د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

که څوک ځان عالم وګڼی ، جاهل دی؟؟


ع کريم حليمي
21.06.2014

السلام علیکم و رحمة الله
درنو او محترمو وړونو ! اکثره وخت داسي احساس کوم چه زه یو عالم طالب یم ، او هر کله چه دغه حدیث راپیاد سي چه : ابن عمر عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: من قال أنا عالم فهو جاهل.
ټول فکر مي بدخونده سي ، او د دو حالاتو په منځ کښي راګیر سم ، تر خپل احساس نه سم تېرېدلی ، زما دغه احساس اکثره وخت تر دغه حدیث شریف معتبره معتبره څرګندیږي.

پوښتنه مي داده ، چه د علمیت احساس څرنګه په ځان وژل کېدای شي
یا څرنګه کولی شم چه دعلمیت احساس مي مړ کړم ؟؟؟

درنښت


Re: که څوک ځان عالم وګڼی ، جاهل دی؟؟

lawangin
21.06.2014

کله چې ځينې ليکنې لونم نس مې په درد شي !
عالم څوک دی ؟ ايا عالمان يواځې ملا يان دي او که نور انسانان هم !
ايا علم له تجربې او امتحان پورې تړلی او که يواځې سوال ، ځواب
، فلسفه او بيا عقيده ده؟ که يواځې ملايان ، چړيان او طالبان
عالمان وي نو دانور طبيعت څېړونکې او پالونکي لودګان به څه
نوم لري ؟ عالمان که جاهلان ...

[quote:487ad00fd1="ع کريم حليمي"]السلام علیکم و رحمة الله
درنو او محترمو وړونو ! اکثره وخت داسي احساس کوم چه زه یو عالم طالب یم ، او هر کله چه دغه حدیث راپیاد سي چه : ابن عمر عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: من قال أنا عالم فهو جاهل.
ټول فکر مي بدخونده سي ، او د دو حالاتو په منځ کښي راګیر سم ، تر خپل احساس نه سم تېرېدلی ، زما دغه احساس اکثره وخت تر دغه حدیث شریف معتبره معتبره څرګندیږي.

پوښتنه مي داده ، چه د علمیت احساس څرنګه په ځان وژل کېدای شي
یا څرنګه کولی شم چه دعلمیت احساس مي مړ کړم ؟؟؟

درنښت[/quote:487ad00fd1]ن


م . ق
22.06.2014

عبدالرحمن بابا فرمايي:

عالمان دي روښنائي ددې دُنيا

عالمان دي د تمام جهان پېشوا

که څوک لار غواړي وخدای و هم رسول ته

عالمان دي ددې لارې رهنما

کيمياګر که د کيميا په طلب ګرځي

همدمي د عالمانو ده کيميا

په مجلس د عالمانو به سره زر شي

که څوک کاڼئ وي که لوټه د صحرا

جاهلان دي په مثال د مُرده ګانو

عالمان دي په مثال د مسيحا

چې مُرده ئې له نفسه ژوندئ کېږي

عالمان دي واړه هسې اوليا

هر سړئ چې رُتبه نه لري د علم

سړئ نه دی خالي نقش دی ګويا

زه رحمن حلقه به ګوش د هر عالم يم

که اعلی دی که اوسط دی که ادنی


Re: که څوک ځان عالم وګڼی ، جاهل دی؟؟

م . ق
22.06.2014

[quote:5faef6caf5="ع کريم حليمي"]السلام علیکم و رحمة الله

پوښتنه مي داده ، چه د علمیت احساس څرنګه په ځان وژل کېدای شي
یا څرنګه کولی شم چه دعلمیت احساس مي مړ کړم ؟؟؟

درنښت[/quote:5faef6caf5]

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته و مغفرته،

دروند مشر او ستر عالم ښاغلی استاذ محترم حلیمي دامت برکاتهم،

زما د کم علم مطابق چې دغه مبارک ایتونه به زمونږ سره مرسته کوي ترڅو خپل احساس ووژنو: (وما اوتیتم من العلم الا قلیل)، (انماالعلم عند الله)، (وقل رب زدني علما)

او دغه لاندې مبارک ایتونه خو مونږ ته ډیر لوي درس راکوي چې انسان څه شی دی، علم یې څه شی دی، څنګه یې ترلاسه کړی دی، د علم په حاصلولو دومره مرتبه لري چې ملایکې ورته سجده کوي، او که په علم کبر وکړي نو د شیطان په څېر به ملعون شي.
وَإِذْ قَالَ رَ‌بُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْ‌ضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٣٠﴾ وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَ‌ضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَـٰؤُلَاءِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿٣١﴾ قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿٣٢﴾ قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَائِهِمْ ۖ فَلَمَّا أَنبَأَهُم بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْ‌ضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ(۳۳)وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ‌ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِ‌ينَ ﴿٣٤﴾

الله دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفیق راکړي،

په درنښت او مننه



ع کريم حليمي
22.06.2014

السلام علیکم و رحمة الله
دېر کران او محترم او معزز ورور مبارز صاحب ، کومه مینه چه تاسو ماته راکړېده ، ډېره مننه ، نو په ډېر اخلاص وایم چه : جزاك الله خيرا أخي الفاضلت
محترما ،دغه ايت شریف ( و ما اوتیتم من العلم الا قلیلاٌ) په ریشتیا چه دا کلام الله دی ،او په ریشتیا چه هیڅ مخلوق به ابداً په داسي الهي انداز خبري و نشي لیکلی .
ستاسو په اجازه به تاسي ته غرض وکم ، معزز ورور مبارز صاحب
دوه شیان زموږ په دا خاورینه دنیا کښی ناپایه بحرونه دي ، یو ثـــــــــــــــروت او بل عــــــــــــــــلم
چه یو (ثروت :چه کله مکسوب کله میراث) د انسان له پاره زینت دی ،اوبل علم (علم: څه خپل حاصل کړئ او ډېر په میراث ) د انسان لپاره درجه اومقام دی
دغه دوه بحرونه (ثروت اوعلم ) دواړه د احاطه کېدلو نه دي او نه ئې توان له انسان سره شته ، که څوله زینت سره علاقه لري کوښښ دي وکړي چه ثروت پېدا کړي ، البته ثروت یو موقتي شئ دی
او دا بل (علم ) هغه بحر دی چه احاطه کیدل ئې ممکن نه دي او پېدا کېدل ئې پر هر انسان فرض دي
پس ، په لوړ آواز داسي جسارت کوم چه : په دغه جهان کي مسکیني عیب نه لري ،او په مقابل کښي که څوک قدر ضرورت علم نه لري د انسان له پاره عیـــــــــــــب دی ،
هر هغه څوک چه د لوستولو او لیکلو قدرت نه لري ، دغه عیب یوازي و دغه بې سواد ته نه دریږي بلکي دټولني د علماء غاړي بندي دي ، هر کله چه د ثروت خاوندان ذکاة نه ورکوي نو غاړي ئې بندیږي ، همدارنګه څوک چه پوهه لري او نور انسانانو ته ئې ور نه کړي نو په دا علم ئې غاړي بندیږي (و مما رزقنٰهم ینفقون ) رزق تنها مادي خورک نه دي بلکي د انسان جسم مادي او معنوي رزق ته ضروت لري.

البته هر هغه څوک چه په تجارت عملي باندي پوهه لري ، نده پر لازمه چه د عملي تجارت ښوونه وکړي

داچه ثروت او اقتصاد او علم څنګه حاصل اوپیدا کیږي ، د علم په پېدا کېدلو به څه بحث ته دوام ورکم
ثروت په دیرو مشکلاتو پېداکیږي ، خوممکن ده ، چه یو څوک د سهار او ماښام تر منڅ ثروتمند سي

او په مقابل کي د علم پیدا کېدل آسانه او په قرار قرار پیدا کيږي ، اوممکن نه ده چه د سهار او ماښام تر منڅ دي څوک عالم شي البته نن موږ کولی سو چه بعضي خلګ د یو مشخص کار له پاره په څلوېښت ساعته کورسونوکي تربیه کړي ، یعني په هیڅ څلوېښت ساعته کورس کښي د علمیت مقام او درجې ته څوک نه شي رسېدلی

نور بیا


وزیري
23.06.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

محترم حلیمي صاحب د حضرت ابن عمر رضی الله عنه نه مذکوره حدیث
تر پیغمبر علیه السلام پوري نده رسیدلای. پس په داسی یو حدیث چی سند کی
یی جدي ضعف ویی ستاسو د تشویش باعث باید ونه ګرځي.

که احیانا حدیث ثابت کړای شو نو بیا به په دی وغږیږو چی څنګه ځانته د عالم ویلو
احساس مړ کړو.

والسلام



ع کريم حليمي
04.07.2014

محترم او مکرم او متبحیر وزیري پسله سلام او دعا نه ، مننه ! او ستاسو ئې کور ودان چه د د حدیث د درجې په باب مو ، زه او لوستونکي خبر کړو ، نو یو ځل بیا مننه .

درنو او محترمو لوستونکو ، د انسان جسم بېله د اوبو او خوړو ژوندی نه سی پاته کېدلی ، او یوه متمدینه اوعدلانه ټولنه بېله علم او اقتصاد نه ،نه جوړېږي که انسان هر څومره ډېري اوبه وچیښي بیله ګټي بل څه ندي پر بناء ، او په مقابل کښی که انسان هر څومره لږ خواړه وخوري ، بل څه ندي پر بناء بېله ګټي(صحت اوسلامت )
علم په مثل د اوبو دي ، او اقتصاد او ثروت په مثال د غذا او خوړو دی، ډېره غذا خوړل بله ګټه نه لري، بېله دې چه انسان مریض او اوبیس کړي ،او لوړ اقتصاد انسان له حسن الخلق نه لري کوي، (۰،۰۰۱) استثناء لري
پس نووایم چه : هر هغه څوک چه ډېري اوبه چيښي اوعلم دین حاصل وي نوطبیعي ده چه :صحتین به لري (روحي او جسمي )
پاکي او صفا اوبه ، او علم النافع له ابتدائي او لازمي ضروریاتو نه شمېرل کیږي
په هره هغه ټولنه کي چه د چښلو اوبه هر کور ته نوي تقسیم شوي او و افرادو ته ئې متوسطي پوهي شرایط نوي مهیا ، نو داسي ټولني ته متمدینه ټولنه نه شو ویلی
زما د بحث اصلی محور علم دي ، پس نو دا مادي او اقتصادي طرف پر دغه ځای پرېږم راځم ، او ستاسو لوستونکو په همکاري به علم وڅېړو

د انسان له پاره یوازي علم هیڅ شئ نه دي ، علم یوې وسیلې (عقل )ته ضرورت لري چه کار ځندي واخلي اوپه عقل سره ځان راڅرګند کړي

نور بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more