايي پوځیان تېره میاشت ووتل او خپله اډه یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارله.

د هلمند د والي ویندوی عمرځواک وویل چې د پنجشنبې په شپه شاوخوا اته سوه وسله والو مخالفانو د هلمند پر څلورو ولسوالیو کجکي، سنګین، نوزاد او موسي کلا بریدونه پیل کړل.

ده وویل:«لږترلږه ۲۱ افغان ځواکونه او ۴۰ ملکیان وژل شوي دي.»

په کابل کې د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړه چې په دې جګړو کې ۸۰۰ طالبان برخه لري. ځینو نورو افغان چارواکو ویلي چې د طالبانو په منځ کې پاکستاني پوځیان هم شامل دي او له داسي پرمختللیو وسلو څخه کار اخلي چې تر دې پخوا طالبانو هیڅکله نه وې کارولې.

تراوسه پوري د طالبانو د بریدونو له لاسه دوه زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more